امنیت

د تیرا قبایلو د میدان جومات په بیا پرانستل کېدلو خوشحالي ښکاره کړه

د ظاهر شاه شيرازي رپورټ

د میدان باغ جومات له مرمت او شپږ کاله وروستو د عامو خلکو لپاره له پرانستل کیدلو نه وروسته په جنوري ۲۰۱۹ کال کې له بشپړ ګنجايش سره لیدل کيږي. په تیرا وادي کې دا جومات د وسله والو جګړه مارو ترمنځ د جګړې نه ورسته ويجاړ شوې وو کله چې دوی په ۲۰۱۳ کال کې په سیمه کې د کنټرول لپاره په جګړه کې بوخت وو. [ظاهر شاه شیرازي]

د میدان باغ جومات له مرمت او شپږ کاله وروستو د عامو خلکو لپاره له پرانستل کیدلو نه وروسته په جنوري ۲۰۱۹ کال کې له بشپړ ګنجايش سره لیدل کيږي. په تیرا وادي کې دا جومات د وسله والو جګړه مارو ترمنځ د جګړې نه ورسته ويجاړ شوې وو کله چې دوی په ۲۰۱۳ کال کې په سیمه کې د کنټرول لپاره په جګړه کې بوخت وو. [ظاهر شاه شیرازي]

تیرا -- د دهشت ګردو د جګړو د وجې د خیبر ایجنسۍ د تیرا درې نه د تښتیدلو نه شپږ کاله وروسته، دولت خان خوشحاله دی چې بيرته په کور کې دی.

د ۵۸ کالو قبايلي کس، چې ږيره او ویښتو یې له هغه وخت راهيسې سپین شوي دي کله چې هغه سعودي عرب ته لاړو، بیرته خپل پخواني نورمال حالت ته راستون شوی دی، لکه د بادلرونکي سهار او د خپل اصلي کلي میدان د رنګینه او په زړه پورې منظر نه خوند اخيستل.

دا ډیره د اهمیت خبره ده چې، خان یوځل بیا د اکتوبر په ۱۸مه د مرکزي میدان په باغ جومات کې د جمعې په مونځ کې برخه واخیسته.

هغه د خپلو زامنو او لمسیانو سره د تيارۍ په وخت وویل، "زه نن د اوو کاله نه وروسته د اختر مانځه لپاره ځم، ځکه چې د میدان جومات هغه وخت بند شوی وو کله چې زه د تیرا وادي نه لاړم."

په تیرا وادی کې میشت قبايلي خلک د جنورۍ په میاشت کې د جمعې د مانځه لپاره تیاری کوي. [ظاهر شاه شیرازی]

په تیرا وادی کې میشت قبايلي خلک د جنورۍ په میاشت کې د جمعې د مانځه لپاره تیاری کوي. [ظاهر شاه شیرازی]

د پوځ یو سرتیری د جنورۍ په میاشت کې د میدان باغ جومات نه بهر چمتو ولاړ دی. [ظاهر شاه شیرازي]

د پوځ یو سرتیری د جنورۍ په میاشت کې د میدان باغ جومات نه بهر چمتو ولاړ دی. [ظاهر شاه شیرازي]

خان وویل، "نن ورځ زه احساس کوم چې زما کلی آزاد دی او زما کورنۍ بیرته کور ته راستنه شوې ده، او موږ بیرته د ویرې نه بغير د خپلو ملګرو سره یم."

هغه زیاته کړه، "ما اوریدلي دي چې د میدان جومات شپږ کاله وروسته د دې جنورۍ په میاشت کې چې زه بهر وم پرانستل شو، او نن زه د اوو کلونو نه وروسته د جمعې مونځ ادا کوم، نو له دې وجې هر يو کس د خوشحالۍ احساس کولی شي."

د محلی قبايلو خلک د جنورۍ په میاشت کې د مرکزي جومات بیا پرانیستلو ته په سيمه کې د عادی حالت د بیرته راستنیدو د نښې په توګه ګوري.

