امنیت

ایران وايي چې پاکستان د سرتیرو د تښتولو مسؤلیت لري

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د ایراني پوځ پرسونل د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۲۱ مه د روزنیز کورس په اختتامي مراسمو کې مارچ کوي. [محسن رنګینکمان/ډيفاپريس.آی آر]

د ایراني پوځ پرسونل د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۲۱ مه د روزنیز کورس په اختتامي مراسمو کې مارچ کوي. [محسن رنګینکمان/ډيفاپريس.آی آر]

کويټه -- د ایران اسلامي انقلاب ساتونکی قول (آی آر جي سي) د پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۶ مه) په پوله باندې د هغه لږ تر لږه ۱۱ ایراني امنیتي پرسونلو د تښتولو مسوليت ولري.

په يو بيان کې، آی آر جي سي په "تروريستي ډلو" د دغه سرتيرو د تښتولو تور ولګولو.

د ينګ ژوناليسټ کلب (واي جې سي)، چې د ايران حکومت يوه خبري ويب پاڼه ده، له مخې، دغه تښتول شوي سرتيري په "امنيتي عملياتو" کې بوخت ول او په دوې کې د آی آر جي سي استخباراتي يونټ دوه غړي، د باسج مليشې اوه کسان او پنځه سرحدي ساتونکي شامل ول.

البته، دا راپور لږ وروسته د واي جې سي د ویب پاڼې نه لرې کړی شو.

بريګيډير جنرل محمد پکپور، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي قول مشر دی، وويل، پاکستان د پولې په اوږدو کې د ایراني سرتیرو د تښتولو مسولیت لري. [فايل]

بريګيډير جنرل محمد پکپور، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي قول مشر دی، وويل، پاکستان د پولې په اوږدو کې د ایراني سرتیرو د تښتولو مسولیت لري. [فايل]

په داسې حال کې چې ایران په خپله خاوره کې د ترهګرو د فعاليت پړه په پاکستان اچوي، تهران د يو جارحانه کمپاين ملاتړ کوي چې په سوریه کې په کورنۍ جګړې کې د جنګ لپاره ځوان پاکستانيان په ملېشو کې استخدام کړي. دا هغه تصوير دی چې ایران د آی آر جي سي په زینبیون بريګيډ کې د پاکستانيانو د استخدام لپاره په خپل پروپيګنډه فلم "مينه وال مري" کې استعمال کړو. [فايل]

په داسې حال کې چې ایران په خپله خاوره کې د ترهګرو د فعاليت پړه په پاکستان اچوي، تهران د يو جارحانه کمپاين ملاتړ کوي چې په سوریه کې په کورنۍ جګړې کې د جنګ لپاره ځوان پاکستانيان په ملېشو کې استخدام کړي. دا هغه تصوير دی چې ایران د آی آر جي سي په زینبیون بريګيډ کې د پاکستانيانو د استخدام لپاره په خپل پروپيګنډه فلم "مينه وال مري" کې استعمال کړو. [فايل]

د آی آر جي سي مشر: پاکستان 'مسوليت لري'

د آی آر جي سي کمانډر بريګيډير جنرل محمد پاکپور د ايران د دفاع وزارت په ويب پاڼه کې په يوې خپره شوي ويډيو کې وويل، "د پاکستان حکومت باید د سرحدي سیمو مسولیت په غاړه ولري."

هغه وويل، د ۲۱ مارچ راهیسې، "زموږ په ډیرو پوسټونو د پاکستان نه بریدونه شوي دي." هغه زیاته کړه، د پاکستان پوځ باید "د وسله والو سپارل او د یرغملو روغتیا يقيني کړي او په دې هکله مسؤليت ولري."

پاکپور وويل، "[وسله وال] اوس هم په پاکستان کې مرکزونه لري او هلته کې اوسيږي."

ريډيو آزادي راپور ورکړو چې آی آر جي سي په سرکاري تلويزيون باندې په يو بيان کې وويل، "مونږ تمه لرو چې پاکستان به د دې تروريستي ډلو، چې د ځايي هيوادونو لخوا تمويل شوي، پر وړاندې مبارزه وکړي او په فوري توګه به تښتول شوي ايراني ځواکونه خوشي کړي."

آی آر جي سي په خپلې ويب پاڼه کې په يو بيان کې وويل، دا سرتيري هغه وسله والو وتښتول کوم چې د "انقلابي ضد ډلو سره تړاو لري."

پاکستان: ایران خپله ناکامي تر پردې لاندې ساتي

په کويټه کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، دا به ډیر وختي وي چې دا ووايو چې د [تښتونې] تر شا څوک کيدې شي، خو زه د ایران دا [بیانونه] په کلکه غندم چې دا ادعا کوي چې په تښتونې کې ښکیل وسله وال به پاکستان ته تللي وي."

