سياست

د چین استعماري تحرکات په ایران کې اندېښنې راپورته کوي

د بابک دشتي لخوا

چینايي پوځیان په ۲۰۲۱ کال کې د مشقونو لپاره ولاړ دي. [د چین د دفاع وزارت]

چینايي پوځیان په ۲۰۲۱ کال کې د مشقونو لپاره ولاړ دي. [د چین د دفاع وزارت]

دې خبر چې د بېجينګ د اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره به پنځه زره چينايي پوځيان ايران ته ولېږل شي، په اسلامي جمهوريت کې کړکېچونه راپارولي دي او د ایران او چین ترمنځ د ۲۵ کلن تړون په اړه يې شته اندېښنې زياتې کړې دي.

د ایران د حکومت ځینو کورنیو منتقدینو دغه تړون د تېرې پېړۍ له استعماري تړونونو سره پرتله کړی، چې احتمالي پوځي ځای پر ځای کول یې د چین د استعماري ارادې ماهیت په ګوته کوي.

د تهران د سوداګرۍ خونې غړي رضا پدیدار په دې وروستیو ورځو کې ایران ته د چینایي امنیتي ځواکونو نږدې راتګ ته اشاره وکړه ترڅو د هغه تړون په رڼا کې د بیجینګ د اقتصادي ګټو ساتنه وکړي، چې د ۲۰۲۱ په اپرېل کې له پنځو کلونو پټو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د پوځیانو د لیږلو خبر، چې په لومړي ځل درې کاله وړاندې د پټروليم اقتصاد پوه له خوا خپور شوی و، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ګردش کوي او په ایران کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

د چين د حکومت مشر شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې په تهران کې د ايران له مشر علي خامنه اي سره ګوري. [ خامنه اي ډاټ آی آر ]

د چين د حکومت مشر شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې په تهران کې د ايران له مشر علي خامنه اي سره ګوري. [ خامنه اي ډاټ آی آر ]

د ایران د تېلو وزارت اړ شو چې په یو بیان کې دا راپورونه رد کړي او ویې ويل چې دا دروغ دي او موخه یې دا وه چې "له نورو هېوادونو سره د ایران اړیکې خرابې کړي".

"د ایران د سمندري ځواکونو یو پخواني شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، د بیجینګ له نظره، "د معاملې نقطه دا ده چې چین په ایران کې پښه ټینګه کړي، په ځانګړې توګه د فارس خلیج په جاسک او کیش ټاپوګانو کې".

بیجینګ له مخکې نه د هندي بحر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تیلو چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ جوړوي، او د تړون له مخې به اوس تمرکز د ایران د جاسک او چابهار بندرونو ته واړوي.

حتی که دا خبر تایید شوی نه وي، خو راپورونه د ایران او چین د تړون د پلي کولو میکانیزم په اړه اندیښنې زیاتوي.

پدې جامع او هر اړخیزه تړون په ایران کې دننه او بهر په پراخه کچه غندنه شوې، پداسې حال کې چې د ایران د رژیم ځینې مخالفین دا "چین ته د ایران پلور" ګڼي.

د نورو تفصيلاتو له ورکولو پرته، د ایران حکومتي چارواکو د جنورۍ په ۱۴مه اعلان وکړو چې د تړون د شرایطو عملي کول پېل شوي دي.

د ختیځ کارولینا په يونيورسټۍ کې د سیاسي علومو او ایراني سکالر، جلیل روشندل په وینا، "اسلامي جمهوریت له څو کلونو راهیسې فکر کوي چې له چین سره نږدېوالی کولی شي ایران له خپل کړکیچ څخه راوباسي."

هغه وويل، د دې معاملې د محرمیت په پام کې نیولو سره، د ایران او چین ترمنځ یو محرم سند لاسلیک شوی دی. هغه زیاته کړه، خو دا څرګنده نده چې ایا دا سند پابند دی.

'د استعمار تړون'

د ايران مشر علي خامنه اي چې په ندرت سره له نورو مشرانو سره شخصي ملاقاتونه کوي، د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ٢٣مه نېټه په تهران کې د چين له صدر شي جين پينګ او د هغه د وفد سره په کتنه کې د ايران او چين د تړون د چوکاټ په اړه موافقې ته ورسېدل.

