بشري حقونه

د "کورونا ویروس سونامي" په جريان کې د ایران بلوچ اقليت له پامه غورځول شوی دی

د پاکستان فارورډ لخوا

ډاکټران د جون په میاشت کې د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کې د هسپتال په يو وارډ کې د کووېډ-۱۹د يو ناروغ علاج کوي. [ارنا]

ډاکټران د جون په میاشت کې د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کې د هسپتال په يو وارډ کې د کووېډ-۱۹د يو ناروغ علاج کوي. [ارنا]

د کورونا ویروس ناروغۍ د ایران په سویل ختیځ سیستان او بلوچستان صوبه کې په يوې ناوړه ناروغۍ کې بدله شوې ده. دغه صوبه د هیواد یوه ښکلې خو غریبه برخه ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او نفوس یې د ناکرارۍ او تاوتریخوالي له امله ځپل شوی دی.

د طبیعي سرچینو د شتمنۍ سربیره، د ایران دوهمه لویه صوبه د هیواد ترټولو زياته بې وزله صوبه ده، او د کووېډ-۱۹ ډیلټا ډول هلته زیات خپور شوی دی.

په دې هفته کې راپورونه ښيي چې طبي پاملرنه بيخې شتون نلري او هسپتالونه په خپل بشپړ ظرفيت سره فعاليت کوي، او سیمه ییزو چارواکو دغه حالات "د کورونا ویروس سونامي" په توګه بیان کړي دي.

په صوبه کې د هسپتال ډايريکټرانو خبرداری ورکړی چې د سختې پاملرنې يونټونو سربیره، د دوی ټول وارډونه -- حتی تالارونه -- د ناروغانو څخه ډک دي، چې ډیر یې په کووېډ-۱۹ اخته دي.

دا عکس، چې د ايرانشهر په سیستان او بلوچستان ښار کې اخیستل شوی دی، او د جولای په ۵ مه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، هغه ناروغان ښیي چې د کووېډ-۱۹ نښې نښانې نلري او له نږدې هسپتال څخه بهر ليږدول شوې ول چې په سخته ګرمۍ کې د آی ويز سره علاج ترلاسه کړي.

دا عکس، چې د ايرانشهر په سیستان او بلوچستان ښار کې اخیستل شوی دی، او د جولای په ۵ مه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، هغه ناروغان ښیي چې د کووېډ-۱۹ نښې نښانې نلري او له نږدې هسپتال څخه بهر ليږدول شوې ول چې په سخته ګرمۍ کې د آی ويز سره علاج ترلاسه کړي.

په ایران کې د هسپتال یوه مرده خانه د جولای په ۱۱ مه دلته لیدل کیږي. د سیستان او بلوچستان چارواکي وايي په دغه صوبه کې مرده خانې په بشپړ ډول ډکې دي. [همشهري آنلاين.آی آر]

په ایران کې د هسپتال یوه مرده خانه د جولای په ۱۱ مه دلته لیدل کیږي. د سیستان او بلوچستان چارواکي وايي په دغه صوبه کې مرده خانې په بشپړ ډول ډکې دي. [همشهري آنلاين.آی آر]

په خوزستان کې د تازه احتجاجونو په اړه يو عکس په ټولنیزو رسنیو کې پوسټ شوی دی. [فايل]

په خوزستان کې د تازه احتجاجونو په اړه يو عکس په ټولنیزو رسنیو کې پوسټ شوی دی. [فايل]

کتونکو د ناروغانو په ليدلو سره راپور ورکړو چې هغه ناروغان چې په صوبه کې په هسپتالونو کې بستر شوي وو په داسې حال کې د ودانۍ څخه بهر شوي، چې درجه حرارت ۵۰ سنتي ګرېډ ته نژدې و.

اردليان یا نرسانې ليدل شوې ول چې هسپتال ته نږدې يې د کهجورې د ونو څخه د ناروغانو آی ويز ځړوند کړې ول، چیرې چې دوی ناست وو او په سخته ګرمۍ کې یې علاج ترلاسه کولو.

په ورته وخت کې، د سیستان او بلوچستان د هسپتال مرده خانې په بشپړ ډول ډکې دي.

د جولاۍ د مياشتې په منځ کې، د صوبې څارنوال وویل چې په سیستان او بلوچستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۰ کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه کيږي.

سرچینو وويل، په پارلمان (مجلس) کې د صوبې استازو چې کوم شکايتونه د ایران د روغتیا وزیر ته وړاندې کړی ول، هغې ته پاملرنه نه ده شوی.

د کووېډ-۱۹ په کېسونو کې زياتوالی

د ګڼ شمير رسنيو او د سیستان او بلوچستان د مجلس د استازو له مخې، د دې صوبې دوه پر درې برخې نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

سختې وچکالۍ، د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې، د څښلو د اوبو کمي او په دې وروستيو ورځو کې د اوږدې مودې لپاره د بجلۍ نشتوالي د خلکو په ستونزو کې اضافه کړې ده کوم چې له مخکې نه د بیکارۍ او د سرچینو د نشتوالي سره مخ دي.

