امنیت

پر اوکراین د روسیې برید د هند په بحر کې د متحده آيالاتو پوځ ته لا زیاته آزادي ورکوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د اوهایو ټولګي لارښود توغندي آبدوز يو اېس اېس فلوریډا د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۱۵مه په بحيره روم کې د لیږد لپاره چمتو دی. [سينټکوم]

د اوهایو ټولګي لارښود توغندي آبدوز يو اېس اېس فلوریډا د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۱۵مه په بحيره روم کې د لیږد لپاره چمتو دی. [سينټکوم]

د روسیې په اوکراین باندې بې بنسټه یرغل په ټوله نړۍ کې ډېر عواقب رامنځته کړي، چې پکې د انرژۍ لګښتونو ډېرېدل او په نړۍ کې د قحط زیاتوالی شامل دي، خو ياد کار په غیر مستقیم ډول د هند په بحر کې د متحده ایالاتو د پوځ وړتیا پیاوړې کړه.

په بحيره هند کې د فعاليت لپاره د متحده ایالاتو د سمندري ځواک پراخه وړتیا د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د متحدینو څخه اوبو ته د لوړ تخنیکي آبدوزونو په ننوتلو سره رامینځته شوي چې معمولاً د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه پکې ګشت کوي، او احتمالاً د ناټو نوي غړي -- سویډن او فنلینډ -- د خپلو سمندري وسلو سره ډله ایز دفاعي انځور پیاوړی کوي.

پر اوکراین د روسیې یرغل ناټو ځواکمن کړی، د اروپايي هېوادونو له خوا په پوځي لګښتونو کې په ډرامايي توګه د زیاتوالي لامل شوی، او د نړۍ په هېوادونه کې يې يو نوی جديتوب رامنځته کړی چې د روسیې او نورو غلیمو قدرتونو له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.

د اګست په وروستیو کې، انګلستان انسون پېل کړو، چې د اسټیوټ ټولګي آبدوزونو پنځمه نسخه ده.

د اوهایو ټولګي د اټومي ځواک لرونکی آبدوز، چې د توماهاک توغندي توغوي، په اړه د يو هنرمند انځور ښودل شوی دی. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د اوهایو ټولګي د اټومي ځواک لرونکی آبدوز، چې د توماهاک توغندي توغوي، په اړه د يو هنرمند انځور ښودل شوی دی. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د شاهي سمندري ځواکونو په وینا، آنسون "د نړۍ تر ټولو پرمختللی ښکار وژونکی آبدوز" دی.

د ۱.۳ ملیارده پونډو (۱.۴ ملیارده ډالرو) دغه آبدوز کولی شي "مهم استخباراتي معلومات راټول کړي، د شاهي سمندري ځواک نورې کښتۍ په اوبو کې دننه او بهر له ګواښونو څخه خوندي کړي او د دښمن پوځي تاسيسات په دقت سره تباه کړي."

د نيول نيوز ډاټ کام په وینا، "آنسون، چې د ۳۸ پورې په سپیر فش تورپیډو او د توماهاک بلاک پنځم کروز توغندیو باندې سمبال دی، کولی شي د دښمن کښتۍ/ آبدوزونه له مینځه یوسي، تر ۱۰۰۰ میله لرې ځمکني هدفونه تباه کړي او د نورو وړتیاو سره د شاهي سمندري ځواکونو د برید او جاسوسۍ ټیمونه په لاره واچوي او بېرته بحال کړي.

د جون په میاشت کې، فرانس د خپل نوي باراکوډا ټولګي اټومي آبدوز، سوفرین، د لومړي غړي پرانيسته وکړه.

د نېول ټوډې له مخې، سوفرین او د هغې ملګري آبدوزونه، "چې ۹۰ ملاحان پکې کار کوي ... به د راتلونکي نسل ډول F21 درانه وزن لرونکي تورپیډو، د کښتۍ ضد SM39 توغندي او د MdCN ډوله بحري کروز توغندي ترلاسه کړي. دغه کښتۍ به د ناټو د سمندري ځواکونو د ماموریتونو او ځانګړو عملیاتو لپاره هم په بشپړه توګه سمبال وي".

د فرانس سمندري ځواک تمه لري چې د ۲۰۲۲ کال په پای کې د باراکوډا ټولګي راتلونکی آبدوز، دوګوای-ټروین، ترلاسه کړي.

