تجزيه

د ایران او روسیې ترمنځ مبهمه پوځي همکاري

د المشارق او ای اېف پي لخوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۵مه په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمیانچوک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۵مه په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمیانچوک/سپوتنیک/ای اېف پي]

ایران د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او شنونکي وايي چې دا ډول پوځي همکاري د تهران لپاره په یوه نازکه شېبه کې د خپل مشرتابه لپاره ډېره ګټه لري.

متحده ایالاتو وروسته له هغه چې د کییف او نورو ښارونو اوسیدونکي د وروستیو بریدونو له امله په نښه شوې، د روسیې لخوا د ایراني بې پیلوټه الوتکو کارول په کلکه غندلي دي.

اوکراین ویلي دي چې په ۲۰۰۰ ایراني بې پیلوټه الوتکو کې تقريباَ ۴۰۰ یې د ملکي وګړو پر ضد کارول شوي دي، چې ماسکو يې د پلورلو آرډر ورکړی و. تهران دغه تورونه رد کړي دي.

که څه هم، په هغه عکس کې چې د اکتوبر په ۲۸مه د اوکراین د صدر ولادیمیر زیلینسکي په وېبپاڼه کې شریک شوی، له ستونزو سره مخ مشر د ایران له خوا د جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې شهید ۱۳۶ د پاتې شونو ترڅنګ ولاړ دی.

مظاهره چیانو د اکتوبر په ۱۷ مه د اوکراین په کیف کې د ایران د سفارت خانې مخې ته مظاهره وکړه، وروسته له هغې چې دغه ښار د کامیکاز ډرون الوتکو لخوا په نښه شو، چې لږ تر لږه درې کسان پکې ووژل شول. دغه ډرون الوتکې د ایران لخوا پر روسیې پلورل شوې وې. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

مظاهره چیانو د اکتوبر په ۱۷ مه د اوکراین په کیف کې د ایران د سفارت خانې مخې ته مظاهره وکړه، وروسته له هغې چې دغه ښار د کامیکاز ډرون الوتکو لخوا په نښه شو، چې لږ تر لږه درې کسان پکې ووژل شول. دغه ډرون الوتکې د ایران لخوا پر روسیې پلورل شوې وې. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

ایران او روسیه، چې دواړه پخواني امپراطوري قدرتونه دي چې د پیړیو راهیسې یې د کسپین سمندرګي په سیمه کې د تسلط لپاره هڅه کړې ده، د اوږدې مودې راهیسې خورا پيچيده او نازکې اړیکي لري چې د سیالۍ او همکارۍ صفات پکې شامل دي.

د نږدې متحد په توګه د روسیې ګټل اوس د ایران د مشرتابه لپاره خورا زړه راښکونکي خبره ده، ځکه چې ماسکو کولی شي په کور دننه او سیمه کې د ایران د بشري حقونو او اقتصادي سرغړونو باندې سترګې پټې کړي.

خو د روسيې لخوا د اوکراین پر وړاندې د ایراني بې پیلوټه الوتکو کارول به د همکارۍ په برخه کې يو مهم پړاو وي.

نیویارک ټایمز د اکتوبر په ۱۸مه راپور ورکړو چې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د رسولو سربېره، ایران اشغال شوي اوکراین ته روزونکي استولي دي چې له روسیې سره د هغو بې پیلوټه الوتکو د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي چې له تهران څخه یې اخیستي دي.

دغه ورځپاڼې وويل، ایراني روزونکي، چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) غړي دي، په غیرقانوني توګه په کریمیا کې د روسیې له پوځي اډې څخه فعالیت کوي چېرې چې ډېرې بې پیلوټه الوتکې له ایران څخه استول شوي دي.

پوځي معاملې

په واشنګټن کې د اټومي ګواښ نوښت د اټومي موادو د امنیت پروګرام ډايريکټر ایریک بریور وویل، "ایران کولی شي د اوکراین -- چې د متحده ایالاتو او ناټو ملاتړ لري -- په وړاندې د خپلو بې پیلوټه الوتکو کارولو ته په لويديځ باندې په خپل انګړ کې د برید لپاره د یوې لارې په توګه وګوري."

"ایران ممکن په اوکراین کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو لخوا رامنځته شوې تباهۍ ته د متحده ایالاتو، اسراییلو او خلیج هېوادونو ته د یادښت او خبرداري په توګه وګوري چې ایران څه کولی شي که چېرې دوی په هغې برید وکړي."

