سياست

روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو سپارلو باندې له نيوکو وروسته ایران د قرباني کیدو ادعا کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

اوکرایني اور وژونکي د اکتوبر په ۱۷مه په کییف کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ملبه وړي، پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې برید روان دی. د اوکرایین چارواکو وویل چې کییف نن سهار وختي د ایراني بې پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې په برید کې څلور ځله په نښه شوی دی چې د استوګنې یوه ودانۍ یې زیانمنه کړې او د اورګاډي مرکزي تمځای یې په نښه کړې. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

اوکرایني اور وژونکي د اکتوبر په ۱۷مه په کییف کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ملبه وړي، پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې برید روان دی. د اوکرایین چارواکو وویل چې کییف نن سهار وختي د ایراني بې پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې په برید کې څلور ځله په نښه شوی دی چې د استوګنې یوه ودانۍ یې زیانمنه کړې او د اورګاډي مرکزي تمځای یې په نښه کړې. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

کيیف او متحدینو یې په دې وروستیو ورځو کې پر اوکراین د برید لپاره د روسیې له خوا د ایراني جوړ شویو بې پیلوټه الوتکو کارول په کلکه غندلي دي، حتی که ایران هڅه کوي چې خپل رول پټ کړي او تورونه رد کړي، او په خپلو منتقدينو باندې تور لګوي چې دا يې هدف ګرځولی دی.

تهران د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸مه) وویل چې له کییف سره خبرو ته چمتو دی چې په دې اړه د "بې اساسه" ادعاګانو وضاحت وکړي چې ایران روسیې ته وسلې او بې پیلوټه الوتکې ورکوي چې د اوکراین په وړاندې په جګړه کې وکارول شي.

کرملین د سه شنبې په ورځ وویل چې دا معلومات نه لري چې پوځ یې دا ډول وسلې کاروي.

د دې انکارونو سربېره، داسې کافي شواهد شتون لري چې روسیې د ډېرو بریدونو لپاره ایراني ډرونونه کارولي دي.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۵مه په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمینچیک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۵مه په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل. [الکساندر ډیمینچیک/سپوتنیک/ای اېف پي]

د اوکراین پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی په دې هفته کې له بریدونو وروسته چې "ځانمرګي ډرون" پکې کارول شوې ول، د یوې میاشتې څخه په لږه موده کې یې له ۲۲۰ څخه ډېر ایراني بې پیلوټه الوتکې (يو ای ويز) راغورځولي دي.

پوځ زیاته کړه، "د سپتمبر په ۱۳مه د اوکرایین په خاوره کې د ایران لخوا د جوړ شوي شهید-۱۳۶ کامیکاز ډرون د لومړي غورځولو راهیسې ... د اوکراین د دفاعي ځواکونو هوايي ځواک او نورو څانګو د دغه ډول ۲۲۳ بې پيلوټه الوتکې تباه کړي دي."

د ايران لخوا د بې پيلوټه الوتکو ورکولو شواهد

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، متحده آيالاتو د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډه کې روسیې ته د ایران د بې پيلوټه الوتکو د لېږدولو په اړه له بریتانیا او فرانس سره یوځای شو.

اروپايي اتحادیې او متحده آيالاتو وویل چې دوی داسې شواهد لري چې ایران ​​شهید-۱۳۶، چې د ټیټ لګښت بې پیلوټه الوتکې دي چې په ځمکه کې چاودنه کوي، ورکړي دي​​او په کییف کې د دوشنبې په ورځ د پنځو مرګونو او د ملکي زیربناوو د ویجاړولو په تور تورن دي.

متحده ایالاتو د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړو چې ایران په پام کې لري چې د اوکراین په وړاندې د کارولو لپاره روسیې ته بې پيلوټه الوتکې انتقال کړي.

دې وویل چې اوس "ډېر شواهد شتون لري چې دا بې پيلوټه الوتکې د اوکراین په ملکي وګړو او مهمو ملکي زیربناوو باندې د برید لپاره کارول کیږي".

په دغه بیان کې راغلي، "په داسې حال کې چې ایران په اوکراین کې د کارولو لپاره روسیې ته د وسلو د ورکولو په اړه دروغ وايي او په دوامداره توګه انکار کوي، موږ ژمن یو چې له متحدینو او شریکانو سره کار وکړو چې روسیې ته د خطرناکو وسلو د لیږد مخه ونیسو."

واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ورځ په راپور کې د دوو امریکایي چارواکو په حواله وویل چې د متحده ایالاتو حکومت په اوکراین کې د ویشتل شوې ایراني بې پیلوټه الوتکې ټوټې معاینه کړې ده او د بې پيلوټه الوتکو په اړه یې خپله پوهه پراخه کړې ده.

دغه ورځپاڼې وویل، "د بې پیلوټه الوتکو د جوړښت او ټیکنالوژۍ په اړه معلومات د متحده ایالاتو او د هغې د اوکراین متحدینو سره د مرستې لپاره خورا مهم ثابت کیدی شي چې د دوی هدفونو ته د رسیدو څخه مخکې په ښه توګه دغه بې پيلوټه الوتکې وپیژني او بالاخره یې مات کړي."

په دغه راپور کې ویل شوي، د اوکرایني چارواکو په وینا، ایراني جوړ شوي بې پیلوټه الوتکې په کریمیا کې د روسیې له درېو پوځي اډو او بیلاروس څخه توغول کیږي.

