امنیت

اسلام آباد په پاکستان کې د خصوصي امنیتي کمپنۍ لپاره د چین غوښتنه رد کړه

د زرک خان لخوا

چینایي عسکر د اپرېل په میاشت کې د تمرین پرمهال. [د چین د دفاع وزارت]

چینایي عسکر د اپرېل په میاشت کې د تمرین پرمهال. [د چین د دفاع وزارت]

اسلام آباد -- پاکستان تیره اونۍ د بیجینګ هغه غوښتنه رد کړه چې چینایي خصوصي امنیتي کمپنۍ ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړي.

په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، "د چین د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې یوې چینايي امنیتي کمپنۍ ته اجازه ورکړي چې خپل دفتر جوړ کړي او په پاکستان کې د چینايي اتباعو او د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) اړوند پروژو د ساتنې لپاره خپل فعالیت وکړي. دغه اقتصادي دهلیز د چین د بېلټ او سړک د نوښت (BRI)لپاره د پاکستان یوه برخه ده."

BRI ته یو بېلټ یو روډ (OBOR) هم ویل کیږي.

وزارت په کلکه دغه غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې هیڅ یو هیواد نشي کولی په پاکستان کې امنیتي شرکت پرانیزي.

په ترپارکر کې د سي پېک سره تړاو لرونکي د سکرو د کان کیندنې پروژې عکس چې د ۲۰۲۰ کال په جون کې اخیستل شوی [زرک خان]

په ترپارکر کې د سي پېک سره تړاو لرونکي د سکرو د کان کیندنې پروژې عکس چې د ۲۰۲۰ کال په جون کې اخیستل شوی [زرک خان]

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د مۍ په ۱۸مه په اسلام اباد کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت د بهرنۍ امنیتي چارو سلاکار وانګ ډیکسو سره خبرې اترې کوي. ثناالله وانګ ته وویل، د پاکستان حکومت د بهرنیو لپاره د ملي امنیت یوه څانګه جوړه کړې چې په پاکستان کې د ټولو بهرنیو اتباعو امنیت ډاډمن کړي. [د رېډیو پاکستان څخه په مننه]

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د مۍ په ۱۸مه په اسلام اباد کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت د بهرنۍ امنیتي چارو سلاکار وانګ ډیکسو سره خبرې اترې کوي. ثناالله وانګ ته وویل، د پاکستان حکومت د بهرنیو لپاره د ملي امنیت یوه څانګه جوړه کړې چې په پاکستان کې د ټولو بهرنیو اتباعو امنیت ډاډمن کړي. [د رېډیو پاکستان څخه په مننه]

چارواکو وویل، د امنیتي شرکت اجازه ورکول به نه یوازې د پاکستان له قانون څخه سرغړونه وي بلکې د هیواد امنیت به هم په خطر کې واچوي.

په اسلام آباد کې میشت خبریال اعزاز سید، چې د پاکستان په امنیتي برخه کار کوي، تایید کړه چې چین په رسمي توګه له اسلام آباد څخه اجازه غوښتې چې په پاکستان کې د چینایي امنیتي کمپنۍ د جوړولو لپاره کار وکړي.

هغه د جون په ۱۵ مه ټویټ وکړ، "باخبره سرچینو ما ته ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چینايي امنیتي کمپنۍ ته په پاکستان کې د کار کولو په اجازه ورکولو اعتراض کړی دی."

د بیجنګ دا غوښتنه د روسیې د وېګنر ګروپ په شان د ګروپ جوړیدلو اندیښنه رامنځته کوي،چې دغه ډله په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیله ده.

د روسیې خصوصي امنیتي شرکت (PSC) په لومړي ځل په اوکراین کې په 2014 کې راڅرګند شو.

له هغه وخت راهیسې، د دې اجیران د سوریې، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي او چاد په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په جګړو کې ښکیل دي.

په کرایه اخیستل شوي اجیران تقریباً په هر هغه ګرمه سیمه کې په جنګي جرمونو تورن شوي چې دوی پکې ځای پرځای شوي -- چې په دې کې اوکراین، مالي، لیبیا او سوریه شامل دي.

سعید عزیز، چې په کراچۍ کې د PSC مشر دی، وویل، "پاکستان یو خپلواک هیواد دی، او دا باید بل هیواد ته اجازه ورنکړي چې خپل [PSC] پرانیزي."

عزیز وویل، "د دې پرځای چې په پاکستان کې د چینایانو ګټو ته امنیت ورکړي، د چینایي [PSCs] ځای پرځای کول به په هیواد او په ځانګړې توګه په بلوچستان کې امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي."

امنیتي خطر

د آلمان د برلین ښار د چین د مطالعاتو لپاره د مرکیټر انسټیټیوټ لخوا د ۲۰۱۸ کال مطالعې له مخې د چین PSCs په بهر کې نړیوال یا کورني قانون ته کم پام کوي.

