سياست

ایران ۵۰۰ کاله وروسته د نړۍ په سفر تمرکز کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران سمندري ځواکونو د مۍ په ۱۷مه په ټوله نړۍ کې د سفر کولو نه وروسته د خپلې ۸۶مې بېړۍ د عملې خورا تود هرکلی وکړو. [مشرق نیوز]

د ایران سمندري ځواکونو د مۍ په ۱۷مه په ټوله نړۍ کې د سفر کولو نه وروسته د خپلې ۸۶مې بېړۍ د عملې خورا تود هرکلی وکړو. [مشرق نیوز]

ایران د مۍ په ۱۷مه د نړۍ له سفر څخه د ایران د سمندري ځواک ۸۶مې بېړۍ د بېرته راستنیدو ډېره زياته ستاينه کړې ده.

تسنیم نیوز، چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره تړاو لري، او د رژیم پورې تړلو نورو رسنیو په ټوله نړۍ کې د دغه بېړۍ سفر "د خپل سمندري شتون پراخولو لپاره د هېواد د هڅو د یوې برخې په توګه" بیان کړې ده.

دغه بېړۍ، چې پکې په کور دننه جوړه شوې دينا ویجاړونکي بېړۍ او د مکران مخکښه بېړۍ شامله ده، د سپتمبر په ۲۰مه د ایران له جنوبي بندر، بندر عباس څخه د ماموریت پر لور روانه شوه.

تسنیم وليکل، په لومړي ځل د هند په ممبۍ کې له ودرېدو سره، په ۲۳۶ ورځو کې يې په ټوله نړۍ کې سفر وکړو او د برازیل په ریو ډي جنیرو کې د ایران او برازیل ترمنځ د اړیکو د جوړېدو د ۱۲۰مې کلیزې په مناسبت ودرېده.

مکران، د ایران یوازینۍ مخکښه بېړۍ ده. [تسنیم نیوز]

مکران، د ایران یوازینۍ مخکښه بېړۍ ده. [تسنیم نیوز]

دينا، يوه ویجاړونکي بېړۍ چې په ايران کې جوړه شوې ده. [SNN.ir]

دينا، يوه ویجاړونکي بېړۍ چې په ايران کې جوړه شوې ده. [SNN.ir]

دینا د موج ټولګي پوځي ویجاړونکي بېړۍ ده چې د کښتۍ ضد کروز توغندیو، تورپیډو او په سمندري توپو سمبال ده.

مکران، چې ۱۲۱۰۰۰ ټنه وزن لري او د پنځو هلیکوپترو لیږدولو توان لري، د ایران یوازینۍ مخکښه بیړۍ ده، او په ۲۰۲۰ کال کې د تېلو له ټېنکر څخه جوړه شوې وه.

تهران د ۸۶مې بېړۍ له سفر څخه د راستنیدو تود هرکلی وکړو او دغه سفر یې د یوې سترې لاسته راوړنې او د ځواک او حضور د نندارې په توګه بيان کړو.

سمندري ځواکونو د ۸۶مې بېړۍ د عملې کورنۍ د بېرته راستنېدونکو ماڼوګانو د هرکلي لپاره بوتلل، او د هغوی د روغبړ عکسونه یې واخيستل.

سره لدې چې رژيم په خپل سفر فخر کوي او رسنۍ يې ستاينه کوي، د ایران د سمندري ځواکونو لاسته راوړنه يوه نوې يا يوه لويه خبره نده.

د نړۍ لومړی سفر

د نړۍ د لومړي سفر شاوخوا ۵۰۰ کاله تېر شوي، چې په ترڅ کې یې د ټیکنالوژۍ او ډیزاین په برخه کې لوی پرمختګونه شوي دي، چې په پايله کې يې د نړۍ سفر د پخوا په پرتله ګړندی او خورا ښه شوی دی.

د نړۍ لومړی سفر -- چې د پرتګال يو پلټونکي فرډینند میګیلان دغه سفر ترسره او تنظیم کړی و -- دا تایید کړې وه چې ځمکه ګول ده.

د ۱۵۱۹ سپټمبر په ۲۰مه، د پنځو کښتیو او ۲۷۰ کسانو عملې سره، میګیلان د سویلي هسپانیا له سانلوکار دي بارامیدا څخه روانه شوه، چې د نړۍ لومړی سفر و.

میګیلان پخپله د درې کلن خطرناک سفر په جریان کې مړ شو، او جوان سیباستیان الکانو د فیلیپین څخه بېرته هسپانیې ته سفر یوازې د ۱۸ نارینه عملې سره بشپړ کړو.

د امریکا سمندري ځواکونو په لومړي ځل د ۱۹۰۷ کال د دسمبر په ۱۶مه د نړۍ سفر وکړو، کله چې د امریکې د صدر تیوډور روزویلټ "سترې سپینې بېړۍ"، چې د ۱۶ جنګي بېړیو ځواک و، د ویرجینیا له هامپټن روډز څخه خپل سفر پېل کړو.

