امنیت

د خېبر پښتونخواه هغه افسران له نوي عزم سره بیرته راستنیږي چې په ترهګریزو بریدونو کې ژوبل شوي ول

د جاويد خان لخوا

ډي اېس پي عالمزیب خان، چې خپل ښي لاس یې په یو ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړی و او اوس یو مصنوعي لاس کاروي، د مارچ په ۹ مه په پېښور کې خپل موټر چلوي. [جاوید خان]

ډي اېس پي عالمزیب خان، چې خپل ښي لاس یې په یو ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړی و او اوس یو مصنوعي لاس کاروي، د مارچ په ۹ مه په پېښور کې خپل موټر چلوي. [جاوید خان]

پېښور -- په يو ځان وژونکي برید کې خپل ښي لاس له لاسه ورکولو سربیره، د فقير آباد د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ (ډي اېس پي) عالمزیب خان هره ورځ خپل کار له راځي.

هغه د خېبر پښتونخواه په هغه ګڼ شمير پولیسو افسرانو کې دی چې په ترهګریزو چاودنو او نورو بريدونو کې ژوبل شوي ول خو په دوامدارته توګه د خلکو خدمت او د صوبې ساتنه کوي.

خان په جنوري ۲۰۱۲ کال کې د نوښار ضلعې په اکوړه خټک کې په یو ځانمرګي برید کې ژوبل شوی و.

خان وویل، "موږ د یو ځانمرګي برید کونکي په اړه خبر ترلاسه کړو، او ما د سټیشن هاوس افسر [اېس اېچ او] اکوړه خټک په توګه، د خپل ټیم سره د بسونو تلاشي کوله کله چې هغه د خپل واسکټ چارچاپيره چاودیدونکي مواد وچول."

ډي اېس پي عالمزیب خان د مارچ په ۹ مه په پېښور کې په خپل دفتر کې کار کوي. [جاوید خان]

ډي اېس پي عالمزیب خان د مارچ په ۹ مه په پېښور کې په خپل دفتر کې کار کوي. [جاوید خان]

یوولس نور پاکستانیان ژوبل شول.

خان د خپل ښي لاس او د نورو زخمونو له لاسه ورکولو له کبله د څلورو میاشتو لپاره علاج ترلاسه کړو، خو هغه له ښه کيدو وروسته له ځواک سره يو ځای شو.

په نوښار، چارسده، ډېره اسماعیل خان، ټانک او کوهاټ کې د کار کولو او د عملیاتو مشري کولو وروسته، خان په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې د پېښور په فقیر آباد سرکل کې د ډي ايس پي په توګه وټاکل شو.

خان وویل، "ما به په پیل کې د خپل لاس له لاسه ورکولو احساس کولو، خو اوس زه له دې سره عادت شوی يم او خپل کار په يو لاس او ډيرې ژمنتیا سره ترسره کوم."

'هیڅ شی مې مخه نشي نیولی'

خان په خپله ژمنه کې یوازې نه دی.

د مثال په توګه، د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (ايس ايس پي) ګل ولي د پېښور په ګلبهار کې په دریم برید کې د ژوبل کیدو نه مخکې له دریو مختلفو بریدونو سره مخ شو.

ايس ايس پي سجاد خان وويل، "زموږ د ډلې ملګری [د پولیسو اکيډمۍ ټولګیوال] ګل ولي په جولای ۲۰۱۳ کال کې د پېښور په ګلبهار کې د ترهګرو لخوا په جدي توګه زخمي شوی و او د کلونو لپاره تر درملنې لاندې و او په دې وروستيو کې د ډيوټۍ لپاره حاضر شو.

د ولي ډريور او ساتونکی ووژل شول.

خان زیاته کړه، "د پولیسو ايس پي [د پولیسو سپرنټنډنټ] امتیاز احمد په ۲۰۰۷ کال کې په یو بمي برید کې سترګې له لاسه ورکړې، خو هغه د ځواکونو خدمت کولو ته دوام ورکړو."

په جنوري ۲۰۰۷ کال کې قصه خواني بازار ته څېرمه په دغه برید کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر (سي سي پي او) ملک محمد سعد ووژل شو او د نورو په ګډون شیر اکبر (چې اوس مهال ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آی جي) دی، هم ژوبل شو.