"د چین قوانین چې د امنیت سکتور تنظیموي یوازې په کورنۍ خاوره کې فعالیتونه کوي. او نړیوال قانون د PSCs په اړه شک و شبهات لري، که څه هم دا د شخړې په وختونو کې د خصوصي امنیتي شرکتونو فعالیتونه پوښي."

په دغه مطالعه کې وویل شو، "د مقرراتو نشتوالی پدې معنی دی چې د بهرني عملیاتو لپاره چینایي PSCs په چین کې جواز ترلاسه کولو ته اړتیا نه لري (که څه هم دوی ممکن د کوربه هیواد څخه جواز ته اړتیا ولري)."

"په دې کې دا خطر موجود دی چې کوچني، لیاقت نه لرونکي شرکتونه ممکن د دوی تجربې مبالغه کړي او داسې بهرني واحدونه رامنځته کړي کوم چې د هغه خدماتو چمتو کولو توان نلري چې دوی یې اعلانوي."

"همدغه شان، په هغو هیوادونو کې چې د وسلې کمذوری کنټرول لري، چینایي PSCs په اسانۍ سره وسلو ته لاسرسی موندلی شي."

په عېن حال کې، پاکستان لا دمخه د بیجینګ د امنیتي اندیښنو د هوارولو لپاره امنیت ټینګ کړی دی.

د ډان د راپور له مخې، د جون په ۱۵مه په پاکستان د ټولو بهرنیو اتباعو، په ځانګړې توګه د چینایي اتباعو د امنیت لپاره په اسلام اباد کې د بهرنیو ملي امنیت یوه څانګه جوړه کړه. دغه څانګې په پلازمینه کې د چینایي اتباعو څخه وغوښتل چې د خپل تګ راتګ څخه مخکې پولیسو ته خبر ورکوي.

د راډیو پاکستان د راپور له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د مۍ په ۱۸مه نېټه د چين د بهرنيو چارو د وزارت د بهرنۍ امنيتي چارو مشاور وانګ ډيکسو ته وويل چې پاکستان په هېواد کې د چيني اتباعو د ساتنې لپاره له ټولو وسيلو څخه استفاده کوي.

ثناالله په اسلام اباد کې د وانګ سره په ملاقات کې هغه ته د خارجه ملي امنیت د څانګې د جوړولو خبر ورکړ.

د چین ضد احساساتو کې زیاتوالی

بیجینګ په دې وروستیو کلونو کې له اسلام اباد سره د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د بنسټیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

خو دغه تړونونو د ځایی اوسیدونکو ترمنځ د چینایي نفوذ او د شرکتونو د کارکوونکو سره د توپیر په اړه اندیښنې راپورته کړې، په ځانګړي توګه په دې اړه چې چینایي اتباعو ته د پاکستاني کارګرانو په نسبت زیاتې پیسې ورکول کیږي.

په بلوچستان کې د چین مخ پر زیاتیدونکي نفوذ بلوچ او سندي وسله وال سازمانونه دې ته اړ کړيچې د یو بل سره ملګري شي او په دې سره دا اندیښنه رامنځته کیږي چې دا ګډې ډلې به په سیمه کې تاوتریخوالی لا نور هم زیات کړي.

په اسلام آباد کې میشته یو څیړنیز مرکز، د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په کال ۲۰۲۱ کې په بلوچستان کې د تیر کال په پرتله، په ځانګړې توګه د بیلتون غوښتونکو ډلو په تروریستي بریدونو کې ۹۳٪ زیاتوالی لیدل شوی دی.

کارپوهان وایي چې بلوچ راجي آجوي سانګر (BRAS) وسله واله ډله هم د دې لپاره جوړه شوې چې چینایي سرمایه کارۍ او پاکستاني امنیتي ځواکونه په نښه کړي او هم د دې له کبله په صوبه کې په دې وروستیو کې نسلي بغاوت زیات شوی.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان لیبرېشن آرمي (BLA)، چې د BRAS یوه برخه ده، په کراچۍ کې په کنفیوشس انسټیټیوټ کې د یوه ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

په دغه برید کې، څلور کسان، د درې چینایي ښوونکو په ګډونووژل شول.

د BLA بېلتون غوښتونکو په فبرورۍ کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ولسوالیو کېد پوځ پر پوستو دوه بریدونه وکړل.

په پنجګور کې یو سیاسي فعال مجتبی بلوچ، په هغه وخت کې وویل، "د ۲مې فبرورۍ بریدونه، د لومړي وزیر عمران خان چین ته د سفر څخه څو ساعته مخکې ترسره شول چې لامل یې په بلوچستان کې د طبیعي زیرمو څخه د بیجنګ ناوړه استفاده ده. بلوچیانو په دې اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500