امنیت

د فرانسوي بېړۍ ګروپ په هند-آرام سمندر کې ملګرتیا او د سفر آزادي تقویه کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د فرانس د سمندري ځواکونو یو ماڼو د جنورۍ په ۲۱مه د چارلس دي ګول الوتکې وړونکې بېړۍ په ډیک کې د رافیل جنګي الوتکو مخې ته ولاړ دی. [سجاد حسین/ای اېف پي]

د فرانس د سمندري ځواکونو یو ماڼو د جنورۍ په ۲۱مه د چارلس دي ګول الوتکې وړونکې بېړۍ په ډیک کې د رافیل جنګي الوتکو مخې ته ولاړ دی. [سجاد حسین/ای اېف پي]

په هند بحر کې د چارلس ډي ګول بېړۍ بريدګر ډله (سي اېس جي) ځای په ځای کول په هند او آرام سمندر کې د خپلو متحدینو او د بحري تګ راتګ ازادۍ ته د فرانس وروستۍ ژمنتیا ښيي.

USNI نيوز راپور ورکړو، په فرانسوي سي اېس جي، چې د هند په بحر کې د مشن انتارس د یوې برخې په توګه ځای په ځای شوي، کې چارلس ډي ګول، ویجاړونکي فوربین او پروونس، او د بیا ډکولو بیړۍ مارن شامل دي.

د هند - آرام سمندر سیمې ته د تګ څخه مخکې، CSG د مشن د یوې برخې په توګه په مدیترانې او عربي سمندرونو کې د عملیاتو په ترسره کولو کې دوه میاشتې تېرې کړې، چې د فرانس او متحدینو پکې ۳۰۰۰ خدمت کونکي غړي شامل ول.

په دغو عملیاتو کې د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) ته د ماتې ورکولو لپاره د نړېوال ایتلاف مشن د عملیاتو د داخلي حل د یوې برخې په توګه جنګي نمونې شاملې وې.

یو عکس چې د فرانس د سمندري ځواکونو لخوا د جنورۍ په ۲۴مه د هند په بحر کې د عملیاتو په اړه خپور شوی. [د فرانس سمندري ځواک]

یو عکس چې د فرانس د سمندري ځواکونو لخوا د جنورۍ په ۲۴مه د هند په بحر کې د عملیاتو په اړه خپور شوی. [د فرانس سمندري ځواک]

د جنورۍ په میاشت کې د وروستي مشقونو په جریان کې د چارلس ډي ګول بېړۍ بريدګر ډله. [د فرانس سمندري ځواک]

د جنورۍ په میاشت کې د وروستي مشقونو په جریان کې د چارلس ډي ګول بېړۍ بريدګر ډله. [د فرانس سمندري ځواک]

د نېوي ريکګنيشن وېب پاڼې له مخې، چارلس ډي ګول، چې په ۲۰۰۱ کې يې کار پېل کړی، د فرانس د سمندري ځواک يوه لويه او ۱۰مه فرانسوي الوتکه وړونکې بیړۍ ده.

دا لومړۍ فرانسوي اټومي ځواک لرونکي سطحي کښتۍ ده ، او یوازینۍ اټومي ځواک فعاليت کونکي بیړۍ ده چې د متحده ایالاتو له سمندري ځواک څخه بهر بشپړه شوې.

دغه وېب پاڼې یادونه وکړه، "په ياده کښتۍ کې د جنګي لټون او ژغورنې لپاره د ډاسالټ رافيل اېم او او E-2C هاکي الوتکې، AS365F ډوفين پيډرو، EC725 کاراکال او AS532 کوګر هلیکوپترونه، او همدارنګه عصري الکترونیکي او آسټړ توغندي شامل دي."

د بار وړونکي هوایي ګروپ د ۱۵ رافيل اېم الوتکو درې سکواډرنونه او د درېو E-2C هاکي الوتکو یو سکواډرن چلوي.

رافیل یوه دوه جیټ لرونکي جنګي الوتکه ده چې کولی شي د الوتکو وړونکو بېړيو او د ساحل له اډو څخه یو شان کار وکړي.

د دې د جوړونکي ډاسالټ هوايي چلند ادارې په وينا، دا د پراخه جنګي ماموریتونو لپاره جوړه شوې، چې پکې هوایي برتري، د دښمن په خاوره کې ژور بریدونه، جاسوسي او د کښتۍ ضد عمل شامل دي، او د دې وړتیا لري چې په ریښتیني وخت کې د متحدینو ترڅنګ جګړه، همکاري او خبرې اترې وکړي.

چارلس ډي ګول سي اېس جي د جنورۍ په ۱۷مه درې رافیل جنګي الوتکې په سینګاپور کې د پیا لیبر هوایي اډې ته شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره (۲۱۵۹ ناټیکل میله) واستولی.

دغه رافیل الوتکو د فرانس د هوایي ځواک سره د رستابان د ګډ ځواک د ښودلو مشق د یوې برخې په توګه د فرانس څخه د ایربس ملټي رول ټانکر ټرانسپورټ (MRTT) ملګرتيا او ملاتړ لرلو.

