پېښور -- د خیبر پښتونخواه پولیسو د شهیدانو د ورځې د لمانځلو پر مهال، د خيبر پښتونخواه پوليسو، عامو خلکو او چارواکو د يکشنبې په ورځ (د اګست په ۴ مه) هغه پولیس افسرانو ته باج ورکړو کومو چې د خپلې دندې په دوران کې خپل ژوند له لاسه ورکړو.
د پیښور سینير سپرنټنډنټ (اپريشنز) ظهور بابر آفریدي د نورو افسرانو سره سهار وختي د صفوت غیور قبر ته راورسیدو چې په هیواد کې د سولې لپاره د هغه د قربانۍ ستاينه وکړي.
غیور، چې د پاکستان په ترټولو ښکلې پولیسو کې شامل وو، د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۴ مه په پیښور کې د خپل دفتر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې وژل شوې وو.
په ۲۰۱۵ کال کې له پيل سره، د هغه د مرګ کلیزه د پولیسو د شهیدانو ورځې په توګه لمانځل شوې ده.
![د پیښور پولیسو سينير چارواکي د اګست په ۴ مه د خیبرپښتونخواه د پولیسو شهيد شويو اتلانو ته د باج ورکولو په خاطر د صفوت غیور قبر ته سلامي وړاندې کوي. [د پیښور پولیس]](/cnmi_pf/images/2019/08/05/19299-day1-585_329.jpg)
د پیښور پولیسو سينير چارواکي د اګست په ۴ مه د خیبرپښتونخواه د پولیسو شهيد شويو اتلانو ته د باج ورکولو په خاطر د صفوت غیور قبر ته سلامي وړاندې کوي. [د پیښور پولیس]
![په کوهاټ سړک باندې د شهید شويو پولیس افسرانو انځورونه په یو بل بورډ باندې ليدل کيدې شي. په ټول پیښور کې د دې ډول ګڼ شمير بلبورډونو سره د پولیسو شهيدانو ورځ ولمانځل شوه. [جاوید خان]](/cnmi_pf/images/2019/08/05/19300-day2-585_329.jpg)
په کوهاټ سړک باندې د شهید شويو پولیس افسرانو انځورونه په یو بل بورډ باندې ليدل کيدې شي. په ټول پیښور کې د دې ډول ګڼ شمير بلبورډونو سره د پولیسو شهيدانو ورځ ولمانځل شوه. [جاوید خان]
ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آی جي) قاضي جميل الرحمان، چې د دې پيښې په انتظام کولو کې يې مرسته وکړه، وويل، "موږ د ۲۴ جولای راهیسې د پولیسو د شهیدانو ورځې په تړاو د یو لړ پروګرامونو انتظام وکړو چې په پيښور کې د اګست په ۴ مه د يوې لويې غونډې سره پای ته ورسیدل."
په پیښور کې د مرکزي غونډې په دوران کې، لوړ پوړو سیاسي مشرانو، پولیس افسرانو او نورو کسانو شهيد شويو اتلانو او د هغوی کورنیو ته درناوی وړاندې کړو.
رحمان وویل، "موږ د پولیسو د شهیدانو په ورځ د وینې ورکولو د کيمپونو، پیاده تللو او سيمينارانو انتظام کوو چې د صوبې او د هيواد د نورو برخو شهيد شويو افسرانو او سرتيرو ته باج ورکړو."
د خیبر پښتونخواه په هرې يوې ضلع کې پولیسو افسرانو پیاده تګ وکړو، د قرآن پاک تلاوت يې وکړو او د شهیدانو قبرونو ته يې سلامۍ وړاندې کړې.
د کورنیو ملاتړ کول
له ۱۹۷۰ راهیسې، د خیبرپښتونخواه د ۱،۷۰۰ نه زيات پولیس افسرانو په ځانمرګي بریدونو، بمي چاودنو ،هدفي وژلو او له ترهګرو او مجرمانو سره په نورو نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبرپښتونخواه د پولیسو ویاند شهزاده کوکب فاروق وویل، "د ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۹۹ کال پورې ۲۸۵ پوليس وژل شوي ول، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۰ کال راهيسې ۱۴۳۴ پولیس شهيدان شوي دي."
هغه زیاته کړه چې تر ټولو ناوړه کال ۲۰۰۹ وو، چې ۲۰۷ پولیس افسران په کې وژل شوي ول.
د پولیسو انسپکټر جنرل محمد نعیم خان وویل، د خیبرپښتونخواه پولیس به د شهید شويو پولیسو افسرانو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه وويل، "موږ په هغو ټولو باندې فخر کوو کومو چې د خپل ژوند قرباني ورکړې ده."
خان وویل، "ټولو ډي پي اوګانو [د ضلعې د پولیسو افسرانو] ته لارښوونه شوې چې د خپلو اتلانو د کورنیو ډير زيات خيال وساتي."
د ډي آی جي رحمان له مخې، د شهید شويو افسرانو کورنۍ د معاوضې پيکج ترلاسه کوي چې د دوی د رتبې په اساس زياتيږي. د هغه کانسټبل کورنۍ تقريباََ ۱۰ ميليونه روپۍ (۶۲،۰۰۰ امريکايي ډالره) ترلاسه کوي کوم چې د دندې په دوران کې مړه کیږي.
رحمان وويل، "سربیره پردې، په هره ضلعه کې یو ځانګړی مرکز جوړ شوی چې دغه کورنیو ته د وړیا زده کړې، روغتیايي پاملرنې او نورو اسانتیاو برابرول يقيني کوي."
هغه زیاته کړه چې د وژل شوي افسر ماشوم یا ورور اکثر د اسسټنټ سب انسپکټر په توګه ګمارل کیږي، او کورنۍ د شهيد شوي افسر تنخواه د هغه او يا د هغې د ۶۰ مې کلیزې پورې ترلاسه کوي.
'بې ساري قربانۍ'
د خیبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان د اګست په ۴ مه په یو رسمي بیان کې وویل، "پولیسو، د نورو ځواکونو سرهم په تیرو څو کلونو کې د سولې د راوستلو او د خلکو د ملکیت او ژغورنې لپاره بې ساري قربانۍ ورکړي دي."
خان وویل، "موږ به هیڅکله د شهیدانو کورنۍ یوازې پريږ نه دو او د دوی به ډير زيات خيال وساتو."
د خیبرپښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت علي یوسفزۍ د اګست په ۲ مه رسنیو ته وویل، "خیبرپښتونخواه د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د لومړۍ کرښې صوبه پاتې شوې ده، په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخواه پولیس د لومړۍ لیکې ځواک پاتې شوې دی."
هغه زیاته کړه چې د پولیسو او پوځ نه علاوه، ليوي ځواک او خاصدارانو په پخوانۍ فاټا کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي.
د عوامي نیشنل پارټۍ جنرل سيکرټري میاں افتخار حسین وویل، د پولیسو او نورو ځواکونو قربانیو په هيواد کې سوله راوستې ده.
حسين وويل، د سخت وخت نه وروسته، "دا د پوليسو او د نورو ځواکونو د قربانيو له کبله ده چې نن حالات ډير زيات ښه دي."
ښه
ځوابتبصرې 2
زه په سيند پوليسو کې کار کوم
ځوابتبصرې 2