جرم او انصاف

ایران د تېلو د بندیزونو څخه په داسې حال کې ډډه کوي چې کرپشن ځپلی اقتصاد یې د ډوبېدو په حال کې دی

د المشارق لخوا

ایران د سپتمبر په میاشت کې د ازبکستان په سمرقند کې د سازمان په کلنۍ سرمشریزه کې د اېس سي او دایمي غړی جوړ شو. [ايرنا]

ایران د سپتمبر په میاشت کې د ازبکستان په سمرقند کې د سازمان په کلنۍ سرمشریزه کې د اېس سي او دایمي غړی جوړ شو. [ايرنا]

متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د هغو شرکتونو پر یوې نړیوالې شبکې بندیزونه ولګول چې په جنوبي او ختیځې اسیا کې کاروونکو ته د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د ایران د پټروکیمیکل او پټرولیم محصولاتو په پلورلو کې ښکېل دي.

دا اقدام په داسې حال کې پورته کېږي چې د راپورونو له مخې ایران د جون او جولای په میاشتو کې چین ته د خپلو تېلو صادرات زیات کړل او له بنديزونه څخه يې سرغړونه وکړه، سره لدې چې ​​د روسیې د خام تېلو له سیالۍ سره مخ دی.​​دغه کار روسيه مجبوره کړه چې خپل نرخونه راټیټ کړي.

په اتو ادارو بندیزونه چې د سپتمبر په ۲۹مه اعلان شوي ول، په متحده عرب اماراتو (يو ای اي)، هانګ کانګ او هند کې ایراني بروکران او مخکښ شرکتونه په نښه کوي.

د متحده آيالاتو د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل، دغو شرکتونو "د ایران د نفتي موادو او پټروکیمیکل محصولاتو مالي لیږد او لیږدولو کې مرسته کړې ده" او د ایران د بار وړلو اصلي سرچينې په پټولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

یو عکس چې د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په ۲۳مه اخیستل شوی په خارګ ټاپو کې د تېلو په یو مرکز کې د تېلو صادراتي پایپ لاینونه ښیې. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو عکس چې د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په ۲۳مه اخیستل شوی په خارګ ټاپو کې د تېلو په یو مرکز کې د تېلو صادراتي پایپ لاینونه ښیې. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دغه وزارت وويل، دوی دوه منع شوي ایراني بروکرانو، ټريلينس پټرکيميکل کارپوريشن لميټډ (ټريلينس) او د فارس خلیج پیټرو کیمیکل صنعت سوداګریز شرکت (PGPICC) ته توان ورکړی چې فنډونه انتقال کړي او په آسیا کې پیرودونکو ته ایراني پټرولیم او پیټرو کیمیکلونه ولېږدوي.

په همدې ورځ، د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړو چې دوی په چین کې مېشت دوه شرکتونه -- ژونګګو سټوريج او ټرانسپورټ شرکت لمیټډ او ډبليو اېس شپینګ کارپوريشن لميټډ -- د ایران د پیټرو کیمیکل په سوداګرۍ کې د دوی د ښکیلتیا له کبله په تور لیست کې شامل کړي دي.

د اګست په لومړۍ نیټه، د خزانې وزارت د PGPICC ملاتړ کونکي شرکتونه په تور لیست کې شامل کړل.

د جولای په ۶مه، دې په خلیج کې پر یوې شبکې بندیز ولګوو چې د ایران د پټروکیمیکل او پټرولیم پلورلو کې يې مرسته کوله.

او د جون په ۱۶مه، دې په ختیځ آسیا کې د ایران د پیټرو کیمیکل پلورلو کې د ملاتړ کولو له کبله د نړېوالو بندیزونو څخه د ډډه کولو شبکه په نښه کړه.

حتی لکه څنګه چې دا د خفيه بار وړلو کړنو کې ښکېل دی،​اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې د سمندري غلا سره د تېلو د کښتیو ​ګواښلو ته دوام ورکړی دی.​

د انرژۍ په اوسني نړېوال بحران کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله رامنځته شوی، د هرمز تنګی -- يوه داسې تنګه لاره چې د نړۍ د تېلو د تولید پنځمه برخه ترې تېرېږي -- نوره هم مهم شوی دی.

د ایران د شانګهای سازمان غړیتوب

ایران له ختیځو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین او روسیې سره خپلې اړیکې په دې پلمه پراخې کړې چې د خپل​ نږدې دیواليه شوی اقتصاد ښه کړي​ او د نړېوالو بندیزونو په وړاندې مقاومت وکړي.

