جرم او انصاف

په دوبۍ کې چینایي "تور ځای" د بیجینګ پراخه عملياتو ته اشاره کوي

د سلطان الباري له خوا

یو اویغور يو پلی کارډ په لاس کې لري چې د فبرورۍ په ۲۲مه په استانبول کې په یو احتجاج کې د خپلو خپلوانو په اړه د خبر غوښتنه کوي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

یو اویغور يو پلی کارډ په لاس کې لري چې د فبرورۍ په ۲۲مه په استانبول کې په یو احتجاج کې د خپلو خپلوانو په اړه د خبر غوښتنه کوي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

قاهره -- د ۲۶ کالو يوه چینايي ښځې، ووهوان، اسوشیټیډ پرېس (ای پي) ته وویل، هغه د مۍ په وروستیو کې په دوبۍ کې له یو هوټل څخه وتښتول شوه او د چینایي چارواکو لخوا په يوې بنګله کې، چې په توقیف خانه کې بدل شوې وه، په توقيف کې وساتل شوه.

که چيرې دا ريښتيا وي، دا کيدی شي لومړی ثبوت وي چې بیجینګ د خپلو پولو هاخوا 'تور ځای' لري.

د اسوشیټیډ پرېس له مخې، تور ځايونه هغه خفيه زندانونه دي چیرې چې بندیان عموماً په جرم تورن نه وي او او د ضمانت یا محکمې حکم پرته قانوني لاسرسی نه لري.

په ۱۶ اګست د خپور شوي تحقیقاتي راپور په وینا، ووهوان وویل، له هغې څخه په چینایي ژبه کې پوښتنې وشوې او ګواښونه ورته وشول او مجبوره شوه چې قانوني اسناد لاسلیک کړي چې د هغې نامزاد، وانګ جینګیو -- مخالف کس -- د هغې په ځورولو تورنوي، مخکې له دې چې تښتونکو هغه د جون په ۸ مه خوشې کړه.

یو اویغور کس مخ ته ماسک اچولی چې د ختیځ ترکستان بیرغ ښیي ځکه چې هغه د فبرورۍ په ۲۲مه په استانبول کې د احتجاج په دوران کې د خپلو خپلوانو د خبر غوښتنه کوي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

یو اویغور کس مخ ته ماسک اچولی چې د ختیځ ترکستان بیرغ ښیي ځکه چې هغه د فبرورۍ په ۲۲مه په استانبول کې د احتجاج په دوران کې د خپلو خپلوانو د خبر غوښتنه کوي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

هغې وویل، په تور ځای کې د پاتې کيدو په حال کې، ووهوان دوه نور بندیان، چې دواړه اویغوران وو، ولیدل یا يې خبرې واوریدلې. هغې دغه میرمنې د هغوی د ظاهري شکل او لهجې پراساس د اویغورانو په توګه وپیژندلې.

ووهوان اوس په هالنډ کې د پناه غوښتنه کوي.

دغه راپور یادونه وکړه چې ای پي توان نه لرلو چې په خپلواکه توګه د ووهوان د بيان تایید وکړي، او هغې د تور ځای موقعیت نه شو په ګوته کولی.

که څه هم، ای پي کوټلي شواهد ولیدل او واوریدل، چې د هغې په پاسپورټ کې ټاپې، د یو چینایي چارواکي د تلیفون ريکارډ چې له هغې څخه پوښتنې کوي او متن پیغامونه چې هغې له زندان څخه یو پادري ته ليږلې ول چې د هغې او وانګ سره يې مرسته کوله.

د بشري حقونو د کنوانسیونونو څخه سرغړونه

په داسې حال کې چې تور ځايونه د چین په سرحدونو کې عام دي، په بهر کې د داسې ځای شتون د بیجینګ د نړیوال نفوذ يوه نښه کيدی شي.

دا به د اویغورانو په څیر د ناراضه او توکمیزو اقليتونو په وړاندې د چین د عملياتو نور ثبوت وړاندې کړي، حتی که دوی په بهر کې شتون ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ووهوان کیسه رد کړې ده.

د دوبۍ پولیسو د اګست په ۱۶مه وویل چې د یو بهرني هیواد په استازیتوب د ځایي چارواکو لخوا د یوې چینایي میرمنې د توقيف کولو ادعاګانې دروغ دي، او دا چې ووهوان درې میاشتې دمخه د خپل ملګري سره په آزاده توګه له هیواده وتلې وه.

د نړیوال جرمي قانون پروفیسور ویل الشاریمي وویل، که د ووهوان بيان ریښتیا ثابت شي، د تور ځای شتون د انسانیت پروړاندې جرم او د اجباري ورکیدو څخه د ټولو افرادو د ساتنې د نړیوال کنوانسیون څخه سرغړونه کیدی شي.

هغه وویل، چې دا ډول ځايونه هغه خلک ساتي چې شاید په نړیواله کچه د پیژندل شويو واکونو پرته بهر نیول شوي ول، د دوی د نیولو او عادلانه محاکمو په اړه قانوني معیارونه او کړنلارې په دوی پلې کيدی نشي.

هغه زیاته کړه، د سیاسي، توکمیزو او مذهبي دلایلو په خاطر ګرفتارۍ د ۱۹۹۶ د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون څخه سرغړونه کوي، کوم چې له ۱۹۷۶ راهیسې نافذ دی.

الشاریمي وویل، د ورته ګرفتارو لپاره جرمي مسؤلیت "له هغه چا څخه پیل کیږي چې دا اشخاص یې توقیف کړي او هغه کسان چې د دغه عملیاتو رهبري يې کړې، د هغه لوړ پوړو مشرانو په شمول چې د دغه عملياتو امر یې ورکړی و."

چین مخالفین نيسي او هغوی ډاروي

بیجینګ په وروستیو کلونو کې د شنجيانګ د اکثریت مسلمانو وګړو د کنټرول او نظارت په هدف یو لړ سختۍ پاليسۍ پلي کړي دي، چې په دې کې په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغورانو او نورو ترک مسلمانانو بندي کول شامل دي. په دغه تاسيساتو کې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې د توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

په دې ډول پالیسیو کې چین ته د اویغورانو سپارل هم شامل دي.

د ریاض په پاچا سعود يونيورسټۍ کې د سیاسي علومو ليکچرار عبدالله الداخیل وویل، چین په ټوله نړۍ کې د خپل اقتصادي نفوذ څخه ګټه پورته کوي ترڅو پټ عملیات ترسره کړي او د اویغورانو په ګډون خپل مخالفین ونیسي.

هغه وویل چې د چین له خاورې بهر د دې نیولو او زندانونو غیر قانوني ماهيت بشپړ راز ته اړتیا لري.

سیاسي څیړونکي عبدالنبي بکر وویل، په دوبۍ کې د چینایي پټ ځايونو تاییدول مشکل کار دی، ځکه چې امکان لري چې دا په څو ګهنټو کې له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدول شي ترڅو دا پټ وساتل شي.

بکر وویل، د ووهوان په صورت کې، هغه شاید نیول شوې وي ترڅو چینایان هغه او وانګ ويروي او هغه وهڅوي چې خپل مخالف فعالیتونه ودروي.

هغه زیاته کړه، چین به په کوربه هیواد کې د خپلو ناوړه فعاليتونو پټولو او په سیاسي او اقتصادي اړیکو د هرډول د اغیزو د مخنیوي لپاره هر ګام پورته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500