ټولنه

ناکراره ایرانیان د لوړو نرخونو او احتجاجونو سره نوی کال پېلوي

د پاکستان فارورډ له خوا

یوه جينۍ د مارچ په ۱۴مه په ایران کې په یوه کوڅه کې له حجاب پرته د اور دودیز جشن لمانځي. هغه د یو شعار مخې ته ولاړه ده چې پدې ډول لوستل کيږي، 'موږ به د چهارشنبې په ماښام خپل حجابونه وسوځوو.' [ټويټر]

یوه جينۍ د مارچ په ۱۴مه په ایران کې په یوه کوڅه کې له حجاب پرته د اور دودیز جشن لمانځي. هغه د یو شعار مخې ته ولاړه ده چې پدې ډول لوستل کيږي، 'موږ به د چهارشنبې په ماښام خپل حجابونه وسوځوو.' [ټويټر]

په داسې حال کې چې ایرانیان د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰مه) د احتجاجونو او د خپل شخصي پیرود ځواک کې د چټک کمي سره د پارسي نوی کال نوروز پېل کوي، ډېر کسان وايي چې دوی د هېواد د حالت نه خوشحاله ندي.

دا نوی کال هغه وخت پېل کيږي کله چې پسرلی خپل اوج ته رسيدلی وي، او دا د هیلې او امید یو وخت وي، چې په دودونو کې په اور باندې ټوپونه وهل کیږي، ګډا کیږي، شعرونه ويل کیږي او د مشرانو سره ليدل کتل کیږي. مشران د کورنۍ د ځوان غړو لپاره ډالۍ اخلي.

خو د اسلامي جمهوريت اقتصادي او ټولنيزو پاليسو سږ کال د ویټرنري ټیکنیشن هینګمه په ګډون ډېر خلک د خپلو خوشحالو څخه محرومه کړي دي.

هینګمه وویل چې هغې هېڅکله دومره اقتصادي ستونزې نه دي ليدلي.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي کمانډر قاسم سلیماني یو پوسټر په هغو مظاهرو کې سوځول شوی چې د نوروز څخه مخکې په ورځو کې د اور د دودیز جشن په جریان کې راپورته شوی. [سکرین شاټ/ټولنیزې رسنۍ]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي کمانډر قاسم سلیماني یو پوسټر په هغو مظاهرو کې سوځول شوی چې د نوروز څخه مخکې په ورځو کې د اور د دودیز جشن په جریان کې راپورته شوی. [سکرین شاټ/ټولنیزې رسنۍ]

خلک د مارچ په منځ کې د پارسي نوي کال څخه مخکې د نوروز توکو پیرود کوي. [IRIB خبرونه]

خلک د مارچ په منځ کې د پارسي نوي کال څخه مخکې د نوروز توکو پیرود کوي. [IRIB خبرونه]

د انفلاسیون له امله د نوروز ۲۰۲۳ کال څخه مخکې په زیاتره ایراني مالونو کې ګڼه ګوڼه نشته. [وارنداز]

د انفلاسیون له امله د نوروز ۲۰۲۳ کال څخه مخکې په زیاتره ایراني مالونو کې ګڼه ګوڼه نشته. [وارنداز]

هغې المشارق ته وویل، "که څه هم زما میړه او زه دواړه بشپړ وخت کار کوو، موږ د تېر کال په پرتله سږ کال ډېر له ستونزو سره مخ يو."

هغې وويل، "ما په دې اړه بحث کړی چې د خپلې اته کلنې لور لپاره څه واخلم او څو ځله مې خپله پريکړه بدله کړې، او په پای کې مې د ارزانه توکو فيصله وکړه چې حتی د هغې د خوښې په لېست کې شامل نه وو."

د حکومت تر ټولو وروستی اټکل د فبرورۍ په ۱۹مه د ۳۰ ورځو لپاره د انفلاسیون کچه ۴۷.۷ فيصده ښي، پداسې حال کې چې د ورته مودې لپاره د انفلاسیون کچه ٪۵۳.۴ اټکل شوې ده.

د ريټايرډ او فعالو دولتي کارمندانو او د تېلو کارکونکو ډلو د تېر کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې د خپل کم پنشن لپاره په پرله پسې ډول احتجاج کړی دی.

په دوی کې یو ريټايرډ انجينیر فاریبورز، چې ۷۵ کاله عمر لري، هم دی، چې وايي هغه او مېرمن یې هم ريټايرډ شوي، او پریکړه یې کړې چې خپلو لمسیانو ته ووایي چې دوی نشي کولی د دې نوروز په موقعه د هغوی لپاره ډالۍ واخلي.

هغه وویل، "دا زموږ لپاره د ډېر درد او خپګان خبره ده." "خو موږ واقعي دا لګښت نشو برداشت کولی. هرڅه د تېر کال په پرتله خورا ګران دي، او موږ حتی تېر کال هم له ستونزو سره مخ وو."

د منځنۍ طبقې له منځه تلل

په ایران کې مېشت يو اقتصاد پوه المشارق ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دا ستونزې هغه کورنۍ په شدت سره محسوسوي کومو چې یو وخت ځانونه يوه متوسطه طبقه ګڼله -- یوه داسې طبقه چې په ایران کې په چټکۍ سره له منځه وړل کيږي.

