په ګوادر کې چې یو وخت د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) د "تاج زیور" پروژه ګڼل کېده د ځایي خلکو په معیشت او ورځني ژوند باندې د چین د نفوذ په وړاندې احتجاجونو پدې میاشت کې شدت موندلی دی.
په زرګونو اوسیدونکو د نومبر په ۲۰مه د ګوادر بندر ته تلونکي ایکسپریس وی بنده کړه، کومه چې د سي پېک یوه مهمه برخه ده. سي پېک د چین د جنجالي بېلټ او سړک نوښت (بي آر آی)، چې د یو بېلټ یو سړک (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي، يوه پاکستانۍ برخه ده.
"ګوادر ته خپل حق ورکړئ" تر شعار لاندې کمپاين کې، مظاهره چیانو له اکتوبر راهيسې غوښتنه کړې ده چې د سیمه ایزو او چینایي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیول او په هغو پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه پای ته ورسوي چې د سي پېک برخه ده.
د پاکستان د جماعت اسلامي یو ځايي مشر مولانا هدایت الرحمان چې "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" کمپاین یې جوړ کړی و، اعلان وکړو "تر څو چې ستونزې نه وي حل شوي، احتجاج به دوام ولري."
رحمان، چې تېر کال يې د احتجاج مشري کوله، وويل، "د ګوادر اوسېدونکو بیا واکمنو طبقو ته یو واضح پیغام ورکړی دی. که پاملرنه ورته ونه شي، نو خلک به د بندر له تړلو پرته بله چاره ونه لري."
رحمان د اکتوبر په ۲۲مه په لاهور کې د عاصمه جهانګیر څلورم کانفرنس ته وویل، "موږ اوبه، بریښنا یا تعلیم نه لرو. موږ داسې سي پېک نه غواړو."
رحمان وویل، د دې پر ځای چې د ګوادر اوسیدونکو ته ښوونکي او سکولونه ورکړي، سي پېک د پوځي پوسټونو د جوړولو او پوځي پرسونلو د ځای پر ځای کولو لامل شوی چې د چینايي اتباعو او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.
دروغ
احتجاج کوونکو وويل چې د سي پېک سره تړلې پروژو نه د ګوادر اوسیدونکو ژوند ښه کړی، او نه یې د اساسي مدني مسلو لکه د اوبو او بجلۍ د کمي په حل کې مرسته کړې ده.
په ګوادر کې یو زده کوونکي اشرف علي چې په احتجاج کې یې ګډون کړی و، وویل چې د ګوادر بندر د اوږدې مودې راهیسې د سي پېک په تاج کې د زيور په توګه انځور شوی، خو په حقیقت کې، د چین د سوکالۍ او ګټور پرمختګ ژمنې دروغ ثابتې شوې دي.
علي وويل، "ګوادر د سوداګرۍ او تجارت د مرکز او د اوسیدونکو لپاره د پرمختیايي پروژو د جوړولو پرځای، چین پاکستاني چارواکي په دې مجبوري چې دغه بندري ښار په یوه امنیتي سیمه بدله کړي او د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي."
هغه وويل، "د ګوادر خلک اوس هم مجبوره دي چې د څښاک اوبو يو ټينکر په ۲۵۰۰ روپيو (۱۲.۵۰ آمريکايي ډالره) واخلي."
په پاکستان کې د بي آر آی پروژو په اړه په اسلام آباد کې مېشت عالم، جاوید حسین شاه، په وینا، وروستي احتجاجونه د اوسیدونکو د مخ په زیاتیدونکي غوسې نښه ده.
شاه وویل، "د ګوادر خلکو د هغه خالي خوبونو په اړه خپله مایوسي څرګنده کړه چې بیجینګ د خپلو ګټو په بدل کې پر دوی پلورلي وو."
د وسله والو ډلو له خوا پر چینايي اتباعو او پروژو باندې د بریدونو له زیاتېدو وروسته، پاکستاني چارواکو په ګوادر بندر کې د چینايي اتباعو د ساتنې لپاره لسګونه امنیتي پوسټونه جوړ کړې دي.
البته، دغه پوسټونو د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو د تګ راتګ مخه نيولې ده، چې په ځایي خلکو کې يې سخت غبرګون رامنځته کړې او د حقونو په کمپاین کې بدل شوی.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې، یوې صوبايي محکمې پاکستاني چارواکي د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار لګولو څخه منع کړل چې د ځایي خلکو په وینا د ځايي اوسیدونکو د تګ راتګ مخه به يې نيوله او کب نيونکي به یې سمندري لارو ته د رسیدو نه منع کول.
د چین پر ضد مخ په زياتيدونکي احساسات
په ګوادر کې د احتجاجونو دغه نوې لړۍ د اکتوبر په ۲۷مه پېل شوه او د تېر کال د دسمبر میاشت کې له ورته میاشتنیو احتجاجونو وروسته ترسره شول.
هغه وخت، چین په میډیا کې د ګوادر د احتجاج نوټس اخیستی و او دغه احتجاج یې يو جعلي خبر وبللو.
د پاکستاني رسنیو د څارونکو په وینا، پاکستان په بي آر آی کې د دې هېواد د ښکېلتیا او د چین د نفوذ په اړه د خلکو د غوسې د زیاتیدو له امله د چینایي پروپيګنډې یو لوی هدف دی.
بېجينګد چین په دولتي رسنیو کې د اردو ژبې خدمتونوکې سرمايه کاري کړې ده، او د Gwadar Pro په څېر ویب پاڼې یې پېل کړې، کوم چې په انګلیسي او اردو ژبو کې مواد خپروي، په ځانګړې توګه د دې لپاره چې په پاکستان کې د چین پر ضد د مخ په زياتيدونکو احساساتو مخنيوی وکړي.
په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې سارې وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان او سند صوبو کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.
دا ټول بکواس دی!
ځوابتبصرې 2
بنيادي >>>>>دندو ته اړتیا لرم
ځوابتبصرې 2