دې زیاته کړه، تهران د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته مشاورین استولي، چېرته چې دوی چلونکو ته تخنیکي لارښوونې ورکړي دي.

نورې ایراني وسلې د روسيې په لور رواني دي

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړو چې د سپتمبر په وروستیو کې، د اوکراین هوايي ځواک ويشتل شوي وسلې د ایران شهید-۱۳۶ او مهاجر-۶ ډرونونو په توګه وپيژندلې.

د اوکراین د توپخانې د یو قوماندان په وینا،، "شهید-۱۳۶ ډیلټا وينګ ډرونونو، چې په روسي رنګونو کې بیا رنګ شوي او د جیرېنیم ۲ په نوم نومول شوي"، د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین د زغره والو او توپخانو پوستونو دپاڅه څرګندېدل پېل کړل.

د راپورونو له مخې، ایران د روسیې پوځ ته خپلې سلګونه بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي، پداسې حال کې چې راپورونه شتون لري چې د​​روسیې پوځ د پام وړ زیانونو وروسته د خپلو وسلو په ساتلو کې له ستونزه​ سره مخ دی​.

د دوشنبې په ورځ د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، تهران د نوي بې پیلوټه الوتکو د چمتو کولو لپاره تياری کوي، چې پکې د لسګونو مهاجر-۶ او ګڼ شمېر شهید-۱۳۶ ډرونونه شامل دي.

استخباراتي چارواکو دغه ورځپاڼې ته وويل، دې روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته د دوه ډوله توغندیو، فاتح-۱۱۰ او ذوالفقار، د استولو په اړه هم موافقه کړې ده.

اوکرایني چارواکي وايي چې ایراني بې پیلوټه الوتکې د دوشنبې په ورځ د ښارونو او د انرژۍ پر تاسيساتو باندې په بریدونو کې کارول کېږي.

بندیزونه

د سه شنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا وویل چې صدر ولادیمیر زیلینسکي ته یې وړاندیز کړی چې کییف دې له ایران سره سفارتي اړیکې پرې کړي.

هغه په اوکراین کې "د ایراني بې پیلوټه الوتکو لخوا د رامنځته شوي تباهۍ مقدار" او "روسیې ته د ایران د وسلو احتمالي دوام" ته اشاره وکړه.

یوه ورځ مخکې، کولیبا له اروپايي اتحادیې څخه وغوښتل چې "پر ایران بندیزونه ولګوي ځکه چې دا روسیې ته بې پیلوټه الوتکي چمتو کوي".

د اروپايي اتحادیې د چک ولسمشرۍ د پنجشنبې په ورځ وویل چې اروپایي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په درېو اشخاصو او یوې ادارې باندې بندیزونه ولګول چې روسیې ته ایراني بې پيلوټه الوتکې ورکوي.

دغه ولسمشرۍ په ټویټر باندې وویل، "د درېو ورځو خبرو اترو وروسته، د اروپایي اتحادیې سفیرانو موافقه وکړه چې د هغو ادارو پر ضد اقدامات وکړي چې ایراني بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته رسوي."

دا بندیزونه به د پنجشنبې په ورځ نافذ شي.

اروپايي اتحادیه هم چمتو ده چې پر څلورو نورو ایراني شرکتونو بندیزونه ولګوي چې مخکې د بندیزونو په لیست کې شامل وو.

متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړو چې د هغو شرکتونو او هېوادونو پر ضد به اقدام وکړي چې د ایران د ډرون پروګرام سره کار کوي. د چهارشنبې په ورځ ، دې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو په لیږد کې دخیل ټولو کسانو پروړاندې ورته خبرداری خپور کړو.

تېره میاشت، کییف پریکړه وکړه چې له تهران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې د پام وړ کمې کړي ځکه چې دا روسیې ته وسلې ورکوي.

بیا هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قرباني کيدو کارت کارولو ته دوام ورکړی او ټینګار کوي چې دا تورونه د تهران پروړاندې "د ځېنو هېوادونو د رسنیزو سازمانونو لخوا د سیاسي او هدفي فضا رامینځته کولو يوه برخه ده".

'په ترهګرۍ کې شریکان'

زیلینسکي د سه شنبې په ورځ وویل چې د هغه په هېواد باندې په وروستیو بریدونو کې د ماسکو لخوا د ایران بې پیلوټه الوتکو په پراخه کچه کارول د کرملین د "پوځي او سیاسي افلاس" نښه ده.

هغه په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، "د روسیې له خوا له ایران څخه د دې ډول مرستې د غوښتلو حقیقت دا دی چې کرملین خپل پوځي او سیاسي افلاس تسليم کړی دی."

خو، هغه زیاته کړه، "په ستراتیژیک ډول، دا به له دوی سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي."

زیلینسکي وویل، "دا نړۍ ته نور هم دا خبره ثابتوي چې روسیه د ماتې په لاره کې ده او هڅه کوي چې بل څوک د ترهګرۍ په خپلو ملګرو کې شامل کړي."

د استونیا د دفاع وزیر هانو پیوکور واشنګټن ته خپل سفر کې وویل، روسیه د کمو اکمالاتو او په هوا کې د اوکراین د بریالیتوب له امله په بې پیلوټه الوتکو تکیه کوي.

پیوکور وویل، روسان "په دې پوهیږي چې په هوا کې دوی دا مهال برتري نه لري ځکه چې د اوکراین له خوا هوايي دفاع شتون لري. دوی د مخکې نه ډېرې الوتکې له لاسه ورکړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500