خان وویل، که څه هم، "ټول [ژوبل شوي] ښه شول، سمدلاسې یې یونیفورم واچولو او د سولې د راوستلو لپاره میدان ته ووتل."

عنایت الله خان، چې د ټايګر په نامه پیژندل کيږي او په خېبر پښتونخواه کې د بم شنډولو متخصص دی، یو بل مثال دی. هغه په جنوری ۲۰۱۵ کال کې په ډېره اسماعیل خان کې په یوې چاودنه کې خپله ګسه پښه له لاسه ورکړه.

هغه په ۲۰۰۰ کال کې د خېبرپښتونخواه د پولیسو د بم شنډولو سکواډ (بي ډي ايس) کې د شاملیدو راهیسې له ۶۰۰ څخه زیات د لاس جوړې شوي چاودیدونکي توکي (آی اي ډيز) او د پرسونلو ضد ماینونه له زړورتيا سره شنډ کړي دي.

هغه وویل، "هیڅ شی ما د ژوند ژغورنې د دې کار څخه نه شي منع کولی."

قربانۍ منل

په مارچ ۲۰۱۹ کال کې، ټايګر په تیرو دوو لسیزو کې د خپلو خدماتو او مرستې لپاره د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه لخوا وستايل شو او ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ (۳،۱۵۰ امريکايي ډالره) یې ترلاسه کړې.

په ۲۰۱۸ کال کې د پېښور پخوانی سي سي پي او قاضي جمیل الرحمان یوه پاليسي معرفي کړه چې هغه افسران خپلو استوګنځایونو ته نږدې د پولیسو په مرکزونو کې ځای پر ځای کړي کوم چې د ترهګرۍ له امله سخت ټپي شوي ول.

رحمان وویل، "دغه ګام د هغو کسانو سره د مرستې لپاره واخيستل شو چې د پولیسو ځواک او په هیواد کې د سولې لپاره یې قربانۍ ورکړي دي." هغه زياته کړه چې شهیدان او هغه کسان چې ژوبل شوي ول د دې ځواک اصلي اتلان دي.

په پېښور کې میشت ژورنالیست قیصر خان وویل، "دلته ډیر زړور افسران شتون لري چې په بریدونو او عملیاتو کې په جدي ډول ژوبل شوي ول، خو دوی په ډیره ژمنتیا سره خپلو دندو ته دوام ورکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 26

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه، ډیر ښه

ځواب

پوليس يوه ښه اداره ده

ځواب

غورہ

ځواب

د پولیسو ډپارټمنټ تعلیم ته اړتیا لري.

ځواب

زه غواړم چې د پولیسو دندې لپاره درخواست جمع کړم

ځواب

زه د پاکستان پولیسو سره مينه لرم

ځواب

زه غواړم چې یوه ښځینه پولیسه جوړه شم چې د پاکستان لپاره کار وکړم ... انشاء الله زه به په دې ماموریت کې بریالۍ شم

ځواب

زه غواړم چې له پوليسو سره يو ځای شم

ځواب

زه له پولیسو سره مینه لرم زه له تاسو سره مینه لرم پولیس

ځواب

زه له تاسو سره مینه لرم پولیس

ځواب

غوره پاليسي

ځواب

پوليس يوه ښه اداره ده

ځواب

زه له پولیسو سره مینه لرم

ځواب

مونږ د پوليسو په اداره کې د ګاډو لپاره د انسانانو دندې ته اړتيا لرو.

ځواب

زه له دې سره مينه لرم خو زما مطالعه ډيره کمزوري ده

ځواب

ښه دنده

ځواب

غوره دنده

ځواب

زه د خپل هيواد لپاره خپل ژوند قرباني کولی شم

ځواب

زه غواړم پولیس افسر جوړ شم او د پاکستان لپاره کار وکړم

ځواب

زه غواړم چې د پولیسو افسر جوړ شم او د پاکستان لپاره کار وکړم

ځواب

زه غواړم چې پوليس افسر جوړ شم

ځواب

زما د ژوند موخه دا ده چې پوليس افسر جوړ شم

ځواب

په موټروې پوليسو کې ډرايوينګ کول

ځواب

د پوليسو سره مينه

ځواب

تاسو په مقاله کې غلط لفظ کارولی دی. تاسو د شهید ملک سعد سره د شهید پرځای 'وژل شوی' لفظ لیکلی دی.

ځواب

سمه ده

ځواب