جرم او انصاف

د پټو چینایي بهرني پولیس سټیشنونو مخ په زیاتیدونکي شواهد په ټوله نړۍ کې ویره رامنځته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

یو پیاده سړی د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۱مه د نیویارک ښار په چاینه ټاون کې په سړک روان دی. [ايډ جونز/ای اېف پي]

یو پیاده سړی د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۱مه د نیویارک ښار په چاینه ټاون کې په سړک روان دی. [ايډ جونز/ای اېف پي]

نیویارک -- په نیویارک کې د چینایي "پولیس سټیشن" د جوړولو لپاره د دوو کسانو تازه ګرفتارۍ د بیجینګ لخوا د نړۍ په هېوادونو کې د پټو پولیسو سټيشنونو د جوړولو لپاره پراخه سکيم ته نوې پاملرنه راجلب کړې ده.

دا کسان د اپرېل په نیمایي کې د بهرني حکومت د غیر راجستر شوي اجنټانو په توګه د کار کولو او د چینایي چارواکو سره د خپلو اړیکو د شواهدو له مینځه وړلو سره د انصاف په لاره کې د خنډ رامنځته کولو په تور تورن شول.

د نیویارک په بروکلین کې د لوړ فدرالي څارنوال بریون پیس په وینا، دوی د چین د ملي پولیسو ځواک د عامه امنیت وزارت (اېم پي اېس) د فوژو څانګې په امر تېر کال د نیویارک ښار په چاینه ټاون کې دفتر جوړ کړو.

د متحده ایالاتو چارواکو وویل، پداسې حال کې چې دغه دفتر ځینې خدمتونه ترسره کړي لکه د چینايي اتباعو سره د دوی د چینایي موټر چلولو لايسنسونو په نوي کولو کې مرسته کول، د دې اصلي دنده د چین د خلکو جمهوریت (پي آر سي) څخه د تښتیدلو مخالفينو په تعقیب او ځورولو کې مرسته کول و.

د نړۍ په نقشه کې هغه هېوادونه ښودل شوي چې د چین د بهرني پولیسو خدماتو سټیشنونه لري. [سيفګارډ ډيفنډرز]

د نړۍ په نقشه کې هغه هېوادونه ښودل شوي چې د چین د بهرني پولیسو خدماتو سټیشنونه لري. [سيفګارډ ډيفنډرز]

د تبت يو جلاوطنه فعال د هند پولیسو لخوا د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۰مه په نوي ډیلي کې د چین د سفارت خانې بهر د چینایي واکمنۍ پروړاندې د ۱۹۵۹ کال د تبتي پاڅون د کلیزې د لمانځلو لپاره د احتجاج پرمهال ونیول شو. [موني شرما/ای اېف پي]

د تبت يو جلاوطنه فعال د هند پولیسو لخوا د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۰مه په نوي ډیلي کې د چین د سفارت خانې بهر د چینایي واکمنۍ پروړاندې د ۱۹۵۹ کال د تبتي پاڅون د کلیزې د لمانځلو لپاره د احتجاج پرمهال ونیول شو. [موني شرما/ای اېف پي]

ډېویډ نیومن، چې د ملي امنيت د عدليې ادارې پرنسپل ډپټي اسسټنټ آټارني جنرل دی، وویل، "اېم پي اېس د نیویارک په ښار کې د پولیسو یو يو غير رسمي پوخ پوسټ جوړ کړو ترڅو د متحده ایالاتو په یوه خورا متحرکه ټولنه کې د پي آر سي د مخالفينو او نورو منتقدینو څارنه وکړي او په هغو کې ويره رامنځته کړي."

د دوو کسانو د نیولو سره، د چین د ملي پولیسو ۳۴ چارواکي په غیر حاضرۍ کې په متحده ایالاتو کې د پي آر سي مخالفينو د نښه کولو لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارولو په تور تورن شول.

په ټوله نړۍ کې د پولیسو غير قانوني کمپاین

د سپتمبر په میاشت کې د هسپانیې د بشري حقونو د ډلې سيفګارډ ډيفنډرز په یو راپور کې د چین يو نړېوال کمپاین په ډاګه شو.

