جرم او انصاف

د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د ډله ایزو ډزو وروسته تاوتریخوالی زيات شوی

د پاکستان فارورډ له خوا

په سراوان کې احتجاج کونکو يوه ورځ مخکې د آی آر جي سي او د سرحدي ځواکونو لخوا د تیلو وړونکو د وژلو وروسته د پولیسو يو موټر وسوځولو. [روکنا.نټ]

په سراوان کې احتجاج کونکو يوه ورځ مخکې د آی آر جي سي او د سرحدي ځواکونو لخوا د تیلو وړونکو د وژلو وروسته د پولیسو يو موټر وسوځولو. [روکنا.نټ]

د دوشنبې په ورځ (د مارچ په لومړۍ نيټه) د پاکستان او ایران په پوله باندې د اسلامي انقلاب د ساتونکو پوځ (آی آر جي سي) لخوا په تيره هفته کې په ولسي خلکو باندې په پراخه کچه د ډزو کولو وروسته ناکراري دوام لري.

د تېرې دوشنبې په ورځ، امنیتي ځواکونو او د آی آر جي سي غړو د ایران او پاکستان په پوله باندې سراوان ښار ته نژدې د تیلو پر ګڼ شمیر ګاډو باندې ډزې وکړې.

د بشري حقونو د څار ډلې (اېچ آر ډبليو) وویل، آی آر جي سي د لارې د خلاصولو لپاره په هڅه کې په ايرانيانو باندې د ډزو کولو نه مخکې د تيلو د ليږدولو لپاره يو سړک بند کړی و.

اېچ آر ډبليو د نورو فعالانو په حواله وويل، په دغه ډزو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او پنځه نور پکې ژوبل شول. که څه هم، د نورو تلفاتو اټکل خورا لوړ و.

د سراوان ځایی خلکو د حکومتي ودانۍ مخې ته احتجاج وکړو، چې وروسته يې بیا د فبرورۍ په ۲۳ مه په هغې برید وکړو. [عصر ایران]

د سراوان ځایی خلکو د حکومتي ودانۍ مخې ته احتجاج وکړو، چې وروسته يې بیا د فبرورۍ په ۲۳ مه په هغې برید وکړو. [عصر ایران]

ایرانیان په اګست ۲۰۰۷ کال کې په زاهدان، سیستان او بلوچستان صوبه، چې د هيواد ترټولو زياته بې وزله سيمه ده، کې د پایپ لاین مخې ته روان دي. [ای اېف پي/اېس ټي آر/ایسنا]

ایرانیان په اګست ۲۰۰۷ کال کې په زاهدان، سیستان او بلوچستان صوبه، چې د هيواد ترټولو زياته بې وزله سيمه ده، کې د پایپ لاین مخې ته روان دي. [ای اېف پي/اېس ټي آر/ایسنا]

د سه شنبې په ورځ، ګڼ شمير ځایي اوسیدونکو، د ژوبل شويو یا وژل شویو کسانو د کورنیو په شمول، په سراوان کې په يوې حکومتي ودانۍ باندې برید وکړو او د پولیسو موټر یې وسوځولو. احتجاجونه د چهارشنبې پورې جاري ول.

په داسې حال کې چې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په سراوان کې وضعیت "تر کنټرول لاندې" دی، د موبايل انټرنیټ کنکشن د دوامداره بندولو په اړه راپورونه ښیي چې رژیم د نورې ناکرارۍ په اړه ویره لري.

د ډیجیټل حقونو څیړونکي راپور ورکړو چې د موبايل نيټ ورک ګڼ شمیر چلونکو د صوبې په مختلفو سیمو کې، د زاهدان او سراوان په ګډون، د انټرنیټ لاسرسي بنده کړه.

د اېچ آر ډبليو په وینا، د رسمي ارقامو له مخې، په دې صوبه کې د ۹۵٪ څخه زيات د انټرنیټ کارونکي په موبايل خدماتو تکیه کوي. ګڼ شمير فعالانو ویلي دي، چارواکو د احتجاجونو په رڼا کې په سیمه کې انټرنیټ ته د لاسرسي بندولو امر وکړو.

د جمعې په ورځ، د قربانیانو له جنازې وروسته، آی آر جي سي د زاهدان په ګډون، په سیمه کې امنیت ټینګ کړو. د فارسۍ ژبې بهرنۍ میډیا راپور ورکړو، د آی آر جي سي په مرسته ځواکونو د جمعې په ورځ زاهدان ته راورسیدل.

اېچ آر ډبليو او د بخښنې نړیوال سازمان دغه برید غندي

اېچ آر ډبليو په ایران غږ وکړو چې د دوشنبې په ورځ په ډزو کې د حکومتي امنیتي ځواکونو له خوا د ډیر ځواک د کارونې په اړه تحقیقات وکړي.

د اېچ آر ډبليو ایران څیړونکې تارا سپېريفر وويل، "ایراني چارواکي باید د سراوان په پوله د ډزو په اړه په سمدستي ډول یوه شفافه او بې طرفه تحقیقات وکړي."

"چارواکي باید د هغه کسانو احتساب وکړي کوم چې د ناسمو کړنو مسؤل دي، قربانيانو ته مناسبه معاوضه ورکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د سرحد ساتونکي د ژوند حق او د نورو بشري حقونو د درناوي لپاره خورا احتیاطي تدابیر ونیسي."

د بخښنې نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۲۴ مه د ټولنیزو رسنیو په پوسټ کې برید وغندلو، او ويې ويل: "په ایران کې دننه د خطر ويډيوګانې او راپورونه ورکړل شوي چې دا ښيي چې د ایران امنیتي ځواکونو په سیستان او بلوچستان صوبه کې د تیلو وړلو ګڼ شمیر کسان په ډزو وويشتل او ويې وژل."

