امنیت

تهران او ماسکو موافقه وکړه چې د اوکراین د جګړې لپاره په روسیه کې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ۲۶ سپتمبر ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په دې زوړ عکس کې، ایراني بې پیلوټه الوتکې د تهران په سویل کې په یو چوک کې ښودل شوي دي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د ۲۶ سپتمبر ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په دې زوړ عکس کې، ایراني بې پیلوټه الوتکې د تهران په سویل کې په یو چوک کې ښودل شوي دي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

نوي استخبارات څرګندوي چې د دوی د مخ په زیاتیدونکي اتحاد د یوې نښې په توګه، تهران او ماسکو په خاموشۍ سره موافقه کړې چې د روسیې په خاوره کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو تولید پېل کړي.

واشنګټن پوسټ د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۹مه) راپور ورکړو چې روسي او ایراني چارواکو د دې میاشتې په پېل کې په ایران کې تړون نهايي کړو او دواړه هېوادونه د ډیزاینونو او مهمو برخو د انتقال لپاره په چټکۍ سره کار کوي.

چارواکو دغه ورځپاڼي ته وویل، دا به د دې وړتیا ولري چې د وسلو لرونکي بې پیلوټه الوتکو (UAVs) تولید په څو میاشتو کې پېل شي.

دغه ورځپاڼې وويل، د ناټو ګڼو هېوادونو استخبارات لیدلي دي، که څه هم حکومتي چارواکو په دې اړه له جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۵مه په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمیانچوک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۵مه په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمیانچوک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د اکتوبر په ۲۸مه د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د ایران د بې پیلوټه الوتکې د پاتې شونو ترڅنګ ولاړ دی. [President.gov.ua]

د اکتوبر په ۲۸مه د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د ایران د بې پیلوټه الوتکې د پاتې شونو ترڅنګ ولاړ دی. [President.gov.ua]

چارواکو دغه ورځپاڼې ته وويل، که په بشپړه توګه لاسليک شي، دا تړون به د روسیې او ایران ترمنځ اتحاد خورا زيات ژور کړي چې د مخکې نه یې په اوکراین کې د ماسکو د کمزوري پوځي کمپاین لپاره مهم ملاتړ چمتو کړی دی.

دغه ورځپاڼې وويل، "د خپل اسمبلي لائن په ترلاسه کولو سره به روسیه وتوانیږي چې په ډراماتیک ډول د نسبتاً ارزانه خو خورا ویجاړونکي وسلو سیسټمونو ذخیره زیاته کړي چې په وروستیو هفتو کې یې د اوکراین د جګړې وضعيت بدل کړی دی."

"د ماسکو لپاره، دا تړون کولی شي د دقیق لارښود وسلو مهمه اړتیا پوره کړي، چې له نهو میاشتو جګړو وروسته يې رسد کم شوی دی."

چارواکو وویل، ایران هڅه کوي چې له دې ترتیب څخه د پام وړ اقتصادي او سیاسي ګټې ترلاسه کړي، چې پکې د احتمالي نویو بندیزونو مخنیوی کول شامل دي که چېرې ډرون د روسیې په خاوره کې جوړ شي.

د يادې ورځپاڼې له مخې، یو چارواکي وويل چې دا "په روسیه کې دننه د ایراني ډیزاین شویو بې پیلوټه الوتکو د تولید د اسانتیا لپاره د دواړو هېوادونو له خوا یوه جارحانه هڅه ده"، چې د پریکړې کولو څخه تر پلي کېدو پورې په چټکۍ سره پرمخ روانه ده.

د متحده آيالاتو د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن واشنګټن پوسټ ته وویل، "ایران او روسیه نړۍ ته دروغ ویلی شي، خو حقایق نشي پټولی."

هغې وویل، "تهران د وسلو د برابرولو له لارې د اوکراین د ملکي وګړو په وژلو کې مرسته کوي او له روسیې سره په عملیاتو کې ملاتړ کوي." "دا یوه بله نښه ده چې ایران او روسیه دواړه څومره په انزوا کې دي."

ایران 'وینه تویوي'

ای اېف پي راپور ورکړو، د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ په بحرین کې د مناما ډیالوګ کلني کانفرنس ته د وینا پر مهال پر ایران د "وینې تویولو" په خاطر نیوکه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د تهران په وړاندې د مبارزې لپاره به له متحدینو سره کار وکړي.

اوکراین او لویدیځو متحدینو یې پر ایران تور لګولی چې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي چې د دوی په وینا ماسکو په وروستیو هفتو کې دغه الوتکې په اوکراین باندې د بریدونو لپاره کارولي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وویل، د ایران له خوا برابرېدونکي وسلې ټوله سیمه ګواښي.

"دغه رژیم پر روسیې د وسله والو بې پیلوټه الوتکو پلورلو ته مخه کړې ده چې په اوکراین کې ملکي وګړي وژني".