د تحقیقاتو له مخې، لږ تر لږه د ۵۴ پولیسو لخوا اداره شوي مرکزونه په بهر کې "په بهرنۍ خاوره کې د پولیسو غیر قانوني عملیات" ترسره کوي.

د دسمبر په ۵مه په يو وروستي راپور کې، سيفګارډ ډيفنډرز لږ تر لږه ۴۸ اضافي چینايي پولیس سټیشنونه په نښه کړل چې په ۵۳ هېوادونو کې يې ټولټال شمېر ۱۰۲ ته رسيدلی دی.

چینایي چارواکو ويلي چې د "بهرني خدماتو سټیشنونه" د کووېد-۱۹ وبا په جریان کې پرانستل شول ترڅو د بهرنيو اتباعو سره د موټر چلولو لايسنس په نوي کولو او په ورته مسلو کې مرسته وکړي.

که څه هم، دغه تحقیقاتو هغه پوليس سټيشنونه مستند کړل کوم چې د ۲۰۱۸ کال په پېل کې د کینګ تیان (ژی جیانګ صوبې) او فوژو (فوجیان صوبې) د عامه امنیت بیورو لخوا جوړ شوي ول.

د نويو مستند شويو سټیشنونو لویه برخه په ۲۰۱۶ کال کې د نانتونګ (جیانګ سو صوبې) او ونزو (ژی جیانګ صوبې) عامه امنیت بیورو لخوا جوړه شوې وه -- چې په مستقیم ډول هغه ادعاوې ردوي چې دغه سټیشنونه د وبا پرمهال جوړ شوي ول.

د بېجينګ د ادعاوو د ردولو لپاره د نورو شواهدو په وړاندې کولو سره، د فوجيان صوبې حکومت د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په پنځو براعظمونو کې يې د "فوژو د پوليسو د بهرني خدماتو مرکز" لومړني ٣٠ مرکزونه جوړ کړي دي.

پټ تور ځايونه

په دغه راپور کې ویل شوي چې ځینې کوربه هېوادونو په ښکاره ډول د دې "پولیسو خدماتو سټیشنونو" د جوړولو سره موافقه کړې ده، او سیمه ایز قانون پلي کونکي او همدارنګه د چین سفارتي شتون په دې ځایونو کې د سټیشنونو سره نږدې همکاري کوي.

دا ډول کار په متحده عرب اماراتو (يو ای اي) کې ترسره شوی دی، چېرې چې لږ تر لږه د چینایي بهرني پولیسو خدماتو دوه سټیشنونه د ځایي چارواکو سره په همکارۍ فعالیت کوي.

د متحده عرب اماراتو د پوځ يو ريټايرډ افسر د یاسر حسن د تخلص په کارولو سره یادونه وکړه، که څه هم، د متحده عرب اماراتو چارواکو په تېرو وختونو کې "هغه تور ځایونه چې د چینایي استخباراتي ادارو لخوا کارول کیږي په ډاګه کړل چې د توقیف او تحقیقاتو د مرکزونو په توګه کارول کېدل."

حسن وویل، د متحده عرب اماراتو او چین ترمنځ تړونونه چینایي پولیسو ته لوی واک ورکوي،" چې په متحده اماراتو کې د تګ راتګ ازادي او د اړتیا په صورت کې د نظارت، ​څارنې او نیولو​ [وړتیا] که ضروري وي پکې شامله ده".

هغه زیاته کړه، "د متحده عرب اماراتو چارواکو ډېر مخالفين یا ایغور مسلمانان نیولي او چین ته یې شړلي دي."

بيجينګ ​په تېرو څو کلونو کې په لرې لوېدیځه سیمه شيجيانګ کې تر یو میلیونه ډېر اویغوران او نور ډېر مسلمانان او ترک نژاده وګړي ​د توقيف په مرکزونو او زندانونو په خفيه شبکه کې بنديان کړي دي.

