سياست

ایران د روسیې په جګړه کې خورا زيات ښکېل شوی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د بجلۍ مهمو تاسيساتو ته د دسمبر په ۱۹مه د اوکراین په کییف کې په دغه هېواد د روسیې د برید په جریان کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته اور لګيدلی دی. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

د بجلۍ مهمو تاسيساتو ته د دسمبر په ۱۹مه د اوکراین په کییف کې په دغه هېواد د روسیې د برید په جریان کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته اور لګيدلی دی. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له روسیې سره خپلې پراخې شوې پوځي اړیکې دوه چنده کړي، د ايران لخوا جوړ شويو بې پيلوټه الوتکو چې د روسیې ځواکونو ځای پر ځای کړي، د اوکراین په مرکزي ښار کيیف برید وکړو.

د دې هفتې په پېل کې ترټولو وروستی برید د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۹مه) د ایران لخوا د جوړ شويو بې پیلوټه الوتکو (UAVs)، چې په عمومي توګه د ډرونونو په نوم ياديږي، سره څو ورځې وروسته له هغې ترسره شو کله چې کییف د روسیې د فبرورۍ د برید له پېل راهیسې د ترټولو لوی توغندیز برید مخه ونیوله.

د دسمبر په ۱۶مه د ۷۰ څخه ډېر توغندي وتوغول شول او د اوکراین ډېر ښارونه يې په تیاره کې ډوب کړل او اوسیدونکي یې دې ته اړ کړل چې د تودوخې یا روانو اوبو پرته د صفر لاندې درجه حرارت وزغمي.

د بجلۍ ملي اداره بجلۍ بندولو ته اړ شوه ځکه چې د خراب شوي انرژۍ ګریډ د ترمیم کولو لپاره يې کار کولو.

ځایي اوسیدونکي د دسمبر په ۱۹مه د اوکراین د کییف صوبې په ستاري بیزرادیچي کلي کې د روسیې لخوا د بې پیلوټه الوتکو د برید وروسته د ملبې معاینه کوي. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

ځایي اوسیدونکي د دسمبر په ۱۹مه د اوکراین د کییف صوبې په ستاري بیزرادیچي کلي کې د روسیې لخوا د بې پیلوټه الوتکو د برید وروسته د ملبې معاینه کوي. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

يو څو ورځې وړاندې، اوکرایني ځواکونو وویل چې دوی د روسیې لخوا په کییف باندې د بريد لپاره د ایران لخوا د جوړ شويو بې پیلوټه الوتکو یوه ډله وویشتله، چې د ایران او روسیې د پوځي اړیکو د ژوریدو په اړه تازه خبرداریو ته نور اعتبار ورکوي.

د کییف ښار پوځي انتظاميې په ټولنیزو رسنیو کې وویل، د دوشنبې د هوايي بريد د خبرتیا په جریان کې، "د مرکزي ښار په فضا کې د دښمن ۲۳ بې پيلوټه الوتکې ثبت شوې. هوایي دفاع ۱۸ بې پیلوټه الوتکې تباه کړې.

نوموړي ادارې وويل چې روسي ځواکونو د "شهیدز" له مهماتو څخه کار اخلي. شهیدز په وسلو سمبال ایراني بې پیلوټه الوتکي دي چې په دې وروستیو هفتو کې یې کییف په نښه کړی دی.

ميير ویتالي کلیتشکو تایید کړه، "چاودنې" په مرکزي شیوچینکیوسکي ضلعه او لویدیځ سولومینسکي ضلعه کې رامنځته شوې، چې مهم تاسیسات یې زیانمن کړي دي.

د اوکراین د انرژۍ ادارې DTEK وویل چې د برید وروسته به په مرکزي ښار کې په بيړنۍ توګه بجلي بنده شي.

فرانس او اروپايي ټولنې وویل، په ملکي املاکو د روسیې برید يو جنګي جرم دی، پداسې حال کې چې د دغه بلاک د بهرنۍ پالیسۍ مشر دغه بريد د يو "وحشتناک" عمل په توګه بيان کړو.

د روسیې ترټولو لوی پوځي ملاتړکونکی

د دسمبر په ۹مه د امنیتي بريفنګ په ترڅ کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبرداری ورکړو چې ایران او روسیه "یوې بشپړې دفاعي ملګرتیا" ته داخل شوي دي.

هغه وویل، دا د اوکراین، د ایران د ګاونډیانو او د نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

کربي وویل، "ایران د روسیې لوړ پوځي ملاتړی جوړ شوی دی." هغه یادونه وکړه چې ایران څو سوه بې پیلوټه الوتکې (UAVs) روسیې ته لیږلي دي، چې روسیه یې د اوکراین په زیربناوو د برید او ملکي وګړو د وژلو لپاره کاروي.

د جمعې په ورځ له PBS سره په مرکه کې د امریکې د مرکزي استخباراتو د ادارې (CIA) مشر ویلیم برنز وویل چې د ایران او روسیې ترمنځ پوځي همکاري په منځني ختیځ کې د امریکې د متحدینو لپاره يو "حقیقي ګواښ" دی.

