امنیت

ایران د الوتکو او تجهیزاتو په بدل کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره چینایي پرزې کاروي

د پاکستان فارورډ له خوا

یو اوسیدونکی د جون په ۱۰مه د اوکراین په اوډیسا کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته په یو ویجاړ شوي استوګنځي کې خپلې توکي ګوري. [الیکساندر ګیمانوف/ای اېف پي]

یو اوسیدونکی د جون په ۱۰مه د اوکراین په اوډیسا کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته په یو ویجاړ شوي استوګنځي کې خپلې توکي ګوري. [الیکساندر ګیمانوف/ای اېف پي]

ایران او روسیې په دفاعي برخه کې خپله ملګرتیا زياته کړې ده او په عېن حال کې د ایران اسلامي جمهوریت په روسیه کې د ډرون جوړولو فيکټري جوړوي او د خپلو بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې د چین له نویو پرزو څخه کار اخلي.

واشنګټن پوسټ د جمعې په ورځ (د جون په ۹مه) راپور ورکړو چې ایران غواړي چې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو (يو ای ويز، یا ډرونونو) د ورکولو په بدل کې ګڼ شمېر روسي برید ګر هيلي کوپټرې، جنګي الوتکي او هوايي دفاعي سیسټمونه ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې دا وسلې کولی شي د تهران وړتیا خورا لوړه کړي ترڅو خپلو ګاونډیانو ته ګواښ وکړي یا د راتلونکو بریدونو مخه ونیسي.

د تبادلې جزیات د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو پوځي اړیکو په اړه د استخباراتي ارزونې د یوې برخې په توګه خپاره شول، چې په روسیه کې يې د ایران د ډرون فيکټرۍ په اړه پخواني راپورونه هم تایید کړل.

ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي چې کرملین یې د اوکراین په جګړه کې کاروي. د ایران "غزه" ډرون -- چې په ۲۰۲۱ کال کې څرګند کړل شو -- دلته لیدل کیږي. [همشهری آنلاین]

ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي چې کرملین یې د اوکراین په جګړه کې کاروي. د ایران "غزه" ډرون -- چې په ۲۰۲۱ کال کې څرګند کړل شو -- دلته لیدل کیږي. [همشهری آنلاین]

ایران او روسیه خپله دفاعي همکاري زیاتوي. د مۍ په ۱۷مه، د دواړو هېوادونو صدرانو د رشت - استارا رېلوی د جوړولو لپاره د یوې معاملې څخه مخکې د ویډیو لینک له لارې سره وکتل. [میخایل کلیمینتیوف/ سپوتنیک ای اېف پي]

ایران او روسیه خپله دفاعي همکاري زیاتوي. د مۍ په ۱۷مه، د دواړو هېوادونو صدرانو د رشت - استارا رېلوی د جوړولو لپاره د یوې معاملې څخه مخکې د ویډیو لینک له لارې سره وکتل. [میخایل کلیمینتیوف/ سپوتنیک ای اېف پي]

د فبرورۍ په میاشت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړو چې ایران او روسیه پلان لري چې د ماسکو په ختیځ کې شاوخوا ۹۶۵ کیلومتره لرې په یالابوګا کې د بې پیلوټه الوتکو فيکټري جوړه کړې چې کولی شي د اوکراین د جګړې لپاره لږ تر لږه ۶۰۰۰ ډرونونه تولید کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، "دا یوه بشپړه دفاعي ملګرتیا ده چې د اوکراین، د ایران ګاونډیانو او نړېوالې ټولنې ته زیان رسوي."

په داسې حال کې چې تهران په پرله پسې توګه د کافي شواهدو سربېره روسیې ته د اوکراین پر ضد د کارولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو چمتو کول رد کړي، خو د بې پیلوټه الوتکو د لیږد په اړه د نویو راپورونو وروسته یې له روسیې سره خپله وفاداري څرګنده کړه.

د جون په ۱۲مه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني وویل چې د ایران "د روسیې سره دفاعي همکاري د اوکراین په جګړه کې لومړیتوب لري".

هغه وویل، "هېڅوک نشي کولی چې د ایران او روسیې ترمنځ د دفاعي همکارۍ په اړه شک رامنځته کړي." هغه یو ځل بیا دا رد کړه چې تهران ماسکو ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

د ډرون فيکټرۍ انځورونه

سپینې ماڼۍ په تاتارستان، چې د روسیې يو داخلي جمهوریت دی، کې د یېلابوګا په ځانګړي اقتصادي زون کې د تاسیساتو سيټلايټ عکسونه خپاره کړل. د امریکايي چارواکو په وینا، دغه فيکټرۍ د ایراني بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره ده، چې ایران ورته مواد برابروي.

کربي وویل، "دا فيکټري به په راتلونکي کال کې په بشپړه توګه فعاله شي."

واشنګټن پوسټ راپور ورکړو چې سپینې ماڼۍ یوه نقشه هم خپره کړه چې د چارواکو په وینا د ایراني بې پیلوټه الوتکو لپاره د رسد لاره ده چې د اوکراین شمال او ختیځ ته د روسیې د لانچ ځایونو ته ځي.

په ياد راپور کې ويل شوي، د نقشې له مخې، بې پیلوټه الوتکې له شمالي ایران څخه په کسپین سمندرګي کې د روسیې میکېچکلا بندر ته لیږدول کیږي، او بیا د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې دوو پوځي اډو ته لیږدول کیږي.