په دغه تورونو کې په ډله ايزه توګه خلک بنديان کول، اجباري کار، ​اجباري شنډول،​​سیستماتیک جنسي تیري، او د ​د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول​​ شامل دي.

سيفګارډ ډيفنډرز د خپل دسمبر په راپور کې وویل، "په نورو هېوادونو کې، پداسې حال کې چې دا ډول رضایت (یا څرګندونه) شتون نلري، داسې ښکاري چې د پي آر سي چارواکو د خپلو پټو اهدافو ته د رسیدو لپاره د دوه اړخیزو پولیسو همکارۍ موجوده میکانیزمونه کارولي دي."

دغه راپور د قونسلي اړیکو په اړه د ۱۹۶۳ ویانا کنوانسیون په حواله وويل، "د کوربه هېواد له رضایت پرته د چین د بهرنیو پولیسو خدماتو سټیشنونو جوړول د ځمکنۍ او قضایي حاکمیت څخه سخته سرغړونه ده -- حتی که دوی یوازې" قونسلګري خدمات چمتو کوي لکه د پاسپورټونو یا د موټر چلولو لايسنسونو نوي کول.

په دغه راپور کې ويل شوي، په حقیقت کې، دا "پولیس سټیشنونه" د چین د رژیم د هڅو یوه برخه ده چې هغه کسان "وځوروي، وګواښي، ويروي او مجبوره يي کړي چې چین ته د قانوني تعقيب لپاره بېرته راشي".

د منځنۍ اسیا د خلکو بدګوماني

د مرکزي اسیا اوسیدونکو او اتباعو د چین سره د خپل هېواد نږدېوالی او په سیمه کې د ​​بیجینګ مخ پر زیاتیدونکي نفوذ ته په پام سره​​ د دې خبر په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د سفيګارډ ډيفينډرز په وینا، د فوژو عامه امنیت بیورو لږ تر لږه یو پولیس سټیشن چې د ازبکستان په سیر دریا کې موقعیت لري چلوي.

په متحده ایالاتو کې مېشت ازبک سیاسي شنونکي نګارا خیدویاټووا وویل، دا راپور "په پراخه کچه د چین د نړېوال جبر د کارولو په اړه شواهد وړاندې کوي."

هغې وويل، "د چين د استخباراتو کار اساساً د اويغور مخالفينو موندل دي، له همدې امله چينايان هغه اويغوران چې د دوی وفادار وي د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د توکو په بازارونو کې ځای په ځای کوي." "د چین امنیتي ادارې په قرغزستان کې محلي ټرانسپورټ چمتو کونکي استخداموي، هغوی تمویلوي او هغوی ته د بازار هر ممکنه ترجیح ورکوي ترڅو دوی د اویغور مخالفينو په اړه معلومات راټول کړي."

خیدویاټووا زیاته کړه چې هغه لږ تر لږه یو چینایي تبعه پیژني چې د "جاسوسۍ" په تور د څه دپاسه لسو کلونو راهیسې په بند محکوم شوی دی.

په سویډن کې مېشت یو ازبک سیاسي شنونکي پولات اخونوف وویل، "دا به زما دپاره د حیرانتيا خبره نه وي که چېرې [چینایي پولیس] په ازبکستان او قزاقستان کې شتون ولري."

هغه وويل، "د دې ډول پوليس سټيشنونو دنده په ځانګړي توګه زموږ په هېوادونو کې د چين د اوسېدونکو په تعقيب او د چين د مخالفو مذهبي او ملتپالو ډلو له خوا د چين پروړاندې د ګواښونو په موندلو تمرکز کول دي."

هغه وویل، دوی احتمال لري چې "زموږ د هېوادونو چارواکي او عادي وګړي استخدام کړي ترڅو د چین ژور نفوذ يقيني کړي ... چې موخه يې په دولت باندې کنټرول ترلاسه کول وي."

په لندن کې مېشت یو ازبک شنونکي علیشیر یلخاموف وویل، "په ښکاره ډول چین په ازبکستان کې يو پولیس سټيشن جوړ کړو ترڅو معلومه کړي چې ایا اویغور له چین څخه راځي، او که داسې وي، نو په کومه لاره او د چا په مرسته، که دا د افرادو یا ډلو په مرسته وي."

