امنیت

شواهد تاییدوي چې روسیه په اوکرايین کې وژونکي ایراني بې پیلوټه الوتکې کاروي

د پاکستان فارورډ لخوا

په اوکراین کې د سفارتي مشنونو استازي د دسمبر په ۱۵مه په کییف کې د ویشتل شوي بې پیلوټه الوتکې معاینه کوي چې روسیه يې په ښکاره توګه د اوکراین په مهمو املاکو او نورو اهدافو د برید لپاره کاروي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

په اوکراین کې د سفارتي مشنونو استازي د دسمبر په ۱۵مه په کییف کې د ویشتل شوي بې پیلوټه الوتکې معاینه کوي چې روسیه يې په ښکاره توګه د اوکراین په مهمو املاکو او نورو اهدافو د برید لپاره کاروي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

تازه خپور شوی تحلیل تاییدوي چې روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قوانینو څخه په ښکاره سرغړونې سره​ د اوکرايين پروړاندې د وژونکي ایراني بې پیلوټه الوتکو (UAVs)،​ چې د ډرونونو په نوم پيژندل کيږي، مختلف ډولونه کاروي.

په یو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۴مه) خپور شو، د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې وویل چې تجزيې تاییدوي چې روسیه د اوکرایين په وړاندې د ایران د ډرونونو مختلف ډولونه کاروي.

یو راپور په اوکرایین کې د روسیې لخوا د کارول شويو بې پیلوټه الوتکو او پدې وروستیو کې په مینځني ختیځ کې په بریدونو کې د کارول شويو ایراني UAVs افشا شويو عامه عکسونو تقابلي او بصري تجزيه وړاندې کوي.

پدې کې​​شاهد-۱۳۶ یو طرفه بریدګر ډرون​،​چې روسان يې د جيران-۲ په نوم يادوي، شاهد-۱۳۱ یو طرفه بریدګر ډرون (جيران-۱)، او مهاجر-۶ کثير رول لرونکی بې پيلوټه الوتکه شامله ده.

د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې لخوا یوه بصري موازنه په اوکرایین کې د روسیې لخوا د کارول شويو بې پیلوټه الوتکو او پدې وروستیو کې په مینځني ختیځ کې په بریدونو کې د کارول شويو ایراني UAVs افشا شويو عکسونو په عامه توګه شتون لرونکو عکسونو تقابلي تجزيه وړاندې کوي.

د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې لخوا یوه بصري موازنه په اوکرایین کې د روسیې لخوا د کارول شويو بې پیلوټه الوتکو او پدې وروستیو کې په مینځني ختیځ کې په بریدونو کې د کارول شويو ایراني UAVs افشا شويو عکسونو په عامه توګه شتون لرونکو عکسونو تقابلي تجزيه وړاندې کوي.

دا عکس د ایراني UAV د تاثیر ځای ښیي چې د جولای په ۳۰مه یې د مرسر سړک کښتۍ په نښه کړه چې په کې سپاره دوه کسان یې ووژل. [سينټکوم]

دا عکس د ایراني UAV د تاثیر ځای ښیي چې د جولای په ۳۰مه یې د مرسر سړک کښتۍ په نښه کړه چې په کې سپاره دوه کسان یې ووژل. [سينټکوم]

په ياد راپور کې ویل شوي چې "د اوکراین څخه د بې پيلوټه الوتکو د ملبو او اجزاو عکسونه په مینځني ختیځ کې په پوځي نندارتونونو او نورو ځایونو کې د ښودل شويو سیسټمونو سره مطابقت لري."

سفیر رابرټ ووډ د دسمبر په ۱۹مه د امنیت شورا د قانون په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، د ۲۰۲۲ کال په نیمایي کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک 2231 (UNSCR) څخه د "جدي سرغړونو" شواهد راپورته شول.

هغه شورا ته وویل، "اوکرايین راپور ورکړو چې روسیه په ملکي زیربناوو د برید لپاره د ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي." -- یو راپور چې "د ډېرو عامه سرچینو کافي شواهدو يې ملاتړ کړی دی".

سربېره پر دې، هغه وویل، "تهران روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو لیږد منلی دی، چې په دې کې د نومبر په ۵مه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لخوا عامه بیانونه شامل دي."