څارونکو وویل، دغه کار تر ډېره حده د حکومت د غفلت له امله دی. هغوی زياته کړه چې د دې اصلي لامل دا دی چې د نیمې څخه زیات نفوس په اقلیتونو مشتمل دی.

د سیستان او بلوچستان د اوسیدونکو تقريباََ ۶۵٪ کسان د بلوچ توکمیز اقلیت غړي دي، چې د پاکستان او افغانستان په ګاونډيو سیمو کې هم آباد دي. د بلوچ نفوس زياتره خلک سنيان دي.

د جون د مياشتې په منځ کې، د روغتیا د وزارت چارواکو اعلان وکړو چې په سیستان او بلوچستان کې د کورونا ویروس مثبتو ازموینو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. لږ وروسته، دوی وویل چې په دې صوبه کې د مثبتو کېسونو شمیر څلور چنده زيات شوی دی.

د جولای په ۱۰ مه، ځایي چارواکو وویل چې په تیرو ۲۴ ګهنټو کې په دې صوبه کې ۵۷۴ نوې کېسونه راپور شوې دي. دوی په دې ټينګار کوي چې دا شمیره "د تیرې ورځې په پرتله خورا ټیټه" ده، کله چې ۱۱۷۶ نوې کېسونه راپور شوې ول.

دوه ورځې وروسته، د روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري وویل چې سیستان او بلوچستان په "هغه څو صوبه کې" ده چې تر ټولو ډیر په کووېډ-۱۹ او د هغې په ډولونو اخته دي، چې دا ټول په دغه وګړو کې موندل شوي دي.

هغې وویل چې په هسپتالونو کې د بستر کيدو شمیر ۴۰٪ زيات شوی دی. هغې یادونه وکړه چې په دوی کې ځينې ۱۷٪ له اوږدې مودې راهيسې په هسپتال کې پاتې دي.

غفلت او ناکراري

کووېډ-۱۹ د قم له لارې ایران ته داخل شو. قم د هیواد ترټولو لویه او يوه مهمه شيعه مدرسه ده. قم د چینایي مدرسو ګڼ شمیر زده کونکي او مزدوران لري چې په تیرو څو کلونو کې ایران ته په کډه شوي دي.

دا ویروس په لومړي سر کې له چین څخه ایران ته خپور شو، ځکه چې د ایران رژیم په فعاله توګه د دغه ناروغۍ خپريدل رد کړل او د ایران او چین ترمنځ يې د هوایي سفر د بندلو څخه انکار وکړو.

نن ورځ هم، قم د نورو صوبه په پرتله خراب نه دی، دا حتی د کورونا ویروس د لیږد او ناروغۍ په لحاظ سره په لومړيو پنځو صوبو کې هم نه دی.

د رژیم چارواکو، چې په دوامداره توګه سني مسلمانانو ته په مساوي ډول ګوري، په حقیقت کې د سني اکثریت صوبې له پامه غورځولې دي.

سیستان او بلوچستان سږکال د نوي ناکرارۍ سره مخ شوې دي کله چې امنیتي ځواکونو او د اسلامي انقلابي ساتونکو قول اردو غړو (آی آر جي سي) د ایران او پاکستان ترمنځ په پوله باندې ساروان ښار ته نژدې په هغو ګڼ شمير کسانو باندې ډزې وکړې او ويې ووژل کومو چې تيل وړل.

د پاکستان سیاستدانان، د حقوقو ډلې، او اوسیدونکي د دې پيښې وروسته سړکونو ته راووتل چې د ډله بيزې وژنې غندنه وکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې د فبرورۍ په مياشت کې وویل، په سیستان او بلوچستان کې د روزګار د فرصتونو د نشتوالی له کبله د دې قومي بلوچ وګړي له پولې هاخوا په غير قانوني توګه د بلوچ ملګرو سره د تجارت کولو نه علاوه ډيرې لږې متبادلې لارې لري.

د ایران په سویلي صوبو کې، د خوزستان په شمول، چیرې چې ډیر کسان ځایي عربيان دي، ناکراري هم وده کوي.

د پنجشنبې په شپه (د جولای په ۱۵ مه) د جمعې په لومړیو وختونو کې، د سختې وچکالۍ په ترڅ کې د دې صوبې سره د اوبو په ترلاسه کولو کې د رژیم د ماتو شویو وعدو له امله پراخه احتجاجونه وشول.

ګڼ شمېر احتجاج کوونکو په دې صوبه کې ټایرونه وسوځول او سړکونه يې بند کړل، او د فساد ضد ځواکونو او پولیسو د سهار په وخت کې د ملکي وګړو خلاف مبارزه پيل کړه.

دا احتجاجونه په صوبه کې د ټیټو معاشونو او د ډيرې ګرانۍ له امله د څو میاشتو د احتجاجونو څخه وروسته ترسره شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500