نیویارک ټایمز د جون په ۹مه راپور ورکړو چې د سيټلايټ عکسونو معاينه د ۲۰۲۱ کال راهیسې د یېلابوګا په صنعتي سیمه کې د نوي ودانیو لړۍ ښیي.

د ټایمز بیاکتنې وښودل، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په پای کې د جوړولو کار پېل شو، او په دې وروستیو کې یو کوچنی جوړښت پکې جوړ شوی.

دا وروستۍ موندنې روښانه کوي چې ماسکو به څنګه تهران ته د هغو بې پیلوټه الوتکو لپاره پېسې ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې کارول شوي.

د تېر کال په پېل کې، د ایران حکومت د روسیې لخوا جوړ شوی Su-35 ملټي رول جنګي جیټ د پیرود لپاره د نهایي تړون اعلان وکړو.

کرملین به ایران ته د بې پیلوټه الوتکو او د ډرون موادو په بدل کې الوتکې او پوځي تجهیزات ورکړي.

کربي وویل، نوي راپورونه وايي چې تهران به نورې جنګي او روزونکي الوتکې، بریدګر چورلکې، د هوايي دفاع سیستم، پوځي راډارونه او له پوځي پلوه حساس الکترونیکي وسایل، چې ټولټال لګښت يې په میلیاردونو ډالره دی، ترلاسه کړي.

د چینايي ډرونونو پرزې

د وال سټریټ ژورنال د دوشنبې د راپور له مخې، د اپرېل په میاشت کې د اوکرایني ځواکونو لخوا په ويشتل شوې ایراني بې پیلوټه الوتکه کې د ولټېج کنورټر موجود و کوم چې داسې ښکاري چې د جنورۍ په نیمایي کې په چین کې جوړه شوی و.

په راپور کې ویل شوي چې دا موندنې ښیي چې چین ایران ته د هغې د ډرون پروګرام لپاره د مهمو پرزو لیږلو ته دوام ورکړی، سره له دې چې متحده ایالاتو د نړېوالو اکمالاتو کړۍ د بندولو لپاره فشار زیات کړی دی.

دغه ورځپاڼې وويل، دا په ډاګه کوي چې ایران یوازې درې میاشتې وخت ته اړتیا لري چې داسې وسلې تولید کړي او ماسکو ته يې وليږدوي چې د اوکراین د ملکي وګړو پر ضد یې کارولی شي.

دا لومړی ځل دی چې د شخړو د وسلو د څېړنې ګروپ څېړنکو په ۲۰۲۳ کال کې جوړه شوې پرزه په هغه ډرونونو کې وموندله. ياده اداره په انګلستان کې مېشته یوه ډله ده چې په نړۍ کې د وسلو د رسولو لړۍ تعقیبوي.

يادې ډلې د ۲۰۲۳ چینایي پرزه په خورا فعاله - وي شکل لرونکي ډرون کې، چې د شهید - ۱۳۶ په نوم پیژندل کیږي، وموندله چې د وسلې په نېویګېشن سیسټم کې موجوده وه.

دغه راپور زیاته کړه چې څېړنو وښودل چې چینايي پرزه په جنورۍ کې جوړه شوه، ایران ته ولېږدول شوه، نصب شوه، روسیې ته واستول شوه او په اپرېل کې د اوکراین پر ضد وکارول شوه.

د بایډن انتظاميې تېره میاشت وویل چې ماسکو د اکمالاتو له کمیدو وروسته له ایران څخه د نورو برید کونکو بې پیلوټه الوتکو غوښتنه کړې. سپینې ماڼۍ تېره هفته وویل چې ایران په دې وروستیو کې په کسپین سمندرګي کې په سلګونو بې پیلوټه الوتکې روسیې ته استولي دي.

د ایران د پلانونو د شنډولو لپاره اقدامات

کربي وویل، "موږ د دې فعالیتونو د افشا کولو او ګډوډولو لپاره په خپل اختیار کې د ټولو وسیلو کارولو ته دوام ورکوو چې پکې د خلکو سره معلومات شریکول شامل دي -- او موږ چمتو یو چې ډېر څه وکړو."

یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پولیټیکو ته وویل، "د ایران په څېر لوبغاړي غواړي چې دا ډول چلند پټ وساتي. موږ په عامه توګه په دې اړه رڼا اچوو ترڅو ایران ته خبر ورکړو چې موږ په ریښتیا سره خبر يو چې دوی څه کوي او په نړېواله کچه پر ایران فشار راوړو ترڅو نورو هېوادونو ته د ایران د کړنو په اړه خبرداری ورکړو.

متحده ایالاتو د اوکراین په وړاندې د روسیې د کارولو لپاره د ایران لخوا د بې پیلوټه الوتکو په تولید او لیږد کې په ګڼ شمېر چینایي شرکتونو او نورو ادارو بندیزونه لګولي او کربي وویل چې دا به ورته کار ته دوام ورکړي.

د بایډن انتظاميې، اروپايي اتحادیې او بریتانیې اقدامات کړي ترڅو په اوکراین کې د هغه الکترونیکي پرزو د انتقال مخه ونيسي چې په اوکراين کې په ایراني بې پیلوټه الوتکو کې موندل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500