هغه یادونه وکړه چې د UNSCR 2231 "ټول هېوادونه -- حتی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي -- د امنیت شورا د مخکینۍ تصویب پرته له ایران څخه د دې ډول ډرونونو له لیږدولو څخه منع کوي".

هغه وویل، "د روسیې لخوا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک ښکاره سرغړونه به په هر حالت کې د جدي اندېښنې وړ وي." "خو موږ ډېر اندېښمن یو چې روسیه دا ډرونونه د اوکرايین په ملکي زیربنا باندې د برید لپاره کاروي."

"د څراغونو د بندولو، د تودوخې د پرې کولو، او د ملیونونو اوکرایني کورنیو لپاره د اوبو د بندولو څخه زيات څه د ظلم خبره کېدی شي؟"

رابرټ ووډ وویل، د ۲۰۲۲ کال له اوړي راهیسې کله چې روسیې په اوکرايین کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو کارول پېل کړل، اوکرايین او نورو هېوادونو ملګرو ملتونو ته د دې سرغړونې په اړه اضافي معلومات او تحلیلونه وړاندې کړي دي.

هغه وویل، د دسمبر په ۱۴مه، روسیې د UNSCR 2231 څخه سرغړونه کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو کارول بیا پېل کړل، او د کییف پروړاندې یې د ورته بې پیلوټه الوتکو یوه ډله استعمال کړه.

رابرټ ووډ وویل، "د ​روسیې په دفاعي سکتور کې د ایران زیاتیدونکي ادغام ته په پام سره​، موږ په راتلونکي کې د اضافي سرغړونو ویره لرو." هغه زیاته کړه، روسیه ممکن له ایران څخه د بشپړ بالستیک توغندیو په واردولو سره د UNSCR 2231 نوره سرغړونه وکړي."

ایراني بې پیلوټه الوتکې په منځني ختیځ کې بریدونه کوي

د ایران د بې پیلوټه الوتکو هماغه ډولونه چې په اوکراین کې د روسیې په بریدونو کې کارول شوي هم په منځني ختیځ کې د بریدونو لپاره کارول شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۹مه د عمان په ساحل کې​ د مرسر سټریټ ټېنکر باندې د وژونکي برید په اړه د متحده ایالاتو تحقیقاتو​ حتمي شواهد وړاندې کړل چې دوه بې پيلوټه الوتکې چې د کښتۍ د ویشتلو لپاره کارول شوي په ایران کې تولید شوي.

انګلستان د سه شنبې په ورځ وویل چې داسې شواهد یې وړاندې کړي چې ثابتوي چې ایران د وسلو د خپرېدو په اړه د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو سرغړونه کړې او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) د وسلو د سیسټمونو له قاچاق سره تړاو لري.

د برتانیې د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل، د اېچ اېم اېس مونټروس لخوا نیول شوې وسلې، چې د شواهدو په توګه ملګرو ملتونو ته وړاندې شوې، ښیي چې سپاه پاسداران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف د وسلو قاچاق کوي.

د دفاع وزارت وویل چې د ۲۰۲۲ کال په پېل کې په خلیج کې د ګشت کولو پرمهال، اېچ اېم اېس مونټروس په دوو مواردو کې پرمختللې وسلې ونیولې چې له ایران څخه یمن ته په تيزو کښتیو کې قاچاق کیدلې.

د ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي او د ځمکې د برید لپاره د کروز توغندیو انجنونه "د ملګرو ملتونو استازو ته وړاندې شول چې په یمن کې د جګړې او د ایران د اټومي فعالیتونو ارزونه وړاندې کوي."

انګلستان هم د شواهدو په توګه یو سوداګریز کواډکوپټر ډرون وړاندې کړو چې د څارنې لپاره ډیزاین شوی و، چې ریکارډونه یې د دفاع وزارت لخوا بې کوډه شوي.

دغې څرګندونې د ۲۲ ازمايښتي الوتنو ریکارډونه په ګوته کړل چې د سپاه پاسداران د فضايي ځواک په مرکزي دفتر او په لویدیځ تهران کې د ازموینې په مرکز کې ترسره شوي ول.

