ساينس ـ ټکنالوژي

د څارګر بالون ناکامۍ د چينايي څارنې د وسيلې په توګه هوواې ته بېرته پام راړولی دی

د پاکستان فارورډ لخوا

خلک د تېر اکتوبر په ۱۲مه په شانګهای کې په يوې کوڅه کې د هواوې دوکان ته نږدې روان دي چې دوکانونه او شاپنګ مالونه لري. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

خلک د تېر اکتوبر په ۱۲مه په شانګهای کې په يوې کوڅه کې د هواوې دوکان ته نږدې روان دي چې دوکانونه او شاپنګ مالونه لري. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

د چین څارګر بالون چې د فبرورۍ په لومړیو ورځو کې يې په متحده ایالاتو کې الوتنه وکړه سفارتي خپګان ​او نوې ويره رامنځته کړه چې بیجینګ څنګه ​-- د مخابراتو لوی شرکت هواوې له لارې -- استخبارات راټولوي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د فبرورۍ په ۱۴مه وویل، بیجینګ د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو د جاسوسۍ لپاره د لوړې ارتفاع او د نه موندلو وړ بالونونو کارولو لپاره "ښه تمویل شوی، قصدي پروګرام" پرمخ وړي.

د متحده ایالاتو پوځ يوه ورځ مخکې وویل چې متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۴مه د شکمن چینایي څارګر بالون څخه مهم سینسر او الکترونیکي پرزې ترلاسه کړې.

دغه بالون څو ورځې په شمالي امریکا کې الوتنه وکړه، چې پکې د خفيه اټومي وسلو په ډېر ځايونو پرواز کول شامل دي.

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک پیلوټ د فبرورۍ په ۳مه د چین شکمن څارګر بالون ته ښکته ګوري، پداسې حال کې چې دا د مرکزي متحده ایالاتو دپاسه الوتنه کوي. [د متحده آيالاتو د دفاع وزارت]

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک پیلوټ د فبرورۍ په ۳مه د چین شکمن څارګر بالون ته ښکته ګوري، پداسې حال کې چې دا د مرکزي متحده ایالاتو دپاسه الوتنه کوي. [د متحده آيالاتو د دفاع وزارت]

یو کارکونکی په بیجینګ کې د بند سرکټ تلویزیون کېمرې لګوي. هواوې د چین په شينجيانګ کې د بیجینګ د مخ پیژندنې پروګرام لپاره خورا مهمه ده، چېرې چې په ملیونونو مسلمانان د "بیا زده کړې کېمپونو" کې ځای په ځای شوي او د شکنجې، جنسي تيري او نورو سرغړونو سره مخ شوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

یو کارکونکی په بیجینګ کې د بند سرکټ تلویزیون کېمرې لګوي. هواوې د چین په شينجيانګ کې د بیجینګ د مخ پیژندنې پروګرام لپاره خورا مهمه ده، چېرې چې په ملیونونو مسلمانان د "بیا زده کړې کېمپونو" کې ځای په ځای شوي او د شکنجې، جنسي تيري او نورو سرغړونو سره مخ شوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

د سي اېن اېن په وینا، د ویرجینیا په کوانټیکو کې، د متحده ایالاتو په دولتي ليبارټرۍ کې، د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي بیورو (اېف بي آی) انجینران د ترلاسه شوي بالون د پاتې شونو معاينه کوي او هڅه کوي چې د بالون د تخنیکي وړتیاوو په اړه د امکان تر حده پوه شي.

پدې کې دا شامل دي چې کوم ډول معلومات بالون کولی شي معلوم کړي او راټول يې کړي، له کومو سيټلايټونو سره تړاو لري او ایا دا کومه نيمګړتيا لري چې متحده ایالات ترې ګټه پورته کړي.

واشنګټن پوسټ د فبرورۍ په ۷مه راپور ورکړو، د ګڼ شمېر امریکایي چارواکو له مخې، د څارګر بالون هڅې، چې له څو کلونو راهیسې د چین په جنوبي ساحل کې د های نان صوبې څخه بهر ترسره کيږي، په هېوادونو کې د پوځي شتمنيو او هغه ځايونو په اړه معلومات راټول کړي چې د چین لپاره په ستراتیژیکي توګه ګټه لري.

د متحده ایالاتو چارواکو په هغه هېوادونو کې د چارواکو سره د ډېرو تحقیقاتو توضیحات شریکول پېل کړي چې بيجينګ په نښه کړي دي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د انتظاميې یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "زموږ متحدین او شریکان په دې برخه کې ډېره دلچسپي لري."

