ديپلوماسي

ایران ته د چینايي پوځي سفر د بیجینګ د ارادې په اړه اندېښنې زیاتوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د ايران د دفاع وزير محمد رضا اشتياني (په منځ کې) په لاسو اشاره کوي، پداسې حال کې چې د چين د دفاع وزير وي فينګ (ښي خوا ته) د اپرېل په ۲۷مه تهران ته سفر کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ايران د دفاع وزير محمد رضا اشتياني (په منځ کې) په لاسو اشاره کوي، پداسې حال کې چې د چين د دفاع وزير وي فينګ (ښي خوا ته) د اپرېل په ۲۷مه تهران ته سفر کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- ایران ته د چین د یو لوړ پوړي پوځي پلاوي لخوا په تېره هفته کې سفر د دواړو هېوادونو د ژورو ستراتیژیکو اړیکو او د سیمه ییز ثبات په اړه زياتې اندېښنې په ګوته کړې.

د ایران صدر ابراهیم رئیسي تېره چهارشنبه (د اپرېل په ۲۷مه) د بیجینګ له دفاعي وزیر سره په غونډه کې د ستر سوداګریز شریک، چين، سره د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې تهران غواړي چې "خپلې اوږد مهاله ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي".

رئیسي وویل، "سیمه ییز او نړېوال پرمختګونه د ایران او چین ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو ارزښت د پخوا په پرتله خورا زیات ښيي."

رئيسي د چين د دفاع له وزير وي فنګ جي سره په کتنه کې وويل، "د يو اړخيزتوب پر وړاندې مبارزه او د ثبات او نظم رامنځته کول يوازې د همغږيو خپلواکو قدرتونو د همکارۍ له لارې ممکن دي."

د ایران صدر ابراهیم رئیسي (ښي اړخ ته) د اپرېل په ۲۷مه په تهران کې د چین د دفاع وزیر وي فینګ هرکلی کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران صدر ابراهیم رئیسي (ښي اړخ ته) د اپرېل په ۲۷مه په تهران کې د چین د دفاع وزیر وي فینګ هرکلی کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

ښاغلې وي وویل چې د هغه د سفر موخه د ایران او چین ترمنځ "د ستراتیژیکو دفاعي همکاریو ښه کول" دي.

د ایران د دفاع وزارت په یو بیان کې ویل شوي، ښاغلې وي له خپل ایراني سیال محمد رضا اشتیاني، چې د "څو اړخیزتوب پياوړي کولو" په اړتیا ټینګار وکړو، سره هم وکتل.

رئیسي وویل، د ایران لومړیتوب د "د ۲۵ کلن هر اړخیز همکارۍ پلان بریالي پلي کول" وو" چې دا د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې له چین سره د پنځو کلونو پټو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د دغه تړون جزیات نه دي خپاره شوي، او تهران یوازې دومره ویلي چې په دې کې "سیاسي، ستراتیژیکي او اقتصادي نکات "شامل دي.

پدې جامع او هر اړخیزه تړون د ایران دننه او بهر په پراخه کچه غندنه شوې، پداسې حال کې چې د ایران د رژیم ځینې مخالفین دا "چین ته د ایران پلور" ګڼي.

د ایران او چین سوداګري مخ په زیاتیدو ده

د ایراني رسنیو په وینا، چین ته د ایران صادرات په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۵۸ فيصده زیات شوي، په داسې حال کې له چین څخه واردات ۲۹ فيصده زیات شوي دي.

رویټرز د مارچ په لومړۍ نېټه راپور ورکړو، د ټانکرونو د ډاټا تعقيب کولو وښودل چې د چین لخوا د ایران د تېلو پیرود په وروستیو میاشتو کې د ریکارډ کچې ته لوړ شوی، چې په ۲۰۱۷ کال کې هغه وخت د حد څخه زيات شو کله چې سوداګري د متحده ایالاتو د بندیزونو تابع نه وه.

د درېو ټانکرونو د اټکل له مخې، د چین واردات د جنورۍ په میاشت کې په ورځ کې له ۷۰۰۰۰۰ بیرلو (بي پي ډي) څخه ډېر شول، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چین د کسټمز لخوا د ثبت شوي ۶۲۳۰۰۰ حد څخه ډېر دی.

د دولتي خبري اژانس ایرنا په وینا، د ایران د تېلو ملي شرکت (اېن آی او سي) مشر محسن خوجستمهر د اپرېل په ۳مه اعلان وکړو چې "د اقتصادي فشارونو سربېره، د تېلو تولید هغه کچې ته رسيدلې کوم چې د بندیزونو څخه مخکې و".

هغه وویل، تولید د بندیزونو څخه مخکې ۳.۸ ملیونه بي پي ډي کچې ته راستون شوی. هغه زیاته کړه، "موږ اوس په دې حالت کې یو چې خپل صادرات دوه چنده کړو."

چین له ډېرې مودې راهیسې په پټه له ایران څخه تېل اخلي، پداسې حال کې چې شپمنټونه د رسمي کسټمز په معلوماتو کې نه منعکس کيږي ځکه چې پیرودونکي د متحده ایالاتو د بندیزونو ویره لري.

