تجزيه

بې موراله او مغشوش: روسیه په اوکراین کې د پوځي ماتې په درشل کې ده

د اولها چیپل لخوا

د اوکراین د ملي ګارډ یو غړی د سپتمبر په ۲۰مه د خارکیف صوبې په شمال کې د روسیې د پوځ له خوا په یو پوسټ کې د پاتې ویجاړ شويو پوځي تجهیزاتو معاینه کوي. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

د اوکراین د ملي ګارډ یو غړی د سپتمبر په ۲۰مه د خارکیف صوبې په شمال کې د روسیې د پوځ له خوا په یو پوسټ کې د پاتې ویجاړ شويو پوځي تجهیزاتو معاینه کوي. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

کيف -- څارونکي وايي، په اوکراین باندې د برید په پلانولو کې سیستماتیک تېروتنې، ناقص استخبارات، بې کفایته جنرالان او د لوړ پوړو چارواکو وېره ښايي د دې لامل شي چې روسیه د خپلې خوښې جګړه له توقع څخه ژر له لاسه ورکړي.

په اوکراین کې د روسي ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره د کریملین د ۳۰۰۰۰۰ سرتېرو "جزوي تحرک" کې اضافي پراخه غلطۍ یو بل لوی خنډ دی.

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ (ISW)، چې په متحده ایالاتو کې مېشت يو څېړنيز مرکز دی، په یو راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۶مه) خپور شوی و، وویل، "کريملین هڅه کوي چې د خپل "جزوي تحرک" په پلي کولو کې د لویو ستونزو له واقعیت څخه د وتلو لپاره لاره ولټوي، خو د هغې داستانونه امکان نلري چې روسیان خوشحاله کړي چې د دوی په شاوخوا کې اصلي تېروتنې ويني."

په دغه راپور کې ويل شوي، په تېره هفته کې په روسیه، منځنۍ اسیا او اروپا کې د لسګونو احتجاجونو او حتی د استخدام پر مرکزونو له بریدونو سره، کريملین له یو ستونزمن کار سره مخ دی.

د سپتمبر په ۲۶مه اخېستل شوی یو عکس چې په اوکراین باندې د روسیې د برید په جریان کې د خارکیف صوبې په کوزچا لوپن کې یو شکمن ډله ایز قبر ته نږدې په ځمکه باندې د روسیې د پوځ یونیفورم ښیي. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

د سپتمبر په ۲۶مه اخېستل شوی یو عکس چې په اوکراین باندې د روسیې د برید په جریان کې د خارکیف صوبې په کوزچا لوپن کې یو شکمن ډله ایز قبر ته نږدې په ځمکه باندې د روسیې د پوځ یونیفورم ښیي. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۶مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د مشرانو د غونډې په څنډه کې د هند له وزير اعظم نریندرا مودي سره له کتنې مخکې پدې عکس کې ښودل شوی دی. [سرګي بوبیلیوف/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۱۶مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د مشرانو د غونډې په څنډه کې د هند له وزير اعظم نریندرا مودي سره له کتنې مخکې پدې عکس کې ښودل شوی دی. [سرګي بوبیلیوف/سپوتنیک/ای اېف پي]

ISW وړاندوینه وکړه چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۲۱مه د "جزوي تحرک" امر وکړو، چې "اضافي ځواکونه به چمتو کړي خو په غیر موثر ډول او د لوړ کورني ټولنیز او سیاسي لګښت سره".

د توقع څخه ډېر ژر

شنونکي وايي چې د دې میاشتې په پېل کې د اوکرایین چټک ځوابي برید هم په اوکراین باندې د روسیې د یرغل لپاره یو پریکړه کونکی مهم ټکی ثابتيږي.

اوکرایني ځواکونو د سپتمبر په ۵ مه نېټه په خارکیف صوبه کې وروسته له هغې برید وکړو کله چې روسیه په خرسون صوبه کې د برید په تمه وه، چې په زرګونو ويرېدلي روسي سرتیري يې دی ته اړل کړل چې تسليم شي يا له خپلو ځایونو څخه وتښتي.