ياد چارواکي د چین ولسي جمهوریت ته په اشارې سره وویل، "ډېر په دې پوهيږي چې دوی هم ممکن د دې لپاره زیان منونکي یا حساس وي یا د پي آر سي یعني د چین د خلکو جمهورت لپاره د دلچسپۍ لامل شي."

'د نه منلو وړ خطر'

د بالون ناکامۍ،​ چې په ټولنیزو رسنیو کې د چینایي اتباعو ترمنځ احساساتو کې اصلي ویشونه ښکاره کړل او د چین په حکومت کې یې د ژورو ویشونو په اړه اټکلونه راپورته کړل​، د چین ترټولو لوی ټیکنالوژۍ شرکت هواوې ته هم پام اړولی دی.

هوواې چې په بهر کې د ګرځنده تلیفون او مصرفي محصولاتو کمپني ده، په حقیقت کې د چین د حکومت پراخه ملاتړ لري او د خلکو د آزادۍ پوځ سره ژورې اړیکې لري.

په ۲۰۱۹ کال کې، د متحده آيالاتو د عدلیې وزارت هواوې د متحده آيالاتو د سوداګریزو رازونو د غلا کولو، په ایران د بندیزونو ماتولو او نورو جرمونو په تور تورنه کړه.

واشنګټن دغه شرکت د متحده ایالاتو حکومتي سیسټمونو ته د اکمالاتو برابرو څخه منع کړی دی​ او په پرايويټ سکټور کې يې په دې ويره د هغې د تجهیزاتو کارول منع کړل چې دا به د چین له حکومت سره استخبارات شریک کړي.

د متحده ایالاتو د فدرالي مخابراتو کمیسیون مشرې جیسیکا روزنورسیل د نومبر په میاشت کې د هواوې او زيډ ټي اي څخه د نويو مخابراتي تجهیزاتو تصویب باندې د بندیز وروسته په یو بیان کې وویل، "دا نوي مقررات زموږ د روانو کړنو یوه مهمه برخه ده چې د هغه ملي امنیت ګواښونو څخه د امریکایي خلکو ساتنه وکړي چې مخابرات پکې ښکېل وي."

د متحده ایالاتو حکومت د شرکت په اړه تحقیقاتو ته دوام ورکړی دی.

رویټرز د دې موضوع سره د واقفو سرچینو په حواله راپور ورکړو، د جنورۍ په میاشت کې ، د بایډن انتظاميې د متحده ایالاتو شرکتونو لپاره د چین هوواې ته د ډېرو توکو صادرولو لپاره د جواز تصویب ورکول بند کړل.

هواوې له اوږدې مودې راهیسې په متحده ایالاتو کې د 5G او نورو ټیکنالوژیو په اړه د صادراتو د محدودیتونو سره مخ دی، خو د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت چارواکو ځینې امریکایي شرکتونو ته جواز ورکړی چې دغه شرکت ته ځینې توکي او ټیکنالوژۍ وپلوري.

یو کس چې د دې موضوع سره بلد دی، وویل، د متحده ایالاتو چارواکي اوس هواوې ته د توکو لیږدولو لپاره د انکار یوه نوې رسمي پالیسي جوړوي چې پکې به، د 4G، وائی فای 6 او 7، مصنوعي استخباراتو، او د لوړ فعالیت کمپیوټرايزډ او کلاوډ توکو په ګډون، د 5G کچې څخه ښکته توکي شاملې وي.

د رویټرز په حواله یو بل کس وویل، د 4G چپس لپاره جوازونه چې د 5G لپاره نشي کارول کېدې، کوم چې ممکن مخکې تصویب شوي وي، رد شوي دي.

​نورو لویدیځو هېوادونو هم د امنیتي خطرونو له کبله د 5G ګرځنده شبکو څخه د هواوې تلیفونونه بند کړي دي​.

د مثال په توګه، د لیتوانیا امنیتي خدماتو د هواوې تلیفونونو په اړه تحقیقات ترسره کړل او دا يې وموندل چې ځینې ماډلونه لوی امنیتي خطرونه لري.

د لیتوانیا د دفاع نايب وزیر مارګیریس ابوکیوسیوس په ۲۰۲۱ کال کې امریکا غږ (وي اُو ای) ته وویل، "هغه خطرونه چې موږ یې په اړه خبرې کوو حقیقي دي." "دا د خطر د کمولو لپاره غوره اقدام دی."

هغه وویل، نور هېوادونه باید څېړنې ته پام وکړي او د ورته کار کولو په اړه غور وکړي.

