امنیت

په قبایلي سیمو کې له هغه وخت راهيسې په جرمونو کې د پام وړ کمې راغلی کله چې پولیسو د قانون پلي کولو واک په خپل لاس کې واخیستو

د عديل سعيد لخوا

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د جون په میاشت کې په تورخم کې د پاکستان او افغانستان سرحدي پوسټ ته د خپل سفر په دوران کې د امنیتي انتظاماتو معاینه کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د جون په میاشت کې په تورخم کې د پاکستان او افغانستان سرحدي پوسټ ته د خپل سفر په دوران کې د امنیتي انتظاماتو معاینه کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- يو راپور ښيي چې ترهګريز فعالیتونه او نور جرمونه لکه شوکه او هدفي وژنې د خېبر پښتونخواه په نويو ضم شويو ضلعو کې (اېن اېم ډيز) په دې کال کې وروسته له هغې په چټکۍ سره کمې شوي کله چې پولیسو په سیمه کې د قانون پلي کولو واک په خپل لاس کې واخيستو.

د پاکستان پخوانۍ نیمه خودمختاره قبایلي سیمه، چې یو وخت د وسله والو او په نړیواله کچه د مطلوبه ترهګرو لپاره يو مرکز ګڼل کیدو، د منظم پولیس ځواکونو له ډګره بهر وه او د استعماري دور قانون، چې د سرحدي سيمو جرمونو مقرراتو (اېف سي آر) په نوم ياديږي، لاندې وه.

په داسې حال کې چې د خېبرپښتونخواه پولیس اوس د سیمې څارنه کوي، چې په می ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخواه سره د ضم کيدو نه مخکې د وفاق د انتظام لاندې قبایلي سیمو (فاټا) په نوم پیژندل کيدې، د قانون او نظم په وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی، حتی چې هغه کسان يې حیران کړي چې د فاټا او د خېبر پښتونخواه د ضم کيدو يې مخالفت کولو.

د جون په ۷مه، د خېبرپښتونخواه پولیسو د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په نويو ضم شويو قبايلي ضلعو کې د خپل فعالیت په اړه يو راپور خپور کړو، کوم چې په سیمه کې د پولیسۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه ادارې هڅې په ګوته کوي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي (چې په وروځو يې لاس ايښې دی) د جنوبي وزیرستان ضلعې څخه د لیدو پر مهال د فبرورۍ په ۱۵مه امنیتي انتظامات ګوري. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي (چې په وروځو يې لاس ايښې دی) د جنوبي وزیرستان ضلعې څخه د لیدو پر مهال د فبرورۍ په ۱۵مه امنیتي انتظامات ګوري. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

په فاټا کې سږکال تر دې دمه د ترهګرۍ پیښې په تیر کال کې د ورته مودې په پرتله ٪۵۰ کمې شوي دي، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ د تمویل په پیښو کې ۷۵٪ کمی راغلی دی دی. شوکه، هدفې وژنې او د پيسو لپاره تښتونې په ترتيب سره ۷۵٪، ۸۰٪ او ۱۰۰٪ کمې شوي دي.

په ورته وخت کې، په پولیسو او قانون پلي کونکو ادارو باندې بریدونه د تیر کال په پرتله په ترتیب سره ۷۰٪ او ۵۰٪ کم شوي دي.

همدارنګه په دې موده کې، پولیسو ۱۳۴ مشکوک ترهګر نیولي دي، په داسې حال کې چې ۵۲ په کې د پولیسو لخوا ووژل شول.

په دغه راپور کې یادونه شوې چې سږکال د مشکوکو ترهګرو اته اويا کېسونه محکمې ته رسیدلي، چې په دغه کېسونو کې لس کسان محکوم شوي دي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي وویل، "په ضم شويو ضلعو کې د جرمونو په کچه کې دا د پام وړ کمی ځکه راغلی چې زموږ پاملرنه په سیمه کې په اغیزمنه او غوره پولیسۍ باندې وه."