په دې عملیاتو کې اوکرایین د ایزوم ستراتیژیک ښارګوټی بېرته ونیولو او د خارکیف صوبي له ډېرو برخو څخه، چې له روسیې سره پوله لري، روسي ځواکونه وویستل.

اوکرایني ځواکونو د اکتوبر په لومړۍ نېټه د لیمېن د اورګاډي مهم مرکز ونیولو.

که دا رجحان همداسې دوام وکړي، شنونکي وايي، د روسیې بشپړه ماتې به حتی په ښه وړاندوينو کې له توقع څخه ډېر مخکې رامنځته شي.

د کیف د پوځي چارو کارپوه او د پوځي او حقوقي مطالعاتو د مرکز مشر اولیکساندر موسیینکو وویل، "اوکراین په ستراتیژیک ډول دا جګړه ګټلې ده."

هغه وویل، "په خارکیف صوبه کې د بریالي ځوابي برید نه وروسته، دا نوښت اوکراین ته انتقال شو. "هر څه به اوس ډېر ژر رامنځته شي. نن ورځ، اوکرایني ځواکونو د مخکې نه په ځمکه ښه پرمختګ کړی دی."

هغه وویل، "روسي سرتېرو ته وګورئ. دوی بې موراله شوي، مغشوش شوي، تسلیمیدو ته چمتو دي." "روسیه نور نشي کولی لوی ځواکونه یوځای کړي، حتی د هغه مقدار په شان چې د جګړې له پېل څخه مخکې یې لرلو."

اوکراین کمزوری ګڼل

شنونکي وايي، څو اصلي عوامل د روسیې د ناکامۍ لاملونه تشریح کوي او د هغې په احتمالي ماتې کې به مرسته وکړي.

د کیف میخایلو ساموس، چې د پوځ شنونکی او د پوځ، تبادلې او بې وسلې کولو مطالعاتو د مرکز پخوانی ډپټي ډايريکټر دی، وویل، "تر ټولو مهم، بې شکه، دښمن کمزوری ګڼل دي."

هغه وویل، کريملین "د اوکراین د ملت په اړه په بشپړه توګه ناسمه ارزونه وکړه".

ساموس وویل، "روسانو فکر کولو چې دوی ته به په ګلونو سره هرکلی وويل شي."

"دوی حتی پلان نه لرلو چې واقعي دلته جګړه وکړي. دوی فکر کولو چې دوی به په ۱۹۷۹ کال کې د افغانستان او په ۱۹۶۸ کې د چيکوسلواکیا په څېر چټک عملیات ترسره کړي. يعنې، په مرکزي ښار بريد کول، په چټکۍ سره د اوکراین مشرتابه له منځه وړل او یو ګوډاګی رژیم رامینځته کول."

هغه وویل، "او بیا په دویمه مرحله کې، دوی تمه لرله چې دلته عسکر ځای پر ځای کړي او د جګړې پرته دغه هېواد په بشپړه توګه قبضه کړي."

"دا هغه څه دي چې دوی غوښتل چې پیښ شي."

ساموس وویل، خو د روسي پوځیانو روزنه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ وه، چې دا وړانديز کوي چې د هغوی استخبارات کمزوري دي.

هغه دوو امکاناتو ته اشاره وکړه، "ایا دا واقعي د لوړ کیفیت استخباراتي ادارو نشتوالی دی چې کولی شي استخباراتي معلومات راټول او راپور کړي؟ [یا] آیا د راټول شويو معلوماتو په غلط ډول تشریح وشوه او ارزونه وشوه، چې غلطي پریکړې يې رامنځته کړې؟"

هغه وویل، وروستنی عموماً د داسې استبدادي رژیمونو لاندې د معمول خبره ده.

ساموس وویل، "استخبارات د لوړ کیفیت معلومات تولیدوي، خو هر څه په مسخ شوي شکل کې د پریکړې کولو مرکز ته رسیږي ... د ویرې له امله." "که څه هم، دیکتاتور غواړي هغه څه واوري چې هغه به خوشحاله کړي، نه هغه څه چې په واقعیت کې پیښیږي."