هغه وويل، "په پاکستان باندې بې بنياده تورونه لګول د خپلې ناکامۍ پټولو يوه هڅه کيدی شي." "زما په خيال، د ایران په سیستان - بلوچستان صوبه کې د سنيانو خلاف ایراني عمليات ناوړه حالات رامنځته کولی شي."

هغه وويل، "له همدې امله دا د ایران لپاره وخت دی چې په نورو هيوادونو د تور لګولو پر ځای خپلې مسلې حل کړي."

هغه وويل، "د پاکستان او ايران ترمنځ د کمزوري پولې امنيت د دواړو هېوادونو لپاره يو ستر چيلنج دی، ځکه چې دا د هغې لارې پرغاړه دی چيرې چې بلوچ بيلتون غوښتونکي د خپلواکۍ د حقوقو لپاره د ايران سره جګړه کوي."

د فرقه واريت مسله

د ایران خبري اژانس ارنا راپور ورکړو چې تروريستي ډلو ایراني پوځیان "د پولې په لولکدان سيمه کې سهار د ۴ او ۵ بجو ترمنځ وتښتول."

لولکدان یو وړوکی کلی دی چې د ایران د سیستان بلوچستان صوبې مرکزي ښار زاهدان نه جنوب مشرقي اړخ ته ۱۵۰ کلوميټره لرې موقعيت لري.

دغه صوبه، چې پولې ته نژدې ده، د سني بلوچيانو ګڼ شمير لري.

دا صوبه له اوږدې مودې راهيسې د اشتعال ټکی پاتې شوې، په داسې حال کې چې بلوچ وسله والې ډلې په پاکستان کې په منظمه توګه په پوله باندې په عملیاتو کې ښکیل دي، چې په دې کې په ایراني امنیتي پوسټونو خال خال بریدونو شامل دي.

د سپتمبر په ۲۸ مه، آی آر جي سي وويل چې دې هغه څلور نامعلومه وسله وال ووژل چې د پاکستان نه د پولې له لارې سیستان بلوچستان ته داخل شوي ول.

جندالله، چې يوه وسله واله ډله ده او ادعا کوي چې په ایران کې د سني مسلمانانو د حقوقو لپاره جنګ کوي، د ۲۰۰۰ راهيسې په دغه صوبه کې فعاله ده او خونړی بغاوت يې پيل کړی چې امنیتي ځواکونه او د ایران د شيعه ګانو رژيم چارواکي په نښه کړي.

دغه کمپاین په ۲۰۰۷ کې د وژونکو بریدونو سره تيز شو -- چې په دې کې د شیعه ګانو په جومات غبرګ ځانمرګي بریدونه شامل دي چې ۲۸ کسان په کې وژل شوي ول -- خو د ۲۰۱۰ کال په نيمايۍ کې دغه ډله د خپل مشر د وژل کیدو وروسته کمذوري شوه.

په ۲۰۱۲ کال کې، د جندالله غړو د جيش العدل په نوم يو سازمان جوړ کړو، چې په دوام داره توګه يې په امنیتي ځواکونو بریدونو ترسره کړي دي.

ایراني سازشونه

په داسې حال کې چې ایران په خپله خاوره کې د ترهګرو د فعاليت پړه په پاکستان اچوي،تهران د يو جارحانه کمپاين ملاتړ کوي چې په سوريه کې په کورنۍ جګړې کې د جنګ لپاره د پاکستان ځوانان په ملېشو کې شامل کړي.

راپورونه وړاندیز کوي چې د آی آر جي سي زینبیون بريګيډ په تیرو شپږو میاشتو کې د ۱،۶۰۰ نه زيات شيعه جنګيالي د پاکستان نه استخدام کړي دي.

په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د استخباراتو د راپور له مخې، تقريباََ ۴،۰۰۰ شيعه حاجيان د نومبر ۲۰۱۶ او جون ۲۰۱۷ کال ترمنځ د پاکستان نه ایران ته تللي او بيرته نه دي راغلي.

جاويد ناصر، چې په راولپنډۍ کې يو سينير امنيتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د آی آر جي سي زینبیون بريګيډ نه یوازې د ایران لپاره په استخدام کې ښکيل دی،بلکې پلان هم لري چې د ایران څخه سخت دریځه ایرانی انقلاب پاکستان ته منتقل کړي."

[د کويټې نه عبدل غني کاکړ د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان باید دا وګوري چې په پاکستان کې د ایراني پوځ هر ډول فعاليت باید د پاکستان د ځمکني بشپړتیا څخه سرغړونه وګڼل شي.

ځواب