هغه وویل، ډېرې متوسطې کورنۍ په مشکل سره کرایه ورکوي. او د نویو جامو او بوټانو پیرود، چې د نوروز يو دود دی، سږکال د ډېرو کسانو لپاره تقريباََ يو ناممکن کار دی، ځکه چې دوی د ورځني لګښتونو سره لاس او ګریوان دي.

اقتصاد پوه وویل، "د معاش ګټلو لپاره دوامداره مبارزه د خلکو په مزاج اغیزه کوي او د نوروز جشنونه زيانمن کوي، په ځانګړې توګه په نوروز کې چې ډېر لګښتونه پکې شامل وي."

هغه وويل، "تاسو د ۱۵ ورځو د رخصتۍ په موده کې له کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره ګورئ، د نوروز ځانګړي توکي، وچه مېوه او پيسټري، نوي جامې او بوټان اخلئ، ویښتان سموئ، دا ټول په دې ورځو کې د ډېرو ایرانیانو لپاره د برداشت وړ نه دي."

سفر د ایران د منځنۍ طبقې لپاره هم يو ګران کار جوړ شوی دی.

که څه هم د سفر ادارې په دوامداره توګه د پيکجونو اعلانونه کوي چې دوی ادعا کوي "ارزان دي"، لږ خلک د بجټ د اندېښنو له امله سږکال سفر ته راجلب شوي.

په تېرو کلونو کې، ځینو کورنيو، په ځانګړې توګه ځوانې کورنۍ، به د نوروز رخصتۍ په ترکیه یا دوبۍ کې تېرولې، پداسې حال کې چې د ځوانانو هدف به په کلبونو او بارونو کې وخت تېرول و، چې په ایران کې شتون نلري.

ځینې کسانو به په لاس انجلس کې د ایراني سندرغاړو په کنسرتونو کې د ګډون لپاره سفر کولو.

که څه هم، سږکال، لږ خلک د سفر کولو پلان لري، ځکه چې د ډالر په وړاندې د ریال ارزښت د تېر کال په پرتله خورا کم شوی او د فبرورۍ په میاشت کې په چټکۍ سره راټيټ شو.

د ریال د نرخ لوړېدو -- چې د مارچ تر نیمایي پورې پکې تقريباََ ۱۸٪ لوړوالی راغی -- د چین په منځګړیتوب د ایران او سعودي عرب ترمنځ د تړون وروسته، په ځینو ایرانیانو کې اميد رامنځته کړو، خو د توکو او خدماتو بیې لوړې پاتې دي.

د اور په جشن کې مظاهرې

د نوروز څخه مخکې، ایرانیان په تاریخي توګه د نوي کال د پېل کولو پروسه د اور د جشن سره پېل کوي چې د کال وروستۍ چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه نېټه) لمانځي، چې د سه شنبې په ماښام پېل کیږي او په دې کې په اور دپاسه ټوپونه وهل شامل وي.

د ایران رژیم په منظم ډول هڅه کړې چې د اور جشن لغوه کړي، خو کامياب نه شو.

سږکال دغه جشن د هغو اعتراضونو د توجو مرکز و، چې شپږ میاشتې وړاندې وروسته له هغې راپورته شول کله چې يوه ځوانه ایرانۍ مېرمن ماهسا امیني د "اخلاقي پولیسو" په توقیف کې ووژل شوه.

ډېرو احتجاج کونکو په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړو چې دوی به په هر ځای کې د اور جشن د لمانځلو پرمهال احتجاج وکړي او درېو ورځو به احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د سه شنبې په ورځ د جشنونو لپاره راټولې شويو میرمنو دا ډول شعارونه ورکول، "موږ به خپل حجابونه وسوځوو"، پداسې حال کې چې دوی خپل حجابونه وسوځول. ځینو پکې په دیوالونو شعارونه ولیکل.

ډېرو پکې سندرې وویلې او ګډا یې وکړه. ګډا د جشن يوه دودیزه برخه ده خو د اسلامي جمهوریت لخوا منع شوې ده.

د شعارونو په ورکولو سره، ځینو د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي کمانډر قاسم سلیماني په ګډون د ایراني مشرانو پوسټرونه او عکسونه وسوځول.

د سلیماني انځورونه او همدارنګه د هغه مجسمې تر دې مخکې هم په ایران کې څو ځله سوځول شوي دي.

یوازې یوه ورځ وروسته له هغې چې د ایران قضایي ادارې په تېرو میاشتو کې نیول شوي ۲۰۰۰۰ مظاهره چیان خوشې کړل، حکومت اعلان وکړو چې پولیسو د اور د جشن په مراسمو کې "لسګونه احتجاج کونکي" توقيف کړي دي.

په ایران کې د سوشيالوجي یو پروفیسور المشارق ته وویل، په ایران کې د مظاهرو زور او موده د خلکو د بې اطمينانۍ او خپګان ژوره کچه ښیي.

هغه وویل، "په دې هکله رژيم هېڅ څه نه شي کولی، حتی که دا نور کسان هم توقیف کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500