عباسي د نويو ضم شويو ضلعو د لوړ پوړي پوليسو چارواکو سره د جون په ۷مه په يو ويډيو کانفرنس کې وويل، د قانون پلي کونکي مشران په بشپړ ډول په صوبه کې په ښه پولیسۍ باندې تمرکز کوي.

هغه زیاته کړه چې د خېبرپښتونخواه سره د دې سیمو ضم کيدل او د نظم او قانون ښه والی به په سیمه او د هیواد په نورو برخو کې دوامداره اغیزه ولري.

د خېبر پښتونخواه د پولیسو وياند نويد ګل وويل، که څه هم چې سږ کال په سيمه کې په جرمومونو کې په عمومي توګه کمی راغلی دی، خو پولیسو په لومړي ځل په وزیرستان سیمه کې د غيرت په نوم د وژلو يو کېس ثبت کړو.

ګل وویل، پولیسو ټول پنځه شکمن کسان ونیول او محکمې ته یې وړاندې کړل.

سربیره پردې، لیویز او خاصاداران، چې هغه نيم پوځي ځواکونه دي چې پخوا په قبایلي سیمو کې فعال وو، د پولیسو په لیکو کې شامل شوي او د جون له نیمایۍ راهیسې به آنلاین روزنه ترلاسه کړي.

د غیرقانوني نشه يې توکو په وړاندې مبارزه

ګل د خېبرپختونخواه پولیسو هغه راپور ته په اشارې سره وویل چې په پنځو ضلعو کې یې په سلګونو کیلوګرامه غیرقانوني نشه يي توکي ترلاسه کړي وې، پولیسو په نويو ضم شويو قبايلي ضلعو کې د مخدره توکو پلورونکو او د وسلو قاچاق کونکو پروړاندې خپل عملیات ښه کړي دي.

د شمالي وزيرستان ضلعې د پولیسو افسر (ډي پي اُو) شفيع الله ګنډاپور وويل، "په پخوانيو قبايلي سيمو کې د قانون او نظم رامنځته کول يو ستونزمن کار دی او د پوليسو ځواک په بشپړه توګه د دې هدف ترلاسه کولو لپاره چمتو دی."

شفيع الله وويل، دغې سیمې ته د پولیسو غځول یو نوی عمل دی، له همدې کبله، ځينې کسانو د قانون د حاکميت په اړه شک لرلو.

هغه زیاته کړه، دوی بيا هم په قانون او نظم کې د پرمختګ په اړه خوشحاله دي او له پولیسو سره په بشپړه توګه همکاري کوي.

د کورنیو چارو او قبایلو چارو پخوانې سيکريټري سید اختر علي شاه وویل، په نويو ضم شويو قبايلي ضلعو کې د ټول پولیس ځواک مورال لوړ دی او افسران په سیمه کې د قانون او نظم ښه کولو لپاره په بشپړه توګه ژمن دي.

"که تاسو د سیمې پس منظر په پام کې ونیسئ، نو د پولیسو د ځواک کارکردګي د توقعاتو نه زياته ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هغه کسانو ويډيوګانې په سوشل ميډيا باندې موجودي دي کومو چې په دره ادم خیل کې د سکرو کانونه بند کړي او دا څنګه امکان لري چې په ګاډو کې ځینې وسله وال کسان د نمبر پليټونو نه بغير په دره آدم خيل کې چار چاپيره د ليوي ځواکونو په شتون کې او د امنيتي ځواکونو له ناکه بندۍ سره د کنډولي ماینونو ته ورسیدل او بند يې کړل؟ د پولیسو تر واک اخيستلو نه مخکې، په قبایلي سیمو کې غلا، شوکه او جنسي تیری نه و. که چيرې د پاکستان تر واک لاندې سیمو سره پرتله شي، نو فاټا د امن جنت و. له فاټا څخه هیڅ نړیوال ترهګر نه دی نیول شوی او پولیس يې لوړې دعوې کوي. دا ورځپاڼه باید د ضم کيدو نه مخکې په می ۲۰۱۸ کال کې د ضم کيدو نه وروسته د امن د ريکارډ موازنه وکړي.

ځواب