د سوربون يونيورسټۍ څېړونکي پییر ګراسر وویل، دا ډول بې پیلوټه الوتکې "د روسیې لپاره د پیسو سپمولو اقدام دی، ځکه چې دا په هره الوتنه کې د ۱.۵ ملیونو ډالرو څخه تر ۲ ملیونو ډالرو پورې قيمتي کروز توغندي خوندي کوي."

خو هغه زیاته کړه، "د دوی اصلي نیمګړتیا دا ده چې دوی یوازې ثابت هدفونه په نښه کولی شي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل چې هغه به هغه راپورونه تایید نه کړي چې تهران کولی شي روسیې ته د لنډې فاصلې ویشتونکي بالستیک توغندي واستوي، خو هغه "اندېښمن و چې ښايي" ايران روسيې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکي توغندي ورکړي.

د اکتوبر په ۱۷مه واشنګټن پوسټ راپور ورکړو چې ایران د سپتمبر په نیمایي کې روسیې ته چارواکي واستول چې د اضافي وسلو د لېږد لپاره شرایط نهايي کړي، چې د راپورونو له مخې پدې کې د ایران دوه ډوله له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي شامل دي.

يادې ورځپاڼې وویل، "یوه استخباراتي ارزونه، چې په وروستیو ورځو کې له اوکرایني او امریکايي چارواکو سره شریکه شوې، ادعا کوي چې د ایران د وسلو صنعت د فاتح-۱۱۰ او ذولفقار توغندیو لومړی ليږد چمتو کوي."

د سوفان ګروپ، چې د استخباراتو او امنيت يوه پرايويټ مشاورتي اداره ده، د تحقیقاتو ډايريکټر کولن کلارک وویل، په اوکراین باندې د روسیې تر برید پورې، ماسکو غوښتل چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا راژوندي کولو لپاره د نړېوالو هڅو سره "همکاري څرګنده" کړي او تهران دې ته وهڅوي چې دغه تړون ته بېرته راشي.

هغه وویل چې ماسکو په ۲۰۱۶ کال کې پر ایران د خپل S-300 هوايي دفاعي سیستم د پلورلو چارې بشپړې کړې دي. هغه وویل، "خو له هغه وخت راهیسې، د ماسکو له خوا پر تهران څه نوي ټانکونه، جنګي الوتکې، بېړۍ یا نور لوی جنګي سیسټمونه نه دي پلورل شوي."

د ایران پوځ په 'خورا خراب حالت' کې دی

ياده همکاري کولی شي په دواړو لارو کار وکړي: د سپتمبر په میاشت کې راپورونو وړاندیز وکړو چې ایران د روسیې د Sukhoi-35 جنګي جټ الوتکو په اخيستلو کې دلچسپي لرله، چې د خپل هوايي ځواک خراب وضعيت ته په کتو سره، دا یو منطقي ګام دی.

د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د مدیترانې فاونډېشن (FMES) اکاډمیک ډايريکټر پییر رازوکس ای اېف پي ته وویل، "د ایران پوځ په خورا بد حالت کې دی."

هغه وویل ځینې هارډویرونه نیمه پیړۍ زاړه دي او د ایران او عراق په جګړه کې کارول شوې ول. هغه زیاته کړه چې پوځ باید عصري شي خو د بندیزونو له امله محدود شوی دی، چې دا پدې معنی ده چې دا "د جنس په جنس سودا کولو نه علاوه" بله چاره نه لري.

سیاسي څیړونکي عبدالنبي بکر المشارق ته وويل، د ایران د اقتصاد او ترانسپورتي بیړیو خراب حالت "نه یوازې د بندیزونو بلکې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو لخوا خپلو سیمه ایزو پراکسيانو ته د عامه فنډونو د لیږد له امله" رامینځته شوی دی.

د شنونکو په وینا، حتی که ایران له روسیې څخه پرمختللي هوايي دفاعي سیسټمونه واخلي، ایراني ځواکونه به ونه شي کولی چې په سمه توګه يې وکاروي.

د ۲۰۲۰ کال د می په مياشت کې په رېنډ بلاګ کې د يوې خپرې شوې تبصرې له مخې، "ډېر هېوادونه په بشپړ ډول د دې ستاينه نه کوي چې اغيزمن هوایي دفاع د شبکې پربنسټ سیسټم ته اړتیا لري او نه یوازې د يو میزایل سیسټم ته اړتيا لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500