ايويشن ويکلي سنګاپور ته الوتنه د رافیل تر ټولو اوږد ځواک ښودلو په توګه تشریح کړه.

په هند-آرام سمندر کې شتون

فرانس یوازینی اروپايي هېواد دی چې د هند په سمندر کې دایمي پوځي حضور لري.

ډیپلوماټ د تېر جون په مياشت کې راپور ورکړو، "د ۱.۶۵ ملیون فرانسوي اتباعو سره چې په آرام سمندر او هندي بحر کې د فرانس په سیمو کې ژوند کوي، او د ۹ ملیونه مربع کیلومتره EEZ [ځانګړي اقتصادي زون] سره، د هند-آرام سمندر نه یوازې د ستراتیژیکو ګټو یوه سیمه ده، بلکې دلته د فرانس حاکمیت په مستقيمه توګه له خطر سره مخ دی."

"نور څه، دا سیمې له ګڼ شمېر ننګونو سره مخ دي: د اقلیم بدلون او د سختو اقلیمي پیښو زیاتوالی (طوفانونه، د سمندر د سطحې لوړېدل، او نور)، غیرقانوني کب نیول، د مخدره توکو قاچاق، او غیرقانوني مهاجرت، او نور."

شاوخوا ۷۰۰۰ پوځي پرسونل، د ۲۰ کښتیو او ۴۰ الوتکو ترڅنګ، په سیمه کې په دایمي توګه شتون لري، چې شاوخوا د پنځو کمانډ په مرکزونو کې تنظیم شوي دي.

د فرانس د وسله والو ځواکونو وزارت لخوا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کې د هند-آرام سمندر کې په خپله ستراتیژۍ کې وروستی اپډېټ په سیمه کې د هغې د همکاریو یادونه وکړه.

دې په ګڼ شمېر مهمو برخو کې د هند سره د اړیکو، لکه دفاع، ملکي اټومي ځواک، فضا او امنیت، پیاوړتیا ته اشاره وکړه، چې پکې د ترهګرۍ سره مبارزه او سایبر امنیت شامل دي.

دغه اپډېټ د هند - آرام سمندر په سیمه کې د فرانس-جاپان د همکارۍ هڅې هم د کلیدي هدف په توګه روښانه کړې.

چارواکو ویلي دي چې حتی په اوکراین باندې د روسیې له یرغل سره هم فرانس غواړي چې په هند-آرام سمندر کې خپل حضور وساتي.

د فرانس د وسله والو ځواکونو وزیر سیباستین لیکورنو په سينګاپور کې د ۲۰۲۲ کال په شانګريلا ډیالوګ کې په خپله وینا کې وویل، "په داسې حال کې چې ځینې ویره لري چې د اوکرایین کړکیچ به موږ ته زيان راورسوي او فرانس به دې ته اړ کړي چې له سیمې سره په خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راشي، دا به داسې نه وي."

د چین په اړه اندېښنې

روان پوځي مشقونه په جزوي توګه د چین مخ پر زیاتیدونکي اندېښنو ته اشاره کوي.

چین د جنوبي چین سمندرګي تقریباً پر ټولو برخو د ملکیت ادعا کوي، چې له دې لارې هر کال د میلیاردونو ډالره سوداګري ترسره کيږي، پداسې حال کې چې دا د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام له ادعاوو سره مبارزه کوي.

بیجینګ د لویو زیربناوو د جوړولو د کمپاين لپاره هم هڅه کوي چې ​​د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې​​ له لارې د چین اصلي ټاټوبی د افریقې له هون سره لينک کړي.

د خپل "د ملغلرو د تار" د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، د چین سمندري لارې له مالدیف څخه بنګله دېش،​​ سریلانکا​​، پاکستان،​ ایران​​ او سومالیا پورې د څو لویو بندرونو څخه تېریږي.

د بېجينګ د املاکو نړېوال کمپاين، چې د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی) يا يو کمربند، يو سړک (اوبور) په نوم يادېږي، له دغو مهمو بندرونو څخه پېل کيږي، چې د منځني ختيځ، منځنۍ اسيا او افريقې نورو برخو ته رسېږي.

خو، منتقدین وايي چې ​د چين سوداګريزې پروژې په ښکاره توګه دوه ګوني موخې لري​​، چې د هغې ګړندۍ وده کونکي پوځ ته اجازه ورکوي چې خپله لاسرسی پراخه کړي.

که چېرې د تایوان په سر په بشپړه کچه شخړه راپورته شي، نو د ملغلرو تار هم بیجینګ ته ګټه او د فشار وسيله ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د لويديځ د توسعه طلبۍ په پرتله د چين توسعه طلبي بې ارزښته ده. لویدیځوال له سلګونو کلونو راهیسې په دې فعالیتونو کې ښکېل دي. چین یوازې توسعه طلبي پېل کړې ده، کومه (توسعه طلبي) چې د لویدیځ لخوا په نښه شويو سیمو څخه لرې وو؛ خو لکه څنګه چې لویدیځ د چین توسعه طلبي لیدلی ده. دوی اوس په دې پېل کړی دی؛ او اوس دوی غواړي چې جنوبي اسیا او ختیځه اسیا د جګړې په ډګر بدله کړي.

ځواب