جرم او انصاف

ایران د بندیزونو څخه د سرغړونې له امله له نیوکو سره مخ دی ځکه چې کورني احتجاجونه مخ په زیاتیدو دي

د پاکستان فارورډ لخوا

ښوونکي د جون په میاشت کې د غوره کاري حالاتو او ګټو غوښتنه کوي. دوی له تېرو څو میاشتو راهیسې د ایران په شاوخوا ۲۰۰ ښارونو کې مظاهرې کوي. [ایران نړېوال]

ښوونکي د جون په میاشت کې د غوره کاري حالاتو او ګټو غوښتنه کوي. دوی له تېرو څو میاشتو راهیسې د ایران په شاوخوا ۲۰۰ ښارونو کې مظاهرې کوي. [ایران نړېوال]

په ایران کې دننه تقریباً هره ورځ مظاهرې لیدل کیږي چې ایرانیان د حکومتي کرپشن او ګڼ شمير ټولنیزو ناخوالو په وړاندې احتجاج کوي، چې پدې کې د معاشونو نشتوالی، د ګټو نشتوالی، ټیټ معاشونه، نامناسب کاري حالات او بیکاري شاملې دي.

په عین حال کې، دایران اسلامی جمهوریت د نړېوالو بندیزونو د مخنیوي، د پیسو مینځلو او په ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره د خپلو هڅو له امله په نړېوال ډګر کې له زیاتو پایلو سره مخامخ دی.

د صدر ابراهیم رئیسي لخوا په خپله انتظاميه کې په مهمو پوسټونو باندې د سپاه پاسداران (IRGC) د پخوانیو او اوسنیو چارواکو د غیر متناسب شمیر له ټاکل کېدو له امله د حکومت په وړاندې غوسه راپورته شوې ده.

دا ګمارنې په داسې حال کې کیږي چې د رئیسي په واکمنۍ کې د ایران کمزوري اقتصادي وضعیت خورا زيات خراب شوی دی.

د کارکوونکو یوه ډله د مارچ په لومړیو کې د ایران په شوش کې د معاشونو د نه ورکړې په وړاندې احتجاج کوي. [ILNA]

د کارکوونکو یوه ډله د مارچ په لومړیو کې د ایران په شوش کې د معاشونو د نه ورکړې په وړاندې احتجاج کوي. [ILNA]

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د مۍ په ۲۷مه په غیرقانوني توګه د تېلو دوه یوناني بیرغ لرونکي ټانکرونه ونیول. یو له دوی څخه، کښتۍ ډیلټا پوسایډون، دلته په يو بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [همشهري آنلاین]

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د مۍ په ۲۷مه په غیرقانوني توګه د تېلو دوه یوناني بیرغ لرونکي ټانکرونه ونیول. یو له دوی څخه، کښتۍ ډیلټا پوسایډون، دلته په يو بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [همشهري آنلاین]

په پراخه کچه د خپاره شويو غیر رسمي راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې، ایرانیان په منظم ډول د هېواد په ډېرو ښارونو کې د احتجاجونو لپاره راټول شوي دي، چې هره ورځ په اوسط ډول ۱۷ احتجاجونه ترسره کیږي.

کارکوونکي، ښوونکي، کارګر فعالان او متقاعد دولتي کارکوونکي کوڅو ته راوتلي دي ترڅو د ایراني رژیم ته خپل شکایتونه بیان کړي، پداسې حال کې چې کروندګرو د اوبو د کمي او کلیوال د روغتیا ساتنې د ناکامۍ په وړاندې احتجاج کوي.

زیاته ګراني او د کورنیو صنایعو له منځه تلل د احتجاج کوونکو له اصلي شکایتونو څخه دي، لکه څنګه چې د ایران رژیم لخوا د چاپیریال د مسلو حل کولو حال دی، چې د بحران کچې ته رسیدلی دی.

د ایران د احصایې مرکز د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) اعلان وکړو چې په ایران کې د اړتیا وړ توکو او خدماتو اوسط بیه په تېرو ۳۰ ورځو کې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۲.۲ سلنه لوړه شوې ده.

