امنیت

په اوکراین کې بې پیلوټه الوتکې د روسیې او ایران ترمنځ پراخېدونکي پوځي ملګرتيا په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

ژغورونکي او پولیس کارپوهان د دسمبر په ۱۴مه د اوکراین په مرکزي ښار کيیف کې د انتظاميې په يوې ودانۍ د برید وروسته د بې پیلوټه الوتکې د پاتې شوني معاینه کوي. د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د اوکراین هوايي دفاعي سیستم د ورځې په پېل کې ۱۳ ایراني کامیکاز ډرون الوتکې، چې کييف يې په نښه کړی و، ویشتلې دي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

ژغورونکي او پولیس کارپوهان د دسمبر په ۱۴مه د اوکراین په مرکزي ښار کيیف کې د انتظاميې په يوې ودانۍ د برید وروسته د بې پیلوټه الوتکې د پاتې شوني معاینه کوي. د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د اوکراین هوايي دفاعي سیستم د ورځې په پېل کې ۱۳ ایراني کامیکاز ډرون الوتکې، چې کييف يې په نښه کړی و، ویشتلې دي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

اوکرایني ځواکونو پدې هفته کې وویل چې دوی د روسیې لخوا په کییف باندې د بريد لپاره د ایران لخوا د جوړ شويو بې پیلوټه الوتکو یوه ډله وویشتله چې د ایران او روسیې د پوځي اړیکو د ژوریدو په اړه تازه خبرداریو ته نور اعتبار ورکوي.

د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین د مرکزي ښار په مرکزي ګاونډ کې چاودنې وشوې، چېرې چې قانون پلي کونکو او د بیړني خدماتو کارمندانو وروسته د اغیزې په ځای کې د فلزي ټوټو معاینه وکړه.

د اوکرایین صدر ولادیمیر زیلینسکي د ایران لخوا جوړ شوي ډرونونو ته په اشارې سره وویل، "ترهګرو نن سهار د ۱۳ شهیدز بې پيلوټه الوتکو سره پېل وکړو."

"د لومړنیو معلوماتو له مخې، ټولې ۱۳ بې پيلوټه الوتکې زموږ د اوکراین د هوایي دفاعي سیسټم لخوا وویشتل شوې."

په سعودي عرب کې د حوثیانو لخوا توغول شوی د ایران کامیکاز ډرون د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۴مه په واشنګټن ډي سي کې د اناکوستیا په ګډه اډه کې ښودل شوی دی. [جیم واټسن/ای اېف پي]

په سعودي عرب کې د حوثیانو لخوا توغول شوی د ایران کامیکاز ډرون د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۴مه په واشنګټن ډي سي کې د اناکوستیا په ګډه اډه کې ښودل شوی دی. [جیم واټسن/ای اېف پي]

هغه وویل، د کیيف اوسېدونکي، چې د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له خوا پر دغه هېواد د برید له امله نږدې لس میاشتې د هوايي بریدونو د سایرنونو او د پرله پسې هوايي بریدونو سره مخ شوې دي، باید د راتلونکو بریدونو په اړه د حکومت خبرداریو ته پام وکړي.

د کییف سیمه ایزو چارواکو د اوکراین د هوایي دفاع او بریښنایي جنګي يونټونو ستاینه وکړه چې د ځان وژونکو بې پیلوټه الوتکو وروستۍ څپه یې ناکامه کړه.

په اوکراین کې د متحده آيالاتو سفیر بريډجیټ برينک له بریدونو وروسته وویل چې کییف کولای شي د واشنګټن پر ملاتړ تکیه کولو ته دوام ورکړي.

هغې په ټویټر ولیکل، "نور ملاتړ په لاره دی."

د توغندیو او ډرون بریدونه

د کیيف مير ویتالي کلیتشکو په سیمه ایز وخت د سهار په ۶:۴۱ بجو په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړو چې د شیوچینکیوسکي په مرکزي ضلعه کې د "چاودنې" غږونه واورېدل شول او بیړني خدمات روان وو.

سرګي پاپکو، چې د کییف د سیمه ایز پوځي انتظاميې مشر دی، وویل، "د بې پیلوټه الوتکو ملبه د انتظاميې په يوه ودانۍ راوغورځیده او د استوګنۍ څلورو نورو ودانیو ته لږ زیان ورسیدو. هېڅ څوک پکې ژوبل نه شو."

په دې اوړي او خزان کې د جګړې په ډګر کې د یو لړ مهمو ناکامیو راهیسې، روسیه په اوکراین کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه مهمې زیربناوې له مینځه وړي او په میلیونونو خلک یې په ژمي کې د یخنۍ او تیارې سره مخ کړي دي.

ماسکو تېره هفته د اوکراین د انرژۍ زیربناوې هم په نښه کړې، چې د هیواد د بریښنا په شبکه باندې فشار راوړي، چې چلونکي یې د څو هفتو لپاره د بجلۍ بندولو ته اړ شوي دي.

د اوکراین وزير اعظم ډینس شمهال په دې هفته وویل چې د روسیې د بریدونو له امله د هېواد د ۴۰ څخه تر ۵۰ فيصده پورې بجلي بنده شوې ده.

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د چمتو کولو له کبله پر ایران نوي بندیزونه ولګول.

