اقتصاد

چین له ایران سره په سمندر کې د غير قانوني فعالیتونو له لارې له بندیزونو څخه په ډډه کولو کې مرسته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

تهران د نړېوالو بندیزونو په سرغړونې سره په میلیونونو بېرله تېل پر چینايي تصفیه خانو پلوري. [تسنیم نیوز]

تهران د نړېوالو بندیزونو په سرغړونې سره په میلیونونو بېرله تېل پر چینايي تصفیه خانو پلوري. [تسنیم نیوز]

تهران د چین په ملاتړ د نړېوالو بندیزونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي او په چینایي تصفیه خانو باندې په ملیونونو بېرله تېل پلوري او د ایران په اوبو کې د کښتۍ څخه کښتۍ ته په خورا لنډ لیږد کې بوخت دی.

ایران په ختیځ آسیا کې د افرادو او شرکتونو ډېر مرکزونه او شبکې لري چې چین ته د تېلو او پیټرو کیمیکل محصولاتو په رسولو کې مرسته کوي.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د اپرېل په مياشت کې، ایران په ورځ کې تر یو ملیونه بېرلو پورې تېل صادرول (BPD)، په داسې حال کې چې د تېلو ټول تولید د بندیزونو څخه مخکينی ۳.۸ ملیونه BPD ته بېرته بحال شو.

د تېلو څه برخه د ایران بېرغ لرونکو کښتیو کې د هغه شرکتونو لخوا لیږدول کیږي کوم چې د متحده ایالاتو د بندیزونو سره مخ دي، چې پکې د ایران د تېلو ملي شرکت (NIOC)، او د ملي ایراني ټانکر شرکت (NITC) شامل دي.

ایراني ښوونکي د می په میاشت کې د ټیټ معاشونو له کبله احتجاج کوي. [ایران نړېوال]

ایراني ښوونکي د می په میاشت کې د ټیټ معاشونو له کبله احتجاج کوي. [ایران نړېوال]

NITC د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو سره تړاو لري.

د تېلو د پلورلو او د هغو بندیزونو څخه د ډډه کولو په هڅو کې چې د دې د پټرولیم صنعت او د سپاه پاسداران اړوند شرکتونه یې په نښه کړي دي، ایران نورې ستراتيژۍ هم په کار اچولي دي.

د ډېرو راپورونو له مخې، پدې کې د هغو کښتیو کارول شامل دي چې د نورو هېوادونو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او په خلاصو اوبو کې د کښتۍ څخه تر کښتۍ ته د کارګو لیږد او د تېلو صادراتو د پټولو هڅې کوي.

په نورو خفيه کړنو کې د کښتۍ د اتوماتیک پیژندنې سیسټم -- چې د ټکر د مخنیوي يو سیسټم دی چې په دوامداره توګه په سمندر کې د کښتۍ موقعیت لیږدوي -- کې بدلون راوستل یا غیر فعالول شامل دي ترڅو د هغې لاره "خفيه پاتې شي".

رویټرز راپور ورکړی چې د ټانکر د تعقیب شرکتونه وايي چې چین د دې ډېر بار وړلو ځای دی.

په ورته وخت کې لکه څنګه چې دا د خفيه بار وړلو کړنو کې ښکېل دی،​اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې د سمندري غلا سره د تېلو د کښتیو ګواښلو ته دوام ورکړی دی.​

د جولای په نیمایي کې د ایران مرکزي بېنک په یو راپور کې وويل چې که څه هم د تېلو او نورو صادراتو له لارې د ایران عواید زیات شوي، خو د پيسو د وتلو کچه د لوړېدو په حال کې ده.

د سي بي آی په راپور کې راغلي چې په مالي کال کې چې د مارچ په شلمه پای ته رسېدلی، د ايران د تېلو، ګازو او پټرولیم محصولاتو له صادراتو څخه عايد څه باندې ۳۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېر مالي کال په پرتله ۱۷ میلیارده ډالره ډېر دی، کله چې د تېلو بیې ډېرې ټیټې وې.

د تېلو صادراتو په عایداتو کې ۸۴ فيصده زیاتوالی د تېر مالي کال په پرتله (چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۰مه پای ته رسیدلی) هغه وخت رامنځته شو کله چې د پيسو په ايستلو کې ۵۰ فيصده زیاتوالی راغی او په خلکو کې د اقتصاد د ثبات په اړه اندېښنې او د راتلونکي په اړه ویره مخ په زياتېدو شوه.

