جرم او انصاف

په ایران کې مخ په زیاتیدونکي لاریونونه د رژیم له جبري تاکتیک سره مخ کیږي

د پاکستان فارورډ لخوا

په ټولنیزو رسنیو کې د می په ۳ مه نېټه په ایران کې د یوې نامعلومې غونډې پرمهال د یو ایراني مظاهره کونکي خپور شوی عکس. [فايل]

په ټولنیزو رسنیو کې د می په ۳ مه نېټه په ایران کې د یوې نامعلومې غونډې پرمهال د یو ایراني مظاهره کونکي خپور شوی عکس. [فايل]

په وروستیو میاشتو کې د ټولنیزو، اقتصادي او چاپیریالي مسلو په اړه لاریونونو په ایران کې سخت غبرګونونه رامنځته کړي دي، او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو غبرګون -- په ځانګړې توګه د بلوا ضد پولیسو ځواکونو او په ساده جامو کې عناصرو او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) یونیفورم لرونکي عناصرو ترکیب -- دا دی:هغوی وځوروئ.

ښوونکي، د فابریکو کارګران او کارکونکي په ټول هېواد کې سړکونو ته راوتلي دي ترڅو د ایران رژیم پروړاندې خپل شکایتونه ثبت کړي، پداسې حال کې چې کروندګر د اوبو د کمي او کلیوال د حفظ الصحې په برخه کې د ناکامۍ په اړه احتجاجونه کوي.

په ډېرو مواردو کې، مظاهره کوونکي د ډارولو له لارې د احتجاج کولو له حق څخه محروم شوي، په داسې حال کې چې په نورو احتجاجونو کې دوی د امنیتي ځواکونو لخوا د ښکاره دښمنۍ او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

دوی په ګوليو ویشتل شوي، نیول شوي او بندیان شوي او د ځینو کسانو کورونه او کمپیوټرې په سپکاوي سره لټول شوي دي.

د ایران په حمیدان کې ښوونکي د می په لومړۍ نېټه د ټیټ معاش او د کار نامناسب شرایطو په اړه د مظاهرې لپاره راټول شوي دي. [ایران نړېوال]

د ایران په حمیدان کې ښوونکي د می په لومړۍ نېټه د ټیټ معاش او د کار نامناسب شرایطو په اړه د مظاهرې لپاره راټول شوي دي. [ایران نړېوال]

په تېرو ۳۰ کلونو کې د ایران په شمال کې د ګیلان په سراوان کې په يو ډېران کې په ټنونو کثافات اچول شوي دي. د ډېران بهرنۍ برخه دلته د اپرېل په مياشت کې لیدل کیږي. [سرپوش]

په تېرو ۳۰ کلونو کې د ایران په شمال کې د ګیلان په سراوان کې په يو ډېران کې په ټنونو کثافات اچول شوي دي. د ډېران بهرنۍ برخه دلته د اپرېل په مياشت کې لیدل کیږي. [سرپوش]

په دې وروستیو کې کله چې د کارګرانو او ښوونکو اتحادیې په ایران کې د کارګرانو د نړیوالې ورځې (د مۍ لومړۍ نېټه) او د ښوونکو د ورځې (د مۍ ۲مه) په مناسبت سره په ۲۸ ښارونو کې احتجاجونه ترسره کړل، د آی آر جي سي استخباراتو او پولیسو ځواکونو ډاډ ترلاسه کړو چې دوی په ټولو هغه ښارونو کې قوي شتون ولري چېرته چې مظاهرې وشوې.

د تنظیم کوونکو په وینا، په تهران کې، دغه احتجاج د مجلس (پارلمان) د ودانۍ مخې ته ټاکل شوی و، خو ګڼ شمېر پولیسو د ګډون کوونکو مخه ونیوله او ياده مظاهره د ښار څنډو ته منتقل شوه.

ښوونکي له میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې راټول شوي ترڅو د قراردادي ښوونکو (غیر دولتي کارمندانو) لپاره د غير تاديه شويو معاشونو او د کارمندانو لپاره د غوره ګټو او د انفلاسیون سره د لوړ معاشونو غوښتنه وکړي.

د پوهنې قراردادیان غوښتنه کوي چې دوی دې د دولتي کارمندانو په توګه استخدام کړي، پداسې حال کې چې ريټايرډ ښوونکي د خپلو پنشنونو په پیسو کې د زیاتوالي غوښتنه کوي ترڅو دوی خپل ضرورتونه پوره کړي، ځکه چې ځینو کسانو ته داسې معاشونه ورکړل کيږي چې د فقر تر کرښې لاندې دي.

