کراچۍ -- د پاکستان سیاستدانان، د حقوقو ډلې، او اوسیدونکي په روانه هفته کې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول له خوا د پاکستان او ایران پولې ته نږدې په تيره هفته کې په ډله ايزه توګه په ملکي خلکو باندې د ډزو د غندلو لپاره سرکونو ته راووتل.
د بشري حقونو د څار ډلې (اېچ آر ډبليو) وویل، آی آر جي سي د لارې د بيرته خلاصولو لپاره په هڅه کې په ايرانيانو باندې د ډزو کولو نه مخکې د تيلو د ليږدولو لپاره يو سړک بند کړی و.
روانه ناکراري د ایران په سویل ختیځ صوبې سیستان او بلوچستان کې د ډزو وروسته پیل شوه او وروسته پاکستان ته خپره شوه، چېرته چې په بیلابیلو ښارونو کې د دوی توکميز خلکو د دې وژنو په وړاندې احتجاج وکړو.
![په سراوان کې احتجاج کونکو يوه ورځ مخکې د ايراني ځواکونو لخوا د ولسي خلکو په ډله ايزه توګه د وژلو وروسته د پولیسو يو موټر وسوځولو. [روکنا.نټ]](/cnmi_pf/images/2021/03/05/28762-___1_-585_329.jpg)
په سراوان کې احتجاج کونکو يوه ورځ مخکې د ايراني ځواکونو لخوا د ولسي خلکو په ډله ايزه توګه د وژلو وروسته د پولیسو يو موټر وسوځولو. [روکنا.نټ]
![مظاهره چیانو په کراچۍ کې د مارچ په ٣ مه وویل، دغه رژیم چې زياتره په شیعه ګانو مشتمل دی او فارسۍ ژبې ويونکی ایران د بلوچستان د بلوچيانو ټولنه د فرقې او قومیت په بنياد ځپي. [زرک خان ]](/cnmi_pf/images/2021/03/05/28741-photo_2__2_-585_329.jpg)
مظاهره چیانو په کراچۍ کې د مارچ په ٣ مه وویل، دغه رژیم چې زياتره په شیعه ګانو مشتمل دی او فارسۍ ژبې ويونکی ایران د بلوچستان د بلوچيانو ټولنه د فرقې او قومیت په بنياد ځپي. [زرک خان ]
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ ( د مارچ په ۵ مه) وویل چې په دې پیښه او وروسته ناآرامۍ کې ۲۳ تنه ووژل شول.
ګڼ شمير بلوچ قومونه او په زرګونو کورنۍ د ایران او پاکستان د پولې له کبله تقسيم شوې دي چې د ايران سيستان او بلوچستان صوبه د پاکستان د بلوچستان له صوبې څخه جلا کوي.
په عادي توګه د سرحد په دواړو غاړو کې د اوسیدونکو تر منځ د توکو ورځنۍ تبادله شتون لري.
ایراني چارواکو هڅه وکړه چې حالات نور هم خراب کړي وروسته له هغې کله چې دوی د څه ثبوت وړاندې کولو پرته پاکستان تورن کړو.
د ایران د کورنیو چارو نايب وزير حسین زولفغاري وويل، دا څرګنده نه وه چې د تیلو په وړونکو ګاډو باندې ډزې د پاکستان له دننه څخه پیل شوې او که د ایران څخه، په داسې حال کې چې د سيستان او د بلوچستان چارواکو پاکستاني ځواکونه په دې تورن کړل چې لومړی یې د تیلو وړلو ګاډو باندې ډزې کړې وې.
په پاکستان کې غوسه، د ملګرو ملتونو اندیښنه
د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ د پرېس کلب څخه بهر په یوه احتجاجي ناسته کې ګڼ شمیر د حقونو فعالینو او د کراچی اوسیدونکو ګډون وکړو چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول له خوا د ولسي خلکو د بې توپیره وژنې په اړه خپله غوسه څرګنده کړي.
بلوچ متحده محاز (بي اېم اېم)، چې د بلوچيانو د قومي ټولنې مدني اتحاد دی، د دغه احتجاج انتظام وکړو چې مظاهره چیانو په کې بينرونه او پلی کارډونه، چې داسې شعارونه يې لرل چې د ایران د رژیم غندنه پکې کيدله، لرل.
اکبر ولي، چې د بي اېم اېم سيکريټري دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د قاچاق پروړاندې د عملیاتو په بهانه، د ايران رژیم، په ځانګړي توګه آی آر جي سي، د پاکستان او ایران په پوله باندې بې ګناه مزدوران وژني.
هغه وویل، په تهران کې شیعه رژیم په منظم ډول د سیستان او بلوچستان پر بلوچ قومونو د فرقې او قوميت پر بنسټ ظلمونه کوي. بلوچيان زياتره سنیان دي.
