بشري حقونه

د ایران رژیم د مخ په زیاتیدونکو احتجاجونو د ځپلو لپاره له وحشیانه تاوتریخوالي څخه کار اخلي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د ایران امنیتي ځواکونه په تهران کې هغه ځای ته راروان دي چېرې چې مظاهره چیانو د مصروفه څلورلارې په مینځ کې د کثافاتو دانۍ ته اور لګولی دی. [ای اېف پي]

د ایران امنیتي ځواکونه په تهران کې هغه ځای ته راروان دي چېرې چې مظاهره چیانو د مصروفه څلورلارې په مینځ کې د کثافاتو دانۍ ته اور لګولی دی. [ای اېف پي]

د تهران د "اخلاقي پولیسو" په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کېدو پنځه ورځې وروسته، په ایران کې احتجاجونه ټول هېواد ته غځېدلي، پداسې حال کې چې ګڼ ښارونه په ياد احتجاجونو کې ګډون کوي.

دا مظاهرې په ایران کې د ۲۰۱۹ کال د نومبر راهیسې​ د تېلو د بیې د لوړیدو په اړه د ناکراریو راهیسې ترټولو جدي دي​، خو دا ځل ګڼ شمېر میرمنو پدې کې ګډون وکړو.

په ټول هېواد کې په احتجاجونو کې، احتجاج کوونکو سړکونه بند کړل، په امنیتي ځواکونو یې کاڼړي وویشتل، د پولیسو ګاډو او د کثافاتو دانو ته یې اور ورته کړو، او د حکومت ضد شعارونه یې ورکړل.

ډېرو کسانو د اسلامي جمهوریت د سختو قوانینو څخه د سرغړونې سره خپل حجابونه لرې کړل. ځینو خپلو حجابونو ته اور ورته کړو او یا یې په علامتي ډول خپل ویښتان پرې کړل.

ښځې د ايران په ګڼ ښارونو کې د ۱۷ م سپتمبر راهیسې خپل حجابونه سوځوي پداسې حال کې چې خلکو د هغوی ستاينه کړې ده. [ټولینزې رسنۍ]

ښځې د ايران په ګڼ ښارونو کې د ۱۷ م سپتمبر راهیسې خپل حجابونه سوځوي پداسې حال کې چې خلکو د هغوی ستاينه کړې ده. [ټولینزې رسنۍ]

د ۱۶م سپتمبر راهیسې، په ټول هېواد کې د ښځو لپاره په لازمي توګه د سر پټولو پر ضد احتجاجونه پېل شوي دي. [ایران نړېوال]

د ۱۶م سپتمبر راهیسې، په ټول هېواد کې د ښځو لپاره په لازمي توګه د سر پټولو پر ضد احتجاجونه پېل شوي دي. [ایران نړېوال]

ګڼ شمېر د ایران میشتې مشهور میرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د حجابونو پرته د عکسونو په خپرولو سره په ياد احتجاج کې برخه واخيسته، چې دا د ایران په ټولنیزو رسنیو کې یو ممنوع عمل دی.

په تهران کې، د يونيورسټۍ زده کونکي د اخلاقي پولیسو په وړاندې ودريږي چې د ځواک ښځینه غړي یې يونيورسټو ته استولي ترڅو د احتجاجونو مخه ونیسي او ښځې مجبوره کړي چې خپل ویښتان پټ کړي.

د احتجاجونو پروړاندې مبارزه

د ایران څخه ډېرو راپورونو د جمعې د ورځې (د سپتمبر په ۱۶مه) راهیسې د لږ تر لږه اتو احتجاج کونکو د مرګ تایید کړی دی، کله چې امینه چې د کوردستان صوبې اوسیدونکي ده د تهران په یو هسپتال کې مړه شوه.

د سه شنبې په شپه،​ پولیسو اوښکې بهونکی ګيسونه وکارول او تر ۱۰۰۰ پورې ګډون کونکو​ د لرې کولو لپاره یې ګرفتارۍ وکړې.

د کوردستان ګورنر اسماعیل زري کوشا د سه شنبې په ورځ وویل چې په دغه صوبه کې د دوشنبې په ورځ د مظاهرو په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي.