که ازبکستان له چین سره د اویغورانو په ځورولو کې مرسته وکړي، "نو دا به د ازبک چارواکو لپاره د شرم خبره وي." هغه یادونه وکړه چې اویغوران له قومي او کلتوري پلوه ازبکانو ته ډېر نږدې دي او دا چې ازبکستان خپل اویغور اقلیت لري.

'په بد نیتۍ' کار کول

دا مسله د چینایي وارداتو په برخه کې د کینیا سوداګر ۴۷ کلن سټینلي کیول ته هم ښه نه ښکاري.

هغه وویل، "د چین لپاره چې په خفيه توګه په بهرنیو هېوادونو کې پولیس سټیشنونه پرانیزي، دا پدې مانا ده چې دا د کوربه هېوادونو د پولیسو په پروسه باور نلري."

هغه وویل، "دا ډول عملیات د سپکاوي خبره ده او بد نیتي ده. "که چېرې نور هېوادونه ورته کار وکړي او په بیجینګ یا نورو چینایي ښارونو کې ورته غیرقانوني سټیشنونه پرانیزي، نو عکس العمل به یې څه وي؟ یقیناً چې چین به د دې ډول سټیشنونو خلاف سخت اقدام وکړي او چلونکي به یې د اوږدې مودې لپاره زنداني کړي."

که څه هم کینیا د هغو هېوادونو په لیست کې نه دی چې د چینایي پولیس سټیشنونو کوربه توب کوي، ځینې مشهور شخصیتونه او سیاستدانان پدې هکله شکونه لري.

د سيفګارډ ډيفنډرز په وینا، ګاونډي تنزانیا د چینایي پولیسو د یو خفيه مرکز کوربه توب کوي.

د کینیا په نایروبي کې د تنزانیا د وریژو یو سوداګر ۳۸ کلن جوزف توندو وویل، "که څه هم، په چین کې زموږ سفیر ښاغلي [مبیلوا] کیروکي دا ادعا رد کړه."

هغه وویل، "زه امید لرم چې داسې ده." خو زیاته یې کړه، "تاسو ٪۱۰۰ په هغه [معلوماتو] باور نشۍ کولی چې زموږ د افریقې حکومتونه يې موږ ته راکوي."

مرسي نسیجی ۳۱ کلن، چې په نایروبي کې د یوګانډا د پرايمرۍ سکول استاد دی، وویل، چین "په بهر کې د سټیشنونو په چلولو سره د هېوادونو حاکمیت کمزوری کوي چې یوازینی دنده یې د چینایانو موندل، څارنه، ګواښول، ویرول او ځورول دي."

نسیجی په دې حیرانه وه چې دا بهرني مرکزونه باید کوم "سفارتي دندې" ترسره کوي چې د چین سفارت خانې یا قونسلګرۍ يې نشي ترسره کولی.

په نیویارک کې د وروستیو ګرفتاريو په یادولو سره، هغې وویل، "که چېرې دوی دا ډول غیرقانوني مرکزونه [په متحده ایالاتو کې] پرانیزي، نو په کرپټ افریقایي هېوادونو کې به څه حال وي؟ دا پدې مانا ده چې چینایان بې شمېره داسې سټیشنونه لري چې د قونسلګرۍ [خدمتونو] یا "په سفري اسنادو کې د چینایي اتباعو سره د مرستې لپاره د دفترونو" په توګه کار کوي.

هغې زیاته کړه، "موږ ټول پوهیږو چې د چین حکومت خپل ټول معاملومات پټ ساتي، او موږ تمه نه لرو چې دا به نړۍ ته د دې پولیسو سټیشنونو د شتون په اړه په ښکاره اعتراف وکړي."

[په قاهره کې ولید ابو الخیر، په تاشکند کې رستم تیمیروف، په نیروبي کې جولیو کیتس او ای اېف پي په دې راپور کې مرسته کړې]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500