تروريزم

پاکستان په تروريستي بریدونو کې وژل شويو پولیس افسرانو ته دروناوی وړاندې کوي

د جاويد خان لخوا

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ښي اړخ ته) د اګست په څلورمه په پېښور کې هغه پولیس افسرانو ته سلامي وړاندې کوي چې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي وو. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ښي اړخ ته) د اګست په څلورمه په پېښور کې هغه پولیس افسرانو ته سلامي وړاندې کوي چې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي وو. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- په ټول پاکستان کې د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۴مه) د شهيدانو د ورځې په موقعه هغه پاکستاني پولیس افسرانو ته درناوی وړاندې کړی شو کومو چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د مردان ضلعې د پولیسو افسر (ډي پي اُو) زاهدالله جان وویل، "دغه ورځ د هغه پولیسو افسرانو قبرونو ته د سلامۍ په وړاندې کولو سره پیل شوه کوم چې په ځانمرګي بریدونو، بمي چاودنو، راکټي حملو او هدفي وژنو کې وژل شوي وو."

هغه وویل، د قران تلاوت تقريباََ په ټولو ښارونو کې ترسره شو، په داسې حال کې چې په هیواد کې د سولې او د شهيد شويو اتلانو د روحونو د تلپاتې آرام لپاره غوښتنه وشوه.

چارواکو د کورونا ويروس ناروغۍ د پروتوکولو له امله د لویو غونډو د جوړولو نه ډډه وکړه.

د لکي مروت ضلعې د پولیسو افسر عبدل الرووف قیصراني (په منځ کې) د اګست په ۴مه په لکي مروت کې وژل شويو پولیس افسرانو ته درناوی وړاندې کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د لکي مروت ضلعې د پولیسو افسر عبدل الرووف قیصراني (په منځ کې) د اګست په ۴مه په لکي مروت کې وژل شويو پولیس افسرانو ته درناوی وړاندې کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د پېښور اوسیدونکي او پولیس چارواکي د اګست په ۴مه په یو جومات کې د شهيد شويو پولیسو لپاره دعا کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د پېښور اوسیدونکي او پولیس چارواکي د اګست په ۴مه په یو جومات کې د شهيد شويو پولیسو لپاره دعا کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د مردان ضلعې د پوليسو افسر زاهد الله جان په مردان کې د اګست په ۴مه د شهيد شوي پوليس د زوی سره خبرې کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د مردان ضلعې د پوليسو افسر زاهد الله جان په مردان کې د اګست په ۴مه د شهيد شوي پوليس د زوی سره خبرې کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د پېښور د کلیوالو سيمو لپاره د پولیسو سپرنټنډنټ وقار احمد وویل، "ما د نورو چارواکو سره د ساجد خان مهمند شهید قبر ته سلامي وړاندې کړه، چې په جولای ۲۰۱۷ کال کې د بلوچستان په قلعه عبدالله کې په یو ځانمرګي برید کې شهید شوی و."

هغه زیاته کړه، په ټوله صوبه کې د شهیدانو د ورځې په مناسبت شهید شويو پولیسو ته د درناوي ورکولو لپاره لوی تصویرونه او بینرونه ښودل شوي وو.

خېبرپښتونخواه په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې د صفوت غیور د مرګ د کليزې په موقعه شهيد شويو پولیس افسرانو ته درناوی وړاندې کړو.

غیور، چې د پاکستان ترټولو ښکلی پولیس افسر و، د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۴مه په پېښور کې د خپل دفتر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

د سولې لپاره قربانۍ

اوس، په ټول هیواد کې د شهيدانو ورځ لمانځل کيږي.

د خېبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي او د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور د دې کال د مراسمو د لمانځلو لپاره د غیور قبر ته سلامي وړاندې کړه.

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان د درناوې وړاندې کولو په مراسمو کې وویل، "په تیرو څو کلونو کې د پولیسو او د نورو ځواکونو د منسوبینو قربانیو له امله په هیواد کې سوله بیرته بحال شوې ده."

هغه وویل، د خېبرپښتونخواه حکومت ډيره هڅه کوي چې د شهيد شويو اتلانو او همدارنګه د هغو کورنیو پاملرنه وکړي کوم چې د دندو د ترسره کولو پرمهال سخت ژوبل شوي دي.

خان وویل، "په هیواد کې په ځانګړي توګه په خېبرپښتونخواه کې د پولیسو زړورتیا بې مثاله ده، او موږ پرې فخر کوو."

له ۱۹۷۰ راهیسې، د خېبر پښتونخواه له ۱،۸۰۰ څخه ډیرو پولیس افسرانو خپل ژوند په ځانمرګي بریدونو، بمي چاودنو، هدفي وژنو او جنايتکارانو سره په جګړو کې له لاسه ورکړی دی.

په پنجاب او نورو صوبو کې پولیسو د هغه افسرانو قبر ته سلامي وړاندې کړه چې خپل ژوند یې قرباني کړی.

په راولپنډۍ کې د سیمه ییزو پولیسو افسر سهیل حبیب تاجک وویل، "موږ قرآن خواني [د قران تلاوت] ترسره کړه او د خپلو شهیدانو قبرونو ته مو سلامي وړاندې کړه ځکه چې موږ هغه عالي قرباني هیرولی نه شو چې دوی د خپل هیواد لپاره وړاندې کړې وه."

د دفاع لومړۍ کرښه

د پاکستان پوځ هم د شهیدانو د ورځې په موقعه خپلو هغه پرسونلو ته درناوی وړاندې کړو کوم چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې وژل شوي و.

د پوځ ویاند ميجر جنرل بابر افتخار ټویټ وکړو، "د دندې په دوران کې، دوی د مرستې لپاره لومړي ځواب ویونکي دي او هرې غوښتنې ته یې په هدف او ویاړ سره ځواب ورکړو."

د پېښور یو امنیتي شنونکي او د پولیسو پخواني انسپکټر جنرل ظریف الله خان وویل، پاکستان خوش قسمته دی چې داسې امنیتي ځواکونه لري چې دومره زړور دي چې د سولې لپاره حتمي قربانۍ ورکوي.

هغه وویل، "داسې ورځې وې چې ترهګريزې پیښې به هره ورځ رامينځته کيدې، خو زموږ د پولیسو او سرتیرو قربانیو امنیت بیرته بحال کړی دی."

د پنجاب پخواني وزیر اعلی او او سينير سياسي مشر شهباز شریف ټویټ وکړو، "پولیس افسران او سرتیري نا ستايل شوي اتلان دي چې د ترهګرۍ پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې خپل ځانونه قرباني کړي دي."

هغه وویل، "د پولیسو شهیدانو په ورځ، موږ شهيدانو ته د ندې په دوران کې د هغوی د زړورتیا او حوصلې له امله درناوی وړاندې کوو."

"ملت به تل د دوی احسان مند وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500