اسلام آباد -- شنونکي وايي، بیجینګ هڅه کوي چې د چین په دولتي رسنیو کې د اردو ژبې خدماتو کې د سرمايه کارۍ له لارې په پاکستان کې د چین ضد احساساتو د زیاتوالي مخه ونیسي.
دا هڅې په تېرو څو کلونو کې عملي شوي دي.
په ۲۰۱۸ کال کې، د چین حکومت د ګوادر پرو پرانيسته وکړه، کوم چې په انګلیسي او اردو کې مواد خپروي، ترڅو د چین د جنجالي یو کمربند یو سړک نوښت (BRI)،چې د یو کمربند یو سړک (OBOR) په نوم هم یادیږي، په وړاندې مخ په زیاتیدونکي غوسه کمه کړي.
دا وېب پاڼه د ګوادر په نوم نومول شوې، چې په بلوچستان کې يو بندري ښار دی، او تمه کیږي چې د BRI یوه لویه برخه به وي او د پرمختیایي پروژو مرکز به وي چې ډېر پاکستانیان يې د خپل هېواد لپاره زیانمن او د چین لپاره ګټور ګڼي.
![شينهوا خبري اژانس، چې د چين تر ټولو لوی دولتي رسنۍ ده، په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د اردو خدمت پېل کړو. [زرک خان/پاکستان فارورډ]](/cnmi_pf/images/2022/07/06/36092-pf_photo_1__3_-585_329.jpg)
شينهوا خبري اژانس، چې د چين تر ټولو لوی دولتي رسنۍ ده، په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د اردو خدمت پېل کړو. [زرک خان/پاکستان فارورډ]
![د جون په ۲۹مه د پاکستان په انګلیسي ورځپاڼه کې د یوې چینايي مجلې یوه پاڼه خپره شوه. [زرک خان/پاکستان فارورډ]](/cnmi_pf/images/2022/07/06/36093-pf_photo_2__3_-585_329.jpg)
د جون په ۲۹مه د پاکستان په انګلیسي ورځپاڼه کې د یوې چینايي مجلې یوه پاڼه خپره شوه. [زرک خان/پاکستان فارورډ]
په ۲۰۱۹ کال کې، د چین ترټولو لویې دولتي رسنۍ شینهوا خبري اژانس په پاکستان کې د اردو ژبې خدمت پېل کړو ترڅو په عمده توګه د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)، چې د BRI یوه پاکستانۍ برخه ده،په اړه د ناراضۍ مخه ونيسي.
چینایي چارواکو په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د انډیپنډنټ نیوز پاکستان (INP) په ګډون د څو پاکستاني ادارو او خپرونو سره د موادو شریکولو تړونونه هم لاسلیک کړل ترڅو پاکستاني لیدونکو ته غلط معلومات ورسوي.
خبریالانو ته د لیږل شوي ايمېل له مخې، چې پاکستان فارورډ پخپله لیدلی دی، په اسلام آباد کې د چین سفارت خانې او قونسلګرۍ ژورنالیستانو ته د پيسو ورکولو وړانديز وکړو چې د "لویدیځ، د چین پر ضد ځواکونو، د نادولتي موسسو او رسنیو د ردولو لپاره مواد ولیکي چېد ۲۰۲۲ کال د ژمي اولمپیک لوبې" يې په سیاسي توګه بدنامې کړي دي.
د بېجينګ اولمپيک لوبې چې د فبرورۍ په مياشت کې تر سره شوې، د چين له خوا د شينجيانګ په سيمه کې د قزاق او قرغزي اقليتونو په ګډون پر اويغور او نورو مسلمانو اقليتونو باندې د پرله پسې ظلمونو له امله له شخړې څخه ډکې وې.
د چین پرضد احساسات مخ په زیاتیدو دي
د پاکستاني رسنیو د څارونکو په وینا، پاکستان په BRI کې د دې هېواد د ښکېلتیا او د ټریلیون ډالرو زیربنایي پروژې په اړه د خلکو د غوسې د ډیریدو له امله د چینایي پروپيګنډې یو لوی هدف دی.
ماجد خان، چې په اسلام آباد کې یو څیړونکی دی او په پاکستان کې د چینايي نفوذ په زیاتیدو تمرکز کوي، وویل، "د چین ضد احساسات په پاکستان کې د اویغورانو او نورو توکمیزو اقليتي مسلمانو ډلو سره د بیجینګ د چلند او همدارنګه د چینایي شرکتونو لخوا د اسلام د سپکاوي له امله په چټکۍ سره وده کوي."
