امنیت

د ځمکې لاندې پوځي اډه او د ډرون فيکټري د روسیې او ایران مخ پر ودې اړیکې په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

یو سړی د فبرورۍ په ۸مه په یو عکس کې په ایران کې د ځمکې لاندې اډه کې الوتکې ته لارښوونه کوي. [فايل]

یو سړی د فبرورۍ په ۸مه په یو عکس کې په ایران کې د ځمکې لاندې اډه کې الوتکې ته لارښوونه کوي. [فايل]

د ایران د ارتش هوايي ځواک تېره هفته په ډېره لیوالتیا او لږ توضیحاتو سره په یو نامعلوم ځای کې د ځمکې لاندې د "سلګونو متره" د نوې اډې پرانيسته وکړه.

لکه څنګه چې د ایران د پوځي اعلانونو دود دی، خلکو ته وړاندې شوي معلومات د ظرفیتونو په برخه کې د مبالغې نه کار اخلي.

دولتي رسنیو د فبرورۍ په ۸مه اعلان وکړو چې د "ایګل ۴۴" اډه، چې د راپورونو له مخې جنګي الوتکې او بې پیلوټه الوتکې (يو ای ويز) لري، چې عموماً د ډرون په نوم پیژندل کیږي، "د ډېرو جنګي الوتکو د ملاتړ لپاره ټول اړین تجهیزات لري".

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په غرونو کې د ځمکې لاندې اډه دا وړتیا لري چې "د دښمنانو له تمې پرته او په لرې فاصله کې هوایي عملیات ترسره کړي".

ایراني رسنیو د بې پیلوټه الوتکو عکسونه په غرونو کې د ځمکې لاندې په یوې کشف شوې اډه کې وښودل، چې ځای یې نه دی په ډاګه شوی. [مشرق]

ایراني رسنیو د بې پیلوټه الوتکو عکسونه په غرونو کې د ځمکې لاندې په یوې کشف شوې اډه کې وښودل، چې ځای یې نه دی په ډاګه شوی. [مشرق]

دغه رسنيو وويل، د راپور له مخې، د جګړې په وخت کې ياد تاسیسات د "میاشتو لپاره" د هغې "د تېلو او مهماتو د پراخه ذخیرې" له کبله د عملیاتو د ترسره کولو توان لري.

دوی وویل، د ایران لخوا جوړ شوي د راډار د مخنيوي کروز توغندي یاسین او قائم په اډه کې موجود جنګي الوتکو کې د نصب کولو وړ دي.

د ځینو راپورونو له مخې، یو بل ایراني توغندی، آصف، د روسیې د سوخوی سو-۲۴ جنګي الوتکو لخوا هم په ایګل ۴۴ اډه کې ځای پرځای شوی دی.

دا څرګنده نه ده چې په اډه کې د دغه جټ الوتکو شمیر څومره دی، خو تېره میاشت د ایران دولتي رسنیو وویل چې تهران له روسیې څخه دوه درجن پرمختللي سوخوی سو-۳۵ جنګي جټ الوتکې ترلاسه کولو ته نږدې شوی.

د هوايي چلند کارپوهان وايي چې هغه شرکت چې سو-۳۵ جوړوي او د کرملین سره تړلې هغه شرکتونه چې په دې اړه معلومات خپروي، ​په پراخه کچه دا خبره پيچلي کړي چې څنګه سو-۳۵ د نورو عصري جنګي جټ الوتکو په څېر ده​.

د ایران د وسله والو ځواکونو ستر مشر جنرل محمد باقري د يادې اډې د پرانيستلو څخه مخکې د توضیحاتو له ورکولو پرته وویل، د تسنیم په وینا، د ايران پوځي تجهيزات "ګڼ شمېر مشتريان" لري. تسنيم د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره وابسته رسنۍ ده.

باقري د ایګل ۴۴ اډې د موقعیت په اړه هم مبهم و، او یوازې دا یې په ډاګه کړه چې دا "په غرونو کې په داسې ځای کې ده چېرې چې هېڅ بم ورته نشي رسیدلی".

