ټولنه

د خېبرپښتونخواه د پولیسو د نوښت موخه په قبایلي سیمو کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ کول دي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د قربانيانو د ملاتړ کولو د خدماتو افسران په پېښور کې د جنورۍ په ۲۴ مه د يو پروګرام د پيل نه وروسته په ډله ایز تصوير کې د خېبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي سره ليدل کيږي. نوي روزل شوي افسران به د هغه ماشومانو او میرمنو پاملرنه وکړي کوم چې د هر ډول تاوتریخوالي لخوا ځپل شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د قربانيانو د ملاتړ کولو د خدماتو افسران په پېښور کې د جنورۍ په ۲۴ مه د يو پروګرام د پيل نه وروسته په ډله ایز تصوير کې د خېبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي سره ليدل کيږي. نوي روزل شوي افسران به د هغه ماشومانو او میرمنو پاملرنه وکړي کوم چې د هر ډول تاوتریخوالي لخوا ځپل شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- د بشري حقونو فعالین او قانون پلي کونکي چارواکي وايي چې د خېبرپښتونخواه د پولیسو لخوا پيل شوی یو اقدام به په هغه قبایلي ضلعو کې د ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړي چې یوځل د عشرو اوږد تاوتریخوالي او اورپکۍ لخوا ځپل شوي وې.

د قربانيانو ملاتړ کونکي د خدماتو (وي اېس اېس) پروګرام، چې د جنورۍ په ۲۴ مه په پيل شوی و، غواړي چې د نويو ضم شويو قبایلي سیمو زیان منونکو میرمنو او ماشومانو ته مرستې او ملاتړ چمتو کړي.

دا سیمه په وروستیو کې د درېو عشرو نه د زیاتې مودې راهيسې د وسله والو او افراطي فعالیتونو له کبله ځپل شوې ده، چې په سلګونو ښځې او ماشومان یې د کونډو او یتیمانو په توګه پاتې کړي دي.

د پولیسو چارواکو وویل چې وي اېس اېس به د تاوتریخوالي د قربانیانو سره مرسته وکړي چې په ځانګړې او تخصصي ډول علاج ترلاسه کړي. په پیل کې، پولیس به په پېښور، مردان، چارسده، ایبټ آباد او سوات کې خدمات وړاندې کړي مخکې له دې چې په تدریج سره به پاتې صوبې ته وغځول شي.

یو ډاکټر د فبرورۍ په ۱۷ مه د باجوړ په خار هسپتال کې د معذورانو لپاره د بیا رغونې په مرکز کې د یو ماشوم معاینه کوي. [حنیف الله]

یو ډاکټر د فبرورۍ په ۱۷ مه د باجوړ په خار هسپتال کې د معذورانو لپاره د بیا رغونې په مرکز کې د یو ماشوم معاینه کوي. [حنیف الله]

یو کارکونکی د فبرورۍ په ۱۷ مه په خار کې د ضلعې په مرکزي هسپتال کې د بیارغونې مرکز کې د ځمکې د ماین د قرباني لپاره مصنوعي پښه جوړوي. [حنیف الله]

یو کارکونکی د فبرورۍ په ۱۷ مه په خار کې د ضلعې په مرکزي هسپتال کې د بیارغونې مرکز کې د ځمکې د ماین د قرباني لپاره مصنوعي پښه جوړوي. [حنیف الله]

د پام وړ نوښت

د دې پروګرام د یوې برخې په توګه، ښځینه پولیسې روزنه ترلاسه کوي چې څرنګه له حساسیت سره زیان منونکي قربانیان سمبال کړي.

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي وويل، "د قربانيانو ملاتړ کونکي افسران، چې د [انګلستان] د نړیوالې پراختیا د څانګې د انصاف نظام حمایه کوونکي پروګرام له خوا روزل شوي دي، به د زیان منونکو کسانو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو پروړاندې د جرمونو لپاره د پولیسو غبرګون ښه کړي."

"د قربانيانو د ملاتړ کونکو افسرانو لومړۍ ډلې د جنورۍ په ۲۴ مه خپله ځانګړي روزنه بشپړه کړه او چمتو دي چې په پنځو ضلعو کې خپل عملیات پیل کړي."

عباسي زیاته کړه، "نهه ويشت نور افسران به استخدام شي، چې د ښځینه او ماشومانو قربانیانو لپاره به انصاف ته په لاسرسۍ ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او په داسې جرمونو کې به محکومیتونه زیات کړي." "دا به د خېبر پښتونخواه د قانون د حاکميت ستراتيژۍ د لوړې کچې نښه وي."

په دې ستراتيژۍ کې د ښه قانون او نظم لپاره د پولیسو پلانونه، پخوانيو قبایلي ضلعو ته د پولیسو د خدماتو غځول او نور نوښتونه لکه د خېبر پښتونخواه پولیسو سره د خاصادار او لیویز ځواکونو ضم کول او نور انتظامي اصلاحات شامل دي.

د ښځو د وضعیت په اړه د خېبرپښتونخواه د کمیشن پروګرام ډايريکټرې آمنه دراني وویل، دا نوښت به د ښځو او ماشومانو لپاره لوی ملاتړ وي ځکه چې دا په ټولنه کې ترټولو زياته زیان منونکې ډله ده.

دراني وویل، "دا ځانګړي روزل شوې ښځینه افسرانې به ډیره مرسته وکړي."

مسرت سيد، چې په خېبرپښتونخواه کې د ماشومانو د حقونو د دفاع غير دولتي موسسې مشره ده، وویل، ګڼ شمير ماشومان په تیرو کلونو کې په پخوانۍ فاټا کې په اورپکۍ کې بوخت کړی شوي وو ځکه چې دوی دا ډول ساتنه نه لرله.

هغې وویل، د وي اېس اېس موخه دا ده چې د حکومت پاکستان د قانون د حاکميت لپاره د اصلاحاتو او د جرم په اړه د ښه انصاف نظام سره مرسته وکړي.

قمر نسيم، چې په پېښور کې د غير دولتي موسسې بلیو وینز ډايريکټر دی، موافقه وکړه چې وي اېس اېس يو مهم نوښت دی.

څو اړخیزه ستونزه

نسیم وویل، د پېښور هايي کورټ د لارښوونې له لارې، په خېبرپښتونخواه کې په لومړي ځل ځانګړې عدالتونه جوړيږي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کيسونه حل کړي.

هغه زیاته کړه، "لومړی عدالت په ډېره اسماعیل خان کې کار پیل کړی، چې تر دې دمه یې ۳۰۰ کېسونه ترلاسه کړي دي." "د ماشومانو عدالتونه هم جوړ شوي، چې د ماشومانو او د ځپل شويو ښځو د مسلو په حل کې به مرسته وکړي."

د نسیم له مخې، په خېبرپښتونخواه کې ښځې او ماشومان، په ځانګړي توګه په قبایلي ضلعو کې، په تيرو کې نه یوازې د ټولنیز او قومي جوړښت له کبله ځپل شوي بلکې د وسله والو لخوا هم ځپل شوي چې د ښځو او ماشومانو د کمزوري ټولنیز وضعيت نه یې ګټه پورته کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500