له ختیځ سره د ژورو اړیکو په لټه کې، د ایران صدر ابراهیم رئیسي د سپتمبر په ۱۴مه ازبکستان ته سفر وکړو چې په تاشکند کې له چارواکو سره وګوري او په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) په سرمشریزه کې برخه واخلي.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان د مشرانو له خوا تاسیس شوی و. هند او پاکستان په ۲۰۱۶ کال کې په دغه سازمان کې یوځای شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سپتمبر په ۱۷مه اعلان وکړو چې تهران په سمرقند کې د سرمشریزې په ترڅ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړی شو.

د ځینو شنونکو په وينا، خو د نړېوالو پالیسي شنونکي خسرو جعفري په ګډون، په شانګهای سازمان کې د ایران غړیتوب به خپل اقتصاد ته وده ورنکړي، لکه څنګه چې د ایران د رژیم پروپيګنډه ادعا کوي.

جعفري المشارق ته وویل، د شانګهای سازمان غړیتوب به ماسکو او بیجینګ ته د ایران سرچینو ته خلاصه او یو اړخیزه لاسرسي ورکړي.

د ۲۰۰۳ او سپتمبر ۲۰۲۲ تر منځ، کله چې دا له SCO سره یوځای شو، ایران په دغه سازمان کې "څارونکی هېواد" و، چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه سازمان د دې د دایمي غړیتوب غوښتنه رد کړه. شنونکي وايي، روسیې په دغه سازمان کې د ایران د شاملېدو مخه نیولې وه.

اوس، دوی وايي، پداسې حال کې چې د رئیسي حکومت په زیاتیدونکي توګه روسیې ته مخه کوي، داسې ښکاري چې ماسکو د ایران د دایمي غړیتوب خلاف خپل پخوانی مخالفت پریښی دی.

د ایران په حکومت کې کرپشن

په عېن حال کې، د ایران د پولادو ترټولو لوی شرکت، مبارکه سټیل کمپني، د ایران د پارلمان (ایران پارلمان) لخوا د ۳ ملیارده ډالرو د کرپشن سکیم له کبله تر څیړنې لاندې دی چې ډېره برخه یې د پخواني صدر حسن روحاني انتظاميې ته منسوب شوې ده.

دا کيس د سخت دریځو او د اصلاح غوښتونکو، چې صدر يې روحاني و، تر منځ د شخړې په یوې ترخه نقطه بدل شوی دی. سخت دريځو د رئیسي د صدر کېدو راهیسې واک په لاس کې اخیستی دی.

د مبارکه سټیل شرکت چارواکي په پراخه سرغړونو تورن دي، چې پکې د خپلوانو پالنه، کرپشن، رشوت او د ایران انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي)، او همدارنګه د جمعې د مانځه امامانو دفترونو ته په غیرقانوني توګه پیسې ورکول شامل دي.

په یوه بله وروستۍ قضیه کې، د مهر پیټرو کیمیکلز، چې یو ایراني شرکت دی چې د پلور څخه د عاید بېرته راستنولو دنده لري، مشران د ۱۷۰ ملیونه ډالرو په اختلاس تورن دي.

مهر پیټرو کیمیکلز محصولات صادروي او په ترجیحي نرخونو دولتي ډالر ترلاسه کوي. خو د راپورونو له مخې، ایران ته د ۱۷۰ میلیونو ډالرو په راستنولو کې پاتې راغلی دی. تر اوسه د دغو پيسو په اړه څه معلومات ندي موندل شوي.

د راپورونو له مخې، زياتره اختلاس هغه مهال شوی کله چې رئیسي د ایران د عدليې مشر و.

اسلامي جمهوریت زياتره د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له لارې، چې د ایران په اقتصاد کې لویه برخه لري او د ایران مشر علي خامنه يي کلک ملاتړ کوي، د کرپشن، اختلاس او پیسو مینځلو خپلو کړنو ته دوام ورکوي.

په عېن حال کې، د ایران خلک د رژیم د ناسم مدیریت او د غلطو لومړیتوبونو له پایلو سره مخ دي او له لویو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دي چې پکې بیکاري او خورا ډېره ګراني شامله ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جوبايډن: پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې دی دغه هيواد "غېر منظمه ايټمي وسلې ولري". خو پاکستان ويلي امریکايي صدر چې د پاکستان په اړه د کومو شکوکو شبهاتو اظهار کړی دی هغه سم نه دی. https://www.voadeewanews.com/a/6791098.html

ځواب