فعالان وايي چې په لسګونو کسان ژوبل شوي دي او په امنیتي ځواکونو یې تور پورې کړی چې د ډزو څخه يې کار اخيستې چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

د بشري حقونو د څار ډلې وویل چې د شاهدانو اکاونټونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي "په ګوته کوي چې چارواکي د مظاهره کونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکي ګيسونه کاروي او په ښکاره توګه په کوردستان صوبه کې يې وژونکی قوت کارولی دی".

په ناروی کې مېشت د کردانو د بشري حقونو ډلې هینګاو وویل، په کوردستان کې درې تنه وژل شوي دي -- په دیوانداره ښارګوټي، ساغیز او دهګولان کې.

دغه موسسې زیاته کړه چې په کوردستان کې ۲۲۱ تنه ژوبل شوي او ۲۵۰ نور نیول شوي دي، چې هلته هم د دوشنبې په ورځ عمومي احتجاج شوی او د دوشنبې او سه شنبې په ورځ خلکو د دوو ورځو د ماتم د لمانځلو اعلان وکړو.

هینګاو زیاته کړه، یوه ۱۰ کلنه جينۍ -- چې په وینو لړلي بدن عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي -- د بوکان په ښارګوټي کې ژوبل شوه خو ژوندۍ ده.

په ناروی کې مېشته د ایران د بشري حقونو (آی اېچ آر) غیر دولتي سازمان وویل چې امنیتي ځواکونو په ځینو سیمو کې "د احتجاجونو د ځپلو" لپاره له اوښکې بهونکي ګيس، د اوبو توپ خانې، د ربړ ګولۍ او ژوندي مهمات کارولي.

د نیټ بلاکس انټرنیټ لاسرسي څارونکي په کوردستان کې د ۳.۵ ګهنټو سیمه ایز انټرنېټ بندېدو یادونه وکړه، او همدارنګه د دوشنبې په ورځ د احتجاجونو په جریان کې په تهران او نورو ښارونو کې یې په جزوي توګه د انټرنېټ د بندېدو په اړه راپور ورکړو.

اسلامي جمهوریت په منظم ډول د انټرنېټ په لاسرسۍ باندې محدودیتونه لګوي کله چې په هېواد کې احتجاجونه راپورته کیږي.

د ایران مشر علي خامنه يي چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران او عراق د جګړې د کلیزې په مناسبت له ګڼ شمېر پوځي قوماندانانو سره وکتل، د روانو مظاهرو په اړه یې د پام وړ خاموشي غوره کړې ده.

نړېوال غبرګون

ملګرو ملتونو، امریکا، فرانس او نورو هېوادونو د امینې مرګ او احتجاجونو ته د ایران غبرګون غندلی دی.

دا وضعیت به پر صدر ابراهیم رئیسي فشار زیات کړي، ​چې د مخکې نه د ایران د بشري حقونو د ریکارډ په اړه له سختې پلټنې سره مخ دی​، چې ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷مې غونډې ته وینا وکړي.

په جنیوا کې، ملګرو ملتونو وویل چې د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ سرپرستې ندا الناشف د امینې په وژلو او "د امنیتي ځواکونو لخوا د احتجاجونو په وړاندې د تاوتریخوالي غبرګون" په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه.

د IHR مشر محمود امیري-مغدام وویل هغه هېوادونه چې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري باید ګام پورته کړي ترڅو "د خلکو د غوښتنو په ملاتړ کولو سره د دوی د اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د نورو دولتي وژنو مخه ونیسي".

د جمعې په ورځ د هغې له مرګ راهیسې، د ماهسا امینې نوم په ټولنیزو رسنیو کې ډېر خپور شوی دی. دغه هشټاګ په ټوېټر کې تر لسو میلیونو ډېر په فارسۍ او پنځه میلیونه ځله په انګلیسي ژبه کارول شوی دی.

په انسټاګرام کې، "ښځه، ژوند، آزادي، له کوردستان څخه تر ټول ایران پورې" او "زه یوه ښځه یم، له حجاب پرته زه خپل ویښتان ليدل غواړم" کمپاینونو په سلګونو زره پیروان راجلب کړي دي.

په ټک ټاک کې، د مهسا امیني هشټاګ ۹۶ ملیونه ځله استعمال شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500