هغه وويل، بیجینګ د سیمه ایزو سرچینو څخه ګټه پورته کوي او په سیمه ایزو خلکو باندې د دې عمل د اغیزو په اړه هېڅ اندېښنه نلري.
خان يادونه وکړه، "د چينايي پروژو په اړه د ځايي خلکو د زياتېدونکي کرکې څخه په ګټه اخيستلو سره، بلوچ وسله والو ډلو د BRI په مختلفو ځايونو باندې بريدونه کړي دي."
په داسې حالت کې، بیجینګ په پاکستان کې خورا ډېره سرمايه کاري کوي چې خپله پروپيګنډه او غلط معلومات خپاره کړي ترڅو د چین او BRI اړوند پروژو په اړه غوسه کمه کړي.
خان زياته کړه، "که څه هم، د چين د پروپيګنډې کمپاين خورا ناکامه شو ځکه چې پاکستانيان د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان لکه د بخښنې نړيوال سازمان د کار له کبله د بيجينګ له خوا د اويغورانو له ځورونې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو څخه ښه خبر دي."
چین تر یو میلیون څخه زیات مسلمانان په روزنيز کېمپونوکې ځای په ځای کړي، پداسې حال کې چې بیجینګ ادعا کوي چې د دغه کېمپونو موخه د افراطیت له منځه وړل او د حرفوي زده کړې چمتو کول دي.
که څه هم، د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کيمپ کې دننه، چې په اغيزمنه توګه د زندانانو په توګه کار کوي، جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.
د ۲۰۲۲-۲۰۱۸ کال د چينيزم پلان د برخې په توګه، د چین کمونست ګوند چارواکي هم د جومات ګنبدونه، مینارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي، او جوماتونه په لاوډ سپیکرو د اذان (د مونځ لپاره رابلل) کولو څخه منع کوي.
د چین پراخه کمپاین
د يو نړېوال څېړنيز مرکز له مخې، په پاکستان کې د چین تبلیغاتي هڅې د نړېوال نفوذ د جوړولو لپاره د بیجینګ د پراخه کمپاین یوه برخه ده.
د رویټرز د ژورنالیزم د مطالعې لپاره د رویټرز انسټیټیوټ لخوا په تېر نومبر کې په خپور شوي راپور کې ویل شوي، "له لسیزو راهیسې، چین تر ډېره د خپلو اتباعو سانسور کولو او د چین له اصلي ټاټوبي څخه د بهرنیو خبریالانو په ایستلو باندې تمرکز کړی دی."
په راپور کې ويل شوي، "اوس دغه رژیم هڅه کوي چې په نړېواله کچه د معلوماتو داستانونه بدل کړي، په ځانګړي توګه په هغه هېوادونو کې چې په مستقیمه توګه د لویو زیربنایي پروژو لکه BRI سره تړاو لري."
په ياد راپور کې ويل شوي، "د چین رژیم یوه پیچلې ستراتیژي جوړه کړې ترڅو د هېواد د مشرتابه ښه انځور وړاندې کړي. دې له ۲۰۰۹ کال راهیسې شاوخوا ۶.۶ میلیارده ډالر لګولي دي چې په نړېواله کچه په رسنیو کې خپل حضور پیاوړی کړي."
په واشنګټن کې د ډیجیټل رسنیو شرکت GRID په وینا، په تېرو دوو کلونو کې، چین د کوویډ-۱۹، په اوکراین کې د جګړې او د چین د بهرنۍ پاليسو او د هېواد د انځور په اړه د عامه افکارو د بدلولو لپاره خپله نړېواله شبکه په کار بوخت کړې ده.
GRID د مۍ په مياشت کې په يو راپور کې وویل، "په ووهان کې د وبا له رامینځته کېدو وروسته، په ټوله نړۍ کې چینایي رسنیو هم مهم رول ولوبولو، پداسې حال کې چې چین د خپل نړېوال انځور د بېرته راګرځولو په لټه کې دی، او د بحران په اړه يې د هغې د غبرګون ستاينه وکړه."
د ۲۰۲۱ کال د مارچ په مياشت کې د روغتیا نړېوال سازمان لخوا د کووېډ-۱۹ په اړه د راپور خپرولو څخه وروسته، چين د غلطو بيانيې د خپرولو لپاره ګډې هڅې وکړې.