امنیت

په هرمز تنګي کې د متحده آيالاتو او نړېوالو ځواکونو پراخه حضور د سیمې امنيت يقنيي کوي

د ولید ابوالخیر راپور

د متحده ایالاتو، انګلستان او فرانس قوماندانان، چې د لارښود توغندیو ویجاړونکي يو اېس اېس پاول هیملټن کې سپاره دي، د برتانیې یوه کښتۍ د می په ۱۹مه په هرمز تنګي کې د سفر کولو پرمهال ګوري. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو، انګلستان او فرانس قوماندانان، چې د لارښود توغندیو ویجاړونکي يو اېس اېس پاول هیملټن کې سپاره دي، د برتانیې یوه کښتۍ د می په ۱۹مه په هرمز تنګي کې د سفر کولو پرمهال ګوري. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

پوځي شنونکو وويل، د ایران له خوا د تېلو د ټېنکرونو د غیرقانوني نیولو لړۍ وروسته په هرمز تنګي کې د امریکا او نړېوالو ځواکونو د حضور زیاتوالی سیمې ته د ډاډمنتیا احساس ورکوي.

د سپاه پاسداران بحري ځواک (IRGCN) تیز رفتاره بېړۍ د می په ۳مه د پاناما بیرغ لرونکی، چې د یونان ملکیت ده، نیووي محاصره کړه او هغه وخت یې ونیوله کله چې له دوبۍ څخه د متحده عرب اماراتو فجیره ته روانه وه.

په​ هرمز تنګي کې دغه کښتۍ د خلیج په اوبو کې له ورته پیښې شپږ ورځې وروسته ونيول شوه​، کله چې د ایران سمندري کمانډو د هيلي کاپټر په واسطه د مارشال ټاپو بیرغ لرونکي ټېنکر اډوانټج سویټ کې کوز شول چې د متحده ایالاتو په لور روان و.

د می په ۱۲مه، د ایران دولتي رسنیو اعلان وکړو چې ایران درېم ټېنکر، د پاناما بیرغ لرونکی پيوريټي، نيولی دی.

د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي بېړۍ د می په ۱۷مه په هرمز تنګي کې ګشت کوي. د متحده ایالاتو پنځمې بېړۍ په کلیدي سمندري تنګي کې د ځواکونو عارضي شتون وروسته له هغه زیات کړی دی کله چې ایران په درېو هفتو کې درې کښتۍ ونیولې. [USGG]

د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي بېړۍ د می په ۱۷مه په هرمز تنګي کې ګشت کوي. د متحده ایالاتو پنځمې بېړۍ په کلیدي سمندري تنګي کې د ځواکونو عارضي شتون وروسته له هغه زیات کړی دی کله چې ایران په درېو هفتو کې درې کښتۍ ونیولې. [USGG]

د امریکا د دفاع وزارت د می په ۱۲مه اعلان وکړو چې په سیمه کې به د ایران د تیري سره د مقابلې لپاره خپل دفاعي پوزيشن پیاوړی کړي.

د ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) قوماندان وايس اډميرل برېډ کوپر، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (نيوسېنټ) او د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مشري هم کوي، وویل، "د ایران غیر عادلانه، غیر مسؤلانه او غیر قانوني نیول او د سوداګریزو کښتیو ځورول باید ودرول شي."

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات "په دې حساسو اوبو کې د سمندري تګ راتګ د حقونو ساتنې ته ژمن دی."

د پنځمې بېړۍ ویاند ټیم هاکینز وویل، پوځي شتمنۍ چې د مخکې نه شتون لري، د الوتکو او کښتیو په ګډون، به "د زياتو عارضي ګشتونو لپاره وکارول شي ترڅو په هرمز تنګي او د هغې په شاوخوا کې زموږ شتون زیات کړي."

زیاته څارنه به د ۱۱ هېوادونو نړېوال سمندري امنیت جوړښت (IMSC) او په هرمز تنګي کې د اتو هېوادونو اروپا سمندري پوهاوي (EMASoH) له لارې ترسره شي.

د متحده ایالاتو پنځمې بېړۍ وویل، د بحرین، فرانس، انګلستان او متحده ایالاتو ګډو ځواکونو د می په ۱۴مه په هرمز تنګي کې څو اړخیز ګشتونه ترسره کړل.

د نړېوال بار وړلو په اړه د زیاتو اندېښنو په ځواب کې، متحده ایالاتو د ۱۰۰ بې پیلوټه سطحي ګاډو (USVs) یوه بېړۍ چمتو کړې چې د راپورونو له مخې به په څو میاشتو کې د کار کولو لپاره چمتو شي.

امنیتي ملګرتیاوې

د کویت د پوځ پخواني افسر ناصر راشد، المشارق ته وویل، د خلیج په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځي پیاوړتیا په اړه غبرګونونه "په هره کچه خورا مثبت وو".

هغه یادونه وکړه چې د تېلو بیې د ایران د وروستیو بېړیو له نیولو وروسته نه دي اغېزمنې شوې، وروسته له هغې چې امریکا اعلان وکړو چې خپل پوځي حضور به زیات کړي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او کویت په ګډون د سیمې هېوادونه د مخکې نه له امریکا سره ستراتیژیکې ملګرتیاوې لري.