د ایران د نورو مذهبي اقليتونو په څیر -- حتی هغه کسان چې عقیدې او فرقې یې د ۱۹۷۹ له اسلامي انقلاب راهیسې د هیواد د رسمي مذهبونو په توګه پیژندل شوي دي -- سنيان د ژوند په ډیرو برخو کې په منظم ډول له امتيازي سلوک سره مخ دي.
د بلوچستان د پارلمان غړي ثناء الله بلوچ وویل، د وژل شویو او ژوبل شويو کسانو شمیره د راپورونو په پرتله خورا لوړه وه.
بلوچ د فبرورۍ په ۲۷ مه په بلوچستان اسمبلۍ کې وویل، "موږ راپور ورکړو چې ګڼ شمير مړي او ټپیان د پاکستان پنجګور او نورو سیمو ته راوړل شوي دي."
هغه د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو غړو، د بلوچ استازو او مشرانو په ګډون د درې اړخیز کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه چې تحقیقات وکړي.
انجمن تاجران بلوچستان (ای ټي بي)، چې د صوبې په کچه د سوداګرو ډله ده، هم د ایران په دوو سرحدي لارو کې د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د ډزو په کلکه غندنه وکړه.
په عېن وخت کې، ملګرو ملتونو له ایراني چارواکو څخه وغوښتل چې د دې ډزو په اړه د خلکو د غبرګون غلې کول پريږدي.
د رویټرز په وینا، "موږ پر چارواکو غږ کوو چې سمدلاسې په هغو سیمو کې د انټرنیټ لاسرسی بيرته بحال کړي چې له انټرنيټ پرته پاتې شوې دي."
د څه د پاسه یوه لسیزه لپاره، د ایران رژیم په منظمه توګه د خپلو اتباعو انټرنیټ ته لاس رسی محدود کړی، د وېب سپيډ یې ورو کړو، آنلاین فعالین يې په زندان کې واچول او د وېب پر بنسټ د موقعیت معلومولو وسیلې يې استعمال کړې چې د احتجاج کونو پروړاندې مبارزه وکړي.
د مايوسۍ له کبله تيل خرڅول
اېچ آر ډبليو وويل، په دغه صوبه کې د روزګار د فرصتونو د نشتوالي له کبله د دې قومي بلوچ وګړي له پولې هاخوا د بلوچ ملګرو سره په غير قانوني توګه د تجارت کولو نه علاوه ډيرې لږې متبادلې لارې لري.
په ايران کې د زياتو دولتي مرستو له امله تیل په پراخه کچه ارزان دي.
ډیر ځایي خلک د ګټې لپاره په پاکستان کې د ایراني تیلو د خرڅولو هڅه کوي ځکه چې د سیستان او بلوچستان اقتصادي وضعیت ډير خراب دی، د بیکارۍ کچه پکې لوړه ده او پراخه بې وزلي لري، چې دا يو حقیقت دی چې د دولت چارواکي ترې انکار نه کوي.
د ای ټي بي مشر منظور میر پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د پولې په دواړو خواو کې د بلوچ خلکو د ګټې وټې سرچینه ده."
هغه وویل، "خو ایران نه یوازې دا چې دوی د خپلې ګټې وټې د ترلاسه کولو څخه محرومه کوي، بلکې په ملکي خلکو باندې په بې توپیره ډزو سره هغوی وژني هم."
د پولې هاخوا د کورنۍ لیدنې محدودول
په پنجګور کې د کالج پروفېسر جمشید هوټ وویل، د ایران او پاکستان تر منځ د ۱۹۵۶ کال د تړون له مخې، هغه پاکستانیان چې راهدري یا "سور جواز" ترلاسه کوي، د پولې بلې غاړې ته د خپلو خپلوانو سره د لیدلو لپاره ایران ته د تګ اجازه لري. هوټ یو ښارګوټی دی چې د ایران سره پوله لري.
په جواز سره، پاکستانیان د ۶۰ کیلو میترو پورې په ایران کې سفر کولی شي، پداسې حال کې چې ایرانیان د پاکستان سرحدي ښار تفتان ته ورتلی شي.
هوټ وويل، "خو د مارچ ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې، د ایران سرحدي ساتونکو لسګونه پاکستانۍ کورنۍ له سیستان او بلوچستان صوبې څخه وشړلې، که څه هم دوی د سفر قانوني اسناد لرل."
اوسیدونکو وویل، د ایران امنیتي ځواکونه د پاکستان د بلوچستان صوبې په پنجګور او ماشکل سرحدي ښارونو کې د ایران له پولې څخه د راکټونو ډیرې ډزې کوي.