په ایران کې د بشري حقونو د مرکز په وینا، د مۍ د ورځې په لاریونونو کې په شعارونه کې شامل وو، "[صدر] رییسي، ته دروغجن يې، ستا د ژمنو سره څه وشول؟" او "دوی وايي امریکا زموږ دښمن دی. دا دروغ دي! زموږ دښمن دلته دی!"

د بې وزلۍ او نا امیدۍ زیاتوالی

ټيټ معاش او بې روزګاري د ايران د خلکو پر اوږو بوج زيات کړی دی، چې له سختې ګرانۍ او له سخت اقتصادي زوال سره مخ دي.

اکرم وکیلي، چې په کرمانشاه کې د ايلمنټري سکول یوه ريټايرډ ښوونکي ده، وویل چې هغه خفه ده ځکه چې هغه نشي کولی خپلو ماشومانو او کورنۍ ته په یو وخت کې ډوډۍ چمتو کړي.

هغې وویل، "زه مجبوراََ پدې کې له ځنډ څخه کار اخلم.""زما میړه هم د حکومت څخه ريټايرډ شخص دی، او موږ په سختۍ سره خپل ژوند تېروو."

هغې زیاته کړه، "موږ به په منظمه توګه د تفريح لپاره وخت ايستلو، او زما ماشومان او د دوی میرمنې به په هفته کې څو ځله د خواړو لپاره دلته راتلل." "اوس، زه مجبوراََ دوی ته په جلا توګه بلنه ورکوم، او زه نشم کولی چې دوی ته هره هفته بلنه ورکړم."

له هغه وخته راهيسې کله چې کیان ټایر، چې په منځني ختیځ کې د ټایرونو ترټولو پخوانۍ فيکټري ده، تېره میاشت وتړل شوه، تقريباََ ۱۲۰۰ کارګران بې روزګاره شول، پداسې حال کې چې پخواني کارکونکي په تهران کې د لویو دولتي ودانیو څخه بهر په منظمه توګه احتجاجونه کوي.

د فيکټرۍ پخواني کارکونکي د صدارتي محل او مختلفو وزارتونو څخه بهر پلی کارډونه نيولي، چې دا ډول شعارونه پرې ليکل شوي، "کارګران به د سپکاوي پر ځای مړه شي" او "کار، دهاړي، احتجاج زموږ اصلي حق دی".

د تېرې لسیزې راهیسې، د کیان ټایر کارګرانو په مکرر ډول احتجاج کړی ترڅو د غیر تاديه شوي کار لپاره د معاش بېرته غوښتنه وکړي، او د ګټو د نشتوالي او ټیټ معاشونو په اړه شکایت وکړي.

د کیان ټایر د بېکاره شويو کارکوونکو سربیره، د مختلفو سکتورونو او ښارونو کارکوونکو د کم معاش او ناکافي امتیازاتو په اړه په پرله پسې ډول احتجاج کړی دی.

د بې ساري عامه ناخوښۍ په څرګندولو کې، د کار وزارت د کارکوونکو یوه لویه ډله، چې زياتره یې ښځې وې، د اپرېل په ۱۹مه د وزارت له ودانۍ څخه بهر راغونډې شوې او د ښه معاش او امتیازاتو غوښتنه یې وکړه.

دوی د کار وزیر حجت عبدالمالکي په حواله، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې رسنیو ته ویلي وو چې هغه به د وزارت تقريباََ يو زر کارکونکي له دندو څخه ګوښه کړي، دا ډول شعارونه ورکول، "نا اهله وزیر، شرم وکړه، شرم وکړه".

په عېن حال کې، لکه څنګه چې لوړ پوړي ایراني چارواکي د تېلو د صادراتو په ریکارډ عايد باندې وياړ کوي، قانون جوړونکي، څارونکي او ولسي خلک حیران دي چې دا ټولې پیسې چېرته خرچ کيږي.

ډېر ایرانیان د تېلو د عاید اختلاس او په عمومي توګه د کرپشن او د آی آر جي سي پخوانیو او اوسنیو افسرانو ترمنځ مستقیم اړیکه په ګوته کوي چې د رئیسي په انتظاميه کې غیر متناسب استازيتوب او امتیازات لري.

