تروريزم

خیبرپښتونخوا د پولیسو د شهیدانو په ورځ شهيد شوي اتلانو ته درناوی وړاندې کوي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود (په منځ کې) د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۴ مه د پولیسو شهیدانو په ورځ په پیښور کې په ملک سعد شهید پولیس لاينونو کې د شهیدانو په یادګار باندې د ګلونو ګيډۍ ږدي. [د خيبر پښتونخوا د پولیسو نه په مننه]

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود (په منځ کې) د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۴ مه د پولیسو شهیدانو په ورځ په پیښور کې په ملک سعد شهید پولیس لاينونو کې د شهیدانو په یادګار باندې د ګلونو ګيډۍ ږدي. [د خيبر پښتونخوا د پولیسو نه په مننه]

پیښور -- خیبر پښتونخوا د جمعې په ورځ (د اګست په ۴ مه) هغه پولیسو ته باج ورکړو کومو چې په هیواد کې د سولې د راوستو لپاره قربانۍ ورکړي دي.

د پولیسو شهیدانو ورځ د پولیسو د انسپکټر جنرل او فرنټير کانسټبلري کمانډنټ صفوات غيور د مرګ د کلیزې په موقع لمانځل کیږي. صفوات د پولیسو تر ټولو سينير افسر وو چې په صوبه کې وژل شوی وو. غيور په پيښور کې په ۲۰۱۰ کال کې د اګست په ۴ مه د تحريک طالبان پاکستان په ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

د سږ کال یادونه د جونير او سينير پولیسو افسرانو سره پیل شوه چې د شهيد شوي اتلانو قبرونه ته یې سلامي وړاندې کړه.

په پیښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ سجاد خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د مرکزي ښار د پولیسو افسر [محمد طاهر] د صفوات غيور قبر ته سلامي وړاندې کړه او ما سهار د ساجد خان مهمند قبر ته ته سلامي وړاندې کړه."

د ډیرا اسماعيل خان د پولیسو افسران د جولای په ۳۱ مه د پولیسو شهیدانو د هفتې په موقع وینه ورکوي. [جاوید خان]

د ډیرا اسماعيل خان د پولیسو افسران د جولای په ۳۱ مه د پولیسو شهیدانو د هفتې په موقع وینه ورکوي. [جاوید خان]

ساجد خان مهمند په بلوچستان کې د قلعه عبدالله ډسټرکټ د پولیسو افسر وو. هغه د جولاى په ۱۰ مه په چمن کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

خان وويل: "په خيبر پښتونخواه کې د نورو افسرانو قبرونو ته سلامي ورکړل شوه چې هغوی ته د هغوی د لوى قربانۍ له کبله باج ورکړي."

پکار ده چې د پولیسو قربانۍ ضایع نه شي

په پېښور کې په نشتر حال کې یو لوی پروګرام ترسره شو، چیرته چې د پولیسو سينير افسرانو، سیاسي مشرانو او نورو کسانو شهيد شوي اتلانو ته باج ورکړو.

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه په ټویټر باندې په یو پوسټ شوي بیان کې پولیسو او پوځي شهیدانو ته سلامي وړاندې کړه. هغه وويل: "زموږ قربانۍ بايد ضايع نه شي."

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک وویل چې پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو په پاکستان کې د سولې د راوستلو لپاره د ترهګرو پر وړاندې لویې قربانۍ ورکړي دي.

هغه د پولیسو د شهیدانو د ورځې په موقعه په يوه غونډه کې وویل: "دا د خیبرپښتونخوا د پولیسو او امنیتي ځواکونو قربانیو وجه ده چې په صوبه کې زیاتره سوله بیا بحال شوې ده."

د خیبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا هم د پولیسو او امنیتي ځواکونو د قربانیو او د سولې د بیا بحالۍ لپاره د کوششونو ستاینه وکړه.

د پولیسو شهیدانو هفته

د خیبرپښتونخوا پولیسو د شهیدانو اونۍ لمنانځل د دوشنبې په ورځ د یو شمير پروګرامونو ترسره کولو سره پيل کړل چې په دې کې ريلي، د شهيد شوي پولیسو د کورنیو لپاره تفریحی پروګرامونه، شمعې بلول، د قران تلاوت او د وینې ورکولو کمپاينونه شامل دي.

د ډيره اسماعيل خان د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل فدا حسن شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د شهیدانو اونۍ په سلسله کې په ډیر اسماعیل خان کې جولای په ۳۱ مه د وینې ورکولو د يو کيمپ انتظام وکړو چې په دې کې ډیرو پولیسو او نورو کسانو وینه ورکړه."

په هنګو کې د پولیسو اکاډمۍ د شهیدانو د اونۍ په اړه د واک او تقريري مقابلې انتظام وکړو، چې په دې کې د کوهاټ ډي آی جي اول خان د ۲۶۰ پولیسو زده کونکو سره لیدنه وکړه.

