امنیت

د وانا قبايلي اوسیدونکو د خیبرپښتونخواه سره د ضم کيدو وروسته د لومړي پوليس سټيشن هرکلی وکړ

د سيد انصار عباس لخوا

د جنوبي وزيرستان اوسيدونکي د جون په ۱۰ مه په وانا کې د لومړي پوليس سټيشن مخې ته روان دي. [د سيد انصار عباس نه په مننه]

د جنوبي وزيرستان اوسيدونکي د جون په ۱۰ مه په وانا کې د لومړي پوليس سټيشن مخې ته روان دي. [د سيد انصار عباس نه په مننه]

پیښور -- د خيبر پښتونخواه (کی پي) حکومت د می په وروستيو ورځو کې د جنوبي وزیرستان په وانا کې د لومړي او يو فعال پوليس سټيشن پرانیسته وکړه، چې دا يو داسې نوښت دی چې د ضلعې قبايلي مشرانو او اوسيدونکو يې هرکلی وکړو.

دا سټيشن وروسته له هغې پرانيستل شو کله چې د خيبرپښتونخواه حکومت د مارچ په مياشت کې د پخونۍ فاټا او سرحدي سيمو په ټولو ضلعو کې د ټولټال ۲۵ پوليس سټيشنونو جوړول منظوري ورکړه.

کرنل محمد اعجاز، چې د جنوبي وزيرستان د سکاوټس کمانډنټ دی، د جون په ۱۵ مه د دې پوليس سټيشن پرانيسته وکړه.

د صوبې په نورو برخو کې د پولیس ځواک برعکس، په قبایلي سیمو کې به پولیس د قومي رواجونو او دودونو مطابق تور شلوار او قميص د یونیفارم په توګه واغوندي.

د پولیسو چارواکي د جون په ۱۰ مه په جنوبي وزیرستان کې په لومړي پوليس سټيشن کې دننه ناست دي. [د سيد انصار عباس نه په مننه]

د پولیسو چارواکي د جون په ۱۰ مه په جنوبي وزیرستان کې په لومړي پوليس سټيشن کې دننه ناست دي. [د سيد انصار عباس نه په مننه]

د خيبر پښتونخواه د پوليسو وياند، کوکب فاروق، وويل، دا پوليس سټيشن په هغه قلعه کې جوړ شو کوم چې د فرنټير کور ځواک خالي کړې وه.

فاروق وویل، "د وانا پولیس سټیشن په بشپړ ډول فعال دی او په سيمه کې ګشت پیل شوی دی." "نور نوي پوليس روزل کیږي څو دا يقيني کړي چې د قانون او نظم وضعیت تر کنټرول لاندې وي."

د خیبرپښتونخواه حکومت په مارچ کې وویل، په خیبر، مهمند، کرم، شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان کې به درې پولیس سټیشنونه جوړ شي. په باجوړ او اورکزۍ کې به دوه پوليس سټيشنونه جوړ شي، په داسې حال کې چې د دره زندې، جندولې، حسن خیل، دره ادم خېل، وزیر او د بھټاني پخوانيو سرحدي سیمو لپاره يو يو پوليس سټيشن منظور شوی دی.

فاروق محسود، چې په لډا کې يو ځايي ژورناليسټ دی، وويل، قبايلي خلک په وانا کې د لومړي پولیس سټیشن هرکلی کوي.

هغه وويل، "قبايلي غړي د پوليس سټشين جوړلو له کبله د حکومت نه خوشحاله دي." موږ په قبايلي ضلعو کې داسې نور پوليس سټيشنونه او روزل شوي پوليس پرسونل غواړو."

په ۲۰۱۸ کال کې د خيبر پښتونخواه سره د قبیلي ضلعو ضم کيدلو د بریتانیې د استعمار د وخت د سرحدي جرمونو مقررات (ايف سي آر) ختم کړل او قبايلي ضلعو ته يې هغه قوانین وغځول چې د ټول هیواد په نورو سیمو کې عملي دي.

جنداد وزير، چې په وانا بازار کې پيزار خرڅوي، وويل چې هغه ډير خوشحاله شو کله چې هغه د پولیسو لومړی سټیشن ولیدو.

هغه وویل، "دا زموږ آرمان وو، چې اوس یو حقیقت دی."