د یکشنبې د ورځې په بيان کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کناني وویل چې تهران "د خپلو بهرنیو اړیکو په تنظیمولو کې په خپلواکه توګه عمل کوي او له هیچا څخه اجازه نه اخلي"، پداسې حال کې چې "ملي ګټې" د هغې د پاليسو محور دی.

هغه وویل، د دفاع په شمول په مختلفو برخو کې د ایران او روسیې ملګرتیا د ګډو ګټو په چوکاټ کې پراخیږي ... او د هېڅ درېم هېواد خلاف نه ده.

د ایران له انکارونو او د خپل لاس د پټولو له هڅو سربېره، کافي شواهد څرګندوي چې روسیې په اوکراین کې د څو بریدونو لپاره له ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.

ایران د سيټلايټ د توغولو تیاری کوي

په جلا توګه، د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زارپور د یکشنبې په ورځ اعلان وکړو چې اسلامي جمهوریت د مارچ په وروستیو کې "لږ تر لږه د دوو سيټلايټو" فضا ته د استولو لپاره تياری کوي، یوازې یوه میاشت وروسته له هغې چې په بریالیتوب سره يې د لانچر تجربه وکړه.

متحده ایالاتو په مکرر ډول اندېښنه څرګنده کړې چې دا ډول لانچرونه کولی شي د ایران د بالستیک توغندیو ټیکنالوژۍ ته وده ورکړي، چې د اټومي وسلو احتمالي تحویل ته پراختیا ورکوي.

د ايرنا په وینا، زارپور وویل چې "ناهید-۱ او ناهید-۲ سيټلايټونه تياريږي." ناهید هغه نوم دی چې د ایران د فضايي څېړنو مرکز لخوا د مخابراتي سيټلايټونو لړۍ ته ورکړل شوی دی.

د نومبر په لومړیو کې، د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړو چې "د قائم -۱۰۰ په نوم د سيټلايټ لانچر په برياليتوب سره فرعي مدار ته د توغولو اعلان وکړو".

ياده چینل زیاته کړه چې قائم -۱۰۰ راکټ د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) د فضایي سازمان لخوا جوړ شوی او د ایران لومړی درې پړاوه د جامد تېلو سيټلايټ لانچر دی.

ایران خپل لومړی پوځي سيټلايټ د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې مدار ته واستوو، چې پروړاندې يې واشنګټن سخت غبرګون وښودو.

د روان کال د اګست په میاشت کې یوه بله ایراني سپوږمکۍ، خیام، د روسیې له خوا د قزاقستان له بایکونور کاسموډروم څخه په Soyuz-2.1b راکټ کې وتوغول شوه.

د ایران فضايي ادارې وویل، دا وسیله د روسیې له خوا د ایران تر څارنې لاندې جوړه شوې وه.

متحده ایالاتو وویل، خیام به "د پام وړ جاسوسۍ وړتیاوې" فعالې کړي او دا چې د روسیې او ایران ژور اتحاد د نړۍ لپاره یو "لوی ګواښ" دی.

د ایران فضايي ادارې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې د خیام هدف د "هېواد د پولو څارنه" او د طبیعي زیرمو او کرنې له مدیریت سره مرسته کول دي.

د یورانیمو غني کول 'ریکارډ کچې' ته رسيدلی

په عېن حال کې د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، ایران د شنبې په ورځ وویل چې د یورانیمو د غني کولو ظرفیت یې ریکارډ کچې ته لوړ شوی.

د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې (AEOI) مشر محمد اسلامي وویل، "اوس مهال، د هېواد د غني کولو ظرفیت د دې صنعت په ټول تاریخ کې دوه چنده زیات شوی دی."

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) یوه تخنیکي ډله د یکشنبې په ورځ ایران کې وه څو هڅه وکړي چې په هغو ځایونو کې، چې پدي توګه ندي پيژندل شوي چې اټومي فعالیتونه پکې ترسره کيږي، د تابکاري موادو د نښو د موندلو په اړه کړکیچ حل کړي.

د اټومي څار ادارې له اوږدې مودې راهیسې پر ایران غږ کړی چې په درېو نامعلومو ځایونو کې موندل شوي د انسان جوړ شوي یورانیم شتون واضح کړي، او دغه "ځایونو او موادو ته د لاسرسي" او همدارنګه د نمونو راټولولو غوښتنه کوي.

د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون لاندې، چې د ګډ عمل جامع پلان (JPCOA) په نوم پیژندل کیږي، ایران موافقه کړې چې د یورانیمو غني کول یوازې ٪۴ پورې محدود کړي، يعنې د ٪۹۰ کچې څخه لاندې چې د اټومي وسلو لپاره اړین ګڼل کیږي.

د دې او د خپلو اټومي فعالیتونو د نورو محدودیتونو په بدل کې، ایران د نړېوالو بندیزونو څخه د خلاصون ژمنه ترلاسه کړه.

خو IAEA د سپتمبر په میاشت کې وویل چې دا نشي کولی د ایران د اټومي پروګرام د سوله ایز نوعیت په اړه تضمین ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500