ګرفتارۍ، سمنونه، زنداني کول

د سیمه ییزو او نړېوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د سه شنبې د ورځې په لاریونونو کې په درجنونو ښوونکي نیول شوي، چې د هغه ښوونکو، کارګرانو او فعالانو په زیاتیدونکي لیست کې شامل شوي کوم چې په وروستیو میاشتو کې نيول شوي دي.

د ښوونکو د اتحادیې ګڼ شمیر لوړ پوړي غړي او د اتحادیې څلور مشهور فعالان په هغه ورځ په نیول شويو کسانو کې شامل ول او لږ تر لږه ۷۰ مظاهره کونکي ښوونکي د تهران بدنام زندان ته ویوړل شول.

د اتحادیې ځینې پیژندل شوي فعالان محکمې یا د استخباراتو ریاست ته د پوښتنو لپاره راغوښتل شوې ول.

یو څو نور په خپلو کورونو کې ونیول شول او زندان ته واچول شول. د دوی کورونه وپلټل شول، او د دوی کمپیوټرې او نور سمارټ وسایل ضبط شول.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په تېر کال کې د مزدورانو او د کارګرانو د اتحادیې ګڼ شمېر غړي نیول شوي او بندیان شوي دي او په ټول هېواد کې تقريباََ په هره مظاهره کې احتجاج کوونکي نیول شوي دي.

ډېر ښوونکي او کارکوونکي د محاکمې او هېڅ سزا پرته بندیان شوي دي. د ځینو توقیف شویو احتجاج کوونکو کورنیو وویل چې دوی د هغوی له نیول کېدو څخه څو ورځې وروسته هم د هغوی د ځای په اړه معلومات نه لرل.

د می په ۴مه، بهرنیو رسنیو درېو بندیانو ښوونکو ته د نږدې سرچینو په حواله وویل چې دوی له درېو ورځو راهيسې د لوږې هړتال کړی دی. د اتحادیې یو فعال چې په زندان کې دی د پیوستون ښودلو لپاره په دغه هړتال کې ګډون وکړو.

د چاپېریال ساتونکو پر ضد لاریون

په عېن حال کې، سختې وچکالۍ، چې ايران ورسره مخ دی، او د څښاک د اوبو او د کرنیزو استفادې لپاره د اوبو کمي، په تېرو دوو کلونو کې د ایران په سویل کې په لسګونو احتجاجونه رامنځته کړي دي.

د چاپیریال ګڼ شمېر فعالین وروسته له هغه په "جاسوسۍ" تورن شول او زنداني شول کله چې دوی د خپل هېواد اړوند ستونزو سره د مبارزې په اړه د مشورې لپاره د نړیوالو چاپیریالي سازمانونو سره اړيکه ونيوله.

د اوبو د سرچینو په اړه د حکومت ناسم مدیریت د اوبو د کمي مسلې لاپسې زیاتې کړي او د حفظ الصحې په برخه کې د خدماتو نشتوالي یو بل چاپیریالي بحران رامنځته کړی دی.

د اپرېل په ۲۸مه د ایران په شمالي صوبه ګیلان کې د سراوان په لسګونو کلیوال هغه مهال د ټوپک په ګولیو وویشتل شول کله چې دوی د پرله پسې دریمې ورځې لپاره د کثافاتو د یو ډېران په هکله د احتجاج لپاره راټول شوي وو.

د څه باندې ۳۰ کلونو راهيسې، حکومت په ټنونو کثافات سراوان ته لیږدوي، چې د کثافاتو یو ډېران يې جوړ کړی چې اوس د راپورونو له مخې ۹۴ متره لوړ دی.

د کثافاتو رسولو لپاره د ننوتلو لارې بندولو سره، د سراوان خلکو د دغه لوی ډېران په وړاندې احتجاجونه وکړو، او په چاپیریال باندې د ناوړه اغيز او د هغه قوي بد بوی په اړه یې شکایت وکړو چې دوی ورسره مخامخ دي.

په ملکي خلکو په ډزو کولو سره، د رژيم ځواکونو ګڼ شمېر خلک ونيول او په خلکو کې يې غوسه رامنځته کړه.

حکومت وروسته اعلان وکړو چې دا به د دې مسلې د حل لپاره اقدام وکړي، که څه هم د دې کار کولو په اړه تفصيلات روښانه نه دي چې دا به يې څنګه ترسره کړي. بلدوزرې په دغه ځای کې کار کوي، کثافات راکني او نامعلوم ځای ته یې وړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500