هغه وویل، "زه کله کله فکر کوم، چې څنګه [روسان] دومره تېروتنې کولی شي؟" "دوی د اوکراین سویل ته لاړل او د اشغالګر رژیم د جوړولو لپاره یې داسې څه ونه کړل چې دا به وښيي چې دوی هلته په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره چمتو دي."

ساموس زیاته کړه، "که څه هم، دا په ډونباس کې لیدل کېدې شي. د اتو کلونو وروسته، دوب بس هغه څه تباه کړل چې د دوی له راتلو څخه مخکې موجود ول."

کرپشن او دروغ

څارونکي وايي، کرپشن په اوکراین کې د روسیې د پوځي ناکامۍ یو بل عامل دی.

د پوځي چارو کارپوه موسیینکو وویل، "کرپشن د روسیې په پوځ کې يوه ستونزه نه -- بلکې د دې یوه اساسي برخه ده."

هغه وویل، "په پوځ کې غلا اوس هم لیدل کیدی شي. د مثال په توګه، د کاغذ پر مخ دا ډېر تجهیزات لري، خو کله چې د ذخیره کولو له ډیپو څخه د جنګي وسایطو د ترلاسه کولو وخت راغی، هر څه د کار وړ نه وو یا ډېر مرمت ته يې اړتیا لرله."

هغه وویل، "د څو کلونو د پوځ لوټ کول او په بشپړه کرپشن باندې سترګې پټول، او اوس داسې یو حالت شتون لري چې کیدی شي د خورا ژر ماتې لامل شي."

دا ټول د روسیې د پوځ د مشرتابه او همدارنګه د عادي سرتېرو د بې موراله کېدو سربېره دي.

موسیینکو وویل، "اوکرایین ډېر روسي افسران او جنرالان ووژل. "او بدلون پېل شو. د فبروري په ۲۴مه له پېل سره، دوی درې کمانډونه لرل: شمالي پوځي ډسټرکټ، سویلي او ختیځ. بیا یوازې یو کمانډ موجود و، چې مشري یې الکساندر ډورنیکوف کوله. بیا دوی بېرته درېو ته مخه وکړه."

"دا څومره خورا زياته ګډوډي ده! د افسرانو او جنرالانو بې باوري په ټول پوځ کې باور کموي." هغه زیاته کړه، "دا د مورال یو مهم اړخ دی."

د کیف د اوکراین سیاسي ساینس پوه ولادیمیر مولچانوف وویل، "اصلي ستونزه څه ده؟ دروغ."

هغه وویل، "روسیه حتی په راپورونو کې "مختلفې شمېرې" کاروي. "اکثر یوازې د پیسو د پټولو لپاره."

د دې ستونزو په منځ کې، روسیه په مخ په زیاتیدونکي توګه په لومړۍ ليکه کې د پرسونلو ساتلو لپاره له ستونزو سره مخ ده.

مولچانوف وویل، "د روسانو په منځ کې پوځ پريښودل خورا عام دي. داسې کسان شتون لري چې په بشپړ ډول په قانوني توګه يې پوځ پريښودی دی. دوی هڅه کوي چې تړون لغوه کړي. دوی رسمي درخواستونه لیکي. په دې توګه دوی کولی شي په مستقیم ډول د دوی د پوځي خدماتو په سند باندې ولیکل شي 'د غدارۍ احتمال' لري.

"په نورو ځواکونو کې، دا ډول قضیې ممکن په ساده ډول د مرګ پایله ولري. د مثال په توګه، د واګنر غړيو [د واګنر ګروپ اجیرانو] په مینځ کې، د تښتېدلو سزا په ډزو وژل دي. او د چیچنیا "کادیروویټس" د تښتيدلي عسکرو سرونه پرې کوي."

ساموس وویل، په ټوليزه توګه، د اوکراین جګړې روسیه د لوی ناورین په څنډه کې اچولې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500