سياست

په تهران کې د چين د بېرغ له کبله ایرانيان خپل غبرګون څرګندوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د چين او ايران بېرغونه د جنورۍ په ۳۱مه د چين د نوي کال په مناسبت د تهران د آزادۍ برج روښانه کوي. [فايل]

د چين او ايران بېرغونه د جنورۍ په ۳۱مه د چين د نوي کال په مناسبت د تهران د آزادۍ برج روښانه کوي. [فايل]

ایرانیانو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۱مه) د تهران په آزادۍ برج باندې د یو لوی چینایي بېرغ له کبله په ټولنیزو رسنیو کې د خپل هېواد او چین ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي اړیکو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

د چین په وړاندې د خلکو غوسه په داسې حال کې راپورته کیږي چې د ۲۵ کالو لپاره د کمونيست دولت سره د "ستراتیژیکي همکارۍ تړون" د لاسليک کولو په اړه د ايران د پريکړې په وړاندې په خلکو کې غوسه شتون لري. د دې تړون توضیحات پټ پاتې دي.

ډېر خلک د ۴۰۰ ملیارده ډالرو تړون -- چې د زیربنایي پروژو د تمویل او د چین نړیوال نفوذ د زياتولو لپاره د چین د پراخه پلان یوه برخه ده -- ته د ایران د "خرڅولو" په توګه ګوري.

نو دوی د ژمي د اولمپیک لوبو لپاره د تبلیغاتي نندارتونونو په مینځ کې د چینایي بېرغ په لیدو خفه شول، چې د دوی د بېرغ تر څنګ په بشپړ رنګ کې وړاندی شوی و.

د ايران صدر ابراهيم رئيسي د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د چين د نوي کال په مناسبت د چين خلکو او حکومت ته مبارکي ورکړه. [تهران ټایمز]

د ايران صدر ابراهيم رئيسي د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د چين د نوي کال په مناسبت د چين خلکو او حکومت ته مبارکي ورکړه. [تهران ټایمز]

ګڼ شمېر هېوادونو په شنجيانګ کې د بشري حقونو سرغړونې او د هېواد د اویغور مسلمانانو نفوس سره د ظلم له کبله د ۲۰۲۲ کال د اولمپیک لوبو، چې د جمعې په ورځ په بیجینګ کې پیل کیږي، د سفارتي بایکاټ اعلان وکړو.

او د نړۍ د امامانو شورا د دسمبر په میاشت کې د ټولې نړۍ په مسلمانانو غږ وکړو چې د ژمي په لوبو کې له ګډون یا شرکت کولو څخه ډډه وکړي.

ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د بېرغ د وړاندوینې په اړه خپله غوسه څرګنده کړه او پوښتنه یې وکړه چې "ایا د چین په ګډون نور هېوادونه به د ایران لپاره هم همداسې وکړي؟"

ایراني چارواکو وويل چې دغه نندارتون د چین د نوي کال پیل لمانځي، چې د ایران او چین د اړیکو ۵۰ مه کلیزه هم ده.

د تبلیغاتي ویډیوګانو او بېرغونو برعکس، ایراني او چینایي چارواکو د ۲۵ کالو تړون د "نژدې" لومړي پړاو په اړه ويناګانې وکړې.

د ایران او چین د دوستۍ د ټولنې مشرعلاوالدین بروجردي او په ایران کې د چین سفیر چانګ هوا د ویناوالو په ډله کې وو چې د "۵۰ کالو په اتحاد او ملګرتیا" باندې یې ټینګار وکړو.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایران رژیم په عامه توګه دا ډول څرګندونې کوي. د کورونا ویروس د ناروغۍ په پیل کې، د آزادۍ برج د "ځواکمن اوسه، ووهانه" پیغام سره روښانه شوی و.

ایراني چارواکي د وبا په لومړیو ورځو کې چین ته د الوتنو د دوام له کبله د "لوی غفلت" په تور تورن شوي، چې په ټول ایران کې يې د ویروس په خپریدو کې مرسته وکړه.

د ایران په مهم بندر کې د چین قونسلګري پرانیستل شوه

د ایران او چین د تړون د پراخیدو په یوه بله نښه کې، چین تېره میاشت د بندر عباس په ستراتیژیکي جنوبي بندري ښار کې خپله قونسلګري پرانیستله.

په داسې حال کې چې ایراني او چینايي چارواکو د آزادۍ ټاور په لمن کې خبرې کولې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په چینايي ژبه یو ټویټ خپور کړو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غبرګونونه راپورته کړل.

هغه وليکل، "د نوي کال په مناسبت د چين د خلکو او حکومت لپاره زما نيکې هيلې."

"موږ به د بشپړ ځواک کارولو سره له چین سره د همکارۍ پراخه تړون پلي کړو ترڅو د ایران او چین دوهم د ۵۰ کالو اړیکې لا پیاوړې شي."

په چین کې د امیر عبداللهیان سيال دغه بيان ته ځواب ورنه کړو.

خو د چین سفیر دغه ټویټ بیا پوسټ کړو او ځواب یې ورکړو، "مننه، صاحب. د تل لپاره ملګرتیا."

د ټولنیزو رسنیو ځېنو کاروونکو رژیم ته د خپل لوی شعار یادونه وکړه، "نه ختیځ او نه لویدیځ، یوازې اسلامي جمهوریت".

نورو یادونه وکړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټویټ به په چین کې دننه خلکو ته ونه رسيږي، ځکه چې ټویټر په دغه هېواد کې منع دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500