جرم او انصاف

د خیبرپښتونخواه په قبایلي ضلعو کې نوي عدالتونو او پولیسو د انضمام د برخې په توګه کار پيل کړو

د جاويد خان لخوا

د پیښور پولیس افسران د مارچ په لومړۍ نيټه د خیبر ضلعې په کارخانو مارکیټ کې پولې ته نژدې ګشت کوي. [جاوید خان]

د پیښور پولیس افسران د مارچ په لومړۍ نيټه د خیبر ضلعې په کارخانو مارکیټ کې پولې ته نژدې ګشت کوي. [جاوید خان]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) په قبايلي ضلعو کې عدالتونه جوړ شوي او کار يې پيل کړې، په داسې حال کې چې سیمه ییز چارواکي دغه سیمې ته ملکي پولیس غځوي.

اجمل خان وزير، چې د خیبرپښتونخواه حکومت وياند او د ضم شويو ضلعو په هکله د خیبرپښتونخواه د وزیر اعلی سلاکار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ډیرو قومونو غړو خوب هغه وخت ريښتيا شو کله چې منظم محکمو د مارچ په ۱۱ مه کار پیل کړو او خلکو د انصاف لپاره يو فورم ترلاسه کړو."

دا اقدام د پخوانۍ فاټا په قامي بهير کې د شاملولو يوه برخه ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د خیبرپښتونخواه سره ضم شو. تر اوسه پورې په فاټا کې هیڅ عدالتي سیسټم شتون نه لرلو.

قومي غړي د يو ظالمانه، جلا قانوني سیسټم، د استعماري دور د سرحدي سيمو د جرمونو مقرارت (ايف سي آر)، تابع ول چې د فاټا د ضم کيدو سره ختم شو.

کامران بنګش، چې د خيبر پښتونخواه د وزير اعلی ځانګړی مرستيال او د کابينې غړی دی، د مارچ په ۱۳ مه د کابينې د غونډې نه وروسته پاکستان فارورډ ته وويل، "محکمو ته د لاسرسۍ په اړه په تفصیل سره بحث وشو، او د پولیسو افسرانو لومړۍ ډله چمتو ده چې ضم شويو ضلعو ته لاړه شي.

بنګش وویل، "وزیر اعلی د ضم کيدو د پروسې د ګړندې کولو امر کړی دی، او دا پریکړه وشوه چې د قبایلي سیمو مسلې به د کابینې په غونډو کې تر ټولو زيات لومړیتوب ولري، چې باید هر ۱۵ ورځې وروسته به ترسره کيږي."

په کيسونو کار روان دی

کابینې د مارچ په ۱۳ مه په يوې غونډه کې د دریو غړو يوه کمیټي جوړه کړه چې د هغو کيسونو فيصله وکړي چې د ايف سي آر لاندې ثبت شوي وو.

کابینې همدا راز پریکړه وکړه چې ډپټي کمیشنران به په خپلو ضلعو کې د دايمي محکمو د ځایونو لپاره انتظامات وکړي، ځکه چې په نږدې ضلعو کې عارضي عدالتونه به یوازې د دوو میاشتو لپاره کار وکړي.

تقريباََ ۲۸ عدالتي افسرانو -- د اوو ډسټرکټ او سيشن ججانو په ګډون -- او ۱۴ سول ججانو په نویو ضم شويو ضلعو کې خپلې څوکۍ سمبال کړي دي. شاهد خان په خیبر، اصغر شاه په اورکزۍ، اسد حميد په مهمند، نصرالله خان په باجوړ، صلاح الدين په کرم، کريم ارشد په جنوبي وزيرستان او ممرازي خان په شمالي وزيرستان کې د سیشن جج په توګه ټاکل شوي دي.

پيښور هايي کورټ د مارچ په ۲ مه په دغه ضلعو کې د تعينات شويو عدالتي افسرانو لپاره د پوهاوي يوه غونډه ترسره کړه.

سينير سول جج ظفرالله خان د مارچ په ۱۱ مه د خيبرپښتونخواه په نويو محکمو کې لومړنی کيس واورېدلو. دا کيس په يونيورسټۍ کې د يو طالب علم د داخلې سره تعلق لرلو.

د پولیسو نوي سټیشنونه تصویب شول

د خیبرپښتونخواه حکومت د مارچ په ۸ مه په ضم شويو ضلعو کې د ۲۵ پوليس سټيشونونو پرانيستل منظور کړل، چې په لومړيو کې به لږ تر لږه په هر سب ډويژن کې يو پوليس سټيشن جوړ شي.

کوکب فاروق، چې د خيبر پښتونخواه د پوليسو وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "حکومت په ضم شويو ضلعو کې د ۲۵ پوليس سټيشنونو د جوړولو منظوري وروسته له هغې ورکړه کله چې پوليسو سمري واستوله او هوم ډیپارتمنټ منظوره کړه."

د فاروق په وینا، خیبر، مهمند، کرم، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې به درې پولیس سټیشنونه ترلاسه کړي. باجوړ او اورکزۍ به دوه پوليس سټيشنونه ترلاسه کړي. یو سټیشن په داره زنده، جندولا، حسن خیل، دره آدم خېل، وزير او بھټاني سرحدي سیمو کې منظور شوی دی.

د خیبرپښتونخواه حکومت په قبایلي سیمو کې د خیبرپښتونخواه د جيلونو د ډیپارټمنت لاندې ۱۳ جيلونه ذيلي جيلونه وګرځول او په دغه ځايونو کې يې د ۱۵۲ پرسونلو د ځای پرځای کولو لپاره د پلان اعلان وکړو.

د خيبر پښتونخواه حکومت د مارچ په لومړيو کې وويل، جنوبي وزیرستان به د ډیره اسماعیل خان سيمې د پوليسو برخه وي، شمالي وزیرستان به د بنو رينج، کرم به د کوهاټ رينج، خیبر به د پيښور رینج، مهمند به د مردان رينج او باجوړ به د ملاکنډ رينج سره وي.

انتظامي جوړښټ سیمه ایز پولیس افسرانو ته اجازه ورکوي چې په دې ضلعو کې د پولیسو رسمي نظارت پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کوم مقررات یا قانون به په نويو ضم شويو سيمو کې پلي شي؟

ځواب

دا خو بالکل ظلم دی بلکې تاسو خو د قبايلي په حقوقو ډاکه اچولې ده، مونږ ته دا نضمام بیخي منظور نه دی.

ځواب

Ho

ځواب