وزير وويل، "هيله من يم چې پوليس به په کار کې له فشار سره مخامخ نه شي؛ زموږ د قومي دودونو له امله د جرم کچه ډېره ټيټه ده." "موږ د دې نوي نظام د بریالیتوب لپاره دعا کوو."

د فاټا وروسته امنیت

ملک غلام وزير، چې په شمالي وزیرستان کې د پي کی ۱۱۲ ميران شاه نه د صوبايي اسمبلۍ غړی دی، وویل، قبايلي غړو د ایف سي آر د ختمولو لپاره د اوږدې مودې راهيسې جګړه کړې ده او قبایلي خلک په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو لومړي سټیشن له ليدلو سره خوشحاله دي."

اسد الله شاه داوړ، چې د شمالي وزيرستان د ځوانانو د تنظيم وياند دی، وويل، ځايي پوليس لرل او د هغوی لخوا هغه قوانين پلي کول چې د هېواد په نورو برخو کې عملي دي، د سيمې د ځوانو اوسيدونکو لپاره د پرمختګ ګام دی.

د فاټا د دور په جریان کې، "موږ 'احساس کمتري' لرله." "اوس موږ خوشحاله يو چې مونږ سره به د هغه قانون لاندې چلند وکړی شي لکه څنګه چې د پاکستان په نورو برخو کې د اوسیدونکو سره کيږي."

داوړ په قبايلي ضلعو کې د نورو پولیس سټیشنونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د شمالي وزيرستان يو خبريال، رسول داوړ، وويل، پوليس سټيشن جوړول په خيبرپښتونخواه کې د نوي انتظامي جوړښت په لور د تګ يوه مهمه برخه ده.

هغه وويل، په ورته وخت کې، "موږ زيات پولیس سټیشنونه غواړو چې د ايمانداره، ښه روزل شوو پولیسو سره سمبال وي چې د قومونو سره په مهارت سره معامله وکړي او د قانون او نظم عادي حالت وساتي."

محمد جمال الدين، چې د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی دی، وويل، هغه په وانا کې د پوليس سټيشن د جوړولو ستاينه کوي، خو هغه په دې ضرورت ټينګار وکړو چې حکومت دې د اصلاحاتو لپاره هلې ځلې وکړي.

هغه وويل،" که څه هم، موږ په قبایلي ضلع کې د پولیس سټیشن چمتو کولو لپاره له حکومت څخه مننه کوو، خو موږ غواړو چې په قبایلي ضلعو کې نور اصلاحات ژر تر ژره پلي شي."

جمال الدين زياته کړه، "پوليس ښه سمبال شوی او په بشپړه توګه روزل شوی ځواک دی، او قبايلي اوسيدونکي هيله لري چې په راتلونکي کې به د قانون او نظم وضعيت ښه شي." "قبايلي غړي به د حکومت په واک ساتلو کې د نوي [پوليس] ځواک سره مرسته وکړي."

د اورپکۍ سره مبارزه کول

ګل داد خان، چې د باجوړ ضلعې نه د قومي اسمبلۍ غړی دی، وويل، قبايلي مشران په قبايلي ضلعو کې د پوليسو د نوي سټيشنونو ملاتړ کوي، چې دا به نه يوازې د قانون او نظم وضعيت يقيني کړي، بلکې په سيمه کې به د اورپکۍ پر وړاندې په جګړه کې هم مرسته وکړي.

هغه په يوې مرکه کې وويل، "پولیس ښه روزل شوي دي، تعليم يافته دي او د قانون او نظم ساتلو لپاره وړتیا لري، په داسې حال کې چې دوی د ځايي قانون په اړه پوهه لري چې د قبايلي غړو سره په آرام سره معامله وکړي."

خان وويل، د هغوى د ښه معاش له کبله، "د منظم پوليس ځواک د برخې په توګه د پوليسو پروموشن او رينک امکانات بهد ليوي ځواک، چې ښه نه دي روزل شوي، په پرتله د دوی د دندې سره په بشپړه توګه تړل شوي وي."

هغه وویل، "موږ هیله لرو چې د حکومت واک به په قبایلي ضلعو کې د پولیسو د مرکزونو بشپړولو وروسته بحال شي." "په قبايلي سيمو کې د پوليسو د مرکزونو او پوليسو د شتون سره به موږ توان ولرو چې دا يقيني کړو چې په دې سيمه کې ممکنه اورپکي ختمه کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500