پېښور -- په خېبر پښتونخواه کې يو نوی پولیس سټیشن د پښتو صوفي شاعر عبدالرحمان بابا نوم لري، چې دا د هغه د سولې او مینې پیغام ته باج ورکول دي.
د پېښور ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) محمد علي ګنډاپور وویل، د پېښور هزارخوانۍ ته نژدې د پولیسو مرکز به د هغه سیمو ساتنه وکړي چیرې چې بابا زیږیدلی او دفن شوی دی.
دا د جون په ۱۰مه پرانیستل شو.
بابا په ۱۶۵۳ کال کې په بهادر کلي کې زیږیدلی و او په ۱۷۰۶ کال کې په هزارخوانۍ کې ښخ شوی و.
![د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ګس اړخ ته لرې) د جون په ۱۰مه په پېښور کې د دوو نويو پوليس سټيشنونو جوړولو وروسته له افسرانو سره خبرې کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]](/cnmi_pf/images/2020/06/30/24652-baba2-585_329.jpg)
د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ګس اړخ ته لرې) د جون په ۱۰مه په پېښور کې د دوو نويو پوليس سټيشنونو جوړولو وروسته له افسرانو سره خبرې کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]
![هزارخوانۍ ته نژدې د رحمان بابا زیارت د جون په ۱۷مه ښودل شوی دی. [جاوید خان]](/cnmi_pf/images/2020/06/30/24758-rehman_baba-585_329.jpg)
هزارخوانۍ ته نژدې د رحمان بابا زیارت د جون په ۱۷مه ښودل شوی دی. [جاوید خان]
دي نيوز ورځپاڼې راپور ورکړو، دا مرکز به ګړهي قمرالدین، بهادر کلې، هزارخواني، اچار او ګړهي عطا محمد تر پوښښ لاندې راولي.
ګنډاپور وویل، "موږ دې نوي سټيشن ته د رحمان بابا نوم ورکړی دی، چې په پښتنو کې يو عام نوم دی."
په ورته ورځ، چارواکو د شاه پور پولیس سټیشن پرانیستو، کوم چې دورانپور، پخا غلام او وډپګا ګلزۍ محمدزۍ خدمت کوي، او د ګړهي قمرالدین پل ته نژدې يې په رينګ روډ باندې نوې حلقه جوړه کړه.
ګنډاپور وویل، "موږ د دې حلقې ... نوم رحمان بابا کيښودلی دی."
سربیره پردې، چارواکو د جون په ۱۰مه د پولیسو د ۲۱ پوليس سټيشنونو حدونه بيرته وټاکل چې د ځواکونو فعاليت ښه کړي.
ګنډاپور وویل، که څه هم پولیس سټیشنونه، دفترونه او پوسټونه معمولاََ د شهيد شويو پولیس افسرانو نومونه لري، خو رحمان بابا ته باج ورکول هغه يو کس ته درناوی ورکوي کوم چې د سولې او مینې شاعرۍ لپاره په هر ځای کې درناوی لري.
ارشاد خان، چې د يونين کونسل هزارخوانۍ پخوانې ناظم دی، وویل چې "دا یو لوی نوښت دی."
هغه وویل، د پېښور انتظاميې په ۲۰۱۷ کال کې يو اوور پاس ته د بابا نوم ورکړی و. ځینې لايبريرۍ، سکولونه، سړکونه، ودانۍ، کوڅې، چوکونه او پلونه هم د بابا نوم لري.
خان وویل، نوی پولیس سټیشن "ښیي چې دا ځواک زموږ د مشرانو او د رحمان بابا د سولې د پیغام لپاره څومره درناوی لري." هغه زیاته کړه چې د بابا د کلي او شاوخوا سیمو اوسیدونکي د دې نوښت ستاینه کوي.
اتلان ستايل
د بهادر کلي پخواني ناظم ارباب وصال احمد وویل، "هرڅوک د نوي پولیس سټيشن د لرلو او دې ته د ستر صوفي شاعر د نوم ورکولو ستاينه کوي." هغه زیاته کړه چې دا نوی سټیشن به په سیمه کې امنیتي وضعیت ښه کړي.
د پېښور د کلیو د پوليسو سپرنټنډنټ (ایس پي) وقار احمد د جون په ۱۸ مه وویل، دغه دوو پولیس سټیشنونو لومړي خپل سټیشن هاوس افسران (ایس ایچ اوز) ترلاسه کړل. عبدالغفار او مکرم شاه په ترتیب سره د رحمان بابا او شاه پور پولیس سټیشنونو رهبري کوي.
احمد وویل، "د خېبرپښتونخواه پولیس پوهیږي چې څنګه زموږ د مشرانو، خپلو اتلانو او شهيد شويو افسرانو درناوی وکړي او له همدې امله د پولیسو ګڼ شمیر لينونو، د پولیسو مرکزونو او دفترونو ته د دوی نومونه ورکړل شوي دي."
هغه وویل، د پېښور د پولیسو مرکزي دفتر ته د ملک سعد شهید نوم ورکړل شوی دی. ملک سعد شهيد يو پوليس افسر و چې په جنوري ۲۰۰۷ کال کې په پېښور کې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی و.
احمد زیاته کړه، د پولیسو نور لينونه، سټیشنونه او دفترونه د شهيد شويو افسرانو نومونه لري.
په پنجاب، سیند او بلوچستان کې د پولیسو لينونه او پولیس سټیشنونه هم د شهيد شويو اتلانو نومونه لري.
د بلوچستان د پوليسو ډي آی جي سيد فدا حسن وويل، "د بلوچستان په کويټه کې، پولیس لينونه د فیاض سنبل شهید په نوم نومول شوي دي. فياض سنبل د پوليسو يو شهيد شوی ډي آی جي [ډپټي انسپکټر جنرل] و."
هغه وویل، "د پولیسو د کنټرول مرکز د یو سينير افسر ساجد خان مومند نوم لري چې په يو ځانمرګي برید کې شهید شوی و."
مومند د بلوچستان په قلعه عبدالله کې د ضلعې د پوليسو افسر و، کله چې هغه په جولای ۲۰۱۷ کال کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
Der kha mashallah
ځوابتبصرې 2
د نه منلو وړ
ځوابتبصرې 2