د ناټو پراخول

د روسيې د صدر ولاديمير پوتين لخوا په اوکراين باندې د يرغل په ترڅ کې له ډېرو تېروتنو څخه يوه يې د اوږدې مودې بې طرفه سويډن او فنلنډ هڅول دي چې د ناټو د غړيتوب غوښتنه وکړي.

د سړې جګړې راهیسې د عشرو پورې، دغو دوو هېوادونو د ستراتیژیکې خپلواکۍ پالیسي تعقيب کړه، چې په رسمي توګه يې نه د ناټو او نه د روسیې سره ملګرتیا کړې ده. خو په اوکراین باندې د روسیې بې بنسټه برید دغه دريځ په بنسټیز ډول بدل کړو.

دواړه هېوادونه د اتحاد د غړیتوب د پروسې په لور روان دي او کولی شي د پام وړ پوځي شتمنۍ مخې ته راوړي.

که چېرې له ناټو سره يو ځای شي، لکه څنګه چې تمه کیږي، سویډن کولی شي پنځه آبدوزونه اضافه کړي چې کولی شي په بالتیک سمندر کې ګشت وکړي، چې د متحده ایالاتو آبدوزونو ته به توان ورکړي چې د بحيره هند په څېر په بل ځای کې ګشت وکړي.

د سویډن دوه کښتۍ د ګوټلینډ ټولګي آبدوزونه دي، کوم چې د ډیزلو په وسیله فعاليت کونکي لومړي آبدوزونه دي، چې د هفتو لپاره د خپلو اټومي سیالانو په څېر د اوبو لاندې د پاتې کېدو وړتیا لري.

فنلینډ هېڅ آبدوزونه نلري خو کولی شي په اسانۍ سره دوی اضافه کړي که چېرې دا غوره کړي.

بحيره هند ته وژونکی ځواک سپارل

د ډېرو کلونو لپاره، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک اوهایو ټولګي آبدوزونه په دودیز ډول په اتلانتیک او آرام سمندر کې فعالیت کوي.

د تېر کال د معلوماتو له مخې، د اوهایو ټولګي نهه آبدوزونو په ارام سمندر کې ګشت وکړو، په داسې حال کې چې پنځو په اتلانتیک کې ګشت وکړو.

که څه هم، دفاعي سرچینې وايي چې د ناټو سره پرمختګونه او د اروپا په شاوخوا کې د متحدو آبدوزنونو ځای پرځای کول د متحده ایالاتو پوځ ته په نورو سیمو کې، په ځانګړې توګه په بحيره هند کې، د پراختیا لپاره آزادي ورکوي.

د اوهایو ټولګي آبدوزونه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لخوا جوړ شوي ترټولو لوی آبدوزونه دي.

د جنرل ډینامیکس په وینا، هغه شرکت چې دغه آبدوزونه يې جوړ کړي دي، "د ۵۶۰ فوټو [۱۷۱ ميټره] اوږدوالي، د ۱۸۷۵۰ ټنو ډوب شوي بار او د ۲۴ ګڼ شمېر وارهيډونو، د اوږد واټن ټرایډینټ بالیسټیک توغندیو د پېلوډ سره، د دغو آبدوزونو څخه هر یو سمندري ځواک ته د پټ پاتې کېدو او ستراتیژیکي وړتیا او غوره عملیاتي وړتیا بې ساري ترکیب چمتو کوي."

سیباستین روبلین په ۲۰۲۱ کال کې د ملي ګټو لپاره ولیکل، "د اوهایو ټولګي کښتۍ ممکن ترټولو ویجاړونکي وسلې سیسټم وي چې انسان جوړ کړی دی."

هغه په دوام سره وويل، "هره یو کښتۍ، چې ۱۷۰ متره اوږوالی لري، کولی شي چې د ۲۴ ټریډینټ دوهم آبدوزونو بالیسټیک توغندي وليږدوي ... کوم چې د بار له مخې د اوه زره میلونو څخه ډېر لرې هدفونو باندې د برید کولو لپاره د اوبو لاندې توغول کېدې شي."

"لکه څنګه چې ټرایډنټ دوهم د ۲۴ کچې پورې په سرعت سره فضا ته ننوځي، دا په اتو خپلواکو وسيلو ویشل کیږي، چې هر یو پکې ۱۰۰ یا ۴۷۵ کیلو ټن اټومي وار هيډ لري. په لنډه توګه، چې د اوهایو ټولګي آبدوز څخه یو بشپړ توغندی دی — چې د يو منټ څخه په کم وخت کې پېل کیدی شي — کولی شي تر ۱۹۲ پورې اټومي وارهيډونه خلاص کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500