جرم او انصاف

په خېبرپښتونخواه کې د وسله والو په پخواني مرکز تيرا کې په لومړي ځل د پولیسو مرکز جوړ شو

د جاويد خان لخوا

د خېبر ضلعې د پولیسو افسر محمد اقبال (په منځ کې) د سپتمبر په ۱۸ مه په تیرا وادۍ کې په يو پولیس سټیشن کې له پولیسو افسرانو سره خبرې کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د خېبر ضلعې د پولیسو افسر محمد اقبال (په منځ کې) د سپتمبر په ۱۸ مه په تیرا وادۍ کې په يو پولیس سټیشن کې له پولیسو افسرانو سره خبرې کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

پېښور -- چارواکو د خېبر ضلعې په لرې تیرا وادۍ کې لومړی پولیس سټيشن جوړ کړی دی، په داسې حال کې چې دوی په هغه سیمه کې امنیت پياوړی کوي چې یو وخت د ترهګرو مرکز و.

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور د اکتوبر په ۱۵ مه وویل، سټیشن هاؤس افسر او نور پرسونل په نوي پولیس سټیشن کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل، "د پولیسو مرکز به په لرې وادۍ کې د نظم او قانون وضعيت ښه کړي، کومه چې يو ځل له ستونزو سره مخ وه ځکه چې دا د وسله والو يو پیاوړی مرکز و."

هغه وویل، "تیرا یوه لویه وادي ده چې په ستراتیژیکي ډول موقعیت لري، چې نيمه برخه یې په کرم اورکزۍ کې ده او له افغانستان سره ګډه پوله لري." هغه زیاته کړه چې دا یوه لرې پرته سیمه لري چې په تیرو څو کلونو کې پکې حکومت لږ واک لرلو.

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ګس اړخ ته) د سپتمبر په ۱۸ مه په تیرا وادۍ کې د يو پولیس سټیشن په پرانيستلو کې مرسته کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ګس اړخ ته) د سپتمبر په ۱۸ مه په تیرا وادۍ کې د يو پولیس سټیشن په پرانيستلو کې مرسته کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

ګنډاپور، چې د د خېبر ضلعې د سيمه ايز پولیسو د مشر په توګه هم کار کوي، وویل چې "په تیرا کې د پولیسو مرکز مثالي اهمیت لري او د قانون په پلي کولو او عامه خدماتو چمتو کولو کې به مرسته وکړي."

د تیرا ښار په زرګونو اوسیدونکي پېښور، کوهاټ، هنګو او نورو سیمو ته په کډه کولو مجبوره شول کله چې ترهګرو د دغه سیمې کنټرول ترلاسه کړو. په ۲۰۱۵ کال کې پوځي عملیاتو دغه وادي د وسله والو نه پاکه کړه او سوله یې بيرته بحال کړه.

ځایي شخړې حل کول

ګنډاپور وویل، د تیرا سربيره، پولیسو د خېبر ضلعې په شالمان او ملا ګوري سیمو کې دوه نور پولیس سټېشنونه هم خلاص کړي دي.

هغه وویل، "اوس په خېبر ضلعه کې د پولیسو شپږ مرکزونه شتون لري، چیرې چې په پیل کې درې پولیس سټيشنونه جوړ شوي وو."

هغه وویل، د خېبرپښتونخواه پولیس موخه لري چې په ضم شيو ضلعو کې د اغیزمنې پولیسۍ جوړښتونه او پروسې معرفي کړي چې دوی د نورو ضلعو په شان کچې ته ورسوي.

د خېبر ضلعې د پوليسو افسر محمد اقبال وويل، په تيرا کې نوی پولیس سټيشن به نه یوازې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي، بلکې د ځایي شخړو په حل کولو کې به هم رول ولوبوي.

هغه وويل، د تيرا او د ضلعې د نورو برخو څخه خاصادارانو او د لیویز ځواکونو پرسونلو د سولې لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې، او اوس به دوی د دې پولیس سټیشن له لارې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي."

هغه وویل، پولیس په خېبر او نورو قبایلي ضلعو کې د پخوانیو قبایلي سیمو له ضم کيدو وروسته ښه دنده ترسره کوي.

هغه وویل، "پولیسو ته لارښوونه شوې چې د هغه کسانو سره په دوستانه ډول مرسته وکړي کوم چې شکایتونه درج کوي او له هغه ټولو کسانو سره مرسته وکړي چې پولیسو ته د مرستې لپاره راځي."

د سولې پيغام

د تیرا يو اوسیدونکي او مشر جاوید آفریدي وویل، "په داسې یوې سیمه کې پولیس سټيشن جوړول چې یو وخت د ترهګرو مرکز و، نړۍ ته د سولې لوی پیغام ورکوي."

هغه وویل چې په تیرا کې پولیس سټيشن به د کلونو ترهګرۍ وروسته د سیمې د خلکو مورال لوړ کړي.

د پېښور کمیشنر امجد علي خان وویل، "په تیرا وادۍ کې پولیس سټيشن به د ترهګرۍ په له مینځه وړلو او په سیمه کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي."

د هغه په وينا، کله چې سوله په بشپړ ډول بيرته بحال شي نو ضلعي انتظاميه به د سيمې د خلکو د فلاح او بهبود لپاره نورې پروژې پيل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500