راشد د ټېنکرونو وروستیو نیولو ته په اشارې سره وویل، "ایران د دې لامل په اړه غلط معلومات خپاره کړل چې ولې یې دا دښمنانه عملونه ترسره کړل."

هغه زیاته کړه، د وروستیو سیاسي پرمختګونو او د خلیج له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو له هڅو سربېره، "دې یو ځل بیا وښودله چې پر دې باور نشي کېدی".

د سیمه ایزو او ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د الشرق مرکز د ایران د چارو څیړونکی فتح السید یادونه وکړه چې دا پېښې په سعودي عرب کې د عرب لیګ سرمشریزې نه مخکې رامنځته شوې.

هغه وویل، "دا د ایران رښتینی نیت، چې د سمندري ټرافیک په وړاندې د دوامداره تیري پربنسټ دی، او د نړېوالو تړونونو لپاره د هغې د درناوي نشتوالی تاییدوي."

سمندري امنیت

السید وویل، د امریکا چټکې مداخلې په سیمه کې د ایران د تیري په مقابل کې، که د کښتیو یا د وسلو او نشه یي توکو د ناقانونه قاچاق په وړاندې د بریدونو په شکل کې وي، د خوندیتوب په احساس کې مرسته وکړه.

السید وویل، خلیجي هېوادونه سمندري امنیت "یوه سره کرښه ګڼي چې هېڅوک ترې تېرېدې نشي." هغه زیاته کړه چې د متحده ایالاتو لخوا د خپلو پوځي يونټو پیاوړي کول د ایران د جارحيت د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د هوډ نښه ده.

هغه وویل، "د متحده ایالاتو سره نږدې اړیکې [د سیمې لپاره] د هغو سترو وړتیاوو له امله چې په خلیج کې د متحده ایالاتو سمندري کښتۍ يې لري، د خوندیتوب وسيله ده."

د سعودي پوځ کارپوه منصور الشهري وویل، په سیمه کې د خپل حضور په پیاوړي کولو سره، متحده ایالات غوښتل چې "د ایران لوري ته يو پيغام واستوي چې د امریکا او خلیج د ملګرتیا پراختيا او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د متحده ایالاتو ژمنتیا په ګوته کړي."

هغه المشارق ته وویل، دا سیمې ته د ډاډ ورکولو يو پیغام دی چې متحده ایالات "په بشپړه توګه ژمن دی چې د هر ډول خطر، په ځانګړې توګه د دوامداره او مخ په زیاتیدونکي ایراني ګواښ، په وړاندې امنیت وساتي."

د نويو کاري ځواکونو جوړول

د ​متحده ایالاتو په مشرۍ سي اېم اېف، چې یو څو ملي سمندري ایتلاف دی،​ د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۲مه) یو نوی کاري ځواک جوړ کړو چې د ملګرو سمندري ځواکونو ته به روزنه ورکړي او عملياتي وړتيا به يې لوړه کړي ترڅو په مینځني ختیځ کې سمندري امنیت زيات کړي.

په بحرین کې د متحده ایالاتو د پنځمې بېړۍ په مرکزي دفتر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د مشرانو ګډ کاري ځواک ۱۵۴ (۱۵۴ سي ټي اېف) -- چې د ۳۴ هېوادونو د سي اېم اېف پنځم کاري ځواک دی، جوړ کړو.

سي ټي اېف ۱۵۴ به تکراري روزنیز مشقونه تنظیم کړي چې سمندري پوهاوی، قانون، مخنیوی، ژغورنه او مرسته، او همدارنګه د مشرتابه پراختیا برخه به پکې شامل وي.

د سي اېم اېف قوماندان کوپر وویل، "زموږ سمندري ځواکونه په خورا ښه حالت کې دي کله چې موږ روزنه ورکوو، عملیات ترسره کوو او یوځای کار کوو."

هغه وویل، "د سي ټي اېف ۱۵۴ جوړول د نویو روزنیزو فرصتونو له لارې د ملګرتیا پیاوړتیا او پراخولو لپاره زموږ ژوره ژمنتیا څرګندوي چې سیمه ایز سمندري امنیت ته وده ورکوي."

سي اېم اېف په یو بیان کې وویل چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یو کپتان د نوي کاري ځواک کمانډ کوي چې د یو څو هېوادونو د کارمندانو ډله به جوړه کړي او رهبري به يې وکړي.

بل هېواد به د دې مني په پېل کې کمانډ په غاړه واخلي.

د سي ټي اېف ۱۵۴ اصلي کارمندان به د کلیدي روزنیزو فرصتونو په جریان کې، لکه د کاري ځواک افتتاحي پېښه، کمپاس روز، د سي اېم اېف د شریکانو لخوا زيات شي چې پدې هفته کې به په بحرین کې پېل شي.

د بحرین، کویت، عمان، پاکستان، سعودي عرب، انګلستان او متحده ایالاتو څخه د ۵۰ څخه ډېرو ګډونوالو د یکشنبې په ورځ د مشق لپاره راتلل پېل کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500