خو د جنورۍ په میاشت کې، د چین کسټمز د موجوده بندیزونو سربېره په یو کال کې د ایران د خامو تېلو د واردولو خبر ورکړو.

د کال له پېل راهیسې، د تېلو څو سوداګرو رویټرز ته وویل، د ایراني تېلو يو بېرل د ۵ ډالرو څخه په کم نرخ سره پلورل کيږي چې د برینټ د معیاري بیې په پرتله کم نرخ دی.

د تېلو د بازار د یو شنونکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ایران د تېلو زیاتره صادرات "د پېچلو لارو او منځګړو په مرسته چین ته ځي. سربېره پردې، هره میاشت یو کوچنی مقدار سوریې ته ځي."

له ایران څخه د چین د تېلو واردات په داسې حال کې ترسرہ کیږي چې تهران په ټوله سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو تمویل او تجهیز ته دوام ورکوي، چې په دې کې په یمن کې حوثي یاغیان، په لبنان کې حزب الله او په عراق، سوریه کې داسې نور شامل دي.

د مارچ په ۳۰مه د متحده ايالاتو لخوا د ایراني منځګړو په وړاندې بندیزونه چې له چین څخه د بالستیکي توغندیو پرزې قاچاق کوي په سیمه کې د بې ثباتۍ لپاره د بیجینګ د ونډې یوه بله نښه ده.

دروغ او فرېب

په عېن حال کې، لکه څنګه چې لوړ پوړي ایراني چارواکي د تېلو د صادراتو ریکارډ عايد باندې وياړ کوي، قانون جوړونکي، څارونکي او ولسي خلک حیران دي چې دا ټولې پیسې چېرته خرچ کيږي.

دا مسله په ځانګړې توګه سخته ده ځکه چې ایرانیان د مخ پر ودې غربت، بیکارۍ، ګرانۍ او نا امیدۍ سره مخ دي.

په ټویټر، چې په ایران کې بند دی خو د ډېرو ایراني چارواکو او اتباعو لخوا کارول کیږي چې په مجازي خصوصي شبکو (وي پي اينز) تکیه کوي، د تېلو د ادعا شوي ګټې په اړه د خبرو اترو څو موضوعګانې د دې پوښتنې سره پای ته رسیدلي چې ولې دا پیسې په مستقیم ډول د عام ايرانيانو د ژوند په ښه کولو کې مرسته نه کوي.

ژورنالیست او فعال عبدالله ګنجي، چې د آی آر جي سي سره نږدې تړاو لري، د اپرېل په ۱۰مه ټویټ وکړو، "په تصادفي توګه، ما هم ورته پوښتنه لرله او د تېلو له وزیر څخه مې وپوښتل، "که تاسو ډېر تېل وپلورئ او تاسو کولی شئ پیسې بېرته راوباسئ، نو ولې موږ د خلکو په ژوند يې اغیزه نه وینو؟"

"هغه وویل، موږ د دې پیسو ډېره برخه د تېر کال د ۱۷ ملیارد ډالرو بودیجې د کسر لپاره مصرف کړې. پاتې برخه یې د خوراکي توکو په واردولو په نړېوال بازار کې په دوه چنده بیه لګول شوې ده."

د ایران د تېلو وزیر جواد اووجي د مارچ په ۲۴مه وویل چې "په ایران کې کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د دغه هېواد د تېلو په صنعت باندې بندیزونه ولګول شول، د خامو صادراتو او عایداتو کچه لوړ ریکارډ ته ورسېدله".

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د تېلو د وزیر د څرګندونو په اړه خپل نظر لرلو، پداسې حال کې چې یو پکې وويل، "ځکه چې داسې ډېر کسان شتون لري چې د پیسو غلا کوي."

یو بل کس وویل، "دا ټول دروغ دي."

د چینایي سرتېرو ننوتل

بله مخ په زیاتیدونکي اندېښنه په سیمه کې د چین مستقیم پوځي شتون دی.

دا خبر چې د بېجينګ د اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره به ګڼ شمېر چينايي پوځيان ايران ته ولېږل شي، د ۲۵ کلن تړون په اړه يې شته اندېښنې زياتې کړې دي.

د ایران د حکومت ځینو کورنیو منتقدینو دغه تړون د تېرې پېړۍ له استعماري تړونونو سره پرتله کړی، چې احتمالي پوځي ځای پر ځای کول یې د چین د استعماري ارادې ماهیت په ګوته کوي.

د ایران د سمندري ځواکونو یو پخواني شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط په تېر کال کې المشارق ته وویل، د بیجینګ له نظره، "د [۲۵ کلنې] معاهدې نقطه دا ده چې چین په ایران کې پښه ټینګه کړي، په ځانګړې توګه د فارس خلیج په جاسک او کېش ټاپوګانو کې".

بیجینګ له مخکې نه د هندي بحر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تېلو چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ جوړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500