امنیت

خېبر پښتونخواه په قبایلي ضلعو کې پولیس ځواک ته وده ورکوي او په وسلو يې سمبالوي

د جاويد خان لخوا

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د نومبر په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د پولیسو د نويو مرکزونو پرانسته کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د نومبر په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د پولیسو د نويو مرکزونو پرانسته کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- خېبر پښتونخواه (کی پي) پولیسو ته په دې وروستیو کې په ضم شويو قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډیرې اسانتیاوې چمتو کوي.

د ماليې لپاره د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل سلیم مروت د دسمبر په ۵ مه وويل، د خېبر پښتونخواه حکومت د روان مالي کال په جریان کې په ضم شویو ضلعو کې د پولیسو لپاره د پوليسو وړلو ۹ حفاظتي ګاډي (ای پي سيز)، ۷۱ يو کیبن والا او ۷ دوو کیبن والا ګاډي واخیستل."

سربیره پردې، د خېبرپښتونخواه حکومت په ضم شويو ضلعو کې د پولیسو د عملیاتو يونټ لپاره اوه روباټونه، د موبايل فون جام کولو ۲۷ آلات، ۱۱۳۳ پاکټ فونونه او نور مهم آلات او د ماین معلومولو ۱۰۰ آلات واخيستل.

مروت وویل، د خېبرپښتونخواه پولیسو "په قبایلي ضلعو کې پولیسو افسرانو ته ۳۵۸۴۰ یونیفورمونه ورکړل."

د خېبر پښتونخواه د پوليسو آی جي پي ثناء الله عباسي وویل، د خېبر پښتونخواه پولیس يو مسلکي ځواک دی چې د چيلنجونو د مقابلې لپاره روزل شوی او په وسلو سمبال شوی دی.

هغه وویل، چارواکي به "ټولې موجوده سرچينې وکاروي چې د پولیسو اداره د پرمختللي ټیکنالوژۍ سره سمبال کړي."

هغه سينير افسرانو ته لارښوونه وکړه چې په ضم شويو ضلعو کې د پولیسو په پرمختیايي پروژو باندې کار تيز کړي.

په نومبر کې په یوې غونډه کې، د سیمه ایزو پولیسو ټولو افسرانو عباسي ته د پولیس لاينونو، د پولیسو مرکزونو، د پولیسو پوسټونو جوړولو او همدارنګه د پولیسو د ځواک لپاره د وسلو، تجهیزاتو او مخابراتو سیسټم اخيستلو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل.

د اوسیدونکو هیلې پوره کول

عباسي وویل، "په ضم شويو ضلعو کې د پولیسو اصلاح کول زموږ لومړیتوب دی چې په سیمو او هیواد کې تلپاتې سوله يقيني کړو."

هغه وويل، د خېبرپښتونخواه حکومت په دې وروستیو کې ۱۰۰ مليونه روپۍ (۶۲۳۶۴۰ آمريکايي ډالره) منظورې کړې دي چې پوليس له پرمختللي وسایلو، وسلو، امنیتي تجهیزاتو، مخابراتي تجهیزاتو او ګاډو سره سمبال کړي او دا به ډیر ژر نور فنډونه هم تصویب کړي.

عباسي وویل، "موږ به په ضم شويو ضلعو او د خېبر پښتونخواه په نورو سيمو کې د پوليسو ځواک ته د وړلو حفاظتي ګاډي او ټیکنالوژي چمتو کړو."

هغه وویل، د فدرالي حکومت تر واک لاندې قبایلي سیمو (فاټا) اوسیدونکي د پوليسو نه ډیرې هیلې لري.

د اورکزۍ ضلعې د پولیسو افسر نثار احمد وویل، "موږ د پولیسو ډیر مرکزونه او پوسټونه جوړ کړي او له ننګونو سره د مقابلې لپاره ځواک مو په عصري ټیکنالوژۍ او وسلو سمبال کړی دی."

هغه وویل، د قبایلي ضلعو اوسیدونکي خوشحاله دي چې د پولیسو ځواک پخوانۍ فاټا ته غځول شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500