امنیت

خاصه دار، لېویز ځواکونه په قبایلي ضلعو کې د پولیس افسرانو په توګه روزنه پیلوي

د جاويد خان لخوا

د خېبر ضلعې خاصه دار او لېویز افسران د اګست په ۵مه په پېښور کې په پولیس لاينونو کې د وسلو سمبالول زده کوي. [جاوید خان]

د خېبر ضلعې خاصه دار او لېویز افسران د اګست په ۵مه په پېښور کې په پولیس لاينونو کې د وسلو سمبالول زده کوي. [جاوید خان]

پېښور -- د نويو ضم شويو ضلعو خاصه دارانو او لېويز پرسونلو د خېبر پښتونخواه (کی پي) له پولیسو سره د ضم کيدو د يوې برخې په توګه د دغه ځواکونو سره روزنه پيل کړې ده.

اسسټنټ انسپکټر جنرل (ټريننګ) عارف شهباز وزیر د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۷مه) وویل، "د ۳۶۰ خاصه دارانو او لېويز لومړۍ ډله په دې صوبه کې د پولیسو په مختلفو لاينونو کې روزنه ترلاسه کوي."

وزیر وویل، "لېویز او خاصه داران به دا روزنه ترلاسه کړي چې څنګه وسلې استعمال کړي او څنګه له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي او هغوی به د قانون د اړوندو برخو په اړه وروزل شي."

هغه کسان چې په دې روزنه کې برخه اخلي، چې په رسمي ډول د اګست په ۳مه پيل شوه، د قبایلي ضلعو د شاوخوا ۲۹۰۰۰ خاصه دارانو او لېوي پرسونلو يوه برخه ده چې د خېبر پښتونخواه د حکومت لخوا د تصویب شوي پروګرام د يوې برخې په توګه په پولیس ځواک کې ضم کيږي.

خاصه دار افسران د اګست په ۵مه په پېښور کې په پوليس لاينونو کې روزنه ترلاسه کوي [جاويد خان]

خاصه دار افسران د اګست په ۵مه په پېښور کې په پوليس لاينونو کې روزنه ترلاسه کوي [جاويد خان]

خاصه دار او پوليس افسران د اګست په ۵مه په پېښور کې په پوليس لاينونو کې روزنه ترلاسه کوي [جاويد خان]

خاصه دار او پوليس افسران د اګست په ۵مه په پېښور کې په پوليس لاينونو کې روزنه ترلاسه کوي [جاويد خان]

د چارواکو له مخې، د خېبر پښتونخواه د پولیسو سره د نيم پوځي ډلو ضم کیدل د فبرورۍ په میاشت کې پیل شول.

د پوځ سره، په شمالي او جنوبي وزیرستان، کرم، اورکزۍ، خېبر، مهمند، باجوړ او نورو سرحدي سیمو کې د خاصه دارانو او لېویز ځواکونو تقريباََ د دوو عشرو راهيسې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې مرسته کړې ده، او په سلګونو یې د دندې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جون په مياشت کې د خېبرپښتونخواه پوليسو د يو راپور له مخې، ترهګريز فعالیتونه او نور جرمونه لکه شوکه او هدفي وژنې په نويو ضم شويو ضلعو کې وروسته له هغې په چټکۍ سره کمې شوې کله چې پولیسو په سیمه کې د قانون پلي کولو واک په خپل لاس کې واخيستو.

د ترهګریزو بریدونو سره مبارزه

د پاکستان پخوانۍ نیمه خودمختاره قبایلي سیمه، چې یو وخت د وسله والو او په نړیواله کچه د مطلوبه ترهګرو لپاره يو مرکز ګڼل کیدو، د منظم پولیس ځواکونو له ډګره بهر وه او د استعماري دور قانون، چې د سرحدي سيمو جرمونو مقرراتو (اېف سي آر) په نوم ياديږي، لاندې وه.

د ضلعې د پولیسو افسران اوس په ټولو نویو ضم شويو ضلعو کې ځای په ځای شوي دي. سربیره پردې، پولیس سټیشنونه اوس په ټولو قبایلي سیمو کې کار کوي چې د قانون او نظم وضعيت ښه کړي او دغه سيمې د ترهګرۍ نه خوندي وساتي.

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د اګست په ۶مه وليدل چې خاصه داران او لېويز په پېښور او صوابۍ کې په پولیس لاينونو کې خپلې روزنې پیل کړې او ښوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې د دواړو ډلو لپاره د کیفیت روزنه یقیني کړي.

عباسي د خپل سفر په دوران کې اعلان وکړ چې په تیره میاشت کې په قبایلي ضلعو کې پولیسو ۶۰ نوي ګاډي او مهمات ترلاسه کړل.

د پېښور ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) محمد علي ګنډاپور وویل، د خاصه دارانو او لېويز د دوو میاشتو په روزنیز پروګرام کې یوه میاشت فزیکي روزنه شامله ده چې د دې نه وروسته به دوی د يوې مياشتې لپاره د پولیسو په مختلف مرکزونو کې ځای پر ځای شي.

ګنډاپور وویل، "د خېبر ضلعې او د پېښور د حسن خيلو سب ډويژن تقريباََ ۴۰ چارواکي اوس مهال د پېښور په ملک سعد شهید پولیس لاین کې روزل کیږي."

هغه زیاته کړه چې ډیر پرسونل په مردان، سوات، نوښار، صوابۍ، کوهاټ او ډیره اسماعیل خان کې روزل کيږي.

د خېبر ضلعې یو مشر عمران آفریدي وویل، "زياتره خاصه داران او لېويز مناسبې روزنې ته اړتيا لري چې پولیس سټیشنونه وچلوي او په مؤثره توګه په نويو ضم شويو ضلعو کې د ترهګریزو پیښو سره مبارزه وکړي."

هغه وویل، دا روزنه به د سولې په راوستلو او په دې سیمو کې د ترهګريزو ډلو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

آفریدي وویل، "په نویو ضم شويو ضلعو کې پولیسو له مخکې نه په تیرو څو میاشتو کې يوه ستره دنده ترسره کړې او په راتلونکي میاشتو کې به د قانون او نظم په ښه کولو کې مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500