د بندیزونو څخه ډډه کول

متحده آيالاتو د جولای په ۶ مه نېټه پر تهران د تېلو له بنديزونو څخه د سرغړونې له امله د پيټروليم او پيټروکيميکل موادو پر زياتو توليدونکو، ټرانسپورټرانو او مخکښو شرکتونو بنديزونه ولګول.

۱۵ نومول شويو اشخاصو او ادارو په خلیج کې د مخکښو شرکتونو شبکې څخه کار واخیستو ترڅو ختیځ آسیا ته د ایران د تېلو، پټرولیم محصولاتو او پیټرو کیمیکل محصولاتو غیرقانوني پلور او لیږد آسان کړي.

د بندیزونو په یوه بله برخه کې چې د اګست په لومړۍ نېټه اعلان شوه، متحده ایالاتو چینایي او نور شرکتونه په تور لیست کې شامل کړل چې ویل کیږي په ختیځ آسیا کې د ایران د تېلو او پیټرو کیمیکل محصولاتو په لسګونو ملیونه ډالرو پلور کې يې مرسته کړې ده.

ټولټال شپږ ادارې -- څلور په هانګ کانګ کې، یوه په سینګاپور کې او یوه په متحده عرب اماراتو کې -- د متحده ایالاتو د خزانې او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په جلا بیانونو کې د بنديزونو سره مخ شوې.

د متحده آيالاتو د خزانې وزارت وویل، د فارس خلیج د پیټرو کیمیکل صنعت سوداګریز شرکت، چې د ایران یو له سترو پټروکیمیکل بروکرانو څخه دی، ختیځې اسیا ته د ایران د پټرولیم او پیټرو کیمیکل محصولاتو په پلورلو کې مرسته کوله.

دې په متحده عرب اماراتو کې مېشته بلیو کاکټس د درنو تجهیزاتو او مشینانو د پرزو سوداګرۍ شرکت په هانګ کانګ کې ټريلينس پيټروکيميکل شرکت لميټد ته د ملیونونو ډالرو ایراني پيټروليم محصولاتو پلورلو کې د مرستې کولو په تور تورن کړه.

ټریلینس لا مخکې نه د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په سینګاپور کې د پایونیر شپ مدیریت پرايويټ لميټډ یوه کښتۍ لرله چې د ایران پيټروکيميکل محصولات یې پکې لیږدول.

په هانګ کانګ کې د ګولډن واریر شپینګ شرکت لمیټډ د ایران د تېلو او پټرولیم محصولاتو پورې اړوند راکړه ورکړې له کبله په تور لیست کې شامل شو.

د پاناما بیرغ لرونکي ګلوري هارویسټ وويل، په تور لیست کې شامله د ټانکر کښتۍ هم د دغه شرکت تر کنټرول لاندی وه.

کورني عمليات

د غيرقانونه سوداګرۍ له لارې د خپلو عایداتو د لوړولو لپاره د هڅو سربېره، د ایران رژیم د احتجاج کونکو مخه نیسي چې غوښتنې کوي او د خپل ژوند تېرولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې د جنورۍ له میاشتې راهیسې د کارګرانو ګڼ شمېر فعالان، ښوونکي، عالمان او فلم جوړونکي د رژیم له خوا د نږدې ورځنیو مظاهرو پروړاندې د مبارزې په ترڅ کې نیول شوي دي.

د بشري حقونو ډلو ​د اعدامونو د مخ په زیاتیدونکي شمېر په اړه اندېښنه ښودلې ده چې د ابراهیم رییسي د ولسمشرۍ پرمهال خورا ډېر شوي دي. ​

دغه رژيم هم زيات شمېر امنيتي ځواکونه ګومارلي دي، چې زياتره يې ښځې دي، تر څو د هغو عامو ښځو پر وړاندې مبارزه وکړي چې ځان په بشپړه توګه له پټولو څخه انکار کوي.

ځواکونه هڅه کوي هغه کسان ونیسي چې "د قانون له مخې يې ځان په بشپړ ډول نه دی پټ کړی"، خو په دغو ښځو کې ډېرې ښځې د ګرفتارۍ په وړاندې مزاحمت کوي.

د رژیم د ځواکونو او اتباعو ترمنځ نښتې چې د جامو د قواعدو په بشپړ ډول اطاعت نه کوي په سړکونو او عامه ترانسپورت کې د ډېریدو په حال کې دي.

د جون په ۱۵مه، د ملګرو ملتونو د حقونو د خپلواکو ​کارپوهانو یوې ډلې په ایران کې د ښوونکو او پراخې مدني ټولنې په وړاندې د "تاوتریخجن عملياتو" په اړه اندېښنه څرګنده کړه​ او غوښتنه یې وکړه چې د مسؤل کسانو سره دې حساب کتاب وشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500