کليورلي د روسیې صدر ولادیمیر پوتین هم د نړېوال امنیت د ګواښلو له امله وغندلو.

هغه وویل، "هېڅ هېواد د هغه ګډوډۍ څخه خوندي نه دی چې نوموړي د نړۍ بازارونو ته راوړی دی یا هغه زیان چې نړېوال خوراکي امنیت ته یې اړولی دی."

هغه زیاته کړه، "د پوتین جګړه سوریان او یمنیان، چې د مخکې نه د بشري بیړني حالت سره لاس او ګریوان دي، او عام لبنانیان، چې په اقتصادي بحران کې راګیر دي، نور هم له ستونزو سره مخ کړي دي."

یوه ورځ مخکې د اروپا د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لین هم په بحرین کې خبرداری ورکړو چې د ایران د وسلو خپرېدل د اروپا لپاره یو ګواښ دی او د اسلامي جمهوریت پر ضد یې نورو بندیزونو لګولو ته اشاره وکړه.

هغې د مناما ډیالوګ کانفرانس ته وویل، تهران له روسیې سره په ګډه کار کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په څېر د وسلو په ورکولو سره "نړېوال نظم" کمزوری کړي.

وان دیر لین وویل، "ډېر خلیجي هېوادونه له کلونو راهیسې د هغه خطر په اړه خبرداری ورکوي چې ایران د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بې قانونه هېوادونه تغذیه کوي."

" د یو ساده حقیقت په پوهیدو موږ ډېر وخت واخیستو، په داسې حال کې چې موږ ایران د اټومي وسلو د پراختیا څخه د منع کولو لپاره کار کوو، موږ باید د وسلو نورو ډولونو ته هم پام وکړو، چې په کې له ډرون څخه تر بالیسټیک توغندیو پورې وسلې شاملې دي."

هغې زیاته کړه، "دا نه یوازې د منځني ختیځ بلکې زموږ د ټولو لپاره یو امنیتي خطر دی."

وان دیر لین وویل، "موږ له خپلو شریکانو او متحدینو سره همغږي کوو چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو د خپرېدو په ځواب کې د ایران پر ضد نور بندیزونه ولګوو."

د وسلو تړونونه او انکارونه

متحده ایالاتو د نومبر په ۱۵مه د اوکرایین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له امله د واګنر ډلې په ګډون پر ایراني او روسي ادارو او اشخاصو باندې نوي بندیزونه ولګول.

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په دې کې روسیې ته د تهران د بې پیلوټه الوتکو لېږد هم شامل دی، چې د ملکي بنسټونو او ښارونو د بریدونو لپاره یې کاروي.

تهران تر اوونیو پورې په کلکه دا خبره ردوله چې ماسکو ته یې بې پیلوټه الوتکې لیږدولي دي، که څه هم کافي شواهد څرګند شوي و، او بیا وروسته له هغې یې په ناڅاپي ډول د نومبر په ۵مه خپله خبره بدله کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تایید کړه چې ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي، خو هغه راپورونه یې رد کړل چې ماسکو ته یې د اوکراین د جګړې لپاره توغندي استولي دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، ایران نه پوهیږي چې په اوکراین کې بې پیلوټه الوتکې څنګه کارول کیږي، ځکه چې تهران د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې د بې طرفۍ ادعا کوي او ادعا يې وکړه چې دا ډرونونه د اوکراین د جګړې له پیلیدو څخه مخکې استول شوي دي.

ایران مخکې منلې وه چې روسیې ته یې بې پیلوټه الوتکې استولې وې خو ټینګار یې وکړو چې د ماسکو له خوا پر اوکراین تر برید مخکې یې خپل اتحادي ته ورکړې وې.

تهران په عېن وخت کې له ماسکو سره د وسلو تړونونو ته دوام ورکړی دی.

سکای نیوز د نومبر په ۹مه په یو راپور کې د یوې امنیتي سرچینې په حواله وویل چې روسیې د لسګونو وژونکو بې پیلوټه الوتکو په بدل کې ایران ته ۱۴۰ میلیونه یورو (۱۴۴ میلیونه آمريکايي ډالره) نغدې پیسې او د امریکا او انګلستان له خوا د نیول شویو وسلو انتخاب ورکړی دی.

د راپور له مخې، دا تړون د اګست په ۲۰مه په لومړیو ساعتونو کې ترسره شوی و.

دغه سرچینې ادعا وکړه چې په دې وروستیو کې د تهران او ماسکو تر منځ د ۲۰۰ ملیون یورو په ارزښت د نورو ډرونو د تړون موافقه شوې چې پدې معنی ده چې "ډېر ژر به زياتې بې پيلوټه الوتکې له ایران څخه انتقال شي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500