هغه امریکا غږ ته وویل، "زه فکر کوم چې زموږ څېړنه د دې یوه بیلګه ده چې موږ باید د مخابراتو سکتور څخه هاخوا وګورو او نورو سکتورونو ته پام وکړو."

په دغه راپور کې ويل شوي چې د هوواې تلیفون یو ګواښ رامینځته کړو ځکه چې په اتوماتيک ډول يې کاروونکي د درېمې ډلې اېپ پلورنځیو ته وليږدول چې کولی شي په ویروس اخته اېپس ولري.

نړېواله څارنه

د کلونو راهيسې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شواهدو د چین د څارنې په فعالیتونو کې د هواوې مرکزي رول ته اشاره کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې، واشنګټن پوسټ د هواوې په اړه یو لوی خبر خپور کړو چې خبریالانو يې پکې د هواوې د ۱۰۰ څخه د ډېرو پاورپواینټ پریزنټېشنونو بیاکتنه وکړه، چي ډېر پکې "خفيه" وو.

په دغه راپور کې ويل شوي، "د بازار موندنې دا پریزنټېشنونه، مخکې له دې چې شرکت يې د تېر کال په وروستیو کې له منځه یوسي، د هواوې په ویب پاڼه کې خپاره شوي ول، ښیي چې هواوې څنګه کولی شي د خپلې ټیکنالوژۍ له لارې د حکومتي چارواکو سره مرسته وکړي چې د غږ له لارې اشخاص وپیژني، د ګټو سیاسي اشخاص وڅاري، د نظرياتي بيا تعليم او بنديانو لپاره د کار مهال ویش اداره کړي، او د پرچون پلورونکو سره د مخ پیژندنې په کارولو سره پیرودونکي تعقیب کړي."

هواوې د چین په شينجيانګ کې د مخ پیژندنې پروګرام سره هم تړاو لري چېرې چې په​ ملیونونو مسلمانان د "بیا زده کړې کېمپونو" کې ځای په ځای شوي او د شکنجې، جنسي تیري او نورو ناوړه سرغړونو سره مخ شوي​.

په شينجيانګ کې د نظارت لګښت په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره وده موندلې، چې په دې کې د مخ پیژندنه، د آیرس سکېنرونه، د ډي اين ای راټولول او مصنوعي استخبارات شامل دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په ټوله صوبه کې ځای په ځای شوي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې د څارنې صنعت خپرونې IPVM او واشنګټن پوسټ لخوا ترسره شوې څېړنې دې پایلې ته رسیدلې چې ​هواوې، د ګڼ شمېر نورو شرکتونو سره چې د چین له حکومت سره تړاو لري، د "اویغور زنګونو" د ازمويلو او تصدیق کولو لپاره په ګډه کار وکړو​.

واشنګټن پوسټ بيا راپور ورکړو، "که دغه سیسټم د اکثريتي مسلمانانو اقليتي ډلو د غړي مخ ومومي، نو د ازموینې په راپور کې ویل شوي چې دا به د اویغور خطر په اړه خبرداری ورکړي -- چې په احتمالي توګه دوی په چین کې د پولیسو لپاره په نښه کوي."

د علی بابا او هواوې لخوا جوړه شوې او ازمويل شوي د مخ پیژندنې د سافټویر ځانګړتيا وښودله چې څنګه پیرودونکي کولی شي د دې سافټویر استعمال کړي چې په عکسونو او ویډیوګانو کې د اویغورانو او نورو قومي اقليتونو مخونه په ګوته کړي.

هواوې د هېواد ترټولو لوی مخ پیژندنې کمپنۍ ميګوي سره هم کار کړی.

IPVM د هواوې "د معلاماتو د تبادلۍ راپور" وموندلو چې په دا يې په ډاګه کړه چې څنګه دې دوو شرکتونو په ۲۰۱۸ کال کې يو ځای کار وکړو چې د مصنوعي - استخباراتي کېمرې سیسټم ازموینه وکړي چې په ګڼې ګوڼې کې مخونه سکېن کولی شي او د هر يو کس عمر، جنس او نسل معلومولی شي.

مایا وانګ، چې د بشري حقونو د څار ډلې يو څيړونکی دی، وويل چې بیجینګ په پراخه توګه د مصنوعي استخباراتو په مرسته څارنه کړې ده چې د عامو خلکو څارنه وکړي او اقليتونه، مظاهرچیان او نور هغو خلک تنګ کړي کوم چې د دولت لپاره يو ګواښ ګڼل کيږي.

وانګ په ۲۰۲۰ کال کې واشنګټن پوسټ ته وویل، "د چین د څارنې هیلې د اقليتونو د ځورونې پورې محدود نه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500