2020-03-05
متحده ایالاتو وویل که طالبان د سولې تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړي نورغچ به هم ترې واخلي
متحده ایالاتو په ۱۱ ورځو کې دننه په لومړي ځل د افغان ځواکونو په دفاع کې د طالب جنګیالیو پر ضد یو هوایي برید ترسره کړ. امریکایي چارواکو خبرداری ورکړ چې که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، نور بریدونه به هم پرې وکړي.