بشري حقونه

په ختیځ افغانستان کې د طالبانو پرمختګونه د بیجینګ د شنجيانګ د ظلم سره مخ کیږي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

يو سړی چې د افغانستان او پاکستان په پوله د افغانستان اړخ ته ولاړ دی د جولای په ۱۷ مه د طالبانو جهنډا نیولي ده. [ بنارس خان/ ای اېف پي]

يو سړی چې د افغانستان او پاکستان په پوله د افغانستان اړخ ته ولاړ دی د جولای په ۱۷ مه د طالبانو جهنډا نیولي ده. [ بنارس خان/ ای اېف پي]

بیجینګ -- بیجینګ د خپلو لویدیځو ګاونډیو په کلکه نظارت کوي ځکه چې په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ د سیمې او په ځانګړي توګه د چین د شنجيانګ سیمه د بې ثباتۍ له ګواښ سره مخ کوي.

په دې وروستيو هفتو کې د طالبانو تاوتریخوالي، چې پکې د ملکي وګړو کورونه لوټ کول او سوځول شامل دي، د افغانستان د مرکزي آسیا د درېو ګاونډیو -- تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان -- پولو ته رسیدلي دي او درې واړه خپل پوځونه پیاوړي کوي.

چین له افغانستان سره هم لنډه ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري، چې په لوړه ارتفاع کې موجود ده او د سړک لاره نلري.

خو دا پوله یوه اندیښنه ده ځکه چې دا د شنجيانګ تر څنګ تیریږي، او بیجینګ ویره لري چې افغانستان له حساسې سیمې څخه د اویغور بیلتون غوښتونکو لپاره د يوې اډې په توګه کارول کيږي.

دا عکس چې د جنورۍ په ۴ مه اخیستل شوی دی، د چین د شنجيانګ سیمې په کاشغر کې د پامیر په غرونو کې د خلکو د آزادۍ پوځ سرتیري ښیي چې روزنه ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

دا عکس چې د جنورۍ په ۴ مه اخیستل شوی دی، د چین د شنجيانګ سیمې په کاشغر کې د پامیر په غرونو کې د خلکو د آزادۍ پوځ سرتیري ښیي چې روزنه ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه اخيستل شوی دی د چين په شنجيانګ سيمه کې د کاشغر سويل ته په يانګيسار کې په يوې ودانۍ کې د کانټا تار ترشا د چین بیرغ ښيي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه اخيستل شوی دی د چين په شنجيانګ سيمه کې د کاشغر سويل ته په يانګيسار کې په يوې ودانۍ کې د کانټا تار ترشا د چین بیرغ ښيي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

بیجینګ په وروستیو کلونو کې د شنجيانګ د اکثریت مسلمانو وګړو د کنټرول او نظارت په هدف یو لړ سختۍ پاليسۍ پلي کړي دي، چې په دې کې په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نورو ترک مسلمانان بندي کول شامل دي. په دغه تاسيساتو کې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې مخکې توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

په ملیونونو نور کسان د نظارت او کنټرول د سخت سیستم لاندې ژوند کوي.

د اویغور د حقونو ډلې او د متحده ایالاتو، انګلستان او نورو هیوادونو قانون جوړونکي وايي، د چین پاليسۍ -- په جبري توګه د شنډولو پشمول -- د نسل وژنې په څير دي.

په پیل کې د توقيف کېمپونو د شتون څخه د انکار کولو وروسته، د چين رژيم دغه کېمپونه "د فني زده کړو مرکزونو" په توګه بيانوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

د چینایي چارواکو لخوا په شنجيانګ کې ترسره شوي ځینې جرمونه په ځانګړي ډول د نړۍ مسلمانانو او په حقیقت کې د طالبانو په څیر سخت دریځه اسلامپالو ته خفګان رسوي. په دې کې د سیمې د څه د پاسه د ۱۰۰۰ امامانو او مذهبي اشخاصو خپلسری توقیف ، تقريباََ د ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول، او د مسلمانو ښځو سره په منظمه توګه جنسي تيري شامل دي.

'په فطري توګه د تکليف خبره'

د شنونکو په وینا، که چیرې د ناټو د ټولو ايتلافي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شي، نو په شنجيانګ کې د چین عمليات د "ملي امنیت" په نوم شدت موندلی شي.

چین د ځواک خلا، په ځانګړې توګه په خپلو پولو، نه غواړي او په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو وروسته د ثبات ساتل به د بیجینګ لويه پاملرنه وي.

د شانګهای د نړیوال مطالعاتو په يونيورسټۍ کې د منځني ختیځ متخصص فېن هانګده وویل، "د چین لپاره، دا خطر د هغه چا له کبله نه راپورته کیږي چې څوک په افغانستان کې واک لري خو د دوامداره بې ثباتۍ له خطر څخه راپورته کيږي."

دې ډول اندیښنو چین د دې لامل کړی چې په نړۍ کې مخ په زیاتیدونکي پوځي دريځ تعقیب کړي چې ګاونډي هیوادونه یې اندیښمن کړي دي.

په بیجینګ کې د الحادي چین د کمونیست ګوند مشران او بنسټپاله طالبان لږ نظریاتي ګډ ډګر لري، خو شنونکي وايي چې مشترکه حقيقت پالنه کيدی شي د دوه اړخيزو ګټو حساس اختلافونه رامينځته کړي.

د چین - پاکستان محور لیکوال انډریو سمال وویل، "چین له طالبانو سره معامله کولی شي ... خو دوی لاهم د طالبانو مذهبي اجنډا او انګیزې په طبیعي ډول تکلیف ګڼي."