دغه جومات په ۲۰۱۳ کال کې د لشکر اسلام (ايل آی) او انصار الاسلام (ای ايل) ترمنځ جګړې له امله ويجاړ شوی وو، چې دا یې د مرکزي دفتر په توګه کارولو. وروسته بیا د منع شوي تحریک طالبان پاکستان لخوا ونیول شو، چې په همدغه کال کې یې په نورو ډلو غلبه ترلاسه کړه.

تیرا وادي، د خرابو مواصلاتو او د سړکونو د نه موجودیت له امله متاثره شوې وه، او د القاعدې او داعش په شمول د ټولو دهشت ګردو لپاره خوندي پټنځای پاتې شوې وو.

د پاکستان پوځ د اکتوبر ۲۰۱۴ کال نه تر جولای ۲۰۱۷ کال پورې د یو لړ عملیاتو وروسته زياتره وسله وال وشرل.

خیبر عملیات ۴ په سیمه کې په جولای ۲۰۱۷ کال کې د ردالفساد عملیاتو د برخې په توګه پيل شول چې د ټي ټي پي نه جدا شوي ډله جماعت الاحرار له منځه يوسي، کومه چې په ستراتیژیکي راجګال وادي کې پټ شوې وه. دغه عملیات په دې میاشت کې وروسته له کاميابۍ سره پای ته ورسیدل.

تقريباََ یو نیم کال وروسته، د جنورۍ په ۲۵ مه، د تیرا درې قبایلي غړو په شپږو کالو کې په لومړي ځل په میدان جومات کې د اذان اواز واوریدلو.

عادی حالت ته راګرځیدل

د میدان باغ جومات پخوانې امام مولانا نورالحق د اکتوبر په ۱۸مه یو ځل بیا د جمعې مونځ امامتي وکړه او د امنیتی ځواکونو یې شکريه ادا کړه چې د دې جومات مرمت يې وکړو او بيا يې وپرانيستلو.

هغه په خپله خطبه کې په سولې او اسلام باندې تمرکز وکړو او له قبایلي خلکو څخه یې وغوښتل چې د هغو وسله والو پر وړاندې متحد شي کومو چې د وادۍ امن تباه کړی او زرګونه اوسیدونکي یې بې کوه کړي دي.

هغه وویل چې په زرګونو قبایلي خلک لکه هغه پخپله وروسته له هغې منځني ختیځ او په خلیج کې نورو هیوادونو ته لاړل چې د خپلو کورنيو لپاره روزي وګټي کله چې ترهګرو د دوی ځمکې، څاروي او کاربارونه قبضه کړل.

هغه اطمینان څرګند کړ چې ترهګر له منځه وړل شوي دي او بازارونه او کاروبارنه بیرته د معمول په توګه فعاليت کوي.

د خان وراره زرګل افریدي د ۱۲ کالو وو چې هغه د میدان په جومات کې مونځ کړې وو. اوس د ۱۸ کالو د ځوان په توګه، هغه خوشحاله دی چې د جمعې مونځونه ادا کړي.

هغه وویل، د جومات بیا پرانستل "د میدان د خلکو لپاره تاریخي کار دی، ځکه چې دا جومات زموږ لپاره د یووالي نښه ده."

نور رحمان آفریدي، چې یو قبایلی کس دی او پنځه کاله وروسته د قطر، دوحه نه تیرا ته راستون شوې دی، هم په سیمه کې د امن د بيرته راتلو ستاینه وکړه.

هغه وویل، "موږ د امن د راوستلو لپاره د پوځ د کوششونو قدر کوو او دې ته د خپل ټول ملاتړ ډاډ ورکوو، خو دا هم مهمه ده چې د حکومت اداري واک پاتې شي او د حکومتدارۍ مناسب نظام بحال شي."

رحمان ګل، چې د خپلو لمسیانو په مرسته جومات ته راغلې وو، وویل، "هغه ډیر خوشحاله وو چې دلته يې يبا مونځ وکړو."

هغه وویل، "ما احساس وکړو چې زه به بیا توان ونه لرم چې دلته مونځ وکړم ځکه چې دهشت ګردو جګړمارو څو کاله مخکې دا ويجاړ کړې وو، خو موږ د پوځ شکريه ادا کوو چې امنیت يې بيا بحال کړې دی او مونږ ته يې بيا د مونځ کولو اجازه راکړې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500