متحده ایالاتو د سپتمبر په میاشت کې د ایران د هوایي ترانسپورت خدماتو چمتو کونکي باندې بندیز ولګوو چې په اوکراین کې یې د کارولو لپاره روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په لیږدولو کې مرسته کړې وه، او وروسته یې خبرداری ورکړو چې په هغه کسانو باندې به بنديز ولګوي کوم چې د ایران د ډرون پروګرام سره کار کوي.

'له ماسکو سره ناوړه تړونونه'

برتانيې د سه شنبې په ورځ د روسيې د جګپوړو پوځي قوماندانانو او هغو ايرانيانو پر ضد نوي بنديزونه ولګول چې د اوکراين په نښه کولو لپاره د بې پيلوټه الوتکو په توليد او برابرولو کې لاس لري.

حکومت وویل چې د میجر جنرل رابرټ بارانوف په ګډون به د روسیې د ۱۲ لوړ پوړو پوځي چارواکو شتمنۍ کنګل شي او سفري بندیزونه به ولګول شي. ویل کیږي چې ميجر جنرل رابرټ بارانوف د کروز توغندیو د پروګرام کولو او په نښه کولو د یونټ مسؤل دی.

د بهرنیو مشترکاتو او پراختیا دفتر (FCDO) وویل چې فکر کیږي د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له برید راهیسې تر ۶۰۰۰ ډېر اوکرایني ملکي وګړي وژل شوي، چې زياتره پکې د توغندیو او توپچي بریدونو له کبله دي.

دغه دفتر وويل، "په قصدي توګه د ملکي وګړو او ملکي شیانو په وړاندې بریدونه د نړېوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده. مسؤلین باید حساب ورکړي."

FCDO وویل چې د ایران لخوا جوړ شويو بې پیلوټه الوتکو چې روسیې ته ورکړل شوي په داسې بریدونو کې "مرکزي رول" لوبولی دی.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وویل چې د ایران رژیم د "د ژوندي پاتې کېدو لپاره په خورا لويه هڅه کې" له ماسکو سره "ناوړه تړونونه" کوي.

کلیورلي وویل، د انګلستان تازه بندیزونه څلور ایرانیان په نښه کوي، چې پکې د هغه شرکت منيجنګ ډايريکټر شامل دی چې د بې پیلوټه الوتکو لپاره انجنونه جوړوي چې روسیه یې په اوکراین کې د برید لپاره کاروي.

د دوشنبې په ورځ، کليورلي د روسیې په صدر ولادیمیر پوتین تور ولګوو چې د خپل ګاونډي پروړاندې يې "د نولسمې پیړۍ د امپراطورۍ د فتحې جګړه" پېل کړې ده.

هغه زیاته کړه، "د پوتین هدف دا دی چې د هغه وخت په څېر کار وکړي کله چې ځواک ته په هر ډول سم کتل کېدل او لویو هېوادونو به کولی شول چې له خپلو ګاونډیانو سره د ښکار په توګه چلند وکړي."

د روسیې ترټولو لوی پوځي ملاتړکونکی

د دسمبر په ۹مه د امنیتي بريفنګ په ترڅ کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبرداری ورکړو چې ایران او روسیه "یوې بشپړې دفاعي ملګرتیا" ته داخل شوي دي.

هغه وویل، دا د اوکراین، د ایران د ګاونډیانو او د نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

کربي وویل، "ایران د روسیې لوړ پوځي ملاتړی جوړ شوی دی." هغه یادونه وکړه چې ایران څو سوه بې پیلوټه الوتکې (UAVs) روسیې ته لیږدولي دي، چې روسیه یې د اوکراین په زیربناوو د برید او ملکي وګړو د وژلو لپاره کاروي.

هغه وویل، د بې پیلوټه الوتکو پلور "په اوکراین باندې د روسیې له بشپړ برید وروسته پېل شو، او ایراني بې پیلوټه الوتکې په ځانګړي ډول هلته د روسیې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کارول کیږي."

"روسیه د ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي ترڅو د انرژۍ زیربنا باندې برید وکړي، په میلیونونو اوکراینیان د بجلۍ، تودوخې او مهمو خدماتو څخه محروم کړي. د اوکراین خلک نن ورځ په حقیقت کې د ایران د کړنو له کبله مړه کیږي.

هغه خبرداری ورکړو، "موږ تمه لرو چې د روسیې له پوځ سره د ایران ملاتړ به یوازې په راتلونکو میاشتو کې زیات شي." "موږ حتی باور لرو چې ایران له ایران څخه روسیې ته د سلګونو بالستیک توغندیو د پلور په اړه غور کوي."

"موږ داسې راپورونه هم لیدلي چې ماسکو او تهران په روسیه کې د وژونکو بې پیلوټه الوتکو لپاره د ګډ تولید فيکټرۍ پر جوړولو غور کوي. موږ له ایران څخه غواړو چې لاره بدله کړي، او دغه ګامونه پورته نه کړي."

کربي همداراز خبرداری ورکړو چې پوځي ملاتړ له دواړو لارو روان دی، پداسې حال کې چې روسیه غواړي چې له ایران سره د وسلو د پراختیا او روزنې په برخو کې همکاري وکړي او په احتمالي توګه ایران ته پرمختللي پوځي پرزې برابر کړي.

هغه وویل چې ایراني پیلوټانو ته په روسیه کې روزنه ورکول کیږي ترڅو د Su-35 الوتنې زده کړي. دا ښيي چې ایران ممکن په راتلونکي کال کې د الوتکو ترلاسه کول پېل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500