د متحده ایالاتو لومړی د اوبو لاندې سفر په ۱۹۶۰ کال کې په ټریټون -- چې ۴۴۷ فوټه (۱۳۶ متره) اوږده وه -- کې د ۱۴۲ عملې سره ترسره شو.

د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې، د سمندري افسرانو یوې هندي ټولې ښځینه عملې د اتو میاشتو اوږد سفر پېل کړو. د پخوانۍ روزنې یا تجربې پرته، دوی له ۲۲۰۰۰ سمندري میلونو (۴۰۷۴۴ کيلومتره) څخه زیاته فاصله ووهله، د درېو سمندرونو، درېو کيپونو او پنځو هېوادونه څخه تېر شول.

د پوځ سربیره، د نړۍ سفر په سپورتونو او همدارنګه د شخصي شوق په توګه مشهور دی. د نړۍ سفر، چې پکې ګډون کوونکي نشي کولی د نیویګیشن سیسټم وکاروي، یوازینی، دوامداره او بې مرستې سفر دی، چې په لومړي ځل په ۱۹۶۹ کې ترسره شوی و.

'خورا زياته ستاينه'

د ایران رژیم د خپلو نسبتاً کوچنیو بېړیو سره د سمندري ځواکونو په سفر ټينګار د مبالغې نه ډک دی، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې سیاسي او اقتصادي ستونزې يې خورا سختې او ښکاره دي.

څارونکي وايي چې دا اقدام تاریخي یا ستراتیژیک ارزښت نه لري.

د ایران د سمندري چارو یو کارپوه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، "خبرونه داسې ښکاري چې د ایران پوځ ته خورا ورو رسيږي. دا د نړۍ په سفر داسې فخر کوي که څه هم دا سفر يې پنځه پېړۍ ورسته ترسره کړی!"

"د ایران رژیم ډېر مسایل لري چې ورسره مقابله وکړي، چې پکې د هغې سمندري پخواني تجهیزات شامل دي، او د نړۍ سفر بايد د چارواکو په ذهن کې ترټوله وروستۍ خبره وي."

هغه المشارق ته وویل، "د ایران د سپاه پاسداران سرعت کښتۍ د متحده ایالاتو بېړیو ځورولو ته دوام ورکوي او ایران د هرمز تنګي په اوږدو کې په دوامداره توګه تباهي رامنځته کوي، چې دا ټول د ایران د نړېوال انځور لپاره يوه ناوړه خبره ده، خو بیا هم هغه خپل سمندري ځواک د نړېوال ځواک د نندارې په توګه د نړۍ د سفر لپاره لیږي.​ دا د حیرانتیا خبره نه ده چې دا د خپل ولس سره ډېره ستونزې لري​."

د بي بي سي د فارسۍ خدمت له مخې، د هېواد ټوليز انفلاسيون شاخص د مارچ په ۲۱مه د ۱۲ میاشتو مودې لپاره ٪۵۱.۸ ته ورسېدو.

د مارچ په وروستیو کې، د ایران احصایې مرکز (اېس سي آی) اعلان وکړو چې دا به په ۲۰۲۱ کال کې د پنځو کالو مودې لپاره د انفلاسیون تفصيلات خپاره نکړي.

شنونکي وايي چې د اېس سي آی پریکړه دا په ګوته کوي چې انفلاسیون له کنټرول څخه وتلی دی، تر هغه چې حکومت د احتجاجونو تمه لري.

د بي بي سي د راپور له مخې، شته مالومات ښيي چې پای ته په رسېدونکو ۳۰ ورځو کې د اپرېل په ۲۱مه د انفلاسیون مستقيمه کچه له ٪۶۰ څخه اوښتې ده، چې دا په تېرو ۸۰ کلونو کې د انفلاسیون تر ټولو لوړه کچه ده.

په همدې موده کې د توکو بیې څه د پاسه ٪۸۰ لوړې شوي دي.

په عېن حال کې، اسلامي جمهوریت په ټوله نړۍ کې د تباهۍ لپاره له بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي، د سعودي عرب سره د "سولې تړون" سربېره د حوثیانو سره تړلې ډلو ته وسلې ورکوي او د سیمې هېوادونو په چارو کې يې له لاسوهنې څخه ډډه نه ده کړې.

تهران له چین او روسیې سره هم يو ځای شوی دی​، په داسې حال کې چې هېڅ یو هېواد د ایران د ګټې لپاره کار نه کوي او نه یې په تاریخي ډول کار کړی دی​.

د مۍ په ۲۴ مه د اوکرایین صدر ولادیمیر زیلینسکي پر ایران غږ وکړو چې په ملکي تاسيساتو د بريد او د اوکراينيانو د وژلو لپاره ماسکو ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو په ورکولو سره ​د دغه هېواد په اشغال کې د روسیې ملګری نه شي​.

زیلینسکي په یو ویډیویي وینا کې وویل، روسیې د اوکراین پر وړاندې شاوخوا ۱۱۶۰ شهید کامیکاز بې پیلوټه الوتکې کارولې دي، چې نږدې ۹۰۰ یې د اوکراین د هوايي دفاع له خوا ویشتل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500