د احتجاجونو پروړاندې مبارزه

د ښوونکو د اتحادیې د همغږۍ شورا د جون په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړه چې د دوی د میاشتو اوږدو احتجاجونو له پېل راهیسې د ښوونکو هېڅ یوه غوښتنه هم نه ده منل شوې.

دغې شورا همداراز د کار نړېوال سازمان (ILO) ته یو پرانیستی لیک هم واستوو چې په کې يې د احتجاج کوونکو د ځپلو له کبله د آی اېل او له اجرائیوي بورډ څخه د اسلامي جمهوریت د استازو د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده.

د ایران په سویل کې په ابدان او نږدې ښارونو کې، د جون په لومړیو کې د یوې لوړې ودانۍ له وژونکي نړېدو وروسته د رژیم د کرپشن پروړاندې احتجاجونه پېل شول.

سرچینې وویل، د دغه لوړې وادانۍ، چې د ساختماني پروتوکولونو څخه په سرغړونې سره جوړہ شوې وه، ناقص تعمیر ممکن د کرپټ چارواکو د مالک سره د نږدې اړیکو پایله وي، کوم چې د پیښې راهیسې بې درکه شوی دی. په ياده پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوې ول.

د ایران د رژیم امنیتي ځواکونه -- چې په ځانګړې توګه د بلوا ضد پولیسو ځواکونو او په ساده جامو کې د اشخاصو او د سپاه پاسدارانو یونیفورم لرونکي عناصرو يو ترکيب دی -- د احتجاجونو د ځپلو په لټه کې دي.

د ښوونکو د اتحادیې د همغږۍ شورا په دې وروستیو کې خبرداری ورکړو چې دا فشار به یوازې د مظاهرو د زیاتوالي لامل شي. دې په رژیم تور ولګوو چې په کرپشن کې دخیل ده او د احتجاج کونکو په ځپلو سره "سولې ته زيان" رسوي.

د جون په ۱۵مه، د ملګرو ملتونو د حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې په ایران کې د ښوونکو او پراخې مدني ټولنې په وړاندې د "سخت اقدام" په اړه اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې مسؤل کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

کارپوهانو وویل چې په تېرو میاشتو کې د اسلامي جمهوریت د چارواکو له خوا تر ۸۰ زیات مظاهره کوونکي ښوونکي نیول شوي او یا احضار شوي دي.

دوی په یو بیان کې وویل، "موږ پدې وروستيو وروځو کې د ښوونکو، د کارګرانو د حقونو مدافعینو او د اتحادیې د مشرانو، وکیلانو، د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې د نورو فعالانو په خپلسري توګه په نیولو کې د زياتوالي په اړه اندېښمن یو."

د پیټرو کیمیکل تولید کونکو باندې بندیزونه

په همدې حال کې ایران د تېلو د غير قانوني سوداګرۍ او د ممنوعه سازمانونو د تمویل له امله له نویو بندیزونو سره مخامخ شوی دی.

متحده ایالاتو د جون په ۱۶مه د ایران د پټرو کیمیکل په درېو تولیدونکو او همدارنګه په چین او متحده عرب اماراتو کې پر مخکښو شرکتونو د متحده آيالاتو له بندیزونو څخه د سرغړونې په خاطر بندیزونه ولګول.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وویل، دغو شرکتونو د ټريلينس پيټروکيميکل کمپني لميټډ (ټريلينس) او د ایران د پیټرو کیمیکل سوداګریز شرکت (پي سي سي) ملاتړ کړی دی. دغه شرکتونو په بهر کې د ايران پيټروکيميکل په خرڅولو کې مرسته کړې وه.

دوه هغه شرکتونه چې اوس له بندیزونو سره مخ دي د مارون پیټرو کیمیکل شرکت او د خارګ پیټرو کیمیکل شرکت لمیټډ (خارګ پیټرو کیمیکل) دي، چې د ټریلینس لپاره د پیټرو کیمیکل سوداګریز عرضه کونکي دي.