دې وويل، دا د پیښې په اړه تحقيقات کوي.

ای اېف پي راپور ورکړو، د سه شنبې په ورځ ډپټي ګورنور محمد هادي مراشي وویل چې دغه ډزې د پاکستان له پولې څخه پیل شوې وې چې په کې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د تیلو وړونکي

سراوان د سیستان او بلوچستان په وچه او بیوزلي صوبه کې یو لوی ښار دی. د دې ډير اوسیدونکي د بلوچ توکمیز اقلیت غړي دي، چې د پاکستان او افغانستان په ګاونډي سیمو کې هم آباد دي.

دغه صوبه له اوږدې مودې راهیسې د ایران حکومت لپاره د امنیت سرخوږی دی.

په داسې حال کې چې د سویلي ایران پولې ته د تیلو لیږد يوه نوې خبره نه ده، دا په سیستان او بلوچستان کې وده کوي ځکه چې د ایران د ملي پيسې ارزښت په پراخه کچه کم شوی او په پایله کې یې د بهرني اسعارو ارزښت زیات شوی دی.

په ايران کې د زياتو دولتي مرستو له امله تیل په پراخه کچه ارزان دي.

ډیر ځایي خلک د ګټې لپاره په پاکستان کې د ایراني تیلو د خرڅولو هڅه کوي ځکه چې د سیستان او بلوچستان اقتصادي وضعیت ډير خراب دی، د بیکارۍ کچه پکې لوړه ده او پراخه بې وزلي لري، چې دا يو حقیقت دی چې د دولت چارواکي ترې انکار نه کوي.

په ورته ډول، سیمه ایزو پولیسو او د سرحدي ګشت ځواکونو په دې وروستیو کې وويل چې دوی امر ترلاسه کړی چې د تیلو وړلو په ګاډو باندې ډزې ونه کړي. که څه هم، دا څرګنده نه ده چې ولې د دوشنبې په ورځ امنيتي ځواکونو پر ګڼ شمېر ګاډو باندې ډزې وکړې.

اوسیدونکي یوازي نه دي چې د تیلو د پلور څخه ګټه پورته کوي. تیل په منظم ډول د سیستان او بلوچستان څخه بهر په پيک اپ ټرکونو کې ليږدول کیږي چې ډریوران یې د څه خنډ نه بغير د سرحد څخه تیریږي، ځکه چې دوی، د راپورونو له مخې، د آی آر جي سي چارواکو سره اړیکې لري.

د دې برعکس، د دې صوبې اوسیدونکي معمولاََ تیل په لویو کانتینرونو کې وړي او د پولې له لارې پاکستان ته پيدل ورځي. هغه ګټه چې دوی یې ترلاسه کوي، که څه هم کافي ده، د هغې ګټې په پرتله کمه ده کومه چې د تيلو لوی وړونکي، چې د آی آر جي سي سره تړاو لري، ترلاسه کوي.

بلوچ فعال حبیب الله سربازي فردا راډیو ته وویل، آی آر جي سي يو څه موده وړاندې د پاکستان پولې ته څیرمه په دغه صوبه کې د ګيس ګڼ شمیر سټیشنونه پرانستل او اعلان یې وکړو چې د پولې څخه په ۲۰ کیلومتره کې دننه اوسیدونکي به د تيلو ټاکل شوی مقدار ترلاسه کړي چې د ګټې لپاره يې خرڅ کړي.

سربازي وويل، د دوشنبې په ورځ د دغه پیښې وروسته، که څه هم، آی آر جي سي په پام کې لري چې خپلو ځواکونو او وابسته ملګرو ته د تیلو لیږد او پلور محدود کړي. که څه هم، چارواکو په پالیسي کې د بدلون په اړه څه بيان نه دی ورکړی.

د بلوچ وګړو پروړاندې مبارزه

د سراوان د احتجاجونو پروړاندې مبارزه د څه حده پورې د دې سره تړاو لري چې د بلوچيانو اکثریت سني وګړي دي. رژیم په منظم ډول په بلوچ فعالینو تور لګوي چې دوی د "بهرنيو تخريبي سیاسي ډلو" تر نفوذ لاندې دي.

د رژیم چارواکو د پنجشنبې په ورځ د دغه ناکرارۍ له کبله "د بهرني اسلامي ضد رژیم ډلې" تورنې کړې او په دوی یې پړه واچوله چې دوی د دغه ناکرارۍ "رهبري او مشري" کوي.

رژیم د هغو کسانو په اړه چې د آی آر جي سي له خوا وژل شوي او یا ژوبل شوي دي هیڅ مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

بلوچ فعالانو د دې عملياتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او ويې ويل چې په سراوان کې احتجاج کونکي معمولاََ تر فشار او محدودیتونو سر مخ وي ځکه چې دوی مذهبي اقليتونه دي.

اېچ آر ډبليو وويل، په سیستان او بلوچستان کې د روزګار د فرصتونو د نشتوالي له کبله د دې قومی بلوچ وګړي له پولې هاخوا په غير قانوني توګه د بلوچ ملګرو سره د تجارت کولو نه علاوه ډيرې لږې متبادلې لارې لري.

د څار ډلې وول، ځکه چې سیستان او بلوچستان د ایران په لویدیځ آذربایجان او شمالي عراق کې په کرد سيمه کې ورته غربت لري، "د اقتصادي فرصتونو نشتوالي د [سیستان او بلوچستان] ډير اوسیدونکي دې ته اړ کړي چې له پاکستان سره په پوله غیرقانوني تجارت وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500