له هغه وخته راهيسې، دا شپږ کلنه پروسه پټه ساتل شوې ده او د اسلامی جمهوریت چارواکو د دغه تړون د جزئیاتو له افشا کولو څخه ډډه کړې ده، چې د استعمار په هکله يې د خلکو نیوکې او اندیښنې راپارولي دي.

په ایران کې مېشت سیاسي مبصر صادق زیبکلام وویل چې دا تړون "له انګلستان سره د ۱۹۱۹ تړون یادونه کوي. هغه تړون چې د ایران حکومت د افلاس په جریان کې له لندن سره په ناامیدۍ سره لاسلیک کړی و، چې ایران یې په مؤثره توګه د برتانیې تر محافظت لاندې راوستی و".

د ایران ملي فرنټ، چې د اپوزیسیون یوه ملتپاله ډله ده چې اکثره غړي یې له ایرانه بهر دي، په یو بیان کې وويل چې د ایران تړون د ولسي جرګې (پارلمان) له خوا نه دی تصویب شوی او ولس یې د دغه تړون په هکله د رایه ورکولو توان نه لري.

په دغه بيان کې راغلي دي چې دا تړون به د ایران په طبیعي زیرمو، اقتصاد او پوځي ځواکونو باندې د بهرني تسلط سبب جوړ شي چې د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له ۱۵۳ مادې څخه سرغړونه ده او په قانوني توګه د اعتبار وړ نه ده.

په ياد بیان کې ویل شوي، "د دې محرم تړون په پلي کولو سره، رژیم په ښکاره توګه د خپل اساسي قانون له ۷۷، ۱۲۵ ۵۹ او ۱۵۳ شقونه څخه سرغړونه کړې ده."

د اساسي قانون په ۱۴۶م شق کې راغلي چې په ايران کې هېڅ بهرنۍ پوځي اډې ته اجازه نه ورکول کېږي، حتی د سوله ييزو موخو لپاره.

په دغه بيان کې راغلي دي چې اسلامي جمهوریت چې د "نه شرق او نه لویدیځ" په شعار سره واک ته ورسېدو، اوس ایران د ختيځ -- -- چې د چین او روسیې په نامه ياديږي -- تر ساتنې او استعمار لاندې په یو هیواد کې د بدلولو په حال کې دی.

په خفيه توګه د تېلو واردات

چین له ۲۰۱۷ کال راهیسې له ایران څخه د تېلو په اخیستلو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی، او د ایران پر تېلو د لګول شويو بندیزونو څخه سرغړونه کوي.

د جنورۍ تر میاشتې پورې، د تېلو څو سوداګرو رویټرز ته وويل، د ایراني تېلو يو بېرل د برینټ د معیاري بیې په پرتله په ۵ ډالره کم نرخ خرڅیږي.

د تېلو د بازار د یو شنونکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ایران د تېلو زیاتره صادرات "د پېچلو لارو او منځګړو له لارې چین ته ځي. سربیره پردې، هره میاشت یو کوچنی مقدار سوریې ته وځي."

د اصول پوهانو یوه ډله (چې له خامنه اي سره نږدې تړاو لري) وايي چې د ایران د تېلو په پلور کې وروستی زیاتوالی د دې نښه ده چې ایران اړ نه دی چې له لویدیځ سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون بیا راژوندی کړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد زید آبادي وويل، "ممکن دا ډول ادعاوې د ځان او نورو د غولولو لپاره ګټورې وي، خو دا ډول ادعاوې هيڅ حقيقت نلري."

روسیه د دې یوه غوره بیلګه ده چې څنګه دا ډول انګیرنه کولی شي غبرګون رامنځته کړي.

زید آبادي وویل، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ګومان کولو چې د روسیې د انرژۍ پر سرچینو د اروپا تکیه به پر خپل هېواد د بندیزونو د لګولو مخه ونیسي، خو د هغه دا ګومان بې بنسټه ثابت شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500