تروريزم

د خېبرپښتونخواه پولیس د محرم په دوران کې د تروریستانو پلانونه شنډوي

د جاويد خان لخوا

په چارسده کې پولیس چارواکي د اګست په ۲۶مه درې مشکوک ترهګر رسنیو ته وړاندې کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

په چارسده کې پولیس چارواکي د اګست په ۲۶مه درې مشکوک ترهګر رسنیو ته وړاندې کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه په چارسده ضلعه کې پولیسو د هغه تروريستي ډلې درې مشکوک غړي نيولي دي چې د محرم په میاشت کې د تاوتریخوالي د پلانولو په تور تورن شوي دي.

چارواکو د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۲۶مه) وویل چې مشکوک کسانو پلان لرلو چې په خواجه وس پولیس سټشين او د سرو کلي پوليس سټيشن او همدارنګه د پولیسو د ګشت کولو په ګاډو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.

د شبقدر د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ فاروق زمان وویل، "د [تروریستي] شبکې درې غړي په سیمه کې د لویو عملیاتو په جريان کې نیول شوي دي."

دغه ترهګر د لقمان خان، بخت ریان او تاج محمد په نامه پيژندل شوي دي.

درې مشکوک ترهګر د اګست په ۲۶مه په چارسده کې د پولیسو په توقیف کې ښودل شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

درې مشکوک ترهګر د اګست په ۲۶مه په چارسده کې د پولیسو په توقیف کې ښودل شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

چارواکو د دغه مشکوک کسانو تروريستي ډلې ونه پیژندلې.

د دې عملیاتو په جريان کې چاودیدونکي پوډر، د لاس جوړ شوي چاودیدونکي توکي او لاسي بمونه ترلاسه شول. پولیسو دغه عمليات د خفيه معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته ترسره کړل.

د شبقدر سټیشن هاوس آفسر (اېس ايچ او) جوهر شید خان په وینا، دې مشکوک کسانو په پېښور او چارسده کې په بهتې اخيستلو او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې هم لاس لرلو.

ګمان کيږي چې نیول شوي کسان په ۲۰۱۴ کال کې په چارسده کې د يو سک کس پریم جيت سینګ په وژلو کې لاس لرلو.

پولیسو په چارسده، پېښور او نورو ضلعو کې امنیت وروسته له هغې لوړ کړ کله چې دوی د محرم په دوران کې، چې د اګست په ۲۱مه پيل شوی، د تروريستي فعاليتونو د ګواښونو په اړه خبرل شول.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د دوشنبې او سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۴ او ۲۵مه) په پېښور، کوهاټ، ډېره اسماعیل خان او نورو ضلعو کې د امنیتي انتظاماتو معاینه وکړه او پولیس افسرانو ته یې امر وکړ چې امنیت نور هم لوړ کړي.

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور وویل، "د محرم له پیل راهیسې، په پېښور او نورو سیمو کې امنیت نور هم لوړ شوی دی."

هغه وویل، د نورو ضلعو پولیس افسران د پېښور په حساسو سیمو کې ځای په ځای شوي دي.

ګنډاپور وویل، "موږ حکومت ته وړاندیز وکړ چې د محرم په وروستیو دوو ورځو کې د موبايل فونونو خدمت معطل کړي چې د ناوړه پیښې مخه ونیول شي."

تقريباََ ۶۰۰۰ پولیس په پېښور کې د امنیت لپاره ځای په ځای شوي دي. هغه زياته کړه چې د دوی شمیر به د جمعې (د اګست په ۲۸مه) پورې ۸۰۰۰ ته لوړ شي چې په بشپړه توګه خوندي انتظامات يقيني کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500