"دوی هیڅکله ډاډ نه دی ترلاسه کړی چې طالبان څومره غواړي يا توان لري چې د اویغور جنګیالیو ته د پناه ورکولو په ډول په مسلو باندې معاهدې وکړي."

له دوو عشرو څخه د زیاتې مودې راهيسې، طالبان له اویغور وسله والو سره اړيکې لري.

د چین لپاره د ځانګړې اندیښنې خبره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) او د هغه ځای ناستې د ترکستان اسلامي ګوند (TIP) سره د طالبانو اړیکې دي.

بیجینګ په شنجيانګ کې د خپلو عملياتو د مشروع کولو لپاره د ETIM او TIP له شتون څخه کار اخیستی دی، که څه هم له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دغه سیمه کې د پام وړ ترورستي پیښې نه دي راپور شوي.

لاهم، په شنجيانګ کې د بیجینګ "د ټولو لپاره يو شان" امنیتي تدابیر داسې ښکاري چې د ټولو اویغورانو او نورو ترک مسلمانانو سره د احتمالي امنیتي ګواښونو په توګه چلند کوي.

په ورته وخت کې، طالبان په چین کې د مسلمانانو سره د ناوړه چلند په اړه په روښانه توګه بې طرفه پاتې شوي، او داسې ښکاري چې دوی په شنجيانګ کې د چینایي جرمونو د منل شويو شواهدو په اړه خبر نه دي يا ورته پام نه کوي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د وال سټریټ ژورنال سره په یوې مرکه کې، چې د جولای په ۸ مه خپره شوې وه، وویل، طالبان په شنجيانګ کې د اویغورانو وضعیت ته پاملرنه کوي او غواړي چې د بیجینګ سره د سیاسي خبرو اترو له لارې د خپلو ملګرو مسلمانانو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، "موږ د تفصيلاتو په اړه خبر نه يو. خو که موږ تفصيلات ولرو، موږ به خپله اندیښنه څرګنده کړو." "که چیرې [په چین کې] مسلمانان ستونزې لري، نو بې شکه موږ به د چین له حکومت سره خبرې وکړو."

د طالبانو عامه ابهام احتمالاََ د بیجینګ د سیاسي او مالي ملاتړ لپاره د دې ډلې د هیلو سره تړل شوی دی.

شاهین د ای اېف پي سره په یوې جلا مرکه کې وویل، "که يو هیواد غواړي چې زموږ ماینونه وپلټي، نو مونږ دوی ته هرکلی وايو." "موږ به د سرمايه کارۍ لپاره ښه فرصت برابر کړو."

د چین پر ضد اقدام

د طالبانو زړه راښکونکی غږ هغه وخت راپورته کیږي کله چې متحده ایالات د انسانیت پروړاندې د بيجينګ د جرمونو له کبله د هغې پروړاندې ودریږي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۱۴ مه)، د متحده ایالاتو سنيټ د اویغورانو د جبري کار د مخنیوي قانون تصویب کړو، چې که د قانون په توګه لاسلیک شي نو له شنجيانګ څخه په وارد شويو محصولاتو باندې به بنديز ولګوي.

سناتور مارکو روبیو په یو بیان کې وویل، "د بیجینګ او هر هغه نړیوال شرکت چې په شنجيانګ کې د جبري مزدورۍ څخه ګټه ترلاسه کوي، لپاره پیغام دا دی: نور نه."

"موږ د بشري حقونو پروړاندې د سي سي پي په روانو جنایتونو باندې سترګې نه شو پټولی، او موږ به شرکتونو ته اجازه ورنکړو چې له دې ناوړه سرغړونو څخه ګټه ترلاسه کړي."

متحده ایالاتو له مخکې نه د شنجيانګ په اړه د چین پروړاندې اقدام کړی دی، او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جولای په ۶ مه په واشنګټن کې د توقيف کېمپونو څخه له ژغورل شویو کسانو سره خبرې اترې کړي.

د متحده ایالاتو حکومت د جولای په ۹ مه په چین کې د هغو ۱۴ شرکتونو پرضد د بندیزونو اعلان وکړو چې په شنجيانګ کې د اویغورانو او نورو توکمیزو اقليتونو په وړاندې د چین په پالیسۍ کې ښکيل دي.

واشنګټن په دې وروستیو کې د چینایي شرکت څخه د سولر پېنل موادو په واردولو باندې هم بنديز ولګوو او په سیمه کې یې د جبري کارګرانو د کارولو په تور په څلورو نورو شرکتونو باندې د سوداګرۍ محدودیتونه ولګول.

د جولای په ۸ مه، د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو د ملګرو پر ادارو او غړو هیوادونو باندې غږ وکړو چې په ۲۰۲۲ بیجینګ وينټر المپیکس کې تر هغه وخته پورې د ګډون کولو څخه ډډه وکړي ترڅو چې چین "په هانګ کانګ، شنجيانګ اویغور سیمه، تبت، داخلي منګولیا او په چین کې په بل ځای کې د بشري حقونو په وضعیت کې د تاييد وړ پرمختګ څرګندونه نه وي کړي."

د جون په ۲۲ مه، د ۴۰ څخه زیاتو هیوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د چين په شنجيانګ کې د چین د کړنو په اړه "جدي اندیښنې" څرګندې کړې.

په دغه بیان کې د ځورنې یا ظالمانه، غیر انساني او ناوړه چلند یا سزا یا په جبري توګه شنډولو، جنسي او د جندر پربنسټ تاوتریخوالي او په زور د خپلو والدېنو څخه د ماشومانو جدا کیدو په اړه راپورونو ته اشاره شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500