درېم شرکت فاناواران پیټرو کیمیکل دی، چې د میتانول په ګډون ایراني پیټرو کیمیکلونه یې د لسګونو ملیون ډالرو په ارزښت پي پي سي ته پلورلي. دغه پيټروکيميکل په پای کې چین ته ليږدول شوي.

په پخوانیو بندیزونو کې چې د ترهګرو تمویل په نښه کوي، د ترهګرو د تمویل او نښه کولو مرکز (ټي اېف ټي سي) د جون په ۶مه په درېو کسانو، علي قاصر، میغداد امیني او مرتضی هاشمي، باندې بنديزونه ولګول چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک سره يې تړاو لرلو.

دغه وزارت وويل، دا درې واړه د دوو شبکو غړي وو چې د سپاه پاسداران قدس ځواک او د لبنان حزب الله یې رهبري کړې وه او مالي ملاتړ یې کړی و.

د خزانې په وینا، دې شبکو د پیچلو منځګړیو په توګه کار کولو چې د سپاه پاسداران قدس ځواک ته یې اجازه ورکړه چې د بندیزونو په مخنیوي او د ایران د تېلو په پلورلو کې خپله ښکیلتیا پټه کړي.

دې زیاته کړه، د سپاه پاسدران قدس ځواک هم په دغو اشخاصو تکیه کوله چې د حزب الله چارواکو او مخکښو شرکتونو لپاره پیسې ومينځي، او په اړوندو قراردادونو کې مرسته وکړي.

ټي اېف ټي سي په ۲۰۱۷ کال کې د جي سي سي غړو هېوادونو او متحده ایالاتو لخوا جوړه شوه ترڅو د سیمه ایزو پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل شبکې سره مبارزې وکړي.

سیمه ییزې لاسوهنې

په ورته وخت کې، ټي اېف ټي سي اعلان وکړو چې دوی د سپاه پاسداران سره تړلې دوه ترهګرې ډلې سرایا المختار او سرایا الاشتر په تور لیست کې اچولي دي.

د ایران په ملاتړ سرایا المختار په عمده توګه په بحرین کې میشته ده، چې له نورو ډلو سره اړیکې لري، او د سپاه پاسداران څخه مالي او لوژیستیکي ملاتړ ترلاسه کوي.

سرایا الاشتر، چې د الاشتر بريګېډز (ای ای بي) په نوم هم پیژندل کیږي، یوه بله ډله ده چې له سپاه پاسداران سره ځانګړي اړیکې لري. الاشتر بريګېډز په بحرین کې په پولیسو او امنیتي اهدافو باندې د ډېرو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

ایران د بندیزونو څخه ځان ساتلو ته دوام ورکړی، ​​د تېلو په قاچاق او همدارنګه په سیمه ایزو اوبو کې د سمندري غلا په کړنو کې ښکیل دی​​ چې د تېلو د لېږدولو د مهمو لارو د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.

د مۍ په ۲۷ مه، د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د ایران له سواحلو څخه ۲۲ سمندري میله لرې په نړېوالو اوبو کې د یونان بیرغ لرونکي دوه ټانکرونه په غیر قانوني توګه ونیول.

د ټانکرونو په وړاندې د ایران اقدام کړکیچ لا پسې زیات کړو چې وروسته له هغه پېل شو کله چې یونان د اپرېل په میاشت کې د روسیې بیرغ لرونکي تېل وړونکې ټانکر او د هغې ایراني کارګو ونیول.

له نیول کېدو وروسته، ایران له ټانکر څخه د خام تېلو د نیولو په اړه سخت احتجاج وکړو او دا یې د "ایراني کښتۍ" په توګه تشریح کړه سره له دې چې پخوانیو راپورونو ویلي ول چې دا د روسیې د بار وړلو شرکت ملکیت و او د مۍ تر لومړۍ نیټې پورې په روسیه کې ثبت شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500