د ډرون فيکټرۍ پلانونه

په جلا توګه، د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، تهران او ماسکو په روسیه کې د یوې نوې فيکټرۍ د جوړولو لپاره په پلان باندې کار کوي چې لږ تر لږه د ۶۰۰۰ ایراني ډیزاین شوي بې پیلوټه الوتکو د جوړولو وړتیا لري.

تمه ده چې دا به په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې وکارول شي.

د ​​ماسکو او تهران ترمنځ د رامنځته کېدونکي​پوځي ​اتحاد د برخې په توګه، د ایران یو لوړ پوړی پلاوی د جنورۍ په ۵مه د ماسکو په ختیځ کې ۹۶۵ کیلومتره لرې د یلابوګا په ښارګوټي کې د ډرون د وړاندیز شوې فيکټرۍ د لیدو لپاره روسیې ته سفر وکړو.

وال سټریټ ژورنال (ډبليو اېس جی) راپور ورکړو چې له دې سفر وروسته د پوځي همکارۍ په اړه د روسیې او ایران خبرې اترې په عملي پلانونو بدلې شوې.

ياد پلاوي يو خالي ځای ته سفر وکړو، چېرې چې د دواړو هېوادونو مشران په پام کې لري چې یوه نوې فيکټري جوړه کړي چې کولی شي په راتلونکي کې په لوړه کچه ډرونونه جوړ کړي.

د ايران د پلاوي مشري بريګيډير جنرل عبدالله محرابي، چې د سپاه پاسداران د فضايي ځواک د څېړنې او د ځان بسیاینې جهاد مشر دی، او د ایران د قدس د هوايي چلند د صنعت ستر مشر قاسم داماوندیان وکړه.

د والټ سټريټ ژونال په وینا، د قدس هوايي چلند صنعت یو مهم دفاعي تولیدونکی دی چې متحده ایالات وايي چې دا د ایران د بې پیلوټه الوتکو په پراختیا او جوړولو کې مرکزي رول لري.

د متحده آيالاتو چارواکو والټ سټريټ ژورنال ته وویل، روسیه او ایران په پام کې لري چې یوه داسې چټکه بې پیلوټه الوتکه جوړه کړي چې د اوکراین د هوايي دفاع لپاره نوې چيلنجونه رامنځته کړي.

په اوکراین کې د ایران توغندي

​تهران ماسکو ته سلګونه بې پیلوټه الوتکې ورکړي چې په اوکراین کې یې د پوځي او ملکي اهدافو په نښه کولو کې کارولي دي.

متحده ایالات وايي چې ماسکو ایراني پیلوټانو ته د روسي جټ الوتکو د الوزولو روزنه ورکوي، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به تهران ته دغه الوتکې ولېږي.

په دسمبر کې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړو چې ماسکو او تهران په دې غور کوي چې ایا په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکو د تولید ګډه فیکټري جوړه کړي.

د متحده آيالاتو او اوکراین چارواکو ویلي، تر دې دمه، ایران تر ډېره روسیې ته د شاهد-۱۳۶ "ځانمرګي بې پیلوټه الوتکې" ورکړې دي چې په کې لږ اندازه چاودېدونکي مواد شتون لري چې هغه وخت چاودنه کوي کله چې بې پیلوټه الوتکې په خپل هدفونو وغورځېږي.

شاهد-۱۳۶ د پروپیلر انجنونو سره یو ورو حرکت کوونکی او د لوړ غږ ډرون دی، چې په نښه کول او ویشتل يې نسبتاً آسان دي.

د اوکراين د هوايي ځواک په وينا، له هغه وخت راهيسي يې تر ۵۴۰ ډېر ايراني بې پيلوټه الوتکې ويشتلي دي کله چې دوی په فضا کې په تېر مني کې ښکاره شوې.

چارواکو وويل، اوس، ایران له روسیې سره کار کوي چې د شاهد-۱۳۶ ماډل نوی انجن جوړ کړي، څو په چټکۍ سره او لرې فاصلې پورې الوتنه وکړي او پلان لري چې په یلابوګا کې په نوې فيکټرۍ کې دا پرمختللی ماډل جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500