د هنګو اکاډمۍ کمانډنټ، فصيح الدین، پاکستان فارورډ ته وویل، "دوی د شهيد شوي پوليسو زامن وو او يا وروڼه وو کوم چې د ډيوټۍ په دوران کې وژل شوي وو او صوبايي حکومت د شهیدانو لپاره د پيکيج د یوې برخې په توګه بهرتي کړي وو."

ښځینه خپلوان هم د دې پوسټ لپاره مستحق دي، خو تر اوسه پورې هیچ چا د دې لپاه اپلايي نه ده کړې.

د پولیسو چارواکوپه پیښور کې په چاچا يونس پارک او په حيات آباد کې په ريګي کې د شهيدانو د هفتې په موقع دغه ورځ د شهيد شوي پولیسو د ماشومانو او د کورنۍ د نورو غړو سره ولمانځله.

سی سی پی او طاهر، ایس ایس پی سجاد خان او د پوليسو نورو سينير افسرانو د خپلو کورنیو سره د شهیدانو ماشومانو سره وخت تیر کړو.

طاهر وويل، د پېښور پوليسو د نورو ډسټرکټونو په پرتله زياتې قربانۍ ورکړي او په هېواد کې د سولې د بيا بحالۍ لپاره د زياتو قربانیو ورکولو په اړه ژمن دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه کسانو چې خپل ژوندونه يې قربان کړي دي، اتلان دي، او مونږ غواړو چې د هغوی پيروي وکړو. هغوه زياته کړه چې د هغه افسرانو قربانۍ چې د ډيوټۍ په دوران کې مړه شول هيرول کيدې نه شي."

هغه وويل، "د پیښور پولیسو د وینې ورکولو کيمپونه ولګول، د لاريونونو او د شمعې څراغونو انتظام يې وکړو او د شهیدانو د کورنیو سره یې وخت تېر کړو."

عثمان خان، چې د حيات آباد پخوانې ناظم دی، د سولې په بیا رغاونې کې د پولیسو د رول ستاینه وکړه.

خان په حيات آباد کې په یو پروګرام کې د خطاب په دوران کې وویل: "هغه کسانو چې ژوند يې قرباني کړو او نور هغه کسان چې زموږ ساتنه کوي، زموږ اتلان دي."

د پولیسو د شهیدانو معاوضه زیاتول

د خیبرپښتونخوا حکومت د پنجشنبې په ورځ د هغه پوليسو د کورنيو لپاره په معاوضه کې د پام وړ زياتوالي اعلان وکړو کوم چې د ډيوټۍ په دوران کې مړه شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "په مجموعي توګه د شهیدانو معاوضه نږدې دوه برابره شوې ده."

محسود وويل: "موږ د حکومت سره د اوږدې مودې لپاره کار کړى دى چې دا پيکيج زيات کړي ځکه چې نورو صوبو له مخکې نه دا زيات کړی دی." هغه زياته کړه، باالاخر دا د اګست په ۳ مه منظور شو.

هغه وويل، د خيبرپښتونخوا پوليسو د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې مهم رول لوبولی دی او د نورو ملکي ځواک نه يې زياتې قربانۍ ورکړي دي. د دوی د زړورتيا سربيره، د معاوضې پيکيچ د نورو صوبو په پرتله ډير زيات کم دی.

د نوي تصویب شوي پيکيج له مخې به اوس، د یو کانسټبل، هيډ کانسټبل، اسسټنټ سب انسپکټر، سب انسپکټر او يا انسپکټر ته د معاوضې پيکيج ۱۰ ميليونه روپۍ (۹۴،۹۰۰ امريکايي ډالره) ورکړل کيږي.

د پولیس ډپټي سپرنټنډنټ يا اسسټنټ سپرنټنډنټ کورنۍ به د معاوضي پيکيج ۱۵ ميليونه (۱۴۲،۳۵۰ امريکايي ډالره) ترلاسه کوي.

د ايس ايس پي، سينير ايس ايس پي، ډي آی جي او د دوی نه د ستر افسرانو د کورنۍ لپاره پیکيج ۲۰ ميليونه روپۍ ( ۱۸۹،۸۰۰ امريکايي ډالره) دی.

محسود وویل: "موږ د افسرانو يعني د کانسټبل افسرانو نه د ايډيشنل آی جي پي رينک پورې قربانۍ ورکړي دي. "هغوی زموږ اتلان دي او موږ نن هغوی یاد ساتو."

د پولیسو د ریکارډ له مخې، د ۱۹۷۰ راهیسې، د خیبرپښتونخوا پولیسو ۱،۶۴۴ افسران له لاسه ورکړي دي.

د ۲۰۰۶ کال راهيسې، په دوی کې، ۱،۲۶۱ پولیس په خیبرپښتونخوا کې په ځانمرګي بريدونو کې، د چاودیدونکو توکو په چاودنه کې، په بریدونو او د ترهګرو او سختو جنایتکارانو سره په نښته کې شهيدان شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پوليسو سره مينه لرم.

ځواب

د خيبر پښتونخوا پوليس په ټول پاکستان کې تر ټولو ښه پوليس دي. زه د کی پي کی پوليسو سره مينه لرم.

ځواب

هو

ځواب