په ياد بیان کې ویل شوي، "ياد شواهدو د ایران د دولت او د میزایل سیسټمونو د قاچاق تر منځ مستقیم اړیکه په ګوته کړه چې د حوثیانو لخوا ​په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو باندې د برید لپاره کارول کیږي​."

د ایران د وسلو ګواښ یوازې په منځني ختیځ پورې محدود نه دی. ياد بيان یادونه وکړه چې ایران د UNSCR 2231 څخه په سرغړونې سره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

اروپايي ټولنه پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کوي

ای اېف پي راپور ورکړو چې د اروپايي اتحادیې (اي يو) اجرایوي څانګې د چهارشنبې په ورځ په روسیه باندې د نویو بندیزونو وړاندیز وکړو چې د ۱۱ ملیارده یورو (۱۱.۷ ملیارده آمريکايي ډالره) ارزښت لرونکي توکو به بنديز ولګوي او د اوکرايین په جګړه کې د ایران د ډرون تولید کونکي به په نښه کړي.

د اروپایي کمیسیون مشرې اروسولا وان ډیر لیین وویل چې هغه هیله لري چې د اروپایي اتحادیې ۲۷ غړي هېوادونه به د فبرورۍ په ۲۴مه د برید د یو کال کلیزې په مناسبت د G7 د ګډو بندیزونو د برخې په توګه د نوي پيکج سره موافقه وکړي.

هغې وویل، "موږ ډېر صنعتي توکي په نښه کوو چې روسیه ورته اړتیا لري، او دا نشي کولی د درېم هېوادونو له لارې يې ترلاسه کړي."

وان ډیر لیین وویل چې په دغه لېست کې "مهمې توکي لکه بریښنایي توکي، ځانګړي ګاډي، د ماشین پرزې، د لاریو او جیټ انجنونو لپاره اضافي پرزې" شاملې دي.

د صادراتو کنټرول د ۴۷ اضافي بریښنایي اجزاو لپاره هم غوښتل شوي چې "د روسیې د وسلو په سیسټمونو کې کارول کېدی شي، چې پکې ډرونونه، توغندي، هيلي کاپټرونه شامل دي".

نوي بندیزونه به پر ایراني تولیدونکو نور بندیزونه ولګوي چې روسیې ته یې د اوکراین په زیربناوو د برید لپاره بې پیلوټه الوتکې ورکړې وې.

وان ډیر لاین وویل، د ایران سپاه پاسداران "روسیې ته شاهد ډرونونه ورکوي".

"له همدې امله، موږ اوس په خپل دوه ګوني رژیم کې اوه ایراني شرکتونه اضافه کوو. دوی اوس پر روسیې د حساسو شیانو په پلورلو له بشپړ بندیز سره مخ دي."

اروپايي اتحادیې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې پر ماسکو نهه بندیزونه لګولي دي کله چې يې پر اوکراین برید پېل کړو. ياد بنديزونه د تېلو په څېر د روسیې مهم صادرات په نښه کوي ترڅو د روسیې صدر ولادیمیر پوتین له جنګي فنډونو څخه محرومه کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر جوزپ بوریل وویل چې نوي بندیزونه به ۱۰۰ نور اشخاص او ادارې په تور لېست کې واچوي، چې هغه کسان پکې شامل دي چې "د سیاسي پریکړو، پروپيګنډې او غلطو معلوماتو لپاره د پوځي فعالیتونو مسؤل دي".

هغه وویل، "موږ هغه کسان په نښه کوو چې د انسانانو په تښتولو، شړلو او روسیې ته د اوکرایني ماشومانو په اجباري توګه خپلولو کې ښکېل دي او همدارنګه هغه کسان چې د اوکراین د سرچینو په لوټلو کې مرسته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ھمیشہ مونگہ خپلہ پہ یوبل تحمت لگوی ۔۔۔ پکار دا دہ چہ دہ دھمن خلاپ یو شو ۔۔۔زہ پہ پاکستان ، تاسو پہ افغانستان او ھعوی پہ یران او داسی مو خپل منژ گی جنگوی ۔۔۔۔۔راویخ شی ۔۔۔

ځواب

اللّٰه دا تباه او برباد کړي

ځواب