بشري حقونه

د چين پاليسۍ په شنجيانګ کې د ۴ ملیونو څخه د زیاتو مسلمانو ماشومانو د زيږيدو مخه نيولی شي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د طبي عملې يو غړی د اپریل په ۲۵ مه د چین د انهوي صوبې په فویانګ کې د هسپتال په پیډیاټریک وارډ کې يو نوی زیږیدلی ماشوم ته خوراک ورکوي. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د طبي عملې يو غړی د اپریل په ۲۵ مه د چین د انهوي صوبې په فویانګ کې د هسپتال په پیډیاټریک وارډ کې يو نوی زیږیدلی ماشوم ته خوراک ورکوي. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

بیجینګ -- نوې څیړنې شیې چې د چین نوې پاليسي، چې موخه يې په ځانګړي توګه په شنجيانګ کې د اویغورانو او د ترکي ژبې ويونکو اقليتي ډلو نفوس کمول دي، په راتلونکو دوو عشرو کې تقريباََ د څلورو ملیونو مسلمانو ماشومانو د زيږيدو مخه نيولی شي.

اټکلونه ښیې چې د اقليتي ماشومانو د زیږيدو په کچه کې کمې کولی شي چې د هان چینایانو -- چې د چین په پاتې برخو کې اکثریت لري -- کچه د سويلي شنجيانګ په مرکز اويغور کې د اوسنۍ کچې ۸.۴٪ څخه ۲۵٪ ته لوړه کړي.

بیجینګ له کلونو راهیسې هڅه کړې ده چې په هغه پراخه سرحدي سیمه باندې خپل کنټرول ټینګ کړي، کوم چې په تاریخي ډول د اقتصادي نابرابرۍ او ناکرارۍ د پراخو پیښو سره مخ شوې ده.

د شنجيانګ په نفوس کې بدلون راوستل

په میلیونونو هان چینایان په وروستیو عشرو کې شنجيانګ ته کډه شوي ترڅو د سکرو او ګيس نه په ډکه سيمه کې کار ومومي، چې دا د هان چينايانو د ميشت کولو يوه هڅه ده چې په سیمه کې يې شخړې رامنځته کړي دي.

یوه اویغور ښځه د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴ مه د چین د شنجيانګ سیمې په کاشګر کې په يوه کوڅه کې له ماشومانو سره ولاړه ده. [ګريب بيکر/ای اېف پي]

یوه اویغور ښځه د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴ مه د چین د شنجيانګ سیمې په کاشګر کې په يوه کوڅه کې له ماشومانو سره ولاړه ده. [ګريب بيکر/ای اېف پي]

دا عکس چې ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۳ مه اخیستل شوی، خلک ښيې چې په یو کوچني کلي کې په کوڅه کې کار کوي چیرې چې د اویغور قومونه د چین په شنجيانګ سیمه کې ژوند کوي. [هیکټر ریټمال/ای اېف پي]

دا عکس چې ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۳ مه اخیستل شوی، خلک ښيې چې په یو کوچني کلي کې په کوڅه کې کار کوي چیرې چې د اویغور قومونه د چین په شنجيانګ سیمه کې ژوند کوي. [هیکټر ریټمال/ای اېف پي]

د جرمني څیړونکي اډریان زینز له مخې، د چین د امنیتي څېړونکو له خوا په عامه توګه موجوده اسنادو د اقليتي ټولنو شمير د ناآرامۍ "اصلي لامل" او د نفوسو وړانديز شوی کنټرول د خطر د کمېدو د یوې طریقې په توګه ګڼلی دی.

هغه وويل، په ورته وخت کې، چارواکي ويره لري چې دغه بنجره سیمه دومره طبیعي سرچینې نلري چې د هان میشتو خلکو بوج برداشت کړي او وړاندیز کوي چې چینايي چارواکي د زیږون کنټرول د سیمې د ډیموګرافیک جوړښت د بدلولو لپاره اړینه وسیله ګڼي.

بیجینګ د می په ۳۱ مه د والدينو د ماشومانو د شمير په هکله په پالیسۍ کې د لويو اصلاحاتو اعلان وکړو، او دا شمير يې دريو ته لوړ کړو ځکه چې دا هیواد د زوړ نفوس سره مخ دی.

خو پوهان وایي چې د چین رژیم په شنجيانګ کې ټولو ماشومانو ته په مساوي توګه نه ګوري، او د روانو دیموګرافیک بدلونونو د يوې برخې په توګه د هان چینایانو شمیر زياتوي.

په دغه ستراتیژیو کې په سیمه کې د زیږون کنټرول پالیسۍ شاملې دي -- چې پدې کې په جبري توګه شنډول او د ډیرو ماشومانو لرلو له کبله قید شامل دي.

په سويلي شنجيانګ کې په څلورو پراخو سيمو باندې تمرکز او د ګڼ شمير چینايي پوهانو لخوا د وړاندیز شويو ماډلونو په کارولو سره، زینز اټکل کوي چې بیجینګ کولی شي د "دودیز اویغور سيمه" کې د هان شمیر د نفوس څلورمې برخې ته لوړ کړي.

زینز وویل چې هغه "په سويلي شنجيانګ کې د هان نفوس د تناسب د زياتولو او د اقليتي نفوس د ودې د کمولو لپاره د چين اراده په ګوته کړه".

'نور د ماشومانو د جوړولو ماشینونه ندي'

د آسټرلیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ لخوا د تحلیل سره سم، رسمي معلومات ښیې چې د شنجيانګ د زیږون کچه د ۲۰۱۷ کال او ۲۰۱۹ کلونو تر مینځ نږدې نيمه شوې وه -- چې د ۱۹۵۰ راهیسې د چين په ټوله سيمه کې تر ټولو زيات او په نړيواله کچه تر ټولو خورا زيات کموالی دی.

چینايي سفارتکارانو د روان کال په پیل کې هڅه وکړه چې د نفوسو کمول د رژیم د افراطیت پروړاندې د مبارزې د هڅو مثبته پایله وشیې.

په متحده آيالاتو کې د چين سفارت خانې يو ټويټ وکړو، "په شنجيناګ کې د [اویغور] میرمنو ذهنونه آزاد شوي او د جنډر مساوات او د زیږون روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، او دوی نور د ماشومانو جوړولو مشینان نه دي."

په دغه ټويټ کې د چین د دولتي ورځپاڼې د جنورۍ په ۷ مه د يوې مقالې لينک شامل و چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې يې په شنجیانګ کې د نفوسو د بدلون په اړه د شنجیانګ د پراختیایي څیړنو مرکز د یو ناچاپ شوی راپور حواله ورکړه.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د شنجيانګ اوسیدونکو د مذهبي افراطیت له امله د فيملي پلاننګ خلاف مزاحمت وکړو، او د دغه ډول افراطیت له منځه وړل اویغور میرمنو ته ډیره خپلواکي ورکړه کله چې دوی پریکړه کوي چې ایا ماشومان ولري او که نه.

دغه راپور د زینز غندنه وکړه او ويې ويل، "دا بدلونونه په جبري توګه د اویغور وګړو د شنډولو له امله رامينځته نه شول، لکه څنګه چې ځینې لویدیځ پوهانو او سیاستدانانو ادعا کړې ده."

د زینز د وروستي تحقیق په وينا، په سویلي شنجيانګ کې د اقليتي نفوس به تر ۲۰۴۰ کال پورې د مداخلت پرته ۱۳.۱۴ ملیونو ته ورسیږي.

هغه وویل، د کنټرول اقدامات کولی شي چې په دغه موده کې په اویغورانو او نورو اقليتونو کې زيږونونه تر ۴.۵ ملیونو پورې کم کړي.

'جدي اندیښنې'

چین په شجيانګ کې د خپلو پاليسو له امله له زياتې نړیوالې نیوکې سره مخ شوی، چیرې چې نړیواله ټولنه وايي بیجینګ نسل وژنه کوي..

د سه شنبې په ورځ (د جون په ۲۲ مه)، د کاناډا په مشرۍ د ۴۰ څخه زیاتو هیوادونو د ملګرو ملتونو (يو اين) د بشري حقونو شورا کې په شنجيانګ، هانګ کانګ او تبت کې د چین د کړنو په اړه "جدي اندیښنې" څرګندې کړې.

دغه بیان د نورو هيوادونو سره د آسټرلیا، انګلستان، فرانس، جرمني، ایټالیا، جاپان، هسپانیې او متحده ایالاتو څخه ملاتړ ترلاسه کړو.

د لاسلیک کونکو شمیر د ۲۲ سفیرانو څخه لوړ شوی، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ملګرو ملتونو د حقونو مشر مشیل بیچلیټ ته د اویغورانو سره د چين د چلند د غندلو لپاره ليکلي وه.

بیجینګ باید په شنجيانګ کې بیچلیټ او نورو خپلواکو کتونکو ته "سمدستي، معنی لرونکې او آزاده لاسرسي" چمتو کړي او د اویغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو "پخپلسري توقیف" پای ته ورسوي.

په دې بيان کې راغلي، "معتبر راپورونه ښیې چې په شنجيانګ کې له یو ملیون څخه ډیر کسان بدون له دلیل څخه توقیف شوي او په پراخه کچه نظارت شتون لري چې په غیر متناسب ډول اویغوران او د نورو اقليتونو غړي په نښه کوي او په بنيادي آزادۍ او په اویغور کلتور محدودیتونه لګوي."

په توقیف شویو کسانو کې اویغوران، قزاقان او قرغزان او نور مسلمان اقليتونه شامل دي.

په دغه بیان کې د ځورنې یا ظالمانه، غیر انساني او ناوړه چلند یا سزا یا په جبري توګه شنډولو، جنسي او د جندر پربنسټ تاوتریخوالي او په زور د خپلو والدینو څخه د ماشومانو جدا کیدو په اړه راپورونو ته حواله ورکړل شوې وه.

دغه ګډې اعلامیې په هانکانګ کې د بنيادي آزادۍ د خرابیدو او په تبت کې د بشري حقونو وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.

بیجینګ د اویغورانو سره بد چلند ردوي او ټینګار کوي چې دا په ښکاره توګه د حرفوي زده کړو مرکزونه چلوي چې موخه يې د ترهګرۍ مخه نيول او کاري فرصتونو ته وده ورکول دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ د فبرورۍ په ۲۲ مه وویل، "د شنجيانګ او تبت په څير سيمې چې توکميز اقليتونه پکې ژوند کوي د چین د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ روښانه مثالونه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500