امنیت

خاصه دار او لیویز ځواکونه د خېبرپښتونخواه پولیسو سره د یوځای کیدو لپاره چمتو دي

د جاويد خان لخوا

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي (مخې ته ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۱۸ مه خېبر ته د سفر پرمهال د پولیسو او خاصه دار چارواکو سره د تصوير لپاره ولاړ دی. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي (مخې ته ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۱۸ مه خېبر ته د سفر پرمهال د پولیسو او خاصه دار چارواکو سره د تصوير لپاره ولاړ دی. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت د صوبايي پولیسو سره د پخوانیو قبایلي ضلعو د لیویز او خاصه دار ځواکونو ادغام منظور کړی دی.

دا پریکړه د جنورۍ په ۲۳ مه د وزیراعلی محمود خان تر مشرۍ لاندې په يوې غونډه کې وشوه.

د خېبرپښتونخواه د حکومت ویاند اجمل وزیر خبریالانو ته وویل، "حکومت د خېبر پښتونخواه پولیسو سره د لیویز او خاصه دارانو د يو ځای کيدو منظوري ورکړې چې له قبیلو سره شوې ژمنې پوره کړي."

په ۲۹،۰۰۰ خاصه دارانو او لیویز کې د ۲۳،۰۰۰ نه زيات کسان به د کابینې د منظورۍ وروسته د پولیسو افسران جوړ شي. پاتې کسان به په دویم پړاو کې په پام کې ونيول شي.

وزير وويل، "دا به په نويو ضم شویو ضلعو کې نظم او قانون ښه کړي او مناسبه پولیسي به پيل کړي."

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي وویل، حکومت د دې بدلون د سمبالولو لپاره یوه ځانګړې تخنیکي کمیټي جوړه کړې، چې مشري یې د سپيشل برانچ ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آی جي) قاضي جمیل الرحمان کوي.

چارواکو ۴۵۰ مليونه روپۍ (۲.۹ مليونه امريکايي ډالره) مختص کړي دي چې په پخوانۍ فاټا کې د پولیسو مرکزونه جوړ کړي.

د خېبر ضلعې د لنډي کوتل سب ډويژن اوسیدونکي عبدالحکیم وویل، "لیویز او خاصه داران به د قانون او نظم په ساتلو باندې ډیر تمرکز وکړي ځکه چې دوی تر دې دمه د خپلو دندو په اړه يقيني نه وو."

هغه زیاته کړه چې خاصه دار او لیويز د ځایي قومونو څخه دي او په سیمه کې د حکومت پر ضد عناصرو سره په مؤثره توګه مبارزه کولی شي.

ځانګړي پولیس افسران

هغه وويل، د خېبرپښتونخواه پولیسو د واقف الله کورنۍ لپاره د معاوضې ورکولو شهيد پيکج سپارښتنه کړې ده. واقف الله هغه پوليس افسر او د ليويز او خاصه دارانو ځواک پخوانی غړی دی، چې د جنورۍ په ۲۶ مه د باجوړ په سلارزۍ کې په يوې چاودنه کې وژل شوی و.

احمد وویل، "د لیویز او خاصه دارانو او اوس په نويو ضم شویو ضلعو کې د پولیسو قربانۍ بې مثاله دي."

د خېبرپښتونخواه کابینې د جنورۍ په ۲۳ مه په ورته غونډه کې د ۹،۰۰۰ نه د زياتو ځانګړي پولیس افسرانو خدمات (ايس پي اوز) هم وغځول چې چارواکو په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګمارلي وو.

دا ډول افسران په خېبرپښتونخواه کې پولیسان جوړ شول چې په هغه وخت کې يې د افسرانو د کمي په پوره کولو کې مرسته وکړه کله چې اورپکي پراخه وه.

د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل (اپريشنز) کاشف عالم وویل، په سوات او د ملاکنډ ډویژن په نورو ضلعو کې تر ټولو زيات ایس پي اوز استخدام شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې د دې دندې لپاره وګمارل شم، او زه حکومتي دنده خوښوم، که هر څنګه دنده وي، زه یې خوښوم. زما پلار هم غواړي چې زه حکومتي دنده ترلاسه کړم. ما لسم کړی دی او زه د کراچۍ اوسیدونکی یم او زما نوم محمد حنیف خان دی. زه به ډیره مننه وکړم که زه دا دنده ترلاسه کړم

ځواب

پولیس باید په خپله ضلعه کې کار وکړي او هغه څوک چې قانون په لاس کې اخلي، هغوی قانون ته وسپارل شي. د دوی ملاتړ وکړئ. قوي پولیس، قوي پاکستان.

ځواب

جناب، کله به په ۲۰۲۰ کال کې په مردان کې د ايس پي اوګانو د اسامو اعلان کيږي؟ درناوی ..

ځواب

جناب، ايا د ايس پي او اسامي بنده شوې ده؟

ځواب

زما تعليم د لسم جماعت نه کم دی. زه غواړم چې د پولیسو د دندې لپاره درخواست ورکړم او زه له